روژه په انځورونو کې؛ د نړۍ لروبر کې 'د اسلام مبارکې میاشتې' پیل
نن سې شنبه د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو کې لومړۍ روژه ده. افغانستان عموماً له سعودي عربستان سره یو ځای روژه اعلانوي، خو ځینو هېوادونو کې به چارشنبه لومړۍ روژه وي.
شهزاده فېلپ: یو ژوند په انځورونو کې
د یونان په کورفو ټاپو کې د کوجنیوالي له ژونده بیا په سکاټلنډ کې د ښوونځي تر دورې او له ملکې الیزابیت سره تر ګډ ژوند پورې د شهزاده فېلپ ژوند د انځور په ژبه.
د نړۍ جالب خبري انځورونه
د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو هغه جالب عکسونه چې تېره اوونۍ پر همدې موضاعاتو خبرونه ول.
روغتون کې اورلګېدنه؛ ډاکترانو د اور لمبو کې د زړه جراحي عملیات وکړل
د روسیې یوه روغتون کې ډاکترانو داسې مهال د یوه ناروغ د زړه پرانیستي جراحي عملیات په بریالیتوب سره بشپړ کړل، چې د روغتون چت کې اورلګېدلی و او د اور وژونکو ډلې یې د کنټرولولو او وژلو هڅه کوله. د روسیې لرې ختیځ کې د بلاګووېشچینسک ښار له دغه روغتون څخه ۱۲۰ کسان ایستل شوي او د اورلګیدنې له کبله د مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.
کمال خان بند په انځورونو کې
افغان ولسمشر محمد غني د چارشنبې په ورځ ځايي وخت نږدې لس نیمې بجې نیمروز ولایت کې کمال خان بند رسما پرانیست.له نوموړي سره دې مراسمو کې خپل دوه مرستیالان او د کابینې غړي هم و.
افغانستان د شل اوریزو کرېکټ لوبو لړۍ له زمبابوې وګټله
د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د افغانستان او زمبابوې تر منځ د کرېکټ شل اوریزو سیالیو لړۍ په دریمه او وروستې لوبه کې افغانستان د ۴۷ منډو په توپیر بریالی شو.
افغان سوله؛ زلمی خلیلزاد د بایډن واکمنۍ کې لومړی ځل کابل ته ورسېد
امریکا د افغان سولې پروسې د بیا پیلولو لپاره خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر رااستولی دی. ښاغلي خلیلزاد د دغه سفر پیل له افغانستان کړی او نن دوشنبه (د کب/حوت ۱۱مه) یې کابل کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
تر ولسمشرۍ وروسته لومړی کنفرانس؛ ډونلډ ټرمپ د نوي ګوند جوړولو ګنګوسې رد کړې
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ترمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته خپله لومړۍ وینا کې اعلان کړی چې له جمهوریپال ګوند د وتلو او د نوي ګوند جوړولو هوډ نه لري. ښاغلي ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د فلوریډا ایالت اورلانډو ښار کې د محافظه کارو یوه کنفرانس ته په خبرو کې دا اشاره هم ورسوله چې ښايي ځان د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو نوماند کوي.
د عراق پر سر د ایران او ترکیې لفظي شخړه؛ خبره د سفیرانو تر احضار ورسېده
بغداد کې د ترکیې او ایران د سفیرانو ترمنځ د عراق پر سر ناندرۍ او لفظي شخړه لویه شوې ده. دغو هېوادونو د یکشنبې پر ورځ تهران او انقرې کې د یو بل سفیر بهرنیو چارو وزارتونو ته احضار کړي دي.
"چین افغانستان ته ۴ لکه ډوزه د کورونا واکسین ورکوي"
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چین ورسره د ۴ سوه زره ډوزه کورونا واکسین مرسته کوي. کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان عامې روغتیا له چارسمبالي وزیر وحید مجروح سره په لیدنه کې د دې مرستې ژمنه کړې. له دې وړاندې هند هم افغانستان سره د کورونا واکسین مرسته کړې. د روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه افغانستان کې څه باندې ۸ زره کسانو ته د کورونا واکسین لګول شوی او دا لړۍ ټولو ولایتونو کې روانه ده.
صالح: د حزب التحریر غړي له دې وروسته افغانستان کې د غونډو او تبلیغ حق نه لري
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي حزب التحریر د افغانستان له عدلیې وزارت سره ثبت نه دی او غړي یې تر دې وروسته عدلیې وزارت کې تر ثبتېدو پورې افغانستان کې د غونډو او تبلیغ حق نه لري.
ملا برادر: د دوحې تړون عملي کېدو سره افغانستان کې سوله او ثبات ټینګېدلی شي
په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وایي، که د دوحې تړون په سمه توګه عملي شي نو ورسره په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګېدلی شي. ښاغلي برادر دا څرګندونې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې خپلمنځي تړون د یو کال پوره کېدو پر ورځ کړې دي. بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، "افغانانو چې د دوحې له هوکړهليکه د سولې او امنيت اړوند کوم توقعات لرل نه یې دي تر لاسه کړي.
د امریکا-طالبانو د هوکړې کلیزه؛ یوه کال کې څومره پرمختګ شوی؟
د امریکا او طالبانو ترمنځ د شاوخوا دوه لسیزو جګړو وروسته تېر کال په همدې ورځ د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. په دغه هوکړه کې دواو غاړو له یو بل سره ژمنې وکړې چې له ډلې یې په څوارلسو میاشتو کې به امریکايي ځواکونه افغانستان پرېږدي او طالبان به افغان خاوره د امریکا او د هغوی د متحدینو پر وړاندې نه کاروي او د بین الافغاني خبرو د پیل یادونه پکې شوې وه.
د ميانمار کودتا: د لاريونونو تر ټولو خونړۍ ورځ؛ ۱۸ کسان وژل شوي
په ميانمار يا برما کې د یکشنبې پر ورځ پر لاريون کوونکو د پوليسو له خوا تاوتریخوالی زيات شوی دی. په دې هېواد کې چې د پوځي کودتا او پوځ پر وړاندې مظاهرې روانې دي پوليسو پر لاريونو کوونکو ګولۍ او اوښکې بهوونکي ګازونه استعمال کړي دي.
کورونا وېروس؛ امریکا 'جانسن انډ جانسن' واکسین ته اجازه ورکړه
د امریکا د خوړو او درملو سازمان (اېف ډي اې) له کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره "جانسن انډ جانسن" واکسین ته رسماً اجازه ورکړې ده. ازموینې ښيي چې دا واکسین ۸۵ سلنه د ناروغۍ د سختو نښو راڅرګندېدو مخه نیولی شي. دا واکسین د نورو واکسینو پرتله یو ډوز ورکول کېږي او په معمولي یخچال کې ساتل کېدای شي.