د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

رښتینی
30.09.2010

.
[color=blue:4734321b1c]
دهجرت له پېښې نه ولی اسلامی تاریخ پیل شو؟[/color:4734321b1c]

اسلامی تاریخ دهجرت له پیښی نه پیل شوی دی که څه هم داسلام په تاريخ كې له هجرت نه پرته نورې پېښې هم شته چې هغه دتاريخ دپيل له پاره ندي ټاكل شوې لكه درسول الله صلي الله عليه وسلم زيږېدنه ،دنبوت وركړه.، دبدرغزا ، دمکی فتحه ، درسول الله صلی الله علیه وسلم مړینه بلکی دهجرت پیښه د هجری تاریخ پیل ټاکل شوی ده دا پیښی په خپل ځای کی هم دومره لویی دی چی هره یوه ددی وړ کیدلی شی چی اسلامی تاریخ له دوی نه پیل شی خو دپایلی له پلوه تقریبا داټولی پیښی له هجرت سره تړل کیږی او هجرت هغه مهمه پیښه ده چی په دی ټولو پیښو یی اغیز پروت ده نوځکه دهجرت پیښې ته ترجیح ورکړل شوی ده .
درسول الله صلی الله علیه وسلم زیږیدنه دمیلاد له پاره ځکه ونه ټاکل شوه چی په دی توګه به امت دده په ذات پوری وتړل شی لکه نصاراو چی خپل تاریخ دحضرت عیسی علیه السلام له زیږیدنی نه پیل کړی اسلام دمبادیو او اصولو دین دی په یوه ځانګړی شخصیت پوری تړاو نلری لکه قرانکریم وایی : وما محمد الا رسول قد خلت من قبله الرسل أفان مات او قتل انقلبتم علی اعقابکم کله چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفات شو اوټول صحابه هک حیران اوخورا زیات خپه وو او حضرت عمر خو توره وایستله چی که څوک ووایی رسو ل الله وفات شو سربه یی ووهم په دی سخت وخت کی داسلام لومړۍ خلیفه ابوبکر الصدیق رضی الله عنه منبر ته وخوت او همدا ایت یی تلاوت کړ نو اسلام یو الهی دین دی خپل اصول او مبادی لری له دی کبله درسول الله له زیږیدنی او وفات سره هجری تاریخ ندی تړل شوی داراز دنبوت دورکړی موضوع که څه هم بیخی ډیره مهمه ده خو اصلا هجرت دازمینه برابره کړه چی دنبوت کار پرمخ ولاړاو له هجرته مخکی اسلام یو فردی دین واوپه ښکاره دعوت نشوی کیدلی داراز دجهاد اجازه نه وه شوی چی له اسلام نه دفاع پری وشی بناء دنبوت دورکړی پایلی له هجرت نه وروسته ښکاره شوی اوداراز دبدر غزا او دمکی فتحه هم په خپل ځای کی لویی پیښی دی خو دوی هم له هجرت نه وروسته رامنځته شوی دی او دهجرت په برکت سر ه رامنځته شوی دی نو ځکه اسلامی تاریخ له دی پیښو څخه نه بلکی دهجرت له پیښی را پیل شوی دی

دصحابه کرامو مشوره

حضرت عمربن الخطاب رضی الله عنه ته یوه سړی داسی سند راوړ چی په یوه سړی باندی یی پور و اودشعبان میاشت یی دپور پریکولو نیټه پکی لیکلی وه ده ورته وویل چی کوم شعبان ؟ ددی کال که دراتلونکی کال او که دتیرکال شعبان ؟څرنګه چی هغه وخت تاریخ نه و ټاکل شوی نو دا پته نه لګیده چی کوم کال مراد ده په دی سره حضرت عمر رضی الله عنه صحابه کرام راوغوښتل څو په دی موضوع بحث او مشوری وکړی اوداخبره په شپاړسم یا اولسم کال کی مشوری ته وړاندی شوی وه په دی لړ کی مختلف نظرونه وړاندی شول چا وویل چی دفارسیانو په ډول تاریخ باید خپل کړو او هغوی به دخپل باچا دمړینی او دبل دواکمنی له پیل نه تاریخ پیل کاوه اوچا درومیانو دتاریخ مشوره ورکړه خو دانظرونه رد شول دا نظرونه هم وړاندی شول چی درسول الله صلی الله علیه وسلم له زیږیدنی یابعثته اویا له وفات نه باید تاریخ پیل کړو حضرت علی کرم الله وجهه او څو نورو کسانو رأیه ورکړه چی باید له مکی نه مدینی ته درسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت له پیښی تاریخ پیل کړوڅو په دی توګه دا پیښه ټولو ته څرګنده شی ځکه په هجرت سره دحق او باطل په منځ کی پریکړه شوی وه او له همدی ځایه دنبوت ظهور او داسلام بریالیتوب پیل شوی وپه همدی ورځ دیوه اسلامی حکومت اساس کیښودل شوی و او له همدی پیښی وروسته دجومات جوړولو لړۍ پیل شوی وه أمیر المؤمنین حضرت عمربن الخطاب او نورو صحابه کرامو رضی الله عنهم دارآیه خوښه کړه او په همدی خبره اتفاق راغی چی داسلامی تقویم او کلیزی پیل به دهجرت له پیښی کیږی داراز دځینی ځانګړو وجوهاتو له کبله دمحرم الحرام میاشت دهجری کال لومړۍ میاشت غوره کړل شوه

نودهجرت ورځ دتوحید او ګډوډی په منځ کی پریکړه کوونکی ورځ وه او په همدی ورځ دفردیت چاری پای ته ورسیدلی اودیوه اسلامی دولت اساس کیښودل شو په دی ورځ په اسلام کی دلومړی ځل له پاره دجومات دجوړولو کار ته ملاوتړل شوه او دهجرت له پیښی وروسته په ډاګه دجمعی او په ګډه سره پنځه لمنځونه اداکول پیل شول له دی پیښی وروسته دجاهلیت وروست اوخوړین عادت قومیت اوعصبیت ته دپای ټکۍ کیښودل شوانصار په خپلوکی سره جوړ او ددوی او مهاجرینو په منځ کی مواخاة پیل شو او دهمدی نوی اسلامی دولت دجوړیدلو په برکت اسلام نړیوالتوب پیداکړ او دنړۍ مختلفو واکمنو ته رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپلوسفیرانو په ذریعه اسلام ته دبلنی لیکونه ولیږل چی ویل کیږی ددی سفیرانوشمیر له اووه څلویښت نه زیات ووله دی لوړو تفصیلاتو نه داخبر روښانه شوه چی دهجرت پیښه دنورو هغو په پرتله داسلامی تاریخ دپیل له پاره له ټولو غوره او دحضرت عمر بن الخطاب اونورو صحابه کرامو رضی الله عنهم پریکړه پرځای اومناسب پریکړه وه

دحديث تخريج:
داحديث شريف امام بخارى رحمه الله په خپل كتاب الصحيح كې په كتاب المناقب باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم كې راخيستى دى چې په نوي مرقوم چاپ كې دحديث نمبر(3547) (3548)دى.اودارازيې په كتاب اللباس ،باب الجعدكې هم راخيستى دى چې نمبريې: (5900)دى.
دارازامام مسلم رحمه الله په خپل صحيح كې په كتاب الفضائل باب صفة النبي ومبعثه وسننه كې را خيستى دى.اوپه خپله مصنف په خپل جامع كې په كتاب المناقب باب فى مبعث النبى وابن كم حين بعث كې راخيستى دى.اوويلي يې دي چې داحديث حسن اوصحيح دى.اوامام المزنى دالنسائى السنن الكبرىٰ ته منسوب كړى دى.اوداروايتونه ټول دربيعه بن ابى عبدالرحمن په روايت راغلي دي چې په ربيعة الراى سره يې شهرت لاره .


