د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

Abid
08.05.2006

غير حاضر دعمر پلار نه دي يارانو
هره ورځ يي د شعرونو د الهام په انتظار وي

يارانو سلامونه او ښې چارې. څرنګه چې د عمر پلار غوښتنه کړې چې شعر کې يې مشکل دی څوک دې ورته اصلاح کړي نو ستاسې مخ ته دې حيا وي که شعر يې داسې شي چې وزن به په کې پيدا شي
غير حاضر دعمر پلار نه دي يارانو
د يو ښکلي شعر الهام ته انتظار وي
نو زه فکر کوم چې شعر به د صميم جان خبره پاټلۍ ته راختلی وي .که څه هم الهام صاحب د مشاعرې د غځولو هيله څرګنده کړې ده خو زه وايم چ اوس هم ډېرو يارانو په مکررې قافيې شعرونه ويلي دي که دا مشاعره پر همدې ځای پريږدو او دې همدې زلمي الهام نه هيله وکړو چې طرحه وټاکي. نو بده به نه وي.
ستاسې ورور عابد


طرحه

الهام
08.05.2006

[quote:09307edba4]ښاغلی نصرت الله الهام وروره ،
ستړي مه شئ !
ستاسې له نامۀ سره اشنا غوندې يم ، خوو بښئ چې پرځای مو نه سم راوړای ،که خپل ځان راوپېژنئ مهرباني به مو وي ، او داچې له موږ سره د ټول افغان پۀ طرحي او دبيت بازي پۀ مشاعره کې ګډون کوئ ،منندوی مو يو او ښۀ راغلاست درته وايو !
پۀ درنښت : ورور مو صميم[/quote:09307edba4]

صميمه ورورجانه سلامونه مې ومنه ولاورورجانه دځان ددرپېژندلوهڅه مې وکړه په دواړو سترګو داکار به مې کړى واى خو چل مې ندى زده کنه چې زه وس تاسې ته څنګه ځان دروپېژنم . زه مړه يار همدا بس ده داڅومره مې چې پېژنې .نور به بياسره بلد شو .
له تاسې هم مننه ورور دې الهام

عابد صيب ډېره مننه سلامونه مې ومنه الله دې روغ جوړ

خدايږو هغه خلک هېڅ دکار ندي
ځکه چې بس مينې ته وزګار ندي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارندي
نصرت الله الهام

دغه راسره وه جانانه که پسې غځوئ يې خو بسم الله کړئ


Abid
09.05.2006

الهامه وروره په ډېرښه وزن کې دې طرحه وړاندې کړې ده خو د بيا له پاره داسې کوه چې يو، يو بيت ليکه ځکه چې نورو يارانو ته قافيه په مخ کې پرته وي
د ليکنې نېټه : ٢ شنبه ميئ 08, 2006 2:29 pm عنوان : طرحه

--------------------------------------------------------------------------------
[quote:2dbedee829]
اقتباس:
ښاغلی نصرت الله الهام وروره ،
ستړي مه شئ !
ستاسې له نامۀ سره اشنا غوندې يم ، خوو بښئ چې پرځای مو نه سم راوړای ،که خپل ځان راوپېژنئ مهرباني به مو وي ، او داچې له موږ سره د ټول افغان پۀ طرحي او دبيت بازي پۀ مشاعره کې ګډون کوئ ،منندوی مو يو او ښۀ راغلاست درته وايو !
پۀ درنښت : ورور مو صميم

صميمه ورورجانه سلامونه مې ومنه ولاورورجانه دځان ددرپېژندلوهڅه مې وکړه په دواړو سترګو داکار به مې کړى واى خو چل مې ندى زده کنه چې زه وس تاسې ته څنګه ځان دروپېژنم . زه مړه يار همدا بس ده داڅومره مې چې پېژنې .نور به بياسره بلد شو .
له تاسې هم مننه ورور دې الهام

عابد صيب ډېره مننه سلامونه مې ومنه الله دې روغ جوړ [/quote:2dbedee829]

خدايږو هغه خلک هېڅ دکار ندي
ځکه چې بس مينې ته وزګار ندي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارندي ___ نصرت الله الهام
ډېر هغه ياران مې زړه ته لار کوي
هغه چې په ټولو کې په لار ندي ___ عابد


