د اولمپيک سياليو ۱۴ ورځ: يوسېن بولټ د سرو زرو درېيم مډال وګاټه
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو د ۱۴ مې ورځې پای ته له رسېدو سره امريکا لا هم د مډالونونو د جدول په سر کې وه. بريتانيا په دوهم او چين په درېيم نمبر و.
د جېميکا يوسين بولټ يو ځل بيا له خپلې اتلولۍ دفاع وکړه او د اولمپيک سياليو په دريو بېلابېلو سياليو کې يې درې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
د ښځينه وو د ۵ زره واټن ځغاستې سياليو کې د کينيا، ويوين چيريوټ د سرو زرو او هيلن اوبيري د سپینو زرو مډال وګاټه خو د ۱۰ زره متره واټن ځغاستې ريکارډ جوړونکې الماز ايان بيا د ژېړو مډال خپل کړ.
بلخوا د تاجکستان دلشاد نظاروف د تيږې غورځونې په سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه، د بېلاروس ټيسيجان ته د سپينو او پولنډ ته د ژېړو مډال ورسېد.
د ښځينه وو د اوږده ټوپ سياليو کې د يونان ايکاتريني سټيفانيډي د سرو زرو مډال وګاټه.
د تيکوانډو د ۶۰ کیلوګرام وزن سيالیو کې ايوري کوسټ د سرو زرو او بريتانيا بيا د سپينو زرو مډال پر ګټلو بسيا وکړه.
بلخوا د ښځينه وو د ۲۰ کیلومتره واټن تګ سيالیو کې چين د سرو او سپينو زرو مډالونه وګټل او ميکسيکو بيا د ژېړو مډال ترلاسه کړ.
د ايران لپاره حسن يزداني د سرو زرو درېيم مډال د پهلوانۍ په برخه کې وګاټه، تر دې وړاندې ايران د وزن پورته کولو په سياليو کې دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي وو.
د بډمېنټن د نارينه وو د جوړې سيالیو کې چين ماليزيا ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يې وګاټه. د هند پي وي سندهو د ښځينه وو انفرادي سياليو کې د سپینو زرو مډال وګاټه، د اسپانيا کيرولينا ميرن دوه يو ماته وخوړه.
د لامبو په سياليو کې روس چين ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال خپل کړ.
د هاکي سياليو کې د بريتانيا د ښځينه وو لوبډلې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ او د فوټبال ښځينه سياليو کې جرمني سويډن ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يې وګاټه.
د اولمپيک سياليو پر ۱۵ ورځ به د سرو زرو د ۱۸ مډالونو لپاره سيالۍ ترسره کېږي چې په هغو کې ځغاسته، بډمېنټن، بايسکل ځغلول، فوټبال، غوټه وهل، ټيکوانډو، واليبال او ځینې نورې لوبې شاملې دي.