رښتینی
02.10.2010

.

(۲)حَدَّثَنَا حُمَيْدُ بْنُ مَسْعَدَةَ الْبَصْرِيُّ ، حَدَّثَنَا عَبْدُ الْوَهَّابِ الثَّقَفِيُّ ، عَنْ حُمَيْدٍ ، عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ رَبْعَةً ، لَيْسَ بِالطَّوِيلِ وَلا بِالْقَصِيرِ ، حَسَنَ الْجِسْمِ ، وَكَانَ شَعَرُهُ لَيْسَ بِجَعْدٍ ، وَلا سَبْطٍ أَسْمَرَ اللَّوْنِ ، إِذَا مَشَى يَتَكَفَّأُ

دالفــاظـوتشــريـح اونـحــوى څــېړنــه :

رَبْعَةً ، دراء په فتحه اودباء په سكون، تانيث يې دنفس په لحاظ ده اوپه معنى دالمربوع الخلق يعنې دمنځني جوړښت اوخلقت انسان ته مربوع الخلق وايي.عرب وايي:رجل ربعة وامراءة ربعة... ربعة منصوب ده دكان لومړى خبرده اود وليس بالطويل... جمله عطف تفسير ده په ځينې رواياتو كې داجمله بې واوه راغلې نوپه هغه صورت كې به بيان شي دربعة لپاره ،خوداجمله په (كان رسول الله صلي الله عليه وسلم) جمله باندې نشي عطف كيدى ځكه په هغه صورت كې بيادحسن الجسم داعراب له پاره بيځايه تكلفاتو ته ضرورت پيښيږي اواوس حسن الجسم دكان له پاره دويم خبرده.اومعنى يې داده چې درسول الله صلي الله عليه وسلم بدن له هر لحاظه ښكلى اوښايسته و يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم بدن دقداوغوښوله پلوه ميانه و اودرنګ اوباريكي په لحاظ هم ښكلى ؤ.
أَسْمَرَ اللَّوْنِ ، لون يارنګ دبدن صفت دى اودلته چې لون ته دسمرة اضافت شوى دااضافت دصفت ده موصوف خپل ته، ددې روايت په دې جمله كې شارحينو مختلفې خبرې كړې دي اودلته په دې جمله سره يوتضادهم راپيداكيږي هغه داسې چې په مخكې روايت كې تيرشول چې درسول الله صلي الله عليه وسلم رنګ دغنموپه رنګ نه ؤو..لابالأدم ،اوادومة يعنې السمرة اودلته بياويل كيږي چې اسمراللون ؟ :يوه توجيه داده چې دحضرت انس رضي الله عنه ه دې روايت كې يواځې دحميدپه روايت كې اسمر اللون راغلى دى اوله حميدپرته نوروډېروراويانو له حضرت انس رضي الله عنه نه داروايت راخيستى په هغه كې اسمراللون نه بلكې ازهراللون راغلى دى اوبل له حضرت انس رضي الله عنه پرته له نوروپنځلسوصحابه كرامو رضي الله عنهم څخه درسول الله صلي الله عليه وسلم درنګ په باره كې روايتونه راغلي دي هغوى ټولوويلي دي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم رنګ سپين ؤيوه هم داسې ندي ويلي چې دى اسمراللون و.
بناءً علامه عبدالروف المناوي رحمه الله ليكلي دي چې دبياض روايت راجح اوقوي ده ځكه يوخو هغه ډېروكسانو روايت كړى دى اودترجيح نور وجوهات هم لري اوملاعلى قارى رحمه الله بياددې دواړوروايتونو دتطابق له پاره داوجه بيان كړې ده چې اسمراللون دامعنى چې دى تك سپين نه و يعنې دالابيض الامهق نفى مرادده .بلكې دى داسې سپين و چې سوروالى يې په سپين والي كې ګډؤ اوكله كله عرب سره اوسپين سړي ته اسمراللون وايي خو داتاويل كمزورى دى ځكه داسې مثال نده راوړل شوى چې هغه ددې خبرې پخلى وكړي.ځينې شارحينو په داسې توګه دتطابق هڅه كړې چې له سمرة نه مراد دبدن هغه ځايونه دي چې لمرته ښكاره وي لكه مخ لاسونه غاړه اوله بياض نه مراد له لمرڅخه پټ نوربدن ده خوداهڅه هم كمزورې اوسمه نده ځكه په يوه روايت كې راغلي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم غاړه دسپينوزروپه څېرسپينه وه اوغاړه خوهم يوڅه لمرته ښكاره وي اوددې وجې دكمزورتيا له پاره ځينې خلكوويلي دي چې په رسول الله صلي الله عليه وسلم خوبه وريځوسورى كړى ؤ بناءً دده ټول بدن له لمرنه پټ و نودسمرة معنى بيځايه شوه، المناوى رحمه الله ليكلي چې داوجه په خپله كمزورې ده ځكه دوريځوسورى خوبه كله كله و اوابديت يې بيخي ثابت نه دى .اوكه داهم فرض كړو هغه خوارهاص و مخكې له نبوت نه و له نبوت نه وروسته داسې څه نه و .ځكه په يوه صحيح روايت كې راغلي چې د حج په جمراتو كې رسو ل الله صلي الله عليه وسلم ځان ته سورى جوړكړى و اودى پكې ناست و،داهم په رواياتو كې راغلي چې كله رسول الله صلي الله عليه وسلم دهجرت په وخت كې مدينې منورې ته رسيدی حضرت ابوبكررضي الله عنه يې په سرسورى كړى ؤ ځينې شارحينوليکلي چې دلته په دې توري کې تصحيف اوکتابتي غلطي شوې ده دازهراللون په ځاى اسمراللون په غلطۍ سره ليکل شوى دى اودشرح الشفا شارح الشهاب ويلي دي چې درسول الله  سوروالي ته مائل سپينوالى په تواترسره ثابت ده ؛ نودسمره خبره بيخي خطرناکه ده اوددې روايت داجمله ناسمه اوتصحیف ده .
إِذَا مَشَى يَتَكَفَّأُ:معنى داچې رسول الله صلي الله عليه وسلم به تيزتګ كاوه اوياخوداسې چې روان به و دمخ لورته به ما ئل و، سينه وتلى تګ به يې نه كاوه لكه دځينې كبرجنو خلكو په څېراوتيزتګ دامعنى چې دځينې تمبلو خلكو ياښځينه ډوله نارينه و په څېرسست تګ يې نه و اونه يې واړه ،واړه ګامونه اخيستل په يوه روايت كې (يتوكأ) راغلى يعنې ګامونه به يې په قوت سره له ځمكې نه راپورته كول اونورتفصيل به په خپل ځاى كې راشي ان شاء الله تعالى.


رښتینی
04.10.2010

.

ژباړه اوخلاصه:

حضرت انس بن مالك رضي الله عنه وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم دمنځنۍ ونې خاوندؤ نه ډېرجګ و اونه ټيټ ، ښكلى اوښايسته بدن يې و، وېښتانويې دافريقايانو په څېرډېرولونه نلرل اونه ډېرښوى وو رنګ يې سپين اوسوروالي ته مائل و دتګ په وخت كې به دمخ لورته مائل اوتيزتګ به يې كاوه اوياخو به يې ګامونه په ډېرمتانت اوقوت سره پورته كول .

