د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه


څاروان
20.11.2005

20-11-2005

صميم وروره ورسته له سلامونو

ښې لنډۍ مو ليكلې دى زه خو شاعر نه يم او داسې ډيرې لنډۍ هم راته نه دى زده خو بيا به هم درته يو څو وليكم:

غوټي د ګل ، ګل دى غوټي شه
چې رنګ او بوي دى پښتونخوا رنګينه كړينه

تكل به كله د راتلو كړي
زما په لاس كې درته مړاوې شول ګلونه
زه د خپل زړه په شيش محل كښې
د ګل ورين اشنا نه غير څوك نه ساتمه

ما د خپل زړه په وينو تاند كړو
د ګلستان واك اوس د نورو خلقو شونه

او دا هم واوره:

د بڼړو غشي دي تيره كړه
دزړه تڼاكې مي چودل غواړي مينه

[color=darkred:66f850f3f0]د جانان ژبي ته حيران يم
څومره خوږي پستي خبري پري كوينه[/color:66f850f3f0]

په مينه او مننه

يوسف څاروان


کټوازی
24.11.2005

د ټول افغان د لنډيو د مشاعرې ټولو ګډون کوونکو ته،
سلاونه او ښې چارې!
محترم ورور څاروان صيب ، داچې زموږ لنډۍ مو ښې بللې ، ډېره مننه ، ماشا الله ستاسې لنډۍ خو هم خدای سته چې ډېر ې پۀ زږۀ پورې دي ، خو که بر سېره پر دې هم ځان شا عر نه بولئ ،نو دا به بيا ځان پټوئ !
[color=cyan:a2c629ae3a]يوه ټوکه :: ښه دی چې شاعر نه يې ،ګنئ د ډم نوم به دې له ځانه څرنګه اچوۀ !!؟؟[/color:a2c629ae3a] [/lol: :lol: :lol: :lol:

تكل به كله د راتلو كړې ؟
زما په لاس كې درته مړاوي شول ګلونه

[color=cyan:a2c629ae3a] ........... ګل خو له ګل سره جوړېږي ،
..............................مناسب نه دی چې يي بل څوک بويوينه![/color:a2c629ae3a]

ما د خپل زړه په وينو تاند كړو
د ګلستان واك اوس د نورو خلقو شونه

[color=cyan:a2c629ae3a]..........خلک د ګل غوټۍ ته شپې کړي
......................... ما له تياره باغه واخيستل لاسونه
با غوانه باغ ته مې درپرېږده ،
....................نه دې مڼې خورم نه دې څانګې ماتومه
غو نچه پۀ باغ کې پۀ خندا شوه ،
................... څه يي پروا ده که بورا له غمه مرينه[/color:a2c629ae3a]


لنډۍ

الهام
19.06.2006

ښايست په ټول جهان كې خور دى
دپېښور جينكۍ ټولې ښكلې دينه


مازدیګر
05.08.2006

سلام
دغه ېو څو می يادی دی په ډیرو به یی شماری کنه صمېم جانه?
په موږ نو شوروا هم ډیر ه ده :roll:
چه خوېندی کینی وروڼه ستاېې
چه وروڼه کینی خوېندی بل ته ورکوینه

مسافر مه وژنی خاونده
چېر ته به ېې خویندی دديدن په طمع وېنه

ارمان ارمان د دادا کوره
له ډکه شکوره به چا پیره تا ویدمه

په دنېا دوه شیان مزه کړی
ېا سپینه خوله يا د څکی توپک غوږونه

جانانه ته خو داسی نه وی
دچا خبری دی ضرور منلی دینه

بس همدغه وی نو......


amarkhil
07.08.2006

په جهان دوه څيرزه مزه كه
يا سپينه خوله يا دبوړي ټوپك غږونه


هادي حيران
30.11.2006

قلم د سرو کاغذ د سپينو
د زړه په وينو يې ليکم ژړا راځينه

[url=http://roghani.ueuo.com/] روغاني [/url]


لنډۍ

Syed Shah SaqeeM
02.12.2006

[color=brown:6f9fe5c842][color=orange]باورمي نه شي چې به روغ سم
زه دجانان روغي راستۍ وهلى يمه
دا ستا به هېر که به دي ياد يم
زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه
چې تاته ګورم ژړا راسي
چې ځان ته ګورم په ما لا ډېر دي غمونه
زلفي اږدې پرېږدم که لنډي ؟
جانانه لوېشت ورباندې ږده شړک ورکوومه
ته به د کوم مجلس څراغ يې ؟
زه د هجران په تاريکه کې ناسته يمه
زما دي زړه زرې زري کړ
داسې زرې سې چې دي باد راپسې وړينه
خداى دى له دې واره راجوړ کړه
بيا مي توبه ده ښېرې نه درته کوومه
دابه له مانه پوره نۀ شي
چې هرساعت دې په جرګو پخلاکومه
که ته مي روغ لېونى نه کړې
بيا مي دبنګو پياله مه بوله مينه
بيلتون دي قدر رامعلوم کړ
اوس به سلام په دوه لاسۍ درته کوومه
او
خداى دي په واورو کې ايسار کړه ......... لکه زه
چې دتودې غېږي مي وکړې ارمانونه

په تانده مينه ستاسو سقيم اشنا[/color:6f9fe5c842][/color]


EEEEEEEEEEEEEEEE

الهام
06.03.2007

به جینکو کی دا عادت وی
لوگی بانه کی جرا یا ر بسی کوینه

بخنه غوارم بشتو نشته راسره

[/url][/list][/list][/b][/i][/u][/quote]


daud
06.03.2007

ستړی مه شئ !

چايي پلو ليدلئ نه ؤ
اوس د بکوا په دښته ځي سرتورسرونه
او
څانګه به نن سباکې ګل شي
مايي په سر کې سرې غوټئ ليدلې دينه


دغې لنډۍ کې لږ ټکنی غوندې شوم

smakhkash
15.05.2007

فرښتې خورکۍ ،
ماخو دالنډی په دالاندې ډول اوریدلې وه
دوطن ترخې مې خوراک وای - خوراک مې نه وای دپردي وطن ګلونه.
کیدای شې زما اټکل به سم نه وي
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ


Miwand Patang
22.05.2007

زه د اغزو څانګو ته هسک یم
پروا مې نشته ده ګلونه راشکومه
پاس په کمر ولاړه ګله
نصیب د چا یې اوبه زه در خیژومه
زما د مینې ګل معلوم دی
په هره پاڼه کې جدا موسکا لرینه


pattang
21.07.2007

ميدان دپرېښود باد دې ووت
دميوند ځای دپه شرمو وشر ماونه


Syed Shah SaqeeM
27.07.2007

دغرونو او ګړنګونو دستر څښتن په سپېڅلي نامه ٠
سلامونه
[color=cyan:5887bae37e]په چلم دوې سکروټي کښېږ ده
چې په لوګو کې درته ډوبه ناسته يمه[/color:5887bae37e]
په تانده مينه ستاسو [color=violet:5887bae37e]سقيم [/color:5887bae37e]


و.افغان
27.07.2007

مـــخ دهــغـــو زلـــمـــو تــــور شــــه
چی خپل وطن ډیر په ارزانه خرڅوینه


Syed Shah SaqeeM
18.08.2007

سلامونه
زما دي دومره ديدن بس دی
چې په کوڅه کښې پښه نيو لی شې مينه


ملا وزګوړی
18.08.2007

ولې شرمېږې لېونيه؟
راځه، راځه اوس خو مې ژوند درسره شونه!


Syed Shah SaqeeM
30.08.2007

سلامونه
درنو ملګرو هيله ده روغ او جوړ به ياست .
ياره حجره دېره سړه ښکاري چې ولي ؟
پښتو لنډۍ خو په پښتو په پشتو ادب کې ډېره زياته ا و دستايني وړ برخه لري .
خپله خو په دې اند يم چې که دپښتو په يوه يوه لنډۍ بشپړ کتاب هم وليکل شي بيا به هم کم وي . نو بيا دملګرو کار دی چې ولي حجرې ته د راتګ لپاره زړه نه ښه کوي .

خير رابه سو لنډيو ته او په دې څو لنډۍو ويلو به ځان تېر کړم

[color=cyan:8e5f016d02] په ما دي څه وکړو چې لاړې ؟
ځان دي په خپله بې ديدنه کړ مينه
چې ستا به هېر که به دي ياد يم ؟
زه چې قدم په قدم ږدم تا يادومه
اذان په ځنډ کوه طالبه
زه دجانان غېږي ته اوس ورسېدمه [/color:8e5f016d02]

په تانده مينه ستاسو سيد شاه سقيم


خیریوسی
23.11.2007

زه په وطن پسی رنځور یم
طبیبان خوشی خپل دارو خاورې کوینه

سپینه ماڼۍ می نه خوښیږی
چې راته یاد شې دوطن سپیره کورونه

اس به می ولی مستي نه کا
چی سفر ته دوطن په لوری ځینه


خیریوسی
17.01.2008

قاصده ځه سلام مې وایه
پر هغه چا چې دپښتو خدمت کوېنه

قادره خدایه ته مې مل شی
مسافرپښتانه پښتو ژبه هیروینه

قلم په لاس ماشوم رایاد شو
زماپه لاس کی قلم دړې وړې شونه


مجاهدكتوازي
28.01.2008

سلا مونه


خیریوسی
20.04.2008

ولې لۀ مانه لرې ګرځې
مادې دمينې ګل پۀ زړۀ کرلي دينه

زړګی مې تاسره بندي دی
دخدای لپاره بندي ښۀ ساته مينه


خیریوسی
10.05.2008

وطنه زیری مې درباندې
ټول عاشقان دی و خدمت ته ملا تړینه
مادهغوخلکونه ځارکړې
چې سبا بیګا دوطن خدمت کوینه


tafi

Atiqullah
18.10.2008

زړه مي نه کوې ګلان 
که شپه اورځ اوري باران


Atiqullah
18.10.2008

وطن دهغو خلګو ځائ دئ
چي دوطن لاري څاري بری راوړينه


Salamona

Hamid Atal
24.10.2008

 ټولوپښتووروڼواوخويندو ته دزړه له کومي سلامو او نيکي هيلي وړاندي کوم خداي دوکړي
چي ټول جوړ اوروغ وي :) [/code]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more