BBC
 شاته

زلمی خلیلزاد: خبرو کې ډېر او چټک پرمختګ ته اړتيا لرو

د افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد له طالبانو سره د خبرو په وروستي پړاو کې د پرمختگ خبره کوي خو وايي د افغان جگړې ختمولو لپاره د يوه چوکاټ رامنځته کولو په لور گامونه ورو وو. ښاغلي خليلزاد دوحه کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو د شپږم پړاو له ختمېدا وروسته يوه پيغام کې ليکلي چې د طرحې پر عملي جزيياتو کار کېږي.