دراويانودژوندحالات :

ددې حديث په سندكې له حضرت انس رضي الله عنه پرته درې راويان راغلي دي چې هغه: حميدبن مسعده البصرى ،عبدالوهاب الثقفى اوحميد الطويل دى دحضرت انس دژوند حالات مخكې وليكل شول اود نورودريوراويانو حالات په لاندې ډول دي :

حميدبن مسعده البصرى :

دبصرې لوى اووتلى عالم دى ابوعلى يې لقب اودبنواسامه له قبيلې څخه دى .دحديثوخورالوى امام تيرشوى دى ،امام مسلم ،ابوداود،الترمذى ،النسائي رحمهم الله اونوروډېروامامانو له ده نه روايتونه كړي دي اودده شاګردان دي، له ايوب ، يحى بن سعيد الانصارى اونوروصحابه وونه ده روايتونه كړي دي اودتابعينو له منځنۍ درجې نه دى ،په كال (244هـ) كې وفات شوى دى رحمه الله

عبدالوهاب الثقفى:

ابومحمدالحافظ عبدالوهاب الثفقى دثقيف له مشهورې قبيلې نه و اودبصرې له اشرافو نه شميرل كيدى امام الشافعى ،احمدبن حنبل اوابن راهويه رحمهم الله تعالي له ده نه روايتونه كړي اودده شاګردان دي، دى خورا لوى اووتلى امام وخوله مرګ نه درې كاله مخكې يې په حافظه كې يوڅه كمزوري راغله په (108هـ )كې زيږيدلى اوپه كال(194هـ) كې وفات شوى دى رحمه الله تعالي

حميدالطويل:

دده په نامه كې امام مناوى څوروايتونه راخيستي دي لكه هغه وايي چې دالاندې نومونه يې خلكوښوولي دي: تبرويه،رادويه ،داود،طرحان ،مهران،عبدالله ،عبدالرحمن،مخلد،اوچانورهم ښودلي دي خومشهورپه حميدالطويل سره ؤ.په جګ حميدسره ځكه مشهورؤچې لاسونه يې ډېراوږده اوپه ونه ټيټ و، ويل كيږي چې دمړي دلمبولوپه مهال به دمړي څنګ ته كينوست نويولاس به يې دمړي پښتوته رسيده اوبل به يې دمړي سرته .اوياخووايي چې دده يوګاونډي و دهغه نوم هم حميد و خوداچې هغه له ده نه ټيټ و نودى په جګ اوهغه په ټيټ سر ياديدل،.په هرصورت دى ثقه اوكره عالم دى خو له حضرت انس رضي الله عنه څخه به يې تدليس كاوه اوځينې خلكودى پرې ايښى و ځكه چې ده دوخت له واكمن سره كاركاوه له واكمنواوامراوو سره كاركول په هغه زمانه كې عيب اوله تقوى لري كارؤ، نوموړى په كال (142) يا(143)هجري كې په داسې حالت كې وفات شوى چې په لمانځه ولاړؤ رحمه الله تعالي

دحديث تخريج:

داحديث صحيح ده مصنف په خپل جامع كې هم په كتاب اللباس باب ماجاء فى الجمة واتخاذ الشعر.كې روايت كړى دى اوهلته يې ويلي دي چې حسن ،صحيح غريب ، اودغريبوالي وجه يې دحميدالطويل داسمراللون زيادت ده چې له دې توري پرته بيادحديث په صحت کې کومه خبره نشته ، داراز امام ابويعلى هم په خپل مسندكې روايت كړى دى اوالبغوى په شرح السنة كې روايت كړى دى .نوددې حديث اسناد جيداوقوى دى.يواځې دحميددتدليس خبره شته اوپه دې هكله محدثين وايي:چې دده تدليس ستونزه نلري.والله اعلم .


رښتینی
05.10.2010

.

.
3ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ،یَعنِی العَبدِیّ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، قَالَ : سَمِعْتُ الْبَرَاءَ بْنَ عَازِبٍ ، يَقُولُ : كَانَ رَسُولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - رَجُلا مَرْبُوعًا ، بَعِيدَ مَا بَيْنَ الْمَنْكِبَيْنِ ، عَظِيمَ الْجُمَّةِ إِلَى شَحْمَةِ أُذُنَيْهِ ، عَلَيْهِ حُلَّةٌ حَمْرَاءُ ، مَا رَأَيْتُ شَيْئًا قَطُّ أَحْسَنَ مِنْهُ

________________________________________

دالفاظو تشريح اونحوي څېړنه:

په سندكې دلومړي راوي محمدبن بشارله نامه وروسته د(يعنى) تورى راغلى دى .ملاعلى قاري دخپل استادميرك شاه په حواله ليكي: يعنى زمونږپه اصل نسخوكې دغايب په صيغه سره راغلى دى .نوداتورى دمصنف ده اوعرب داتورى دالتفات په ډول په غائب سره كاروي داخبره ترنوروټولواحتمالاتو غوره ده اونوراحتمالات بيځايه تكلفات دي هسې دخبرودډېرولوله معنى پرته نوره ګټه نلري.ملاعلى قارى كه څه هم په دې نظرده چې دادمصنف دكوم شاګرد زياتونه ده اوبيايې په دې اړه دلائل ليكلي ؛خو ښه خبره هغه ده چې دده استاد ميرك شاه كړې ده.

كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، رَجُلا مَرْبُوعًا ،:دلته د (رجل) تورى دجيم په ضمه اوكسره كې خبره ګرمه ده ډېروشارحينو ضمه راخيستې ده په دې صورت كې به رجُلاً موصوف په خپله مشهوره معنى (سړي)واخيستل شي اومربوعاً چې دربعة په معنى ده اوپه مخكې روايت كې يې بيان تيرشودابه درجل صفت شي موصوف اوصفت به خبردكان شي معنى به يې داسې شي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ميانه قده سړى ؤ.دلته رجلاً موږ دوضاحت له پاره موصوف كړاوشارحين يې خبرموطئه يادوى ځكه اصلادمتكلم مراد دمربوعاً تورى دى.اورجلاً دلته هسې دتوطيي له پاره يادشوى، بناء په دې (دضمې) روا يت باندې دا اشكال شته چې د رجلاً ذكركولو ته اړتيانه وه اوبل داډول تورى درسول الله صلي الله عليه وسلم م په باره كې بې ادبي هم ده.

خوكه دعربي ژبې استعمال ته ځيرشوداتورى په دې توګه خلك كاروي اومونږ هم وايو چې فلانى تكړه ياغښتلى سړى دى په قرآنكريم كې هم داسې راغلي (انتم قوم تجهلون)يا(انتم قوم مسرفون)اودرجِلاً دكسرې په صورت كې بيامعنى بدليږي اومشهورروايت هم پاته كيږي معنى داشوه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم وېښتان نه ډېرولونوواله وو اونه ډېرښوى وو.

