BBC
 شاته

'' بورس جانسن خپلو خلکو ته ډېر دروغ ویلي ''

Image copyright EPA
Image caption بورس جانسن بریتانویانو ته ډېر دروغ وویل ژان مارک ایرولټ

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان مارک ایرولټ وايي، د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر بورس جانسن یو ' دروغجن ' سړی دی او هغه به له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

له اروپا ون نومې، رادیو سره خبرو کې ژان مارک ایرولټ، ویلي له اروپايي ټولنې د بریتانیا بېلتون ټولپوښتنه کې خپلو خلکو ته دروغ ویلي او اوس له خپله هېواده د دفاع لړ کې ښايي له ' فشار ' سره مخامخ شي.

د نوموړي په وینا فرانسه د خبرو لپاره یوه داسې ملګري ته اړتیا درلوده، چې معتبر وي او باور پرې کېدای شي.

بورس جانسن، چې یو وخت د لندن ښاروال و، په اروپايي ټولنه کې د خپل هېواد پاتې کېدو یا ورنه بېلېدو ټولپوښتنه کې، د بېلتون پلویانو مشري کوله.

داسې اټکل کېده، چې د ټولپوښتنې له پایلو معلومېدو وروسته ښايي ښاغلی جانسن د محافظه کار ګوند د مشرتابه لپاره سیالۍ کې برخه واخلي، خو نوموړي له مهمو ملګرو تایید تر لاسه نه کړ او له دغې سیالۍ لاس پر سر شو.

د بهرنیو چارو وزیر په توګه د بورس جانسن ټاکل کېدو د نړۍ لر او بر کې یو شمېر سیاستوال او شنونکي حیران کړي دي.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر وايي:

'' زه د بورس جانسن په اړه اندېښمن نه یم، خو د کمپاین پر مهال تاسې د هغه انداز ولید، هغه بریتانویانو ته ډېر دروغ وویل.''

هغه زیاته کړه،'' نوموړی اوس له خپل هېواده دفاع کولو ته ډېر څه نه لري او اروپا سره اړیکو کې هم هغه لاس تړلی دی.''

نوموړی وايي، 'د بریتانیا خپله ګټه دا ده، چې دغه مبهم حالت له منځه لاړ شي.'

د دغه حالت له منځه وړلو لپاره فرانسې او جرمني له بریتانیا غوښتي، چې سملاسي اروپايي ټولنه پرېږدي.

د بریتانیا نوې لومړۍ وزیرې تېریزا می د دندې له پیلولو وروسته خپله کابینه کې شپږ نوي وزیران شامل کړي او ویلي یې دي، چې له اروپايي ټولنې سره د خبرو لپاره بریتانیا نور وخت ته اړتیا لري.

د دندې له پیلولو وروسته تېریزا می د جرمني له لومړۍ وزیرې اېنګلامیرکل او د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره ټيلیفوني خبرې کړې.

دغو خبرو کې نوموړې ویلي له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره بریتانیا نور وخت ته اړتیا لري.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر وايي، د بریتانیا د بهرنیو چارو نوی وزیر بورس جانسن یو ' دروغجن ' سړی دی او هغه له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

له اروپا ون، رادیو سره خبرو کې ژان مارک ایرولټ، ویلي له اروپايي ټولنې د بریتانیا بېلتون ټولپوښتنه کې خپلو خلکو ته دروغ ویلي او اوس له خپله هېواده د دفاع لړ کې ښايي له ' فشار ' سره مخامخ شي.

د نوموړي په وینا فرانسې د خبرو لپاره یوه داسې ملګري ته اړتیا درلوده، چې معتبر وي او باور پرې کېدای شي. بورس جانسن، چې یو وخت د لندن ښاروال و، په اروپايي ټولنه کې د خپل هېواد پاتې کېدو یا ورنه بېلېدو ټولپوښتنه کې، د بېلتون پلویانو مشري کوله.

Image copyright AP
Image caption بورس جانسن له ارو پايي ټولنې د بېلتون غوښتونکو کمپاین مشري کوله

داسې اټکل کېده، چې د ټولپوښتنې له پایلو معلومیدو وروسته ښايي ښاغلی جانسن د محافظه کار ګوند د مشرتابه لپاره سیالي کې برخه واخلي، خو نوموړي د مهمو ملګرو له لوري تایید تر لاسه نه کړ او له دغې سیالۍ لاس پر سر شو.

د بهرنیو چارو وزیر په توګه د بورس جانسن ټاکل کېدو د نړۍ لر او بر کې یو شمېر سیاستوال او شنونکي حیران کړي دي.

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر په خبره:

'' زه د بورس جانسن په اړه اندېښمن نه یم، خو د کمپاین پر مهال تاسې د هغه انداز ولید، هغه بریتانویانو ته ډېر دروغ وویل.''

هغه زیاته کړه''نوموړی اوس له خپل هېواده دفاع کولو ته ډېر څه نه لري او اروپا سره اړیکو کې هم د هغه لاس تړلي دي.''

د نوموړي په خبره '' د بریتانویانو په خپله ګټه دغه ډول مبهم او ناڅرګند حالت تر ډېره نه شي پرېښودل کېدای.''

Image copyright
Image caption د دندې له پیلولو وروسته تېریزا می د جرمني له لومړۍ وزیرې اېنګلامیرکل او د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره ټيلیفوني خبرې کړې

د دغه حالت له منځه وړلو لپاره فرانسې او جرمني له بریتانیا غوښتي، چې سملاسي اروپايي ټولنه پرېږدي.

د بریتانیا نوې لومړۍ وزیرې تېریزا می د دندې له پیلولو وروسته خپله کابینه کې شپږ نوي وزیران شامل کړي او ویلي یې دي، چې له اروپايي ټولنې سره د خبرو لپاره بریتانیا نور وخت ته اړتیا لري.

د دندې له پیلولو وروسته تېریزا می د جرمني له لومړۍ وزیرې اېنګلامیرکل او د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند سره ټيلیفوني خبرې کړې.

دغو خبرو کې نوموړې ویلي له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره بریتانیا نور وخت ته اړه ده.