BBC
 شاته

کولمبيا کې د تېزاب شيندلو مجرمينو ته تر ۵۰ کاله د بند سزا ورکول کېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کولمبيا کې د تېزاب شيندلو مجرمينو ته تر ۵۰ کاله د بند سزا ورکول کېږي

15 جولای 2016 - 25 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 17:35 گرینویچ

کولمبیا کې دوه کاله وړاندې پر يوې مېرمنې نتالي پانس دې لیان تېزاب شيندل شوي وو. اوس دا د نورو قربانیانو د حقونو لپاره کار کوي.

د دې هڅو حکومت وهڅاوه چې په دغه اړه قانون بدل کړي، اوس د تېزاب شیندلو مجرمینو ته تر ۵۰ کاله د بند سزا ورکول کېږي. دې بي بي سي ته خپله کیسه وکړه.