ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د حجاب شرط له کبله د هندۍ لوبغاړې نوم له سیالیو بهر

د هندۍ نښه ویشتونکې حنا سیدهو نوم په ایران کې د نښه ویشتلو نهمو اسیايي سیالیو کې د حجاب شرط له کبله بهر شوی

29.10.2016 BBC

فرانسه وايي، بریتانیا باید د کالې ځنګل کمپ نور کډوال ماشومان هم ومني

د فرانسې ولسمشر له بریتانیا غوښتي د هغو ماشومانو مسوولیت اخیستو کې ونډه واخلي، چې د کالې بندري ښار کې د ځنګل نومي کمپ له ویجاړېدو وروسته هلته پاتې دي.

29.10.2016 BBC

ننګرهار کې د داعش پر ضد پاڅون

د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش اورپکو پر وړاندې جګړه روانه ده. داعش اورپکي له تېرو څو مياشتو راهيسې د ننګرهار بېلابېلو ولسواليو کې فعال دي، او د سيمو خلکو ژوند يې له لوی کړاو سره مخ کړی دی.

29.10.2016 BBC

د موصل نيولو جګړه

ملګري ملتونه وايي دوی باور وړ داسې معلومات لري، چې داعش اورپکو عراق کې د موصل له جنوبي سیمو زرګونه خلک ښار ته ورلېږدولي، چې بيا یې هلته د بشري سپر په توګه وکاروي.

29.10.2016 BBC

کلېک: د ټکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه

داسې لارۍ مو لیدلې چې له چلوونکي پرته چلېږي، د مایکروسافټ وینډوز لس کومې نوې ځانګړتیاوي لري او د نړۍ سیل له خپله کوره څنګه کېږي، هغه په ۳ بڼه؟ دا نوې پرمختياوې مو د دې اوونۍ په کلیک کې راټولې کړې دي.

29.10.2016 BBC

د هېلري کلنټن د برېښناليکونو پلټنه

په داسې حال کې چې امريکايان به ۱۰ ورځې وروسته د خپل نوي ولسمشر يا ولسمشرې ټاکلو لپاره د رايو صندقونو ته مخه کوي، د دغه هېواد د پلټونو فدرالي ادارې، اېف بي ای، په ډاګه کړې يو ځل بيا د هغو برېښناليکونو پلټنه او څېړنه کوي، چې د بهرنيو چارو وزيرې په توګه د هېلاري کلېنټن د دندې له زمانې سره تړاو لري.

29.10.2016 BBC

ولسي جرګه: د انحصار وروستۍ ادعاوې بې بنسټه او ناسمې دي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پرېکړو په برخه کې د ځینو سیاسي مشرانو لخوا د انحصار وروستۍ ادعاوې بې بنسټه او ناسمې بولي. دغه موضوع وروسته تر هغه مطرح شوه چې یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو د دوی پر وړاندې د ولسمشر د بې باورۍ، قومي او سلیقوي کړنو په تړاو تورونه پورې کړل.

29.10.2016 BBC

موصل جګړه: شیعه ملېشه ځواک پر تلعفر برید کړی

عراق کې شیعه ملېشه حشد الشعبي وايي، د موصل ښار بېرته نیولو بریدونو بهیر کې یې د موصل لوېدیځ کې د اسلامي دولت نومي ډلې پر ضد برید کړی.

29.10.2016 BBC

پاکستاني چارواکو له القاعدې سره د تړلو وسله والو د وژلو ادعا کړې

د پاکستان د پنجاب او بلوچستان ایالتونو چارواکي وايي، هلته امنيتي اورګانونو په عملياتو کې لږ تر لږه اته وسله وال وژلي، چې د دوی په خبره د پنځه وسله وال د القاعده شبکې و.

29.10.2016 BBC

"تېرو دوو میاشتو کې ۳۰۲ ښوونځي او ۴۱ روغتیایي مرکزونه ړنګ شوي"

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې د څه دپاسه دوو میلیاردو افغانیو په ارزښت عامه بنسټونه او ودانۍ ړنګې کړي. بلخوا د افغانستان شمال کې چارواکي وایي؛ وسله والو جوزجان کې د نجونو یو ښوونځي سوځولی.

29.10.2016 BBC

هغه ښار چې پولیس، سیاستوال او بدماشان يې شړلي

مکسیکو کې، منظم جنایتونه په هرځای ان په وړو کلیو کې هم شته دی- خو د دې هېواد د میچواکان ایالت یو وړوکی ښار، چیران، یوه استثنا ده.

29.10.2016 BBC

د امریکا ټاکنې: وروستي برېښنالیکونه کلنټن څومره زیانمنوي؟

ښایي هېڅ خبره نه وي. ښایي لویه خبره وي. د برېښنالیکونو موضوع به په یقین سره تر دوو اوونیو پورې چې امریکایان ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکوي، هواره نه شي.

29.10.2016 BBC

کشمیرۍ نجلۍ: له دریو میاشتو مې سترګې ړندې شوې

د هند ترواک لاندې کشمیر کې د ۱۴ کلنې انشا مشتاق د سترګو نظر د هندي پولیسو د چره يي ټوپک په ‌ډزو سره ورک شو.

29.10.2016 BBC

یوه امنیتي سرچینه: په برید کې د حوزې امر ټپي شوی دی

په کندهار کې ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت د نهمې حوزې پر امر په موټر بم سره ځانمرګی برید شوی، خو نوموړي ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. یوه امنیتي سرچینه وایي په برید کې د حوزې امر ټپي شوی دی.

29.10.2016 BBC

امریکایي سندرغاړي او ترانه لیکوونکي باب ډېلن ویلي د ادبیاتو نوبل جایزه مني

وتلی امریکایی سندرغاړی او ترانه لیکونکي باب ډېلن ترڅو ورځې چوپتیا وروسته ویلي چې د ادبیاتو نوبل جایزه مني او د ترلاسه کولو لپاره یې پخپله اروپا ته سفر کوي. هغه د جمعې په ورځ وویل، ده ته د ادبیاتو نوبل جایزې ځانګړې کېدو هک پک کړی دی.

29.10.2016 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more