د ملالې ورځ او افغانستان کې د نجونو زده کړو حالت
د ملالې ورځ او افغانستان کې د نجونو زده کړو حالت
12 جولای 2016 - 22 چنګاښ 1395 د خپرېدو نیټه 19:13 گرینویچ
د ملالې ورځ، د ښوونې و روزنې د لمانځنې په دې نړيواله ورځ افغان او پښتني کورنۍ وينو چې لا هم نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي ملګرو ملتونو نن د جولای ۱۲مه د ملالې په نوم نومولې.
ملالې یوسفزۍ د ښوونیزو چارو لپاره فعالیتونه کول چې څلور کاله مخکې د پښتونخوا په سوات کې د سخت دریځو وسله والو له خوا ټپي شوه. دې د هغو هلو ځلو لپاره چې د تعلیم لپاره کولې د نوبل نړيواله جايزه وگټله. نجما ځلا د ملالې د ورځ په پلمه په افغانستان کې د نجونو زده کړو ته کتنه کړې.