دېوال ختونکې پښتنه پېغله
پر دېوالونو او کمرونو ختل تر ډېره لوېديځه ټولنه کې دود دي، دا يو داسې سپورټ دی چې مينه وال يې پر طبيعي کمرونو يا د خنډونو پر دېوالونو خېژي.
کوټې ته د چین د سفیر تللو سره سرینا هوټل کې چاودنې ۴ کسان ووژل او ۱۱ ټپیان کړل
د بلوچستان مرکز کوټې په سرینا هوټل کې د چاودنې له امله څلور کسان ووژل او یوولس ټپیان شول. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چاودنه د هوټل پارکېنګ کې شوې ده. دا چاودنه په داسې مهال ده چې د چین سفیر کوټې ته تللی، خو چارواکي وايي، نوموړی د چاودنې پر مهال سرینا هوټل کې نه و.
د خپلې مور په وژلو او خوړلو د تورن کس محاکمه پیل شوه
د اسپانیا پلازمېنه ماډریډ کې د هغه ۲۸ کلن کس محاکمه پیل شوه چې د خپلې مور په وژلو، ونډۍ ونډۍ کولو او بیا خوړلو تورن دی. پولیسو د البرټو سانچز ګومز کور کې د نوموړي د مور ماریا سوله داد ګومز د بدن پاتې شوني پیدا کړي وو.
فوربز مجلې د افغان نجونو روباټیک ټیم د غوره ځوانانو په نوملړ کې شامل کړ
امریکایۍ مجلې فوربز د ۲۰۲۱ کال په نوملړ کې د افغان د نجونو روباټیک ټیم د اسیا په کچه له ۳۰ کلنې د کم عمره غوره ۳۰ ځوانانو په ډله کې شامل کړی دی.
د عمران خان له انسټګرامه د هندي فلم کلپ ولې ډیلیټ شو؟
. که یو لور ته د فېسبوک او انسټاګرام په څېر خواله رسنیو د پاکستان واکمن ګوند تحریک انصاف او د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان لپاره سیاسي ګټه کړې، نو کله نا کله د عمران خان له شخصي اکاونټونو ځینې خپاره شوي پیغامونه د ګوند او خپله ښاغلي خان لپاره د ناندریولامل شوي، چې بیا وروسته دغه ډول مواد د نوموړي له اکاونټونو لېرې کړل شوي دي.
افغان چارواکي: طالبان د سولې اراده نه لري؛ طالبان: زموږ پر اراده دې څوک شک نه کوي
د افغانستان د سولې پروسې په تړاو د استانبول کنفرانس د ځنډېدو پر وړاندې د غبرګونونو په لړ کې افغان حکومت د دغه کنفرانس د ځنډېدو پړه پر طالبانو اچولې ده. د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند لطیف محمود ویلي: "د استانبول د ناستې د ځنډ لامل، خو طالبان وایي، د سولې پر وړاندې اصلي خنډ افغان حکومت دی او د دوی پر اراده باید شک ونشي.
د اقلیمي بدلون په اړه د حکومت پر وړاندې د ټاپو مېشتو وګړو مبارزه
د استرالیا له تورس تنګي د بومي ټاپومېشتو وګړو یوې ډلې د خپلو کورونو د ساتلو لپاره د نړۍ لومړنۍ حقوقي مبارزه پیل کړې ده. دوی استدلال کوي چې استرالیا په بشپړ ډول د اقلیم بدلون ته په رسېدو کې له پاتې راتلو سره د کلتور او ژوند په تړاو د دوی حقوق تر پښو لاندې کړي دي. دا لومړی ځل دی چې دغه ډول یوه ادعا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېټې ته وړاندې کېږي.
هند کې د کورونا وېروونکې څونامي؛ خلک د مړو سیځلو او ښخولو ته نوبت نیسي
هند کې د کورونا وېروس د دویمې څپې پر مهال مړینې وحشتناکې کچې ته رسېدلې دي. رپوټونه دا دي چې خلک اوس د خپلو مړو شویو خپلوانو د اجسادو سیځلو او یا خاورو ته سپارلو لپاره نوبت کې انتظار باسي. هند د کورونا د دوېیمې مرګونې څپې پر مهال له برازیل پښه اړولې او اوس نړۍ کې تر امریکا وروسته ددغه وېروس له اړخه دوېیم ځپل شوی هېواد دی.
