BBC
 شاته

بریتانیا: ډېوېډ کامیرون استعفا وکړه، تېرېزا می نوې لومړۍ وزیره شوه

Image copyright PA
Image caption له ډېوېډ کامیرون وروسته د محافظه کار ګوند نوې مشره تېرېزا می د ملکې لیدو ته ورغله او ملکې مېرمن می ته د حکومت تشکیلولو بلنه ورکړه

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون له شپږ کلن کار وروسته خپله دنده پرېښوده او د محافظه کار ګوند نوې مشرې تېرېزا می د بریتانیا نوې لومړۍ وزیرې په توګه دنده پیل کړه.

تېر جون کې له اروپايي ټولنې د وتلو ټولپوښتنه کې له ناکامۍ وروسته ډېوډ کامېرون د استعفا اعلان وکړ.

ډېوېډ کامیرون په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو پلوي و، خو د کابینې ځینې غړي یې له دغې ټولنې د وتلو پلویان وو.

ښاغلي کامیرون د چهارشنبې په ورځ د برتیانیا ولسې جرګې غونډه کې وروستی ځل پوښتنو ته ځوابونه وویل او له هغه لږ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای د بریتانیا ملکې لیدو لپاره بکنګهم ماڼۍ ته لاړ او ملکې ته یې خپله استعفا وړاندې کړه.

Image copyright AFP
Image caption ډېوېډ کامیرون له خپلې کورنۍ سره یو ځای د بریتانیا ملکې لیدو لپاره بکنګم ماڼۍ ته لاړ او ملکې ته یې خپله استعفا وړاندې کړه.

له ډېوېډ کامیرون وروسته د محافظه کار ګوند نوې مشره تېرېزا می د ملکې لیدو ته ورغله او ملکې مېرمن می ته د حکومت تشکیلولو بلنه ورکړه.

ډېوېډ کاميرون د خپل کار په وروستۍ ورځ د بریتانیا د ولسي جرګې له ماڼۍ د مشر جان برکو په ګډون د محافظه کار ګوند غړو د چکچکو په بدرګه ووت.

نوموړي جرګې ته په خبرو کې د خپلې واکمنۍ مودې کې د خپلو کړنو دفاع وکړه او ویې ویل، د شپږ کلنې واکمنۍ پر مهال یې یو شمېر په زړه پورې شېبې راغلې.

کله چې ډېوېډ کاميرون د پوښتنو له ځوابولو وروسته له ولسي جرګې د وتلو لپاره پاڅېد د محافظه کار ګوند غړي هم ورسره پاڅېدل او نوموړی یې په چکچکو بدرګه کړ.

د لېبرال دیموکرات ګوند غړی پخوانی مرستیال لومړی وزیر نیک کلېګ هم په هغو کسانو کې شامل و، چې ډېوډ کامیرون سره یې مخه ښه وکړه.

د مخالف لېبر ګوند مشر جېرمي کوربین هم له نوموړي سره د مخې ښې کولو لپاره ودرېد.

Image copyright PA

په خپله وروستۍ وینا کې ښاغلي کاميرون وویل، د خلکو له خدمته لاس نه اخلي او اوس به د پارلمان وروستیو څوکیو ته ځي.

نوموړي خپله وینا په هغه جمله پای ته ورسوله، چې ۲۰۰۵ کال یې د اپوزیسیون مشر په توګه د هغه مهال لومړي وزیر ټوني بلیر ته وینا کې ویلي وه، چې ' زه هم یو مهال راتلونکی وم '.

۵۹ کلنې ټېریزا می له اروپايي ټولنې د بریتانیا وتلو ټولپوښتنه کې دغه ټولنه سره پاتې کېدو لپاره رایه ورکړې وه.

نوموړې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د کورنیو چارو وزیره ده.

ټیلیګراف سره خبرو کې ښاغلي کامیرون ویلي، زه د لومړي وزیر دفتر ته د دې لپاره راغلی وم، چې خلکو سره د ستونزو هوارولو کې مرسته وکړم او د یوه هېواد په توګه له ننګونو سره مبارزه وکړو، چې په ګډه ښه وخت ولرو.

تیریزا می له مارګریټ تیچر وروسته د بریتانیا دویمه ښځینه لومړۍ وزیره ده.