BBC
 شاته

کندوز: د افغان او امریکايي ځواکونو عملیاتو کې ۱۴ ښځې او ماشومان وژل شوي

د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو هوايي بریدونو کې ملکیان وژل شوي دي. افغانستان کې د امریکايي سرتېرو یوه ویاند نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، کندوز ولایت کې د طالبانو پروړاندې د افغان امنیتي او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.