BBC
 شاته

کابل: صالون کې چاودنې ۴۰ کسان وژلي

پلازمېنه کابل کې چارواکي وايي، د ښار یوه صالون کې چاودنه شوې. د عامې روغتیا چارواکو په وینا پېښه کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي. ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، داسې احتمال شته، چې دغه چاودنه یو ځانمرګي برید وي.