BBC
 شاته

غزني کې د امان الله خان دورې د بهرنیو سیلانیانو هوټل

د غزني ښار په مرکزي برخه کې اماني هوټل چې یو مهال به په کې د لسګونو بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کېده، اوس په یوه پوځي مرکز اوښتی دی. د فرهنګې چارو فعالان وايي، د سیلانیانو دا ځانګړی هوټل او په مقر ولسوالۍ کې د امان الله خان ماڼۍ د اماني دورې دوه تاریخي ودانۍ دي چې اوس په زښته بد حالت کې دي.