BBC
 شاته

اروپايي ټولنه: افغان سوله کې ضمانت ته چمتو یو

اروپايي ټولنې ویلي چې د افغانستان په سوله کې ضامن کېدو ته چمتو دي. دغه وړانديز د يادې ټولنې د بهرني سیاست مشرې فېدرېکا موګريني کابل ته په یوه لنډ سفر کې د افغانستان د سولې لپاره د اروپايي ټولنې د همکارۍ په یوه پنځه ماده ييزه طرحه کې وکړ. هغې اوربند او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې هم په افغانستان کې د سولې لپاره حياتي وبللې.