شاته

له طالبانو سره سولې خبرو لغوه کېدو په اړه د روسیې غبرګون

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د امریکا د ولسمشر لخوا له طالبانو سره د سولې خبرو پر لغوه کېدو په انتقاد سره ویلي، چې دا کار د افغان سولې بهیر کې یوه «منفي نښه» ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې شنبې په ورځ د «سپټمبر پر۷مه» په کابل کې د طالبانو لخوا د وروستي موټر بم په غبرګون کې چې یو امریکايي او ۱۱ افغان وګړي پکې ووژل شول له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه اعلان کړل.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د تېرې دوشنبې په ورځ د سپټمبر ۹مه«وږې۱۸مه» د روسیې له ټاس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، چې د یادو مذاکراتو د سره پیلېدو په اړه هیله مندي شته.

ښاغلي کابلوف زیاته کړې:"له تندو او جنجالي څرګندونو سره سره، بیا هم دواړه لوري«امریکا ـ طالبان» د خبرو دوام ته چمتووالي لري."

د افغانستان لپاره د روسیې دغه ځانګړي استازي همدارنګه ویلي، چې ممکن په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شي، خو نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د سولې په اړه هڅې باید د تاوتریخوالې له پای ته رسېدو سره مرسته وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې روسي چارواکي به د افغانستان د مسئلې په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه یو ځل بیا پر خپلې مخکنۍ خبرې په ټینګار سره وویل، چې له طالبانو سره د سولې خبرې ختمې شوې.

بلخوا وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا له دوو رسنیو سره مرکه وویل، که طالبان تاوتریخوالې ته دوام ورکړي، پوځي فشارونه به پر زیات کړي. خو نوموړي د دې ترڅنګ زیاته کړه،که طالبان "مهمه ژمنه وکړي" ښايي مذاکرات بیا پيل شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا تېره ورځ وویل، چې افغان حکومت له طالبانو سره مذاکرات کوي، خو د اوربند په شرط.

تر دې مخکې ایران او پاکستان هم له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د بېرته پیلولو غوښتنه یې کړې وه.

طالبانو بیا وویل، چې د مذاکراتو لغوه کېدل به تر ټولو خپله امریکا ته تاوان وکړي.