شاته

په کرملین کې د امریکا جاسوس

امریکایي رسنۍ وايي واشنګټن خپل یو پټ جاسوس د کرملین له ماڼۍ څخه خوندي ایستلی دی.

دا جاسوس په ۲۰۱۷ کې له مسکو ایستل شوی و، خو روسي چارواکو دا کیسه ډېره بې ارزښته ښودلې وه. کرملین منلې ده چې په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کې یو ټیټ پوړی چارواکی له دندې شړل شوی دی. رسنۍ وايي دا هماغه امریکايي جاسوس و چې په کرملین کې یې کار کاوه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې دغه جاسوس له څو لسیزو راهېسې د امریکا حکومت ته پټ معلومات ورکول. د مسکو او واشنګټن د چارو یو کارپوه رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې یو امریکایي جاسوس کرملین ته لار موندلې وه او هلته یې دنده لرله.

دغه کس وايي امریکا له هغه وروسته له کرملین څخه دغه جاسوس وویست چې د هغه د هویت د افشا کېدو اندېښنه پيدا شوه او امنیت یې په خطر کې شو.

له دغو راپورونو وروسته د سه شنبې په ورځ (سپتمبر۹) د روسیې کومرسانت ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ولیکل چې ښايي د دغه جاسوس نوم اولګ اسمولینکوف وي.

د دغې ورځپاڼې د راپور په اساس ښاغلی اسمولینکوف په ۲۰۱۷ کې له خپلې مېرمن او درې اولادونو سره د تفریح لپاره مونتیګرو ته تللی و چې بیا تری تم شو، خو اوس په امریکا کې ژوند کوي.

ورځپاڼې د یو کور تصویر هم خپور کړی دی او لیکلي دي چې ښاغلي اسمولینکوف په ۲۰۱۸ کې دا کور د امریکا د ویرجینیا په ایالت کې اخیستی دی. د کرملین ویاند دیمتري پسکوف تائید کړه چې دغه کس د دوی مامور و، خو وايي چې هغه په ۲۰۱۶-۲۰۱۷ کې له دندې لېرې شوی.

ښاغلي پسکوف وویل چې هغه یو ټیټ پوړی مامور و او ولسمشر ولاديمیرپوتین ته یې لاسرسی نه درلوده، خو دا یې ونه ویل چې هغه جاسوس و که نه و.

هغه وویل "زه دا نشم تائیدولی... نپوهیږم چې آیا هغه جاسوس و که نه و. دا تائیدولی شم چې په دې نوم یو کس په جمهوري ریاست کې کار کاوه چې بیا وشړل شو."