بَعِيدَ مَا بَيْنَ الْمَنْكِبَيْنِ: المنكب دلاس دبرې برخې دهډوكي اوداوږې دهډوكي ديوځاى كيدلوځاى ته وايي چې مونږ په پښتو ''ولَۍ ''ورته وايو.ددې جملې معنىٰ داده چې دملاپورتنۍ برخې يې سورلاره اوكله چې دكوم كس دملابره برخه سورولري دهغه سينه هم پراخه اوسور ه وره وي اودسينې پراخي دنجابت اوكره والي نښې دي ځكه چې دابن سعدپه روايت كې هم :د رحب الصدر يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم سينه پراخه وه؛ توري راغلي دي ، دلته مراد دملا اودسينې خلقت اوجوړښت ده اودرسول الله صلي الله عليه وسلم سينه لويه اوپراخه وه اودوليوپه منځ كې يې هم ليريوالى و.

بعيدمابين... خبربعدخبرده دكان له پاره او منصوب ده مرفوع هم ويل كيدى شي په تقدير دهوَسره اورفعه به يې بناء په خبريت وي .

عَظِيمَ الْجُمَّةِ إِلَى شَحْمَةِ أُذُنَيْهِ الجمة دجيم په ضمه اودميم په تشديدسره. يعنې درسول الله صلي الله عليه څڼې مباركې ډېرې ګڼې وې.ابن الاثير په النهايه فى غريب
الحديث كې دسردڅڼوله پاره درې لفظونه راوړي دي .چې هغه وفره،لُمه اوجُمه دي وېښتان چې له غوږونوسره برابروي (وفره)بلل كيږي اوكه له دې نه ليږ اوږده ؤهغه (لمه)بلل كيږي اوكه ښه اوږده ؤ او په وږوپراته ؤهغه (جُمه )بلل كيږي.
خودلته د(الى شحمة اذنيه) جمله راغلې چې په تقدير د( الواصله ) سره صفت دى دالجمه له پاره، نوپه ښكاره خو دلته دابن الاثير خبره نده سمه خويوه شارح دملاحنفى په نامه ويلي دي چې كله چې وېښتان ټول وي اوږمنځ كړل شوي نه وي نوپه دې صورت كې به له غوږونوسره برابرښكارېدل اوچې كله خپاره اوږمنځ كړل شي بيابه اوږوته رسېدل.
دلته په جُمه كې دلغت كتابونو مختلف تعريفات راوړي دي اوداراز درسول الله صلي الله عليه وسلم په وېښتانو مباركو كې هم ګڼ شمير روايات راغلي دي .ترغوږوپورې.له غوږونه ليږلاندې ،دغوږوترنيمايي، تروليوپورې اوپه وليوبرسيره خوداستونزه قاضي عياض فيصله كړې ده دی وایی :په دې رواياتوكې مشكل نشته دا اختلاف ټول دوخت په لحاظ ده حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم به خپلې څڼې مباركې لنډولې نودامختلف روايتونه په مختلفوحالاتوبناء دي.
عَلَيْهِ حُلَّةٌ حَمْرَاءُ:ددې جملې معنى مونږداسې كوو: رسول الله صلي الله عليه وسلم سره جوړه اغوستې وه.حُلّه دحاء په ضمه اودلام په تشديدسره دپخوانۍ زمانې په رواج لنګ اوڅادر (ازار اورداء) ته حله وايي.دنحوي تركيب دلته څلوروجوهات دي ياخوصفت بعدصفت دى د( رجلا ) له پاره ياخبربعدخبر ده دكان له پاره، يامستقله جمله ده چې د تعداداوشمار په توګه راغلى ده.اوياخو حال ده دكان داسم له پاره دحال صورت يې دمسلم شريف په روايت سره موجه اوپياوړى ده ځكه هلته داجمله په واو سره راغلې ده :وعليه حُلة حمراء دحلة په اړه مخكې مونږوويل چې دلنګ اوڅادره (ازاراورداء)جوړې ته وايي اوس چې دلته صفت ته وګوروهغه مفرد راغلى (حمراء) نوله موصوف سره دصفت دمطابقت خبره څرنګه شوه؟ ځواب داده چې مطابقت يې دلفظ په لحاظ دى ځكه چې حله مفرد ده .


رښتینی
06.10.2010

.

.

فقهي مسئله :

ابن حجررحمه الله تعالي ددې حديث په تشريح كې ليكلي دي چې داصحيح حديث ده اوامام شافعى رحمه الله تعالي چې ويلي دي چې دسروجامو اغوستل روادي استدلال يې په دې حديث شريف كړى دى.خوداحنافوپه نزددسروجامواغوستل ندي روا احناف ددې حديث په اړه وايي چې دلته له حمراء نه نګه سره ياخالصه تكه سره جامه مراد نده بلكې درسول الله صلي الله عليه وسلم په جوړه كې سرې خطې اوكرښې وې اودسروكرښوله كبله هغه سره جوړه بلل شوې ده.امام القسطلانى وايي چې هغه وخت يوقسم يمني جامې وې چې سرې كرښې به يې لرلې هغه به خلكوسرې يادولې اوټول اهل لغت په دې اړه متفق دي.
داحنافوامام السرخسى هم په دې نظرده چې دنارينه و له پاره سرې جامې اغوستل روادي اونوراحناف يې مكروه بولي علامه شامى رحمه الله تعالي وايي چې علامه شرنبلالى په دې موضوع باندې ځانګړې رساله ليكلې ده اودسروجاموداغوستلو په باره كې يې اته اقوال راخيستي دي اوكراهيت ته يې ترجيح وركړې .دى وايي زمونږاكثره كتابونه دكراهيت خبره كوي لكه السراج،المحيط،الاختيار،المنتقىٰ،اوالذخيره.

مَا رَأَيْتُ شَيْئًا قَطُّ أَحْسَنَ مِنْهُ:

ماترده هيڅ يو ښايسته شى نه دى لېدلى .دلته داسې ندي ويل شوي چې ماهيڅكله يوانسان له ده نه ښايسته نه ده ليدلى.بلكې (شى) راوړل شوى دى ځكه چې دراوي مرادعموم ده يعنې لمرسپوږمۍ اوستوري هيڅ داسې شى نشته چې له ده نه ښايسته وي دلته كه څه هم له ظاهري عبارت نه دنوروشيانو حسن هم مالوميږي اوظاهراً خوداسې معنى كيږي چې له ده زيات ښايسته شى مې نه دى ليدلى لكه له (احسنَ) اسم تفضيل نه هم داسې بريښي يعنې په نوروشيانوكې به هم دده په
څېرښايسته شيان ؤخوله ده څخه به په ښايست كې زيات نه وو اوښكاره خبره ده چې دراوي موخه دانده دهغه مقصدخوداده چې دى له هرشي ښايسته ؤاودده ښايست له هرشي زيات ؤ، نومونږدلته داسې توجيه كووچې داعبارت كه څه هم اصلاً اوپه ظاهري توګه هغه معنى لري چې مخكې ذكرشوه يعنې مساواة المفاضلة بين الشيئين.خو په عام استعمال كې دامساوات نه مرادكيږي دخلكو په عام استعمال كې له دې جملې نه موخه داوي چې دخپل مرادشي افضليت ثابتوي.
ټول اهل علم په دې متفق دي خداى جل جلاله چې له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه زيات ښايست هيڅ مخلوق ته نه ده وركړى اومومنانوته لازمه ده چې هغوى داعقيده ولري چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په ټولومخلوقاتو اوانسانانو كې ښايسته انسان و.لكه حضرت حسان بن ثابت رضي الله عنه چې وايي :

واحسن منــــــك لــــــــم ترقــــــــــــــــــط عـــــــــــــــــــــــــــينى
واجمــــــــــــــل منـــــــک لم تلـــــــــــدالنـــــــــــــــــــــــــــــــساء

خُلِــــــــقـــــــــــت مبــــــــــرءاًمــــــــــــن كــــــــــــل عــــــيــــــــب
كأنــــــــك قــــــــــدخُلِــــــــقـــــــــت كـــــــــــماتــــــــــــــــشاء

اورحمان بابا داخبره په ډېرولنډوټكوكې كړې ده .

خداى يې مه بوله بې شكه چې بنده دى
نورهمه واړه صفات يې په رښتـــــــــــــيا

اويوه فارسي ژبي شاعرهم خوږه خبره كړې ده :

حسن يوسف دم عيسٰى يدبيضاء دارى
انچه خوبان همه داردتوتنهادارى

دلته احسن منه منصوب ده اودنصب وجې يې دوه دي.ياخوصفت دشيئاً له پاره ده اويامفعول ثاني ده درئيت له پاره .

ژباړه اوخلاصه:

حضرت بر اء بن عازب رضي الله عنه وايي:رسول الله صلي الله عليه وسلم دمنځني قدخاوند و اويايې وېښتان درميانه وو، دوليوپه منځ كې يې بُعداوليريوالى و ګڼې څڼې يې لرلې چې دغوږونوبيخ ته رسيدلې .سره جوړه يې اغوستې وه (داسې جوړه چې سرې كرښې يې لرلې) ما دده په څېرښايسته شى هيڅكله ندى ليدلى.

دراويانو دژوندحالات

په دې روايت كې پنځه راويان دي :محمد بن بشار العبدى،محمدبن جعفر،شعبه،ابواسحاق،اوالبراء بن عازب رضي الله عنهم.

محمدبن بشارالعبدى:

دبصرې اوسيدونكى اوپه بندارسره يې شهرت لاره كنيت يې ابوبكرو ابن حجررحمه الله وايي چې دى دحديثودشپږومشهوروامامانو استادوو امام ابوداودرحمه الله وايي چې ماله ده نه پنځوس زره روايتونه ليكلي دي، ملاعلى قارى وايي چې دى له هغولويوعلماووڅخه شميرل كيږي چې له تبع تابعينوڅخه يې استفادې كړې دي اوروايتونه يې ورنه اخيستي دي، په خپله يې تابعين ندي ليدلي نوتبع تابعى نشي بلل كيدى ، دده په ثقت اوكره والي دحديثو علماء يوه خوله دي .نوموړى په كال(252) هجري كې وفات شوى رحمه الله تعالي

محمدبن جعفر:

ابوعبدالله محمدبن جعفر هم دبصرې اوسيدونكى دى دحديثو شپږ واړوامامانو په خپلوكتابونوكې له ده نه روايتونه رانقل كړي دي داراز امام احمدبن حنبل اويحى بن معين هم له ده نه روايتونه راخيستي دي .ده په خپله له شعبة بن الحجاج نه ډېرروايتونه كړي دي اوتقريباً شل كاله يې له هغه سره تيركړي . دده دتقوى په اړه مناوى رحمه الله ليكلي چې پنځوس كاله په پرله پسې توګه به يې يوه ورځ روژه اويوه ورځ به يې نه وه يعنې پنځوس كاله يې يوه نه بله ورځ روژه وه .وايي چې دابن جريج په مجلس كې به چې دى ناست و ډېرې پوښتنې به يې كولې يوه ورځ هغه ورته وويل:څه غواړې اې غندره !اوله دې ورځې په غندرسره مشهورشو.دى په (193) هـ كې وفات شوى رحمه الله تعالي .

شعبة بن الحجاج :

ابوبسطام شعبة بن الحجاج العتكى البصرى ،هم دبصرې اوسيدونكى دى دده په امامت اوفقاهت كې هيچا اختلاف نه دى كړى اومام الثورى رحمه الله تعالي به ويل چې دى اميرالمؤمنين دى په حديثوكې. دحديثوخورالوى امام و امام الشافعى رخمه الله تعالي وايي:كه په عراق كې شعبه نه وى نوله حديثوبه څوك نه و خبرشوي يعنې په عراق كې دحديثو علم ده خپوركړى دى .امام احمدرحمه الله تعالي وايي:دى په دې موضوع (حديثو)كې په يوه تن امام دى.دعربي ژبې په ادب اوشعركې هم دده امامت خلكومنلى ؤ اوددې خبرې داثبات له پاره دادب دوتلي امام: الاصمعى خبره كره دليل ده چې دده په اړه وايي:په شعركې يې دشعبه په څېرعالم نه دى ليدلى .اودى دتبع تابعينو په مشرانو كې شمارل كيږي.په كال (82)هجرى كې زيږېدلى اوپه (160)هـ كې وفات شوى رحمه الله تعالي .

ابواسحاق:

دابواسحاق نوم عمروبن عبدالله السبيعى الهمدانى دى .دى دكوفې اوسيدونكى اوله مشرانو تابعينو څخه شميرل كيږي، محدثين يې په كثيرالرواية سره يادوي دى خورامتقي اونيك انسان و په جهادونوكې يې هم ډېرځله برخه اخيتسې ده
دشپې به يې عبادت كاوه اودورځې به يې روژه نيوله .دحضرت عثمان رضي الله عنه دخلافت دوه كاله وتلي و چې دى پيداشو اوپه كال (۱۲۷يا(۱۲۹) هجري كې وفات شوى دى رحمه الله تعالي .

البراء بن عا زب رضي الله عنه:

براء بن عازب اوسي اوانصاري صحابي دى، دى اوحضرت عبدالله بن عمررضي الله عنهمادبدرپه غزاكې حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم كشران وبلل اودغزا اجازه يې ورنكړه هغه اوابن عمرسره همځولي هم دي.اودخندق يااحد په غزاكې يې دلومړي ځل له پاره له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره برخه واخيسته نوموړى ډېرلوى مجاهد اودجهادله مشرانو څخه ؤد(رَى) سيمه دده په قيادت فتحه شوې ده .نومووړي له حضرت ر سول الله صلي الله عليه وسلم سره په پنځلسوغزاګانوكې برخه اخيستې ده چې لومړۍ يې خندق يااحدوه . خيرالدين الزرَ كلي ليكلي چې ابهر،قزوين،او زنجان سيمې هم دده په مشرتابه كې فتحه شوې دي.امام بخارى اوامام مسلم دده (305)روايتونه راخيستي دي .دژوندپه وروستيو شپواوورځوكې يې په كوفه كې كورواخيست اوهلته اوسيدى له دنيوي چارولاس په سرشو اوپه كوفه كې په كال (71) هجري كې وفات شورضي الله تعالي عنه .

دحديث تخريج:

داحديث امام بخاري په خپل صحيح كتاب المناقب باب صفة النبى اوكتاب اللباس باب الثوب الاحمركې راخيستى دى.اوامام مسلم په خپل صحيح ''كتاب الفضائل باب فى صفة النبى وانه كان احسن الناس وجهاً'' كې راخستى ،امام ابوداودپه خپل سنن كتاب اللباس باب فى الرخصة اوكتاب الترجل باب ماجاء فى الشعر كې راخيستى ،امام ترمذى هم په خپل جامع كتاب الادب باب ماجاء فى الرخصة فى لبس الحمرة للرجال كې را خيستى دى.اوامام النسائى په خپل السنن كتاب الزينة باب اتخاذ الجمة اوباب لبس الحلل كې راخيستى دى،اوامام الترمذى په همدې شمائل كې په باب ماجاء فى شعررسول الله صلي الله عليه وسلم كې هم راخيستى دى چې (25) نمبرحديث كيږي.


