"روغتون قرنطین شو، او پکې ایسار ټول ۷۰۰ کسان په کورونا وېروس اخته شول"
په تېره اپرېل میاشت کې د روسیې په سېنټ پیټرزبرګ کې د ورډن په ناه یو روغتون، د کورونا وېروس خپرېدو له کبله قرنطین شو او هلته ټول ۷۰۰ کسان، چې ډاکټران، نرسان او ناروغان پکې وو، په روغتون کې بند پاتې شول. څه موده وروسته دا ټول کسان په کورونا وېروس اخته شول.
عبدالله: طالبانو سره باید جوړجاړی وشي؛ د افغانستان کړکېچ د جګړې په دوام نه حل کېږي
د افغانستان ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له بي بي سره په یوه ځانګړې مرکه کې له وسله والو طالبانو سره په د جوړجاړي خبره کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې روان کړکېچ د جګړې له لارې نشي ختمېدلی. نوموړي د طالبانو او القاعدې اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو پر رپوټ اندېښنه ښودلې.
صالح: افغانستان کې د کورونا بحران خپل اوج ته نه دی رسېدلی؛ وضعیت لا خرابېدلی شي
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، په افغانستان کې دننه او بهر علمي وړاندوینې ښیي چې افغانستان به په راتلوونکو دوه میاشتو کې د کورونا ویروس د کړکیچ لوړې څوکې ته ورسیږي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغانستان کې د کورونا وېروس ۷۵۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
په جاسوسۍ تورن ایرانی ساینس پوه له امریکا وشړل شو
د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي، هغه ایرانی ساینس پوه چې د امریکا په توقیف کې و، له هغه هېواده وتلی او ایران ته پر لاره دی. د تهران ساینسپوه سایرس اصغري په ۲۰۱۶ کال کې د یوه امریکايي پوهنتون څېړنیزو موادو سودا کولو تورن شوی و.
طالبان: ملا هبت الله اخوند ژوندی دی
افغان طالبان وايي، د دوی د مشر ملا هبت الله په ګډون نور لوړپوړي مشران جوړ دي او پر کوویډ-۱۹ ناروغۍ نه دي اخته شوي. طالبانو دا خبرې د امریکایۍ رسنۍ د هغه رپوټ په غبرګون کې کړې چې ویلي یې دي د طالبانو د مشر په ګډون طالب مشران پر کورونا وېروس اخته شوي او ښايي مشر یې ترې مړ شوی وي.
کندوز کې ۷ کارګر وژل شوي او ۶ نور تپیان دي
د افغانستان شمال ختیځ ته په کندوز کې چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ماین چاودنې له امله ۷ کارګر وژل شوي او ۶ ټپیان دي. د کندوز د پولیسو ویاند هجرت الله اکبري بي بي سي ته وویل، دا پېښه تېر ماښام د کارګرو د ستنېدو پر مهال شوې ده.
کارګل جنګ؛ کله چې هندي استخباراتو د جنرال مشرف خبرې ثبت کړې
د ۱۹۹۹ کال د مۍ ۲۶ شپه نهه نیمې بجې د هند د پوځ لوی درستیز ویډ پرکاش ملک ته د هېواد د امنیتي ادارو ترمنځ د ځانګړي ټلیفون (د سکیور انټرنل ایکسچېنج) زنګ راغی، د هند څارګرې ادارې مرستیال اروند دوي و. لوی درستیز ته یې وویل، کارمنانو یې د پاکستان د لوړپوړو جنرالانو خبرې ریکارډ کړې دي.
جورج فلویډ ته د ژوند وروستیو شېبو کې څه پېښ شول؟
د پولیسو نظارت کې د یوه افریقايي توکمه امریکايي مرګ پسې متحده ایالتونو کې پراخې مظاهرې پیل شوې. مظاهره چیانو د سپینې ماڼۍ مخ ته هم مظاهره وکړه او د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې ولسمشر ټرمپ تېره شنبه او یکشنبه سپینه ماڼۍ کې هغه پټنځي ته لېږدول شوی چې د ترهګریزو بریدونو پرمهال کارېږي.
امریکا کې تاوتریخوالی: ولسمشر ټرمپ واشنګټن کې امریکایي پوځیان ځای پر ځای کوي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوشنه ماښام اعلان وکړ چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي او احتجاجونو د کابو کولو لپاره یې د امریکایي پوځ کارولو پرېکړه کړې ده او زرګونه پوځیان به د امریکا په بېلابېلو برخو کې ځای شي. پلازمنې واشنګټن ته هم د ملي ګارډ اته سوه اضافي عسکر ور بلل شوي دي.
ولسمشر غني له مایک پومپیو سره پر "نا اعلان شوي اوربند" خبرې وکړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوشنبه ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پومپیو سره د د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پر راتلونکو ګامونو او نا اعلان شوې اوربند خبرې کړي دي.
امنیت شورا: طالبان لا هم القاعدې سره اړیکې لري او افغانستان کې پناه ورکوي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل یو وروستي رپوټ کې ویلي چې وسله وال طالبان لا هم له القاعدې سره اړیکې پالي، او القاعده د طالبانو په مرسته په افغانستان کې یو ځل بیا ځواکمنېږي.
ایا کورونا وېروس ځنګلونه هم له منځه وړي؟
د کورونا وېروس له امله د بندیز پرمهال پر سړکونو د موټرو او په هوا کې د الوتکو لږوالي چاپیریال ته ګټه رسولې. خو استوايي باراني ځنګلونو ته یې زیان څه دی؟ ایا کورونا وېروس ځنګلونو ته تاوان رسولی دی او د له منځه تلو خطر سره یې مخ کړي دي؟
پټ خطر: هغه خلک چې علایم نلري، خو کورونا وېروس نورو ته لېږدوي
د کورونا وېروس وبا له پیل راهیسې ډاکټران هره ورځ د دې وبا پر نویو اړخونو خبرېږي. عموماً کله چې یو کس په کورونا وېروس اخته وي نو ټوخی، تبه، ځان درد او داسې نور علایم لري. خو ګڼ شمېر داسې خلک هم شته چې په سیستم کې یې وېروس موجود وي، خو هېڅ ډول علایم نلري او روغ رمټ ښکاري.
فتانه نجیب: د مزار تر جوړېدو مخکې دې د نجیب د مرګ پلټنه وشي
د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب مېرمن فتانه نجیب یوه غږیز پیغام کې وايي، چې د مېړه د قبر جوړولو وړاندي دې د هغه د وژلو مسله وڅېړل شي. نوموړې د ا غوښتنه له هغه وروسته کوي چې تېره اونۍ د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ډاکټر نجیب قبر ته لاړ.
کورونا وېروس؛ د بریتانیا ملکه له قرنطین راهیسې لومړی ځل ولیدل شوه
بریتانیا کې د کورونا وېروس وبا له امله له قرنطین پیلېدو را هیسې د دغه هېوادملکه په لومړي ځل ښکاره شوه. نوموړې په یوه عکس کې د بالمورل په نوم پر یوه ۱۴ کلن اس سپره ده.