شاته

په افغانستان کې د طالبانو پر ضد بریدونه زیاتیږي- امریکایی جنرال

د امریکا د متحده ایالاتو پوځ غواړي په افغانستان کې د طالبانو د مخ په زیاتیدونکو بریدونو په وړاندې خپل عملیات چټک کاندي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ رئیس جنرال کنټ مک کنزي افغانستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې طالبانو د وروستیو وژونکو بریدونو په کولو چې په مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي دغه خبرو ته زیان ورساوه. هغه د مثال په توگه په کابل کې د طالبانو د تیرې اونۍ ځانمرگی برید یاد کړ چې یو امریکایي سرتیری او یو شمیر ملکي افغانان په کې ووژل شول.

د مذاکراتو له فسخه کیدو وروسته طالبانو گواښ وکړ چې خپل "جهاد" ته به دوام ورکړي او د سولې د مذاکراتو لغو کیدل به د امریکا "سر او مال" ته د زیات زیان د رسیدو سبب شي.

جنرال مک کنزي چې د بگرام په هوایي ډگر کې یې خبرې کولې پرته له دې چې د طالبانو د اعلامیې په اړه څه ووایي وویل چې په افغانستان کې میشت امریکایي سرتیري به سخت دریځو ته په جگړه کې د بریالیتوب اجازه ورنکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو پر ضد په راتلونکو عملیاتو کې به په هوایي او تهاجمي عملیاتو کې امریکایي او افغان کماندو ځواکونه شامل وي، وویل د سخت دریځو پر ضد به پراخ عملیات وشي او د پوځي اقداماتو هر ډول زیاتیدل به د طالبانو د بریدونو د سرعت سره مطابقت ولري.

پدې وروستیو کې د نړیوال ایتلاف هوایي ځواکونو او د افغانستان د هوایي پوځ له خوا بریدونو زور اخیستی دی.

د ملگرو ملتونو د سپتمبر د دریمې د رپوټ په بنسټ د می د میاشتې له ١٠ نه د اگست د میاشتې تر اتمې نیټې پورې په افغانستان کې د طالبانو پر مرچلو باندې ۵۰۶ هوایي بریدونه شوي دي چې د ٢٠١٨ کال په پرتله ١٨ فیصده زیاتوالی ښیي: