د پښتونخوا کارځایونو کې د ښځو جنسي ځورونه
د پښتونخوا په دفترونو او تعلیمي ادارو ځینې مېرمنې له جنسي ځورونې کړېږي. پښتنه ټولنه کې د بدنامۍ او پت له کبله د جنسي ځورونې ډېری پېښې پټې ساتل کېږي او ډېرې کمې رپوټ کېږي.
د بریتانیا شهزاده: په رسنیو کې د ۲۵ طالبانو د وژلو خبر "خطرناک درواغ دي"
شهزاده هري په افغانستان کې د هغه له خوا د ۲۵ طالب جنګیالیو د وژلو په تړاو د بریتانوي رسنیو انګېرنې "خطرناک درواغ" بللي او له خپلو څرګندونو یې دفاع کړې ده. د "سپېر" په نوم کتاب د شهزاده هري د یادښت یوه برخه د هغه شمېر کسانو په اړه ده چې ویل شوي، هري په افغانستان کې د خپلې دندې پرمهال وژلي او دا چې د "شطرنج دانو" په څیر بلل شوي وو، غبرګونونه یې راوپارول. طالبانو هم د هري د څرګندونو په اړه توند غبرګون وښود او یو شمېر طالبانو د هري د محاکمې غوښتنه هم وکړه.
ځانګړی رپوټ: اندونیزیا کې "هېر شوي" افغان کډوال ځانونه وژني
ګڼ شمېر افغانان دا مهال په اندونیزیا کې د کډوالۍ شپې سبا کوي او په دې تمه ناست دي چې کوم بل هېواد ته ځانونه ورسوي. دوی کې ډېری غواړي اسټرالیا ته لاړ شي. خو دا چاره دومره اسانه هم نه ده او د ځینو افغان کډوالو ناهیلۍ دومره ډېرې شوې دي چې پای کې یې ځانونه وژلي دي. بي بي سي د دوی له دوستانو او کورنیو سره خبرې کړې دي.
زابل کې د ګاډو ټکر کې ۱۴ کسان ووژل شول
د افغانستان سوېل ته زابل کې چارواکي وايي، دغه ولایت کې د کابل-کندهار پر لویه لار د ګاډو د ټکر له امله ۱۴ کسان ووژل شول. دې پېښه کې د ټپیانو د شمېر په هکله ضد او نقیض خبرې دي. پېښه بېګا ناوخته د کندهار- کابل پر لویه لاره جلدک سیمه کي د باري ټېلر او سپرلۍ کاسټر د ټکر له امله شوې ده.
جنرال مکنزي: افغان پوځ د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته مرستې ته اړتیا لري
په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال فرانک مکنزي وايي، د دغه هېواد د ټولو ځواکونو تر وتلو وروسته هم افغان پوځ مرستې ته اړتیا لري او که ور سره ونه شي "ړنګېږي. " د ایسوشېټېډ پرېس د رپوټ له مخې جنرال مکنزي د پنجشنبې په ورځ کانګرس ته وینا کې وویل، کابل کې د امریکا سفارت د خوندیتوب لپاره هم د افغان حکومت پر وړتیا شک لري.
هند: یوه ورځ کې د کوویډ – ۱۹ تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې
هند له هغه راهیسې چې یو کال وړاندې پکې کورونا وبا پیل شوې ده، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبتې کړې دي.
ملګرو ملتونو په اندونیزيا کې د کډوالو ځانوژنه غمیزه بللې
ملګرو ملتونو په اندونیزيا کې د کډوالو ځانوژنه یوه غمیزه بللې ده.
روسیه: افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام و
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان د ناټو او امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، افغانستان کې د ناټو ماموریت ناکام و. په اعلامیه کې راغلي چې له دوه لسیزې پوځي مبارزې وروسته لا هم طالبان د افغانستان پر نیمایي خاوره واکمن دي او د افغان حکومت پر ضد جنګېږي. اعلامیه کې همدا راز راغلي، د داعش او نورو ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي هم افغانستان کې فعالیت کوي. اعلامیه کې همدا راز راغلي، د داعش او نورو ترهګرو ډلو زرګونه جنګیالي هم افغانستان کې فعالیت کوي.
روسیه له اوکراین سره پولې ته نږدې سیمو نه خپل پوځیان وباسي
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګیو یو شمېر هغو پوځي ډلګیو ته چې له څه مودې راهیسې له اوکراین سره د پولې سیمه کې ځای پر ځای شوي وو، مرکزونو ته د بېرته د ستنېدو امر کړی. په کریمیا کې د خبرو پر مهال ښاغلي شویګیو وویل، په تمریناتو بوخت سرتېري به خپلو مرکزونو ته ستانه شي. په کریمیا کې د خبرو پر مهال ښاغلي شویګیو وویل، په تمریناتو بوخت سرتېري به خپلو مرکزونو ته ستانه شي. اروپايي ټولنه وايي، د روسيې او اوکراین پر پوله نژدې سل زره روسي سرتېري یو ځای شوي وو.
ناسا په لومړي ځل مریخ کې 'د تنفس کولو وړ' اکسیجن تولید کړ
پر مریخ د ناسا مستقر ګاډي کې ځای پر شوې یوې الې د دغه ستوري له کاربن ډایاکسایډ چاپېریاله اکسیجن تولید کړي دي. دا د تکنالوژۍ کارولو په لړ کې د دې ماموریت دویمه بریا بلل کېږي، چې د دوشنبې پر ورځ یې یو کوچنۍ چورلکه هم پورته کړه.
ولسمشر غني په کندهار کې: پاکستان دې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پنجشنبه کندهار ته د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته وویل، پاکستان له افغانستان سره په اړیکو کې دوه غوراوي لري، یا به د ګټلو سیاست غوره کوي، یا به د بایلو سیاست انتخابوي. نوموړي یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې د طالبانو له ملاتړه دې لاس واخلي. دا په تېرو څو ورځو کې دویم ځل دی چې ولسمشر غني د پاکستان په هکله ورته څرګندونې کوي.
بریتانیا د 'امنیتي اندېښنو' له کبله خپلو اتباعو ته له افغانستان د وتلو سپارښتنه وکړه
د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت د امنیتي اندېښنو له کبله خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته دې سفر نه کوي. دغه هېواد همدا راز افغانستان کې له خپلو مېشتو وګړو هم غوښتي چې د امنیتي خطرونو ډېرېدو له کبله له افغانستانه پر وتلو غور وکړي. بله خوا جرمني اعلان کړی چې له جولای میاشتې به له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل پیلوي.
هند کې کورونا؛ په یوه ورځ له ۳ لکو ډېر کسان پرې اخته او تر ۲ زرو ډېر ترې مړه شول
په هند کې د کورونا وېروس دویمې څپې په نړیواله کچه ریکارډ جوړ کړی چې په یوه ورځ پکې درې لکه ۱۴ زره ۸۳۵ کسان پرې اخته شوي. په هند کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس تر ټولو لوړې کچې (د ۳۱۴۸۳۵ مثبتو پېښو) ثبتولو سره په نړۍ کې ریکارډ جوړ کړی دی. په همدې موده کې هند کې د کورونا وېروس له کبله ۲۱۰۴ کسان مړه شوي دي.
د ځمکې نړیواله ورځ ولې او د څه لپاره لمانځل کېږي؟
له تېرو ۵۱ کلونو راهیسې د ځمکې نړیواله ورځ د اپریل میاشتې په ۲۲مه نیټه لمانځل کېږي. سږکال دا ورځ په داسې حال لمانځل کېږي چې نړۍ تر بل هر وخت له ګڼو ننګونو سره مخامخ ده. د ځمکې نړیواله ورځ چې د اپریل میاشتې له ۲۲ نیټې سره سمون خوري هرکال په دې موخه په نړۍ کې لمانځل کېږي چې د ځمکې او چاپیریال په اړه د خلکو پوهاوي ډېر کړای شي.
بېوزلو ته روژه ماتی
د پېښور پوهنتون یو شمېر محصلینو د ښار بېوزلو وګړو لپاره د (روژه ماتي دسترخوان) لړۍ پیل کړې ده. دوی هر ماښام لسګونو هغو کسانو ته د روژه ماتي بندوبست کوي چې بېوزله دي او خواړه نه لري.