کټوازی
09.05.2006

[color=blue:24aca21fc2] له خپل ځانه يي هم پټې زړۀ کې ساتو ،
څۀ خبرې مو ترمنځ داظهار نۀ دي[/color:24aca21fc2] .................. ص کټوازی
خدايږو هغه خلک هېڅ دکار ندي
ځکه چې بس مينې ته وزګار ندي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارندي ___ نصرت الله الهام
ډېر هغه ياران مې زړه ته لار کوي
هغه چې په ټولو کې په لار ندي ___ عابد
__________________________
عابدجانه ! تر زړۀ پاڼې مو وګرځم ، سره د نکريزو تر پاڼې !
خو مايي هغه د کمپيوټرپوهانو خبره پروفېشنل نوم واخيست ،ګنئ ټولې پښتو برېښناپاڼې زموږ د زړونو پاڼې دي ، انشالله تعالی چې تر خپله وسه به يوه هم نه پردۍ کوو ، ګورو يي ، لولو يي او پۀ څنګ کې به يي کل، کله يو څۀ ورته ليکو هم !
او بله داچې ، مخکې له دې چې مشاعرې ته بله طرحه کېږدئ ، ښه به وي چېد دود سره سم لومړی د پر تېره طرحې ليکل شوي بيتونه وکتل شي ، نو که کوم عذر نۀ وي دا کار هم پر تاسو درپرېږدم !
[quote:24aca21fc2]صميمه ورورجانه سلامونه مې ومنه ولاورورجانه دځان ددرپېژندلوهڅه مې وکړه په دواړو سترګو داکار به مې کړى واى خو چل مې ندى زده کنه چې زه وس تاسې ته څنګه ځان دروپېژنم . زه مړه يار همدا بس ده داڅومره مې چې پېژنې .نور به بياسره بلد شو .
له تاسې هم مننه ورور دې الهام [/quote:24aca21fc2]
هاهاهاهاها
رښتيا هم الهام وروره ! دا کار لږ ستونزمن غوندې دی ، له جواب څخه مو مننه ، بس و به مو پېژنم ! :oops:


Abid
10.05.2006

صميمه وروره ډېره ښه خبره ده چې په تيرو بيتونو بايد کره کتنه وشي، ما په الهام جان غږ کړی و، هغه خو ځوان او تاند شاعر دی له مخې سره يې پرې دوه بيتونه ويلي وو، تاسې پر ما د نقد خواري رااچولې ده خو زه د دومره غوص تنقيد نه يم تاسې تير ځل ښه نقد کړی و او دا ځل يې هم تاسې وکړئ که څوک درسره موافق نه وو بيا دې تاسې مدلل ځوابونه ووايي، سمه ده جانانه؟


Abid
10.05.2006

خدايږو هغه خلک هېڅ دکار نه دي
ځکه چې بس مينې ته وزګار نه دي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارنه دي ___ نصرت الله الهام
ډېر هغه ياران مې زړه ته لار کوي
هغه چې په ټولو کې په لار ندي ___ عابد
له خپل ځانه يي هم پټې زړۀ کې ساتو ،
څۀ خبرې مو ترمنځ داظهار نه دي .................. ص کټوازی
شونډې يې زما د زړه په وينو سرې
څوک وايي چې دا ښکلي خونخوار نه دي . ...... عابد
صميمه وروره زه فکر کوم چې ستاسې بيت د طرحې په وزن جوړ نه دی که غور پرې وکړې بده به نه وي.
ورور دې عابد


داود فايز
10.05.2006

سترګي مي له اوښكو څخه ډكي دي
يار مي رانه ورك دي لا پيدا نه دي

وروڼو دا شعر مي تر ته وليكلو أميد لرم چي دا ځل دا صحيح وي او كه نه وي نو له عابد صاحب نه غوښتنه كوم چي اصلاح يي كړي او دي نه سموالي لاملونه راته ووايي چي پري پوه شو.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،،


