ګارډین: ټرمپ او کلنټن افغانستان کې خرابېدونکى حالت له پامه غورځولى
بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې "افغانستان د امريکا ولسمشرۍ ټاکنيزو هلو ځلو کوچنى ناوړه راز دى" تر سرليک لاندې ليکلي: د طالبانو پروړاندې مبارزه د امريکا تر ټولو اوږده جگړه ده، خو هېلري کلنټن او ډونلډ ټرمپ ورباندې سترگې پټې کړي.
د ډونلډ ټرمپ د مرستیال الوتکه د ناستې پرمهال له ځغاستلیکې وتلې
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ د مرستیال مایک پنس لېږدوونکې الوتکه د نیویارک په لاګواردیای هوایي ډګر کې د کېناستو پرمهال له ځغاستلیکې وتلې ده.
ملګري ملتونه: سوریه کې دې پر ښوونځي برید وڅېړل شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون غوښتي ژر تر ژره دې سوریه کې پر یوه ښوونځي د چهارشنبې د ورځې د برید په اړه پلټنې وشي. دغه برید کې تر ۲۰ ډېر ماشومان ووژل شول. روسیې لا پخوا ویلي چې نه دوی او نه هم د دوی متحد سوري دولت دا برید کړی.
د عراق موصل ښار بېرته نیولو جګړه
عراقي ځانګړي ځواکونه وايي، د موصل شاوخوا سیمو کې یې له لومړۍ کرښې زرګونه ولسي وګړي نورو سیمو ته لېږلي دي
موصل جګړه: 'د داعش ډلې ۹۰۰ وسله وال وژل شوي'
د امریکا یو لوړپوړی جنرال وايي، له هغه وروسته چې تېره اونۍ عراقي ځواکونو د موصل ښار بېرته نیولو عملیات پیل کړي، د اسلامي دولت نومي ډلې له اته سوو تر نهه سوو پورې وسله وال په دغه جګړه کې وژل شوي دي.
له اروپايي ټولنې تر وتلو وروسته د بریتانیا اقتصاد له اټکل ډېره وده کړې
د بریتانیا د اقتصاد ملي اداره په تازه شمېرو کې وايي، په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې تر وتلو وروسته د دغه هېواد اقتصاد له اټکل چټکه وده کړې ده.
دوو ایزدي مېرمنو د سخاروف جایزه وګټله
دوو ایزدي مېرمنو ته چې د اسلامي دولت نومي ډلې په ولکه کې وې، د سخاروف جایزه ورکړله شوې. دغه جایزه په اروپا کې د بشري حقونو برخه کې له معتبرو جایزو یوه ګڼله کېږي.
د پاکستان سند ایالت کې محکمې د شرابو پر پلور بندیز لګولی
د سند صوبې سترې محکمې امر کړی، چې ټولې شراب خانې باید سملاسي وتړل شي او دروازې سره یې دوه پولیسان وګومارل شي. محکمې دغه راز امر وکړ، چې د یوې نوې تګلارې له جوړولو وروسته د جواز ورکولو بهیر باید له سره پیل شي.
اسلام اباد له هنده د پاکستاني ډیپلوماټ پر اېستلو اعتراض وکړ
د هند په پلازمېنه نوي ډېلي کې امنیتي چارواکي وايي، د پاکستان یو ډیپلوماټ یې د جاسوسي په تور نېولی او ورسته خوشی کړی دی. امنیتي چارواکي وايي، له شپږ میاشتو راهیسې یې محمود اختر څاره.
د کالې ځنګل کمپ لسګونو ماشومانو تر شنه اسمان لاندې شپه تېره کړه
د فرانسې په کالې بندري ښار کې د ځنګل نومي کمپ لسګونه بې سرپرسته ماشومان تېره شپه تر شنه اسمان لاندې پاتې وو. تېره ورځ فرانسوي چارواکو ویلي و، چې له دغه کمپه یې ټول کډوال ایستلي دي.
عمران خان د نومبر په ۲ د حکومت ضد لاریون کوي
د پاکستان سترې محکمې د اپوزیسیون یو مشر عمران خان د حکومت ضد مظاهره کې د اسلام اباد ښار له بندولو منع کړ. قضايي چارواکو له عمران خان غوښتي چې د اکتوبر پر ۳۱ محکمې ته ورشي.
بریتانیا د روسیې له پولو سره سلګونو پوځیان ځای په ځای کوي
ډېلي ټيلیګراف ورځپاڼه وایي، برېتانیا به تر سړې جګړې وروسته په لومړي ځل سلګونه سرتېري د روسيې پولې ته نږدې ځای پر ځای کوي.
په برید کې د "پاکستانیانو" په ګډون ۱۵ وسلوال وژل شوي
امریکايي چارواکي وايي، د دغه هېواد د بي پیلوته الوتکو په برید کې د افغانستان د شمال لوېدیځ لپاره د القاعده مشر او د هغه مرستیال ووژل شول. د دواړو د وژلو لپاره په یو وخت څو ډرون الوتکو بریدونه وکړل.
زلزلې د ایټالیا په روم کې ودانۍ لړزولې
د امریکا جیولوژیکل سروې په وینا د ریکټر په کچه پنځه اعشاریه پنځه درجې زوروره زلزله له ځايي مهال سره سم په اووه بجې او لس دقیقې په ماکیراتا ایالت کې وشوه.
ولسمشر اوباما هم ماشومانو ته وینا کوي
د امریکا ولسمشر باراک اوما منلې، چې کشرې لور یې د ټولیزې ویبپاڼې ' سنیپ چاټ ' له لارې پرې ملنډې وهلې. ولسمشر اوباما ویلي کشرې لور یې ساشا هغه خبرې په پټه خوله ثبت کړې، چې د کورنۍ غړو تر منځ د ډوډۍ پر میز شوې او بیا یې له خپلې تبصرې سره یو ځای پر یاده ټولیزه پاڼه له ملګرو سره شرېکې کړې.