رښتینی
08.10.2010

.
.

4ـ حَدَّثَنَا مَحْمُودُ بْنُ غَيْلانَ ، حَدَّثَنَا وَكِيعٌ ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ الثَوریّ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، عَنِ الْبَرَاءِ بْنِ عَازِبٍ ، قَالَ : مَا رَأَيْتُ مِنْ ذِي لِمَّةٍ فِي حُلَّةٍ حَمْرَاءَ أَحْسَنَ مِنْ رَسُولِ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - لَهُ شَعَرٌ يَضْرِبُ مَنْكِبَيْهِ ، بَعِيدُ مَا بَيْنَ الْمَنْكِبَيْنِ ، لَمْ يَكُنْ بِالْقَصِيرِ ، وَلا بِالطَّوِيلِ
________________________________________

تشریح اونحوي څېړنه:

مَا رَأَيْتُ مِنْ ذِي لِمَّةٍ ِفي حُلَّةٍ حَمْرَاءَ
أَحْسَنَ مِنْ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم :
ددې جملې دپيل فعل (مارئيت)دبصيرت ( ليدلو ) اوبصارة (پوهيدلو) په دواړومعناوسره كارول كيږي، خودلته مناسب لومړۍ معنىٰ ده چې هغه دبصيرت ياليدلومعنىٰ ده په (من ذ ى لمة) كې من زائد ده، دنفي دتاكيدله پاره ده دراوي موخه داده چې هركس چې داسې څڼې ولري چې وږوته يې رسيږي درسول الله صلي الله عليه وسلم ښكلاله هغه څخه زياته وه دلته مونږ (من) ځكه زائد بولو چې كه دى له دې جملې لري هم شي معنىٰ نه خرابيږي لكه ووايې:مارئيت ذا لمة فى....من ذى لمة موصوف اوفى (حلة حمراء) يې صفت ده .او(احسن من رسول الله صلي الله عليه وسلم)مجروريامنصوب صفت بعدصفت ده د(ذى لمة) له پاره اوحال هم كيدى شي .

لَهُ شَعَرٌ يَضْرِبُ مَنْكِبَيْهِ: يضرب دلته ديصل په معنى ده اودوېښتانو داوږدوالي اولنډوالي بحث په مخكني حديث شريف كې تيرشو.دنحوي تركيب په لحاظ داجمله دذى لمة له پاره بيان هم كيدى شي اومستانفه جمله هم كيدى شي على وجه التعديد
بَعِيدُ مَا بَيْنَ الْمَنْكِبَيْنِ: داكه دكان مقدره له پاره خبرشي نومنصوب به يې بولو اويابه يې مرفوع بولوچې بيابه خبروي دمبتدا محذوفې له پاره اودبعيدتورى په ځينې روايتونوكې دباءپه ضمه اودعين په فتحه سره مصغرهم راغلى دى .يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم دوليوپه منځ كې فاصله وه، خوډېره نه يوڅه فاصله وه .اودلم يكن بالقصير ولابالطويل په اړه بحث مخكې تيرشوى دى .
ژبــاړه اوخـلاصــه: حضرت براء بن عازب (رضي الله عنه ) وايي:ماهيڅ يوداوږدوڅڼووال چې سرې جامې يې اغوستي وي له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه ښكلى ندى ليدلى، وېښتان يې پراوږو لګېدل اوددواړو وليو په منځ كې يې يوڅه فاصله وه . نه ډېر ټيټ اونه ډېرجګ ؤ.

دراويانودژوندحالات:
په دې روايت كې پنځه كسان راويان دي . محمودبن غيلان،وكيع،سفيان، ابواسحاق،اوبراء بن عازب رضي الله عنه لاندې به مونږ دلومړيو دريو راويانو حالات يوپه بل پسې راوړو اودابواسحاق اوبراء بن عازب حالات په مخكې روايت كې بيان شوي دي.

محمودبن غيلان :

دمروه الزوراوسيدونكى دى اودې لرغوني ښارته منسوب خلك المروزى ياديږي لقب يې ابواحمد دی ،دامام بخارى ،امام مسلم اوامام الترمذى
( رحمهم الله) استاد دى ،ثقه اوكره عالم دى تابعين يې ندي ليدلي خوله تبع تابعينو نه يې اخذ كړى دى، درمضان په مياشت كې په كال (239) هجرى كې وفات شوى رحمه الله تعالي .

وكيع بن الجراح :

ابوسفيان وكيع بن الجراح الرواسى الكوفى داوومې طبقې له سترو امامانو څخه دى .ويل كيږي چې په اصل كې دنيشاپورديوې سيمې اوسېدونكى دى وروسته بغدادته ليږديدلى، دده دتقوى په اړه مورخين ليكي چې ټول عمربه يې په پرله پسې توګه روژه وه يعنې صائم الدهرؤ.دحديثو يوبل نامتوامام يحى بن معين چې دوكيع بن الجراح شاګرددى دده په اړه وايي: له وكيع نه غوره عالم ماندى ليدلى.دى به دحديثو ديادولو په مهال قبلې ته مخامخ ناست ؤټوله شپه به يې عبادت كاوه اودورځې به يې روژه وه .دامام ابوحنيفه په قول به يې عمل كاوه اودهغه په قول به يې فتوى وركوله .دارازيحى بن معين اويحى بن سعيد القطان هم دامام ابوحنيفه رحمه الله تعالي په قول عمل كاوه امام احمدبن حنبل رحمه الله تعالي دده په اړه وايي:
دوكيع په څېرزيات حديث به دبل چانه ؤياد اومادده په څېرحافظه دچانده ليدلى، وكيع دمسلمانانو امام دى.ويل كيږي چې دوخت باچا هارون الرشيد له ده نه وغوښتل چې دكوفې دقضا دنده قبوله كړي خوده ونه منله دى په كال (129) هجري كې زيږېدلى اوپه كال (197) هـ كې وفات شوى دى رحمه الله تعالي .


رښتینی
09.10.2010

.
.

ســفيــان الثـورى :
دشمايل په ځينې نسخوكې سفيان يواځې راغلى اوالثورى ورسره نشته نوځينې خلكو ګومان كړى چې دابه سفيان بن عيينه وي خوداګومان سم نده ځكه داحديث كټ مټ امام الترمذى په خپل جامع كې راخيستى اوهلته يې الثورى ورسره ليكلى دى نوخبره صفاشوه چې داسفيان الثورى دى نه ابن عيينه.اوځينې شارحينو په يقين سره ويلي دي چې داسفيان بن عيينه ده خودايقين سم نده له ګرانو لوستونكو نه په معذرت سره زه غواړم دامام سفيان الثورى رحمه الله تعالي ژوندته يوڅه تفصيلي كتنه وكړم.