د جورج فلویډ وژنې قضیه: د مینیاپولیس پولیسي نظام په هکله فدرالي څېړنه کېږي
د امریکا مینیاپولیس ښار د محکمې یوه پرېکړه کې د جورج فلویډ د وژلو قضیې په ټولو تورونو کې ددې ښار د پولیسو یو پخوانی افسر دیریک شوین ګناهکار پېژندل شوی دی. د ښاغلي فلویډ د نیول کېدا وېډیوګانې هم خپرې شوې چې دریک شوین پکې ښکاري د ښاغلي فلویډ پر مرۍ نهه دقیقې او ۲۹ ثانیې یې خپله ګونډه وهلې او دی پر ځمکه پروت دی.
Google Earth د بدلېدونکې سیارې زماني واټن پروګرام جوړ کړی
Google Earth د خپل زماني واټن یوه وسیله کې د مصنوعي سپوږمکیو پر هغو انځورونه تکیه کړې، چې د ۳۷ کاله پخوا زماني واټن ښيي هدف یې دا دی چې کاروونکو ته له پاسه پر ځمکه بدلونونه وښيي.
روغتیا نړیوال سازمان: کورونا وبا راتلونکو څو میاشتو کې کنټرولېدلی شي
د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ګبریوسېس وايي، نړۍ په څو میاشتو کې کورونا کنټرولولی شي، خو په دې شرط چې د کورونا ضد وسایل په اغېزناک او برابر ډول وکارول شي. ښاغلي ګبریوسېس د سې شنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل، د کورونا وسایل لرو، چې څو میاشتو کې دا وبا کنټرول کړو، خو که دا وسایل په برابره او پرلپسې توګه وکاروو.
د احصایې اداره: د افغانستان نفوس څه باندې ۳۳ نیم میلیونه دی؛ نارینه تر ښځو ډېر دي
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملې ادارې په بېلابېلو برخو کې د معلوماتو او ارقامو کلنی ریپوټ خپور کړی چې په کې د افغانستان نفوس ۳۳میلیون او شپږ سوه زره ښودل شوی دی. رپوټ د افغانستان پر اقتصادي وضعیت څېړنه هم خپره کړې او دا چې ښارونو کې ډېر نفوس ستونزې راټوکولي.
سوختوک برېښنا بند کې درز؛ چارواکي وایي د نړېدو خطر یې نشته
د افغانستان د دایکندي مرستیال والي محمد علي روزګاني خواله رسنیو کې دا رپوټونه ردوي چې دغه ولایت کې سوختوک برېښنا بند د درز له امله له نړېدو سره مخ دی. سوختوک برېښنا بند د روانې اپرېل میاشتې پر اتمه ګټې ته وسپارل شو، خو لا یې رسمي پرانیسته نه ده شوې. خو له څو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې دا خبره لاس په لاس کېږي چې سوختوک بند کې له رسمي پرانیستې مخکې درز پیدا شوی او د نړېدو له ګواښ سره مخ دی.
کورونا وېروس: په نړۍ کې د مړو شویو کسانو شمېر له درې میلیونو واوښت
د جان هاپکنز پوهنتون تازه معلومات ښيي، د هغو کسانو شمېر له درې میلیونه اوښتی چې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله مړه شوي دي. په ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان'ډبلیو ایچ او' مشر خبرداری ورکړی چې نړۍ ''د ناروغانو تر ټولو لوړ شمېر''ته رسېږي. په هند کې د کوویډ - ۱۹ دویمې څپې له کبله یوازې د شنبې پر ورځ د نویو ناروغانو ۲۳۰ زره نومونه ثبت شوي دي.
مصري معماران له داعش سره جګړه کې وران شوی د موصل لرغونی جومات رغوي
د مصري ودانګرو (معمارانو) یوې ډلې د عراق د موصل ښار د لرغوني النوري جومات د رغولو دواطلبي ګټلې ده. دا جومات په ۲۰۱۷ کال د عراقي ځواکونو لخوا د اسلامي دولت (داعش) له وسله والو د موصل ښار د پاکولو د عملیاتو پر مهال د دغو وسلوالو لخواو ویجاړ شوی و.