BBC
 شاته

یونیسف راشد خان افغانستان لپاره د ښه نیت سفیر ټاکلی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونیسف افغان کرېکټ لوبغاړی راشد خان په افغانستان کې د ښه نیست ملي سفیر وټاکه. ددې ادارې په خبر پاڼه کې راغلي چې دغه ۲۰ کلن مخکښ کرېکټ لوبغاړی به په خپل هېواد کې د ماشومانو د حقونو پرمختګ، د نجونو د تعلیم ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغیو لمنځه وړلو په برخو کې له یونیسیف سره مرسته وکړي.