سـفيـان ثــورى دوخت فـقيـه اومـحـدث :

دده دامامت له پاره دلته دڅولويو امامانو شهادتونه رااخلم چې هغوى دده په اړه څه ويلي دي ؟ ددغوستروامامانو له شهادتونو نه په ډېره اسانۍ سره مونږدامام سفيان الثورى رحمه الله تعالي دامامت درجه اودده عظمت معلومولى شو.ابن العماد الحنبلى په شذرات الذهب كې دده په اړه وايي: (سيداهل زمانه علماً وعملاً)وروسته ابن العماددڅولويوامامانو شهادتونه راخيستي دي چې زه يې تاسوته په پښتو كې وړاندې كوم .
دخراسان سترفقيه اودخپل وخت نامتو امام عبدالله بن المبارك رحمه الله تعالي دده په اړه وايي: ماله زرو(1000) استادانوحديث ليكلي دي خوپه دې زروكې له سفيان نه غوره څوك نه ؤ.
دشعبه بن الحجاج حالات تاسومخكې لوستي دي ،دى دحديثو اوجرح اوتعديل سترامام يحى بن معين اونور وايي چې سفيان په حديثو كې اميرالمؤمنين دي .دحديثو بل لوى امام اودحنبلي مذهب مؤسس امام احمدبن حنبل رحمه الله تعالي وايي: په ماباندې سفيان له هرچازيات ګران دى.

شمس الدين احمدبن خلقان (608 _681هـ) په خپل ښكلي كتاب ''وفيات الا عيان وانباء ابناء الزمان '' كې دسفيان الثورى رحمه الله تعالي په اړه ليكي:دى په علم الحديث اونوروعلوموكې امام ؤ.دده په دينداري ،ورع،زهداوكره والي باندې دټولوخلكواتفاق وو.
يونس بن عبيدوايي:په كوفه كې ماله سفيان نه غوره انسان ندى ليدلى.چاورته وويل چې تاسعيدبن جبيراوفلان اوفلان ليدلي دي؟ده بياورته وويل چې ماله سفيان نه غوره انسان ندى ليدلى.
بشربن الحارث وايي:ګواكې ټول علوم دسفيان الثورى مخته ايښي دي چې كوم يې خوښ وي هغه وراخلي اوچې نه يې وي خوښ هغه پريږدي .عبدالرحمن بن مهدى وايي:ماله مالك بن انس نه هوښيارسړى نه دى ليدلى.اوله عبدالله بن المبارك نه مې دمحمدي امت له پاره ډېرخيرغوښتونكى بل څوك نه دى ليدلى ،اودسفيان الثورى په څېرمې دحديثوامام ندى ليدلى.اودشعبه په څېرمې عاجزه بل انسان ندى ليدلى.

سفيان الثورى اودوخت واكمن:

سفيان الثورى رحمه الله تعالي دخت له واكمنو نه هيڅكله ندى ويرېدلى اوپه هغوكى يې چې څه شرعي مخالفتونه ليدلي په ډاګه يې ورته ويلي دي .لكه يو وخت عباسي خليفه مهدى ته ورغى اوورته ويى ويل :سلام عليكم څرنګه يى ابوعبدالله؟(دسفيان اومهدى دواړوكنيت ابوعبدالله ؤ) دمهدى خواته كيناست اوورته ويې ويل :عمربن الخطاب رضي الله عنه يووخت حج ته ولاړاوپه ټول حج كې يې شپاړس ديناره مصرف وكړاوته حج ته ولاړې نودمالونو كوټې دې په حج كې ولګولې(فانفقت فى حجتك بيوت الاموال)مهدى ورته وويل :نوستاڅه فكرده ته
غواړې چې زه ستاپه څېرشم؟ ده ورته وويل:نه ! له مانه دى پورته يې خوچې داته اوس كوم لګښتونه كوې له دې نه كم لګښت كوه.

يووخت مهدى ته ورغى ډېرې سختې خبرې يې ورته وكړې له مهدى سره دعيسىٰ بن موسى په نامه يوسړى ناست و هغه ورته وويل چې ته دثوريوغړى يې(ثوردعبدة مناة يوه پښه ده)اواميرالمؤمنين ته داسې تيزې خبرې كوې ؟ده ورته وويل چې دثور قبيلې كه يوفرد دخداى په لاره روان وي ستاله ټول قوم نه غوره اوښه ده.دمهدى ښځه ام الرشيد الخيزران نوميده يوه ورځ مهدى ورته وويل زه بل واده كوم خيزران وويل په ماباندې بل واده كول تاته نده روا.مهدى ددې خبره ردكړه دې ورته وويل زمااوستا دااختلاف به كوم عالم ته بيان كړو اوهغه به فيصله وكړي.هرعالم چې ستاخوښ وي.مهدى ورته وويل سفيان الثورى دې خوښ دى ؟ هغې وويل :هوكې!سفيان يې راوغوښت اومهدى ورته وويل چې ام الرشيد وايي ماته په دې باندې بل واده كول ندي روا اوپه قرآنكريم كې راغلي: (فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ) مهدى نورچوپ شو.سفيان ورته وويل چې داايت پوره ولوله ! يعنې دايت دابرخه هم ووايه! (فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً).سفيان ورته وويل دخيزران خبره سمه ده ته عدل نشې كولى ته عادل نه يې.مهدى امروكړچې لس زره درهمه دې وركړل شي خوسفيان نكړې قبولې .

دخليفه اعلان:
دسفيان الثورى له پاره په مسجدحرام كې هم امان نشته.

ابن خلكان دالمسعودى دمروج الذهب په حواله ليكي: القعقاع بن حكيم وايي:زه له مهدى سره ناست وم چې سفيان الثورى راوستل شوكله چې دى دمهدى دربارته راغى په سلام كې يې دخلافت دادابولحاظ ونكړ اوپه عادي توګه يې سلام وكړربيع دمهدى خواته ولاړاوپه توره يې تكيه كړې وه دمهدي امرته يې انتظار كاوه.مهدي په ورين تندي سفيان ته مخا مخ شو اوورته ويى ويل:سفيانه! ته له مونږنه يوې اوبلې خواته منډې وهې .اوته ګومان كوې كه مونږتاته دبدونيت وكړو وبه يې نكړى شو.خواوس ته زمونږ په لاس كې يې .اياته نه ويريږې چې زمونږڅه زړه غواړي هغه درسره كولى شو؟سفيان الثورى وويل:كه ته زماپه اړه څه حكم وكړې ستاپه باره كې به هغه ذات خپل حكم وكړي چې دټولومالك اوقادردى .اوحق اوباطل سره بيلوي .په دې ځاى كې ربيع له مهدي نه وغوښتل چې اجازه راكړه چې سريې ووهم خومهدي منعه كړمهدي امروكړ چې دخليفه له لوري سفيان ته ليك وليكئ چې دى مودكوفې قاضي ټاكلى دى اودده په چاروكې به هيڅوك مداخله نه كوي ليك وليكل شو اوسفيان ته يې وركړ.سفيان چې له خليفه نه وووت ليك يې په دجله كې وغورځاوه اويوې خواته وتښتيدى ځان يې پټ كړ.په ډېروښارونوكې حكومت وغوښت خوپيدايې نكړ.له دې وروسته دكوفې دقضاله پاره شريك بن عبدالله النخعى وټاكل شو اويوه شاعردشريك په اړه وويل:

تحــــرزسفيان وفـــربدينــه وامسى شريك مرصدا للدراهم

يعنې سفيان ځان وساته اودخپل دين دخوندي ساتلوله پاره يوې خواته وتښتيدى اوشريك ددراهمو دترلاسه كولو له پاره په قضا يامحكمه كې په انتظاركيناست.

