BBC
 شاته

د ولسي جرګې نویو وکیلانو ته باور لیکونه ورکړل شول

د افغانستان ناندریزو پارلماني ټاکنو له تر سره کېدو اووه میاشتې وروسته اوس تمه کېږي چې راتلونکې اوونۍ به د افغان ولسي جرګې ۱۷ دوره د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا پرانیستل شي. له دې سره هم مهاله، کابل کې هغه کاندیدان چي په لومړي لیست کې بریالي اعلان شوي، د دوي په نشتون کې د ملي شورا پرانیستنه ناقانونه ګام بولي.