د يوه عکاس کمساری ژوند
د بریتانیا په کاونټري کې یو هندی کډوال اوس نړیوال شهرت ته ورسېد.
د ايټاليا زلزله کې د کور نړېدنه
د ايټاليا په جنوبي او مرکزي برخو کې زورورې زلزلې ډېر زيان اړولی دی. دا په پروګيا سيمه کې يو کور نړېږي.
'کونړ کې د 'لشکر طیبه' ۱۹ غړي وژل شوي'
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کونړ دانګام کې د 'لشکر طیبه' اورپکې ډلې ۱۹ غړي په یوه هوايي برید کې وژل شوي. د کونړ پولیس وايي، ډېری وژل شوي 'پاکستانیان' دي.
سلاکاران: په دې مرکزونو کې د مختلفو ستونزو سلا مشورې ورکوو
په کابل کې په لومړي ځل روغتیا وزارت داسې یو مرکز جوړ کړی چې ځوانانو ته د جنسي ستونزو د اواري لارې چارې ښيي چې ژوند یې ددغه څه له امله ټکنی نه وي:
د ایران عدلیې وزیر د لږو اعدامونو غوښتنه کړې
د ایران ځايي رسنیو ویلي، عدلیې وزیر جنایت کارانو ته د اعدام پرځای د بلې ''اغېزناکې سزا'' په لټه کې دی او د اعدام سزا باید یوازې د فاسدو خلکو لپاره وي.
سږکال له اورپکو سره جګړه کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله ډېره شوې
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ډلې "سیګار" ویلي، د تېر کال په پرتله سږ کال د ۵۵۲۳ سرتېرو په وژل کېدو، د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه ۹ سلنه ډېره شوې ده.
دا بام کورونو ته د لمري برېښنا د رسولو اغېزناکه لار بلل شوې
د امریکا د ټیکنالوجۍ کمپنۍ ټیسلا اجرايي مشر الن مسک تسلا له هغه بام پرده پورته کړه، یا پرانیسته یې وکړه چې د لمري برېښنا( سولر انرژۍ) له تختو جوړ شوی دی.
زورورې زلزلې د ایټالیا مرکز ولړزاوه
د ایټالیا نارسیا ته څېرمه زوروره زلزله شوې. تېره اونۍ هم هلته پنځه اعشاریه پنځه درجې زلزلې پلازمېنه روم ولړزاوه.
څېړنه: سړی د ستنې په لګولو سره د مېرمن د مېندوارۍ مخنیوی کوي
طبیبانو داسې هارمون لرونکې ستن جوړه کړې چې که کوم سړی یې وکړي، نو د جنسي اړیکو په مهال ترې مېرمنې نه مېندواره کېږي.
نیویارک ټایمز: کارپوهاند داعش وسلوالو مبایلونه او نور اسناد څېړي
امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز په عراق کې د اسلامي دولت ډلې د وژل شویو وسلوالو د جسدونو او د هغوی د اړوند شخصي شیانو د پلټلو په اړه یو مطلب خپور کړی.
واشنګټن: له استانبوله دې امریکايي ډیپلوماټان له کورنیو سره ووځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استانبول کې له خپلو ډیپلوماټانو غوښتي، چې له خپلو کورنیو سره له ترکیې ووځي. امریکا وايي شاید ترهګر پر امریکایانو بریدونه وکړي.
د سعودي په مشري د ایتلاف برید یمن کې لسګونه بندیان و
د یمن امنیتي چارواکي وايي، د شنبې په ماښام، د سعودي په مشري د ایتلاف بمبارۍ د یمن لوېدیځ الحدیده ولایت پر یوه زندان بمبارۍ لسګونه بندیان وژلي دي.
خټک: تر هغه چې جهادي پروژې وي، توندلارې ډلې به په بېلابېلو بڼو راپورته کېږي
د پښتنو ملتپاله عوامي نېشنل ګوند یو مشر وايي تر هغه چې جهادي پروژې وي او په وينا يې د پاکستان ځینې دولتي کړۍ د هغوی ملاتړ کوي، توندلارې ډلې به په بېلابېلو بڼو راپورته کېږي.
د ایف بي ای مشر د هیلري کلنټن برېښنالیکونو پلټنې پرېکړې دفاع کړې
د امریکا پلټنو فدرالي ادارې ایف بي ای مشر جیمز کومي د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړي، چې کانګرس ته به د هیلري کلنټن د برېښنالیکونو موضوع بیا څېرنې په اړه معلومات ورکړي.
ایران کې د زعفرانو محصولات
زعفران ارزان بیه مساله نه ده او د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو بازارونو کې یې د سرو زرو پرتله هم بیه څو برابره ډېره ده.