ويل كيږي چې سفيان الثورى يووخت په كوفه كې له شريك سره وليدل اوورته ويې ويل : ياابوعبدالله!(دشريك كنيت هم ابوعبدالله ؤ) له اسلام،اودومره فقهي اوډېروښيګڼوسره چې ته يې لرې تابياهم دقضا دنده ومنله ؟! شريك وويل:خلك قاضي ته ضرورت لري نومادخلكو دا اړتياپوره كړه سفيان وويل:خلك خوشرطې اوپوليسوته هم ضرورت لري.
حضرت سفيان الثورى رحمه الله تعالي دوخت له حكومت نه پټ ؤ اوخليفه مهدي يوځاى دده په سختو خبروده ته دومره په غصه شوچې اعلان يې وكړ چې سفيان كه په مسجدحرام كې هم وي دده له پاره امن نشته مؤرخين ليكي چې خليفه ابوجعفر مكې ته روان شو اوپه مكه مكرمه كې يې نجارانو ته امروكړچې په مكه مكرمه كې دې دسفيان داعدام له پاره ددارلرګي تياركړي ويل كيږي چې سفيان دامهال په مكه كې ؤ اوله خپلو فقهاو ملګرواوشاګردانو سره يوځاى ؤدوى ته چې داخبر ورسيده په دې وخت كې دى پروت ؤ سريې دفضيل بن عياض په غيږ كې ايښى ؤپښې يې دسفيان بن عيينه په غيږكې وې هغوى ورته وويل :يااباعبدالله ولاړشه چېرته ځان پټ كړه كه وا كمن په تالاسبرى شي اووه دې نيسي نودټولودښمنانو سخې به را پخې شي.سفيان الثورى ولاړشو اومسجدحرام ته ولاړ دبيت الله پردې يې ونيولې .اووې ويل :زه به له دې كعبې نه بېزاره يم كه ابوجعفر مكې ته داخل شو.هغه ؤچې ابوجعفر دوخت خليفه مكې ته له رسيدو مخكې ومړ.
سفيان الثورى له حكومت نه پټ ؤ اوداداختفا ژونديې په بصره كې تيركړ تردې پورې چې په كال (160) هجري كې په بصره كې وفات شو اودشپې له مخې يې جنازه وكړل شوه ويل كيږي چې دى په نجف كې دفن شوى دى.اوخلك يې دقبرزيارت ته ورځي.(فرحمة الله عليه).

دحديث تخريج:

داحديث امام مسلم رحمه الله تعالي په خپل صحيح كې روايت كړى دى په كتاب الفضائل باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم ...وانه كان احسن الناس وجهاً..اوابوداودپه خپل سنن كتاب الترجل باب ماجاء فى الشعركې روايت كړى دى،اومصنف هم په خپل جامع -كتاب الادب باب ما جاء فى الرخصة فى لبس الحمرة للرجال- كې راخيستى دى اوويلي يې دي:حسن ،صحيح دارازمصنف په كتاب اللباس كې هم داحديث راخيستى باب ماجاء فى الرخصة فى الثوب
الاحمراوويلي يې دي چې : صحيح.امام النسائى رحمه الله هم په خپل سنن -كتاب الزينة باب اتخاذالجمة - كې له بلې لارې اوله وكيع،سفيان بن سعيد الثورى ،عن ابى اسحاق السبيعى نه را خيستى دي.اوس راځو ددې باب پنځم حديث شريف ته چې هغه دحضرت علي (كرمه الله وجهه)روايت دى.


رښتینی
10.10.2010

.

.

5ـ حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ ، حَدَّثَنَا أَبُو نُعَيْمٍ ، حَدَّثَنَا الْمَسْعُودِيُّ ، عَنْ عُثْمَانَ بْنِ مُسْلِمِ بْنِ هُرْمُزَ ، عَنْ نَافِعِ بْنِ جُبَيْرِ بْنِ مُطْعِمٍ ، عَنْ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ ، قَالَ : لَمْ يَكُنِ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم بِالطَّوِيلِ ، وَلا بِالْقَصِيرِ ، شَثْنُ الْكَفَّيْنِ وَالْقَدَمَيْنِ ، ضَخْمُ الرَّأْسِ ، ضَخْمُ الْكَرَادِيسِ ، طَوِيلُ الْمَسْرُبَةِ ، إِذَا مَشَى تَكَفَّأَ تَكَفُّؤًا ، كَأَنَّمَا يَنْحَطُّ مِنْ صَبَبٍ ، لَمْ أَرَ قَبْلَهُ ، وَلا بَعْدَهُ مِثْلَهُ ،
________________________________________

ژبــــاړه اوخـلاصــه: رسول الله صلي الله عليه وسلم نه ډېرجګ و اونه ټيټ لاسونه اوپښې يې غوښين و .سر اودهډوكو بندونه يې غټ وو په سينه يې ترنامه پورې د وېښتانواوږده ليکه وه ، په قوت اوځواكمنو ګامونو به يې تګ كاوه داسې چې دمخ لورته به مائل ښكاريدى لكه سړى چې په ځوړ روان وي دده په څېر ښكلى انسان مې نه له ده مخكې ليدلى اونه له ده وروسته .

دالفاظوتشريح :

لَمْ يَكُنِ النَّبِيُّ صلى الله عليه
وسلم بِالطَّوِيلِ ، وَلا بِالْقَصِيرِ
ددی جملې تفصيل مخكې په پوره توګه تيرشوى دى .

شَثْنُ الْكَفَّيْنِ وَالْقَدَمَيْنِ :

داجمله دمحذوفې مبتدا له پاره خبرده چې (هو) ده اويامنصوب ده په تقدير دكان سره يعنې كان شثن..... دشثن مختلفې معناوې شوې دي يوه خو مصنف هم په پاى كې له امام الاصمعى نه رانقل كړې ده چې هغه دپښواولاسونو دګوتو دسختوالي په معنى ده .ويل كيږي چې په يوه بيله موضوع كې دلغتولوى امام الاصمعى دشثن ژباړه په الخشن سره وكړه چاورته وويل چې دشثن تورى خودرسول الله صلي الله عليه وسلم دلاس په صفت كې هم راغلى دى نو دى خپه شواوقسم يې وكړ چې بيابه په حديثو كې ديوی کلمې تفسير اومعناهم نه بيانوي اوس داحديث په دې معنى له يوه بل حديث سره تناقض راولي په هغه كې راغلي.حضرت انس رضي الله عنه وايي : مامسستُ خزاً ولاحريراً الين من كف رسول الله صلي الله عليه وسلم يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم لاسونه دورېښمنو له جامونه هم پاسته وو.اوزمونږ تربحث لاندې دحضرت علي رضي الله عنه په حديث كې دشثن الكفين تورى راغلى دى .نوځينې شارحينو ددې دواړو حديثونو په منځ كې دتطبيق داسې هڅه كړې ده چې كله به حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم كاركاوه لكه دكور كارياپه غزواتو كې لكه دخندق په غزاكې دخندقونو دكيندنې كارنوپه دې وخت كې به دده لاسونه سخت اوزيږه وو اوكه به كوم كارنه و بيابه نرم اوپاسته و.
اوځينې شارحينو دشثن الكفين معنى داسې كړې چې درسول الله صلي الله عليه وسلم لاسونه اوپښې غوښين و يعنې غوښه يې زياته لرله.اوځينې علماووليكلي چې دشثونةالكفين دلاسونواوپښو دخلقت اوجوړښت شـثونت ، سختي اوغلظت ته وايي نه داچې په پوستكي كې هم سختي ولري.نوپه دې معنى سره هم دحضرت انس اوحضرت علي (رضي الله عنهما ) په حديثينوكې تعