BBC
 شاته

'د سیلفي لېونتوب'؛ دوه کسان خیبر پښتونخوا کې سیند یوړل

Image copyright FAROOQQAISAR

د خیبر پښتونخوا په کاغان دره کې پرون شنبه (اسد/زمري ۳۰مه) یو سړی او یوه ښځه د سیلفي اخستو پرمهال کنهار سیند ته وغورځېدل او له دریو ساعتونو وروسته یې مړي په اوبو کې وموندل شول.

په بالاکوټ کې د پولیسو یوه افسر ارشد خان ویلي؛ دا خلک د پنجاب د ملتان اوسېدونکي وو، له ایوب پول سره یې د کنهار سیند ترڅنګ سیلفي انځور اخیسته چې د ۲۹ کلن سهیل له پښې لاندې کاڼی وښویید او سیند ته وغورځېد.

د نوموړي د ژغورلو لپاره د هغه خپلوانې راشده حنیف هم سیند ته ور ټوپ کړل او دواړه ډوب شول.

د پولیسو دغه افسر ویلي، ځايي خلکو تر درېیو ساعتونو هڅو وروسته د پېښې له ځای ۵ کیلومتره لرې د دې دواړو کسانو مړي له سیند نه راواېستل.

د سیمې یو اوسېدونکی راشد خان وایي، " ځوان پر کاڼي ولاړ و، سیلیفي یې اخیست، ما چې هغه منع کاوه، پښه یې وښوییدله او په سیند کې ډوب شو، په کتلو کتلو کې یوې ښځې هم په هغه پسې سیند ته ځان واچاوه."

د دې کورنۍ ټول غړي له ملتان څخه کاغان درې ته د سیل لپاره راغلي وو.

سیلاني نسیم ګل، چې د پېښې په مهال همدلته نږدې و، وايي:" ما له خپلې کورنۍ سره دوی ته نږدې چکر واهه او د هغوی ته مې هم کتل. د دواړو د ژغورلو کوم چانس نه و، په څو شیبو کې دواړه په کنهار سیند کې ورک شول."

حکومتي سرچینې وايي، چې په سږني دوبي کې د سیلفي اخیستلو پر مهال لږ تر لږه پنځه کسان کنهار سیند ته غورځېدلي او وژل شوي دي.

څو ورځې مخکې د ډېره غازي خان اوسېدونکي خاوند، مېرمن او لور یې هم په کنهار سیند کې ډوب شول.

د سرچینو په خبره، یوولس کلنه صفیه اصف سیلفي اخیستلو کې کنهار ته وغورځېدله، د ژغورلو لپاره یې پلار ډاکټر اصف او مور ډاکټر شازیه هم سیند ته ځانونه ورپسې واچول.

ځايي چارواکو له دغه خطرناک سیند د سیلانیانو د خبرولو لپاره بورډونه هم لګولي دي.