چين په فضا کې
همدا اوس د چین دوه ستور مزلي په خپله فضايي اډه کې د ځمکې پر مدار را څرخي.
پښتونخوا کې دوې مېرمنې او یو امنيتي چارواکی وژل شوی
د چارسدې د پولیسو تاڼې یوه چارواکي سلطان ایاز له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د مېرمنو دا مړي يې د بنو نارشېرخان سیمې په یوه کرونده کې موندلي، چې د ده په خبره لومړی پرې د تبر وار شوي او وروسته په ډزو وژل شوې دي.
بریتانیا کې د ویزې سختو قوانینو زرګونه کسان له خپلې ښځې یا مېړه جلا ژوند ته اړ کړي
په ۲۰۱۲ کال کې په قانون کې د بدلون له امله په بریتانیا کې زرګونه کسان له خپلو میرمنو، مړونو او یا هم بچیانو لیري پاتي شوي.
د سمندر پر غاړه د ګوادر تږی ولس
ګوادر د پاکستان د بلوچستان ایالت هغه بندر دی، چې په دې وروستیو کې يې نه یواځې په ځايي رسنیو کې، بلکې په نړیوالو رسنیو کې هم ډېری وخت ذکر کېږي چې ګوادر بندر به د پاکستان اقتصاد اسمان ته ورسوي.
فرانسه کې د کډوالو کمپ تړل کېږي
فرانسه کې چارواکي لګیا دي د کډوالو ځنګل نومی جنجالي کمپ تړي تر ۹۰۰ ډېر کسان ترې د دې هېواد نورو برخو ته لېږل شوي.
د خوشال خټک غږيز کتاب - ۲۵ مه برخه
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
کابل کې د 'سیوري' ننداره، وړاندې کوونکې یې مېرمنې
په کابل کې یوې ډلې ځوانو هنرمندانو د "سیوري" د تیاتر نندارې پیل کړې، چې تر ډېره یې ترسره کوونکې ښځینه دي. دوی افسانوي کیسې نندراې ته وړاندې کوي.
انډین اېکسپرېس: د پاکستان ضرب عضب عملیاتو کې حقاني ډله نه ده نښه شوې
انډین اېکسپرس ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان نیکولس هغه خبره را اخستې چې وایي د پاکستان پوځ د ضرب عضب په عملیاتو کې حقاني ډله نه ده په نښه شوې او لا هم دغه ډله له پاکستان نه د افغانستان او بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه کوي.
د قطر پخوانی امیر خلیفه بن حمد آل ثاني ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ خلیفه بن حمد آل ثاني د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د قطر اوسني امیر او د خلیفه لمسي شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د نوموړي پر مړینې درې ورځې ملي ویر اعلان کړی.
د پاکستان پوځ: د هندي سرتېرو په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي
د پاکستان پوځ وايي، د هند له لوري په کنټرول کرښه د بې دلیله ډزو په پایله کې یو کلن ماشوم او یو بل ولسي وګړی وژل شوي او اوه کسان نور ټپیان دي. د پېښې ټپیان د سیالکوټ پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
فرانسه د "جنګل" پنډغالي تشولو لپاره عملیاتو ته چمتووالی نیسي
فرانسه کې له ۱۲۰۰ ډېر پولیس او سیمه ییز ځواکونه ددغه هېواد په شمالي کاله بندري ښار کې د جنګل په نوم پنډغالي نه د فرانسې نورو سیمو ته د کډوالو لېږدولو لپاره چمتووالی نیسي. عملیاتو کې د اخ و ډب احتمال شته، ځکه کډوال غواړي بریتانیا ته واوړي.
کلنټن وايي، نور د ټرمپ پوښتنې نه ځوابوي
د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماندې هېلیري کلنټن ویلي، له دې وروسته به د جمهویپال ګوند ټاکنیز سیال ډونلډ ټرمپ پوښتنو ته ځواب ونه وايي.
نیکولسن: 'کمزورې مشرتابه د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کړې'
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال جان نیکولسن وايي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې لوی لامل د دغو ځواکونو کمزوری مشرتابه دی چې له کبله یې تر پخوا امنیتي ځواکونو کې مرګ ژوبله ډېره شوې ده.
د ايرلنډ د لوړو خلکو راز
تل په کیسو او افسانو کې د ايرلنډ د خورا لوړو او غټو خلکو یادونه کېږي خو دا تشې کیسې دي او که نه ریښتیا هم په کې شته؟
له سمندري غلو سره جګړه
د افریقايي ټولنې هېوادونو په دې وروستیو کې یو سمندري منشور ومانه چې له مخې به یې له دوی چارپېره سمندر کې د غلو او نا امنۍ پر ضد مبارزه کېږي.