Abid
11.05.2006

سترګي مي له اوښكو څخه ډكي دي
يار مي رانه ورك دي لا پيدا نه دي
يارانو سلامونه او ښې چارې په تيره بيا ابو عمر ورور ته بايد ووايم چې ستاسې دا بيت بيخي د طرحې او هم يې وزن د طرحې سره جوړ نه دی د دې مشاعرې د طرحې قافيه کار، لار، وار، دار، او داسې پسې ځه خو تاسې په پيدا قافيه باندې شعر ويلی دی دا بيت دې ځان سره وساته کيدای شي څه وخت پرې ښکلي بيتونه وليکي، او که دا درته څوک اصلاح هم کړي نو د الهام جان د مسرې تر سيوري لاندې به راشي الهام په همدې مشاعره کې داسې نيم بيتی لري
ما سره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
تاسې ليکئ:
سترګې مې له اوښکو ځنې ډکي دي
تقريبا يوه خبره ده جانانه هيله ده چې رانه خپه نه شي. اوس به راشو طرحې ته چې څه بوس په کې باد کړو.
خدايږو هغه خلک هېڅ دکار نه دي
ځکه چې بس مينې ته وزګار نه دي
ماسره مې خپلې اوښکې ډېرې دي
وړه يې ملغلرې مې پکارنه دي ___ نصرت الله الهام
ډېر هغه ياران مې زړه ته لار کوي
هغه چې په ټولو کې په لار ندي ___ عابد
له خپل ځانه يي هم پټې زړۀ کې ساتو ،
څۀ خبرې مو ترمنځ داظهار نه دي .................. ص کټوازی
شونډې يې زما د زړه په وينو سرې
څوک وايي چې دا ښکلي خونخوار نه دي . ...... عابد
نه کوي په ترڅ کاته هم نه کوي
دا ښکلي زموږ په څير خومار نه دي ___ عابد


کټوازی
14.05.2006

ګرانو وروڼو ، او پۀ تېره بيا بازمحمد عابد صيب ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
منندوی مو يم چې د تېرو بيتونو بياکتنه مو پرماراپرېښووله ، کوښښ به وکړم چې ترخپله وسه يي سمه او پرځای کتنه وکړم ، خو يوه خبره چې له کتنې سره ډېره اړينه وي ،سمونه يي د ډېرې بوختياله امله نه شم کولای هيله لرم چې هريو ورور به خپل ، خپل شعرونه زموږ د کتنې له مخې پخپله سم کړي ، او دا هم بايد ووايم چې د نقد پۀ صورت کې که کوم ورور پر وضاحت ونه رسېد، انشالله چې پۀ ټيکنيکل ژبه کې به ډاډ ورکړم ! { که خدای کول }
________________[color=white:a952854e9f] د ښاغلي ب م عابد شعرونه [/color:a952854e9f]
١ . هر سهار په څلور لارې کې مې څار وي
[color=blue:a952854e9f]په والله[/color:a952854e9f] چې د څو ښکليو انتظار وي .
پۀ لومړي بيت کې که څۀ هم چې د[color=blue:a952854e9f] څار [/color:a952854e9f] کلمه پر عاميانه محاوره برابره نه ده ، پۀ دې مانا چې موږ پۀ عامو خبرو اترو کې هيڅکله هم نه وايو چې نن مې پلانی ځای [color=white:a952854e9f]څار دی[/color:a952854e9f] ، البته پۀ لږ تغير سره ، داسې وايو چې [color=blue:a952854e9f]څار يې کوم[/color:a952854e9f] يا [color=white:a952854e9f]څارم يې [/color:a952854e9f] ! ياني پرمحاوره برابر نه دی ، خوبيا هم ښې تخليقي څپې لري ،
او پۀ دوهم بيت کې هم د { پۀ والله } کلمه غير ضروري راوړل شوې ده او پۀ وچ زور ورپسې تړل شوې ده ، که ددې کلمې پرځای سمه او پرځای کلمه راوړل شي چې له لومړي بيت سره يي اړيکه ټينګه کړي ، ډېر ښکلی شعر به شي !
٢ .
زه يواځې د ښکلا ليونی نه يم
د دې واړه شاعرانو دغه چار وي
___________________
لومړی بيت يې ډېرپۀ زړۀ پورې دی ، خو پۀ دويم بيت کې د لومړي بيت تاييد پۀ فني خلوص سره نه دی شوی او پۀ دې توګه پۀ لومړي بيت کې بيان شوی مطلب خړپړ سوی دی
٣
په دې خپل قسمت زه څه وکړم يارانو
پلار يې راشي چې زما ورباندې وار وي
پۀ شعر کې د متل راوړل ، (زما پۀ نظر ) بايد ددې لپاره وي چې هغه متل لانور هم پسې ښکلی او پۀ بيان کې جالب شي ، ګنئ پۀ بل ډول يې راوړل ، هسې ځان وزګارول دي ، چې عابدجان هم پۀ داپاس شعر کې هسې ځان ځنې خلاص کړی دی او له شعر سره يي انصاف نه دی کړی !
___________


