شاته

زلزلې په ایټالیا کې ۳۸ تنه مړه کړل

چارواکي وايي زلزله د روم په شاوخوا ۸۵ کیلیو مېترۍ کې په مرکزي سیمه ماتریک کې د چهارشنبې په شپه وشوه، چې ډېر خلک ویده وو. په زلزلې کې شاوخوا ۳۸ تنه مړه شوي دي او زرګونه نور خلک بې کوره شوي دي.

د رویټرزې خبري اژانس وايي په مړو شویو کسانو کې یوه داسې کورنۍ هم ده، چې د یو اته میاشتني ماشوم په ګډون یې ټول غړي تر خاورو لاندې شوي دي. ددغې کورنۍ انا وویل "و خدایه ټول دې په یو وارې واخیستل."

زلزله د ایټالیا د اماتریک په سیمه کې شوې، چې د تېرکال د ښو ځایونو په ټاکنو کې، تر ټولو ښکلې سیمه بلل شوي وه. چارواکي وايي یوازې په دغې سیمې کې ۲۵۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

د زلزلې شدت ۶.۲ ښودل شوې او اوس سلګونه پوځ، سرتيري او د ژغورنې عمله استول شوي چې له ځپل شویو کسانو سره مرسته وکړي.

شاید د تلفاتو ارقام لا لوړ شي، ځکه چې د ژغورنې علمه لا هم ټولو سیمو ته رسېدلي نه دي او یا له ټولو سیمو نه راپورونه ترلاسه شوي دي.

له زلزلې ورسته د مسیحیانو مذهبي مشر پاپ خپله یوه عمومي غونډه هم لغوه کړې. روغتونونه هم زیانمن شوي او ډېر زخمیان په سړکونو کې تر درملني لاندې وو.

په ايټالیا کې په ۲۰۰۹ کال کې هم زلزله شوې وه چې څه باندې ۳۰۰ کسان یې مړه کړل. خو، په ۱۹۰۸ کال کې بیا یوه تر ټولو خطرناکه زلزله وشوه چې ورسره سونامي راغله، په دغو دواړو پېښو کې شاوخوا ۸۰۰۰۰ کسان مړه شول.