شاته

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې مذاکرات "ختم" شول

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي له طالبانو سره یې د سولې خبرې ختمې کړي دي.

ښاغلی ټرمپ وايي چې له طالبانو سره مذاکرات " (Dead)مړه" شول، په دې مانا چې ښايي نور وجود ونلري.

هغه وویل چې د امریکا پوځ په افغانستان کې د ترهګرو په ضد خپل عملیات هم زیات کړي دي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۹) په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره نور"مذاکرات ختم دي. تر کوم ځایه چې زه پوهیږم/اندېښنه لرم، دا خبرې ختمې شوې."

ولسمشر ټرمپ داسې مهال دا خبره کوي چې څو ورځې مخکې په کمپ ډیویډ کې یې له طالبانو سره پلان شوي پټ مذاکرات لغوه کړل. ولسمشر ټرمپ وایي ده په خپله ونه غوښتل چې په امریکا کې له طالب مشرانو سره وویني.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: په تېرو څلورو ورځو کې مو خپل دښمن دومره وځپلو چې په تېرو لسو کلونو کې دومره نه وو ځپل شوی.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل" په تېرو ۱۰ ورځو کې مو سلګونه طالبان ووژل. "

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې د یو امریکايي له وژل کیدو وروسته د سولې مذاکرات ودرول. ښاغلي ټرمپ ویلي چې داسې نشي کېدی چې طالبان دې هم خبرې وکړي او هم دې بریدونه وکړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي وو چې له طالبانو سره یې خبرې نهايي شوې او د یوې موافقې په درشل کې دی. ښاغلي خلیلزاد له شاوخوا نهو میاشتو راهېسې په قطر کې له طالبانو سره خبرې او مذاکرات وکړل. طالبانو ویلي دي چې د مذاکراتو د بندولو ډېر تاوان به امریکا وګالي.