BBC
 شاته

ډاکټرانو د هندي ناروغ له خېټې ۴۰ چړې وایستلې

Image copyright Corporate Hospital
Image caption یاد ناروغ دغه چړې په تېرو درو میاشتو کې خوړلې دي.

د هند شمالي امرتسر ښار ډاکټرانو د عملیاتو پرمهال د یوه ناروغ له خېټې ۴۰ چړې ایستلې دي.

ناروغ له دې کبله روغتون ته د درملنې لپاره تللی و، چې ګني د ګېډې شدید درد لري.

یاد ناروغ دغه چړې په تېرو درو میاشتو کې خوړلې وې.

ډاکټر جاتیندر مهوترا بي بي سي ته وویل، ناروغ ډاکټرانو ته دا نه وو ویلي چې ګني چړې یې خوړلې، خو "ازموینو وښوده چې دغه سړي پخپله خوښه دغه چړې خپلې خېټې ته رسولې دي".

دی وايي: "دا جراحي عملیات اسانه کار نه و، موږ باید د ناروغ د ژغورلو او د عملیاتو د بریالیتوب لپاره ښه زیار ایستلی وای".

عملیات د پنځو ډاکټرانو له خوا ترسره شول، خو ناروغ لا تر اوسه سم نه دی رغېدلی.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغه سړي ولې دغه چړې خوړلې او کورنۍ یې هم په دې کار نه وه خبره کړې.

Image copyright Corporate Hospital
Image caption ډاکټرانو ویلي، تر هغو ناروغ ته له روغتون نه د وتلو اجازه نه ورکوي، چې پوره ښه شوی نه وي.
Image copyright AP

د یاد ناروغ معالج ډاکټر ویلي "باوري یو چې سړي ته ذهني ناروغي پیدا شوې وه، خو اوس یې ژمنه وکړه چې هېڅ چړې ته به لاس هم نه وروړي".

ډاکټرانو ویلي، تر هغو ناروغ ته له روغتون نه د وتلو اجازه نه ورکوي، چې پوره ښه شوی نه وي.

Image copyright Corporate Hospital