BBC
 شاته

۲۱ کلنې نجلۍ ۱۹۶ هېوادو ته په سفر خپل نوم د ګینیس کتاب کې ثبت کړ

۲۱ کلنه لکسي الفورډ د نړۍ ۱۹۶ هېوادو ته په سفر تللې او تر ټولو پیغلې په توګه یې د نړیوالو ریکارډونو ثبتوونکي کتاب 'ګینیس' کې خپل نوم ثبت کړی دی. دا په دې معنی چې هغې هر کال ۹ هېوادونو ته سفر کړی دی. نوموړې د یوه برتانوي سړي پخوانی ریکارډ مات کړی دی. جېمز اسکوایټ په ۲۴ کلنۍ کې ورته لاسته راوړنه درلوده.