BBC
 شاته

'ولسمشر غني د امنیتي ادارو له مشرانو استعفا غوښتې'

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ولسمشر غني د افغانستان کورنیو چارو، ملي دفاع له وزیرانو او د ملي امنیت ادارې له مشر او دغه راز د ملي امنیت له سلاکاره غوښتي چې استعفا ورکړي. بل لور ته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند وايي، د امریکا متحدو ایالتونو کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د محمد حنیف اتمر پر ځای د ملي امنیت نوي سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.