چین کې د نړۍ ترټولو اوږد ښیښه یي پول د خلکو پرمخ پرانستل شو
د نړۍ تر ټولو اوږد او جګ پول چې ځمکه یې له ښیښې جوړه شوې په مرکزي چین کې د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو.
دا پول د هونان ایالت په شینجیاجي سیمه کې جوړ شوی او د اوتار په نوم دوه غرونه سره نښلوي. له همدې امله د "اوتار" په نوم فلم هم همدلته جوړ شوی دی.
دغه پول ۴۳۰ متره اوږد دی، درې اعشاریه څلور میلیونه ډالر پرې لګول شوي او له ځمکې ۳۰۰ متره لوړ دی.
پر ځمکه یې ۹۹ دانې لویې شفافې ښيښې لګول شوي چې لاندې ځمکه کې ډېر رڼه ښکاري.
چینایي چارواکو ویلي، دا پول اسراییلي انجنیر هیم دوتان ډیزاین کړی. نوموړي وړاندې هم په نړۍ کې د خپلې انجنیرۍ له امله ریکارډ جوړ کړی دی.
چینایان د ودونو او نورو مراسمو لپاره داسې ځایونو ته ځي او ویل کېږي دا پول به د هغو خلکو لپاره چې هیجان خوښوي، تر ټولو په زړه پوری ځای وي.
یوه پوښتنه دا ده چې دا پول څومره خوندي دی؟ دغه ښیښې درې درې دانې سر پر سر دي چې مقاومت یې ډېروي.
چارواکو د دې پله د خوندیتابه د ښودلو لپاره دغه پله کې کارېدونکې ښیښه په مارتول څو څو ځلې ووهله چې وښيي څومره مقاومت لري. د سر ښيښه ماته شوه خو تویه نشوه او دوه نورې ښيښې خو هېڅ خبرې هم نه وې.
د لا ډېر ډاډ لپاره یې یو موټر هم پر درز شوې ښیښې کړ خو بیا هم ښيښه په خپل حالت وه.
چارواکو ویلي چې هره ورځ به ۸۰۰۰ کسانو ته اجازه ورکړل شي چې له دې پول نه تېر شی.