بي بي سي موندلې، له کډوالو سوري ماشومانو په کارځایونو کې د مزدورۍ لپاره کار اخیستل کېږي
د پاناراما په نامه د بي بي سي یوې خپروني موندلي چې له سوریايي کډوالو ماشومانو نه د جامو جوړولو په کار ځایونو کې کار اخېستل کېږي
د قبایلي سیمو لومړنی پوهنتون
د ډيورنډ کرښې ته نژدې په قبايلي سيمو کې په لومړي ځل يو پوهنتون پرانيستل شوى دى. د فاټا يونيورسټي په نامه دغه پوهنتون په ادم خېلو دره کې څلور پوهنځي لري.
د سوریې پر ادلب ښار هوايي بریدونه شوي
د سوریې ادلب سیمه کې د هوايي بمبارۍ له کبله مرګژوبله اوښتې
کرېکټ: ظفر انصاري د انګلستان له لوري بنګله دېش لوبډلې سره مخامخیږي
داسې احتمال څرګندیږي، چې د انګلستان د سري ښارګوټي سوکه سپینر کرېکټ لوبغاړی ظفر انصاري ښايي د جمعې په ورځ بنګله دېش سره د انګلستان دویمې او وروستۍ لوبې برخه شي.
فرانسوي چارواکي وايي، کالې کې جنګل نومي کمپ نه یې ټول کډوال وایستل
فرانسه وايي، په بندري ښارګوټي کالې کې یې له جنګل نومي کمپ نه د کډوالو ایستلو بهیر بشپړ کړی دی. فرانسې د دغه کمپ ویجاړولو عملیات درې ورځې مخکې پیل کړي و.
په کوټه کې وير او کاربنديز
په کوټه کې د دريو ځانمرګو بريدګرو له خوا د پوليسو پر یوه روزنيز مرکز ډله ييز بريد کې چې ۶۱ تنه په کې وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپيان شوي وو کاربنديز او ماتم اعلان شوی دی. د کوټې برید پړه دوو بېلابېلو وسله والو ډلو منلې ده.
د ځنګل ژوند
عکاس ایډ ګولډ د سامرسېټ په ټېنکرز ببل کې د ځنګلي ټولنې انځورونه اخیستي
شربت ګله د پاکستان جعلي پېژندپاڼې جوړولو په تور نیول شوې
د پاکستان د پلټنو فدرالې ادارې مشهوره افغان مېرمنه شربت ګله د پاکستان د جعلي پېژندپاڼې (شناختي کارت) د جوړولو په تور نیولې. چارواکو ویلي؛ د هغې په تړاو په ۲۰۱۴ کال کې څېړنې پیل شوې وې او د اسنادو ترلاسه کېدو وروسته یې پروړاندې ګام پورته شو.
"په سیند کې ۹۳ مدرسې له ترهګرو سره تړاو لري"
پاکستانۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼه ټربیون وايي، په سیند کې د کره استخباراتي معلوماتو له مخې ۹۳ مدرسیې شته چې د ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو لري.
امریکایی چارواکی: د شمالي کوریا اټومي پروګرام بندېدو هدف په اوسني سیاست نه ترلاسه کېږي
د امریکا ملي استخباراتو ادارې مدیر جیمز کلېپر ویلي؛ د اټومي پروګرام پرېښودو ته د شمالي کوریا هڅولو لپاره د امریکا پالیسي ښایي هدف ته ونه رسېږي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې ویلي د شمالي کوریا په تړاو ددوی سیاست پر خپل ځای دی.
د مېنو په کچه د امن کمېټو د جوړولو غوښتنه هم وشوه
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز د وسلوالو له برید وروسته په دغه ایالت کې د امنیت ارزولو غوښتونه شوې ده. په ځايي کچه د امن کمېټو د جوړېدلو او د ولسوالیو په کچه د څارګرو شبکو د لا فعالېدلو غوښتنه هم شوې ده.
چارواکي: داعش وسلوالو دا ۲۸ کسان له نښتې وروسته له ځان سره بوولي وو
د افغانستان په مرکزي سیمه غور ولایت کې ځايي چارواکي وايي، هغه وسلوال چې ځانونه اسلامي دولت یا داعش پورې تړلي بولي، په دغه ولایت کې یې ۲۸ ولسي وګړي ووژل.
ټرمپ: که کلنټن ته غوږ شو، نړیوالې جګړې ته به ورسېږو
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوريپال نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، د سوریې په تړاو د هېلیري کلنټن پالیسي به د دریمې نړیوالې جګړې اور بل کړي. نوموړی وايي، که ګوند یې یو موتی وي، هېلیري کلنټن به ماته کړي.
پر سر فوټبال وهل یاد 'اغېزمنوي'
په یوه څېړنه کې موندل شوې چې پر سر فوټبال وهل د ۲۴ ساعتونو لپاره د لوبغاړي د دماغ کار او یاد (حافظه) پاموړ اغېزمنولی شي.
کوټه کې د پولیسو روزنې پر مرکز برید
کوټه کې د پولیسو روزنې پر مرکز برید