BBC
 شاته

د کابل چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د دریمې حوزې په علي اباد سیمه کې درې چاودنې شوي دي. ددې وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي د بي بي سي له خبریال محفوظ ذبیدي سره په خبرو کې ویلي چې دغه چاودنې له وړاندې د ځای پرځای شویو ماینونو وې. چاودنې سهار مهال نهه بجې شاوخوا شوې دي.