کټوازی
14.05.2006

پۀ تېر پسې ......
___________ [color=blue:77c149ed68]د ښاغلي هيواد شېرزاد شعرونه[/color:77c149ed68]

١ .
ورته ناست يم، ورته ګورم، ورته ژاړم
ګوندې تللی مې جانان پر دغه لار وي
______ يوه خبره چې د عابدصيب پۀ لومړي شعر کې مې هم ستاسې پام ورته راواړوۀ ،
د يوۀ ښۀ شعر لپاره د ځينو نورو توکو ترڅنګ د ژبې سپېڅلتيا{ چې پرمحاوره برابره وي } هم نهايت ضروري ده ، پر همدې بنسټ چې د ګران هيواد شېرزاد د شعر لومړي بند ته ګورو ، نو شعر يې نيمګړتيا پيداکوي ، که تاسې پام کړی وي ، او دا يوه ساده خبره ده ،د هريو شعر پۀ لومړي بيت کې څۀ ويل شوي وي ، پۀ دويم بيت کې يي تاييد کېږي [color=white:77c149ed68]( دلته له تاييد څخه مراد ټولې هغه شاعرانه تلازمې دي چې د لومړي اودويم بيت ترمنځ فني ، تيکنيکي اړيکې ټينګوي }[/color:77c149ed68] خو ګران هيواد شېرزاد چې پۀ لومړي بيت کې څۀ وايي که له يوې خوايي منطقي تاييد نه کېږي ، نو له بلې خو هغه څۀ چې پۀ دوهم بيت کې يي بايد ووايي ،هم ځنې پاته شوي ،اوهغه د پاکستانيانو خبره له ډېر بوريت نه يي د انصاف واګې له لاسه وتلې اودويم بيت يې پۀ وچ زور ورپسې تړلی .
٢ .
چېرته ښکلي چې په مخه باندې راشي
د "سالک" خبره، ټول د ننګرهار وي
________ [color=blue:77c149ed68]د " سالک " خبره ټول د ننګرهار وي ![/color:77c149ed68]
ددې شعر پر فني اړخ به ځکه نه ږغېږو چې فني ښکلايي مطلب هم اغېزمن کړی ، ياني ننګرهار ،رښتيا هم همېشه بهار دی ، خو ګران هيواد پۀ خپل شعرکې دا د يوۀ فطري امر پۀ توګه منلی چې خامخاسړی اغېزمن کوي ، او زما پۀ خيال همدا ټکی شعر له نثر څخه بېلوي چې فني ښکلايي مطلب هم له ځانه سره دومره پۀ زړۀ پورې کړي چې لوستونکی متاثر کړي
٣.
نور بيا


Abid
15.05.2006

سلامونه يارانو.
په ايمان چې صميمه وروره زما په بيتونو دې پرځای نقد کړی دی منم دې يار، خو ګوره جانانه دا فې البديهه شاعري همداسې وي، ځکه دا خو تا ته مالومه ده چې دې ډول شعرونو ته آورد ويلی شي، مطلب دا چې په شين زور خيال راپيدا کيږي او په وچ زور شعر کيږي، نو که په ژوند کې هر کار په زور تر سره شي، پايله به يې ګټوره نه وي.
او کوم شعر کې شعريت ولري، هغه له يوه زړه پاڅيدلی او په بل زړه ناست شوي شعر ته آمد ويل کيږي.او ته خو پوهيږي چې زما پورتني بيتونه ټول آورد دي نه آمد.


کټوازی
18.05.2006

ګرانه عابد جانه !
خدای مو پۀ عزت لره ،لکه څنګه چې مشاعره پۀ في البديهه لېول روانه ده ، نقد هم ورسره پر هماغه لېول څنګ پرڅنګ روان دی ، ځکه به ډېره ګيله هم نه کوئ ،او داچې پرخپلو شعرونو مو زمادا ګډې وډې پرځای بللې ،هغه د پېخوريانو خبره بې حد ،مو ممنون او مشکور يم او دلته بايددا هم ووايم چې هغه د مېراوس خبره د لوډشيډينګ زمانه ده ، رڼاګانې نشته چې پرشعرونو يي وغورځوم ، ځکه خوخورا ځنډېږم
________________________________________________
پۀ تېر پسې [color=blue:0b3744f36b]( کره کتنه )[/color:0b3744f36b]
[color=white:0b3744f36b] د ښاغلي سهار شعرونه [/color:0b3744f36b]
١ مړاوو سترګو يې اظهار دمينې وکړ
پروا نشته که يې خوله باندې انکار وي
ماشالله ډېرښکلی شعر دی ، ځکه چې ، خالق جل جلالۀ د انسان وجود، د اظهار لپاره يواز ې دژبې نه دی محتاج کړی ، نورې يي هم ډېرې وسيلې پۀ واک کې ورکړې چې دخپل داخل اظهار وکړي ، او پۀ دې وسيلو کې سترګې د اظهار يو داسې وسيله ده چې نور غړي خو پرېږده چې ژبه هم چېلنج کوي ،خو پۀ هر صورت خبرې رانه بلې خواته سر وکړ ،
که له دوهم بيت سره يي لږ خواري وشي ، لا به نورهم پۀ زړۀ پورې شي
٢ .

[color=blue:0b3744f36b] په خپل حسن وي مغروره هسې چل کړي
په وعدو کله د ښکلو اعتبار وي [/color:0b3744f36b]
که څۀ هم چې پر ظاهر (يا د مطلب پۀ حواله ) د دواړو بيتونو ترمنځ هم اهنګي ليدله کېږي خو پۀ فني هئيت کې يي ترمنځ واټن شته چې لږ ډېره خواري ته اړتياراپېښوي .
___________[color=blue:0b3744f36b]د عابد صيب او عمر صيب يو مشترک شعر [/color:0b3744f36b]
که يو ځلې د وطن ښکلا ته تم شي
"عابد" جان به بياله ښکليو توبه ګار وي
سمه ده چې د وطن ښکلا به هم ډېره وي ، خو پر خپل ځای ( ! )
او د جانان د ښکلا ځای ځکه نۀ شي نيولای ،چې هغه د رياضي پۀ اصطلاح اوښان او انسانان نه سره جمع کېږي :oops: :oops: :oops: ،نو دلته هم د وطن ښکلا د ګلبدن د ښکلا ځای نۀ شي نيولای ، ځکه شعر له فني اړخه له پښو لوېدلی دی
_____________[color=white:0b3744f36b]دګران پاچاخوستي يو شعر [/color:0b3744f36b]
انتظار ته دې د پای ټکی کېږده
امکان شته دی چې خپه درځنې يار وي
لومړی خو بايد ووايم چې لومړی بند يې بېخي شعري ځانګړنه نه لري او يوه نثري جمله ده ، او دوهم بند يې هم [color=blue:0b3744f36b](امکان شته دی )[/color:0b3744f36b] پورې نثر او تر هغۀ را وروسته پۀ وچ زورد شعر بڼه خپلوي
[color=white:0b3744f36b]____________دښاغلي عجب کنړي شعرونه [/color:0b3744f36b]
دا لا څنګ مشاعره ده، چې زه راشم
يو عابد وي، يو صميم وي، يو سهار وي

شاعران خو ټول افغان کې بلها ډېر وو
خدايزده چرته به حيران چرته انګار وي؟

د صميم خبرې ډېرې دي ترسکونې
لکه ښې تودې ډوډۍ سره اچار وي
_______________
د ګران عجب کنړي د شعرونه پۀ هکله به پۀ ټوليزه توګه يوازې دومره ووايم چې هسې يي ځان ځنې وزګارکړی او لکه زما يي قافيې او رديفونه سره راټول کړي ، خو که توجو پرې مصرف کړي ، نو امکان لري چې ښۀ شعرونه هم وليکي !
او ددې ترڅنګ د دې لاندې شعرونو پۀ باب هم زمازما همداپاس فيصله ده،
دا يوازې امريکا نه ده چې ژاړي
پښتانه د هر دښمن سترګو کې خار وي ..... سهار

ټول ياران په خپل نوبت شعرونه وايي
غيرحاضريواځى يو "دعمرپلار"وى .........(؟) هيواد شيرزاد

[color=white:0b3744f36b]خو د ښاغلي الهام شعر به لږ وګورو ،[/color:0b3744f36b]

[color=blue:0b3744f36b]تړمې تړمې اوښکې تل زما لېموکې
ديار غم مې تل دزړه په ولو بار وي [/color:0b3744f36b]
_____________________
لومړي بيت يې د بيان اوژ بې له مخې نيمګړی برېښي ، او دوهم بيت يې هم کومه خاصه فني ښکلا نه لري چې د لوستونکي توجو مبذول کړي !

___________________ پا ته شوې زما ګډې وډې ،نو که له تاسو څخه يي هر يو ورور وګوري منندوی به يي يم ،چې د ماسټر شېرافضل ددې شعر ،پۀ ډاډ مې ليکلې
[color=blue:0b3744f36b] رديفونه قافيې سره راټول کړه ،
ګډې وډې وايه شاعري اسانه شوې ده [/color:0b3744f36b]
شعرونه مې دادي ،

نه پو هېږم لويه خدايه دا به څوک وي ؟
چې يو ښکلی يې ولاړ تل پر مزار وي

سترګې ولې مې له سترګو دې شرمېږي ؟
پرښتې دي چې له خدای سره يي کار وي

لکه پېغلې د مئينو لارې ګوري
دواړه سترګې مې نيولې ستاپرلار وي

اوس خو راغلې چې بيا بېرته رانه درومې !

بيا راځې ولې چې دومره دې تلوار وي

پۀ درنښت ورور موصميم


داود فايز
22.05.2006

صميم صاحب
يو بله مشاعره طرح كړه چي لږځان خو وأزميو چي زمونږ هم څه زده دي كه يه
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته


غورځنګ
01.08.2006

ټولو درنو ورڼو ته مې سلام.
زه مو دی طرحی مشاعری ته همدا نن راګډ شوم. لومړی شعر راته بی له مقطعی څخه نیمګړی ښکاره شو نو ځکه مې پرې یو څو خبرې له ځانه ور زیاتې کړې که د نقد وړ اوسي نو بسم الله!
او که مې ستاسی په خبرو کې اخلال راوستې وي نو ما به وبښئ.


غورځنګ
01.08.2006

د صمیم په شعر به نه وایو موږ بله
درته کم راغللو ګرانه صمیم ګله
نور راپاڅه د بل شعر توره تر ملا که
که دی وس نه رسي پاڅه خره دی وله
که د غورځنګ شعرونه بیا په غورځنګو شول
ورته ګوت په غاښ به ناسته وي بلبله


غورځنګ
02.08.2006

که مو اجازه وي نو زه به تاسو ته یو طرحی شعر دروړاندې کم یا به دوی دروړاندې کم هر یو ته چې مو خوښه وشوه او په طبعه مو برابر وبریښید نو پسې ویې غزوئ... نو بسم الله به شو...

چې مُدام دی په در پروت نه یم دلبره
خاورې مې قسمت شه، چې یې نه کړمه ډبره
یا دا:
چې مې ولیدې هغسې په لیدو پاتې شوم
څه به وایم په لیدو له غږیدو پاتې شوم


داود فايز
07.08.2006

هسي مه وايه چي زه يم په جهان كي
پيدا كري خداي دسر دپاسه سردي
عبدالرحمان بابا عليه الرحمة

هسي نه چي فرنګيان ډير ښايسته دي
راته ښكاري پښتني ښايسته ډيرې
أبو عمر


غورځنګ
07.08.2006

هسي مه وايه چي زه يم په جهان كي
پيدا كري خداي دسر دپاسه سردي
عبدالرحمان بابا عليه الرحمة

هسي نه چي فرنګيان ډير ښايسته دي
راته ښكاري پښتني ښايسته ډيرې

زما نظر چې په ښایست د پاک الله دی
فرنګۍ- پښتنی داړه مې دي هیرې


داود فايز
22.08.2006

يو الله دي چي لايق دعبادت دي
دغه نور لا يقان هسي دله ګان دي
أبو عمر


عبدالنافع ثنا
05.10.2006

دا هم ولولئ!

د پښتانه خوشال د ننګ توره يم
پرتور مغل باندي غورځنګ به شمه


عبدالنافع ثنا
08.10.2006

وبخښئ. ما يوازي لومړۍ پاڼه لوستې وه او د هغې طرحې په تعقيب مي بيت وليكى. د مشاعرې پرمختګ مي وروسته وكتى.
د (ابوعمر) د بيت په تعقيب:
دغه نن چي ئې نړۍ له شره ژاړي
دا هغه افغان ځپلي تورلينګيان دي


مازدیګر
08.10.2006

یوسف هاله شه لایق دبادشاهې
چی یی وخوړی څپیړې دغضب

حمید مومند

په مینه 


داود فايز
08.10.2006

بيا را پورته زمريان شول اي يارانو
د دښمن حالات يي ډير په اضطراب كړل



19.11.2006

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى

دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی

که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار

دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه .............. صميم کټوازی

د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه ........... وقار

څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه٠٠٠٠٠٠٠ جب خان کنړى

جانانه نوم دې په هوا خورم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه ٠٠٠٠عابد

په نشت حساب و، خو مسکۍ شوې ورته
بس په درزا شو زړه ، چې دنـګ بـــه شـــمه


نقاد
19.11.2006

ستا له سينې سره په جنګ به شمه
جانانه يو موټی لونګ به شمه ...... ب. م. عابد
پښتنې ځای که په اوربل راکوې
درته ګلونه رنګ په رنګ به شمه ...... سهار
هغه شېبه هغه مستي نشته اوس
زړه مې نری دی اشنا ړنګ به شمه ..... هيواد شېرزاد
چې بلا ښکلي مې په څار کې واخلي
د چا په څير د چا په منګ به شمه؟ ...... ب. م. عابد
که ديدانونه هسې مشکل وي ډير
کچکول را اخلم يو ملنګ به شمه ..... پاچاخوستی
دا سې مې مه ګورئ ډېر زړه ور يم
دا خوليلا ده ترې په څنګ به شمه .......بيدار[/quote]
د زمانې طوفان مې هيڅ ونکړل
که ته مې بايللې نو ړنګ به شمه ....... عجب کنړى

دومره پۀ ناز هم سترګې مه را اړوه ،
درته پۀ سترګو کې ګړنګ به شمه .... صميم کټوازی

که سورسالويي ټول داغزوډک وي
نه يي ګورم په کې ړنګ بنګ به شمه ...........بيدار

دا به دې هسې بس يو خيال وي اشنا،
چې دې له مينې نه پۀ څنګ به شمه .............. صميم کټوازی

د هجر شپو کې د وصلت په لټون
مينه کې ستا لکه پتنګ به شمه ........... وقار

څوک ټماټر څوک مصاله ده دلته
زه د ډوډۍ خوند له بادرنګ به شمه٠٠٠٠٠٠٠ جب خان کنړى

جانانه نوم دې په هوا خورم
درته پژواک به شم ګړنګ به شمه ٠٠٠٠عابد

په نشت حساب و، خو مسکۍ شوې ورته
بس په درزا شو زړه ، چې دنـګ بـــه شـــمه ........ ځواکمن

کله شې ګل ، کله لمبه د ښايست
خير که بورا يمه پتنګ به شــــمه

پښتنه مينه وم محوظ کې پټه
خو دپښتون عشق په ننګ به شمه .........نقاد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more