شاته
افغان ټاکنې؛ جمعیت اسلامي ګوند وايي، عبدالله عبدالله یې د خپل نوماند په توګه ټاکلی
د افغان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې په لړ کې نن شنبه هم څلورو کسانو په رسمي ډول ځانونه ثبت کړل. د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یوې مشورتي ناستې وروسته یې عبدالله عبدالله د خپل ګوند د نوماند په توګه ټاکلی دی.