شاته

المپیک امریکایي لوبغاړي او د بی بنسټه درواغو جرم

پدې اړه تازه خبر وايي چې دوی د تیلو د هماغه ستیشن ته چې ویل یې پیسی یی پکی غلا شوی پخپله د تشناب د دروازې په ماتولو مالی تاوان رسولی دی. د ستیشن کارکونکي وایي دوی پدې ستیشن کې لگول شوي پوسترونه او لوی انځورونه وڅیرل او نور ډیر ناسم اعمال یی هم تر سره کړل.

ویدیو ښیی چې د ستیشن کارکونکی ورته وایی چې ددې تاوان راکړه خو دوي ډډه کوي او په همدی ترڅ کې کارکونکی د ستیشن امنیتی ساتونکو ته غږ کوي.

پولیسو ته هم زنگ ووهل شي. خو دوي د یوه بل مشتري د ژباړې په مرستې، لاچاره، د تاوان د پیسو پری کولو ته غاړه ږدی او بیرته د المپیک کلي په نوم د ورزشکارانو مرکز ته په یوه تکسي کې ستنیږي.

په امنیتي کمرې کې ددوي ناسم نور اعمال هم ثبت شوي دي چې د نړیوالو د څیرانتیا وړ دی او ورته د ټولو پام اوښتی دی.

اوس به څه وشي؟

اوس داسی ویل کیږي چې دا ورزشکاران د یوه جرم په تړاو د دروغو او ناسمې ادعا په تور ښایی سزا وویني.

په برازیل کې په ناسمه توگه او د د دروغو پر بنسټ د جرم ادعا پخپله لوي جرم گڼل کیږي او برازیلي چارواکي هم دیته د یو جدی جرم په سترگه گوري.

پېښه څنگه رامنځته شوه؟

څلور تنه امریکایي ورزشکاران د خپلې بریا په ویاړ په د گډا په یوه کلب کې د خوشحالۍ او نمانځنې نه وروسته د المپیک کلي په نوم د ورزشکارانو مرکز ته، سهار وختي، را ستنیږي.

ویدیو ښیی چې دوي د امنیتي تلاشیو نه په تیریدو خپلې جیبي بکسونه او تیلفونونه هم بیرته اخلي او خوشحاله او هوسا پخپله لاره روان شي.

په امنیتي کمرې کې ددوي ناسم نور اعمال هم ثبت شوي دي چې د نړیوالو پام ورته اوښتی دی.

په امنیتي کمرې کې ددوي ناسم نور اعمال هم ثبت شوي دي چې د نړیوالو پام ورته اوښتی دی.

دا د امنیتي کمرو هغه ویدیو ښيي چې ددې ورزشکارانو له خوا د شوی ادعا نه وروسته وڅیړل شوه.

دا لنډه ویدیو د یوه موثق سند په توگه ددې ورزشکارانو له خوا هغه تور په واضحه توگه ردوي چې ویل یې پر دوي باندې په لاره کې د داسې کسانو له خوا برید وشو چې د پولیسو جامې یې اغوستی وې.

پولیسو د هر یوه سره د خبرو او گرویږنو نه وروسته دا وپتیله چې ددوی خبرې سره سر نه لگوي او ضد او نقیض معلومات شکی شامل دي.

پولیس دیته هم گوته نیسي چې که دوي په ر ښتیا غلو وهلي وای نو ولی د بیرته راتگ پر مهال داسې آرامه و او سمدستي یی چارواکي خبر نه کړل. پ

پدوی کې سو تن د لاکتي په نوم بیرته هیواد ته ستون شوی خو کانگر او بینتز د برازیلي پولیسو له خوا له الوتکې بیرته ښکته کړای شوي دي.

برازیلي چارواکي پدې غصه و چې ولي دغو ورزشکارانو دوي ته د پېښې نه وروسته خبر ورنکړ او دا خبر دوی د مطبوعاتو نه واورید.

دا ورزشکاران څوک دي؟

پدې څلورو تنو لامبو وهونکو ورزشکارانو کې راین لاکتي، جیمی فیگن، جک کانگر، او گنر بینتز شامل دي. دوی وویل چې ددوي ټولې پیسې د تیلو په یوه ستیشن کې ورباندی د برید نه وروسته غلا شوې.

پدې څلورو تنو کې لاکتي تر ټولو بریالی ورزشکار دی چې د المپیک په لوبو کې یی دولس مدالونه تر اوسه گټلي دي چی په امریکا کی یی پخپله یوه تلویزیونی خپرونه هم پر مخ وړله.

فیگن هم د سرو زرو د مدالو گټگونکی دی او بل ورزشکار بینتز د امریکایی تیم د قهرمانۍ په نتیجه کی د سرو زرو یو مدال هم لاس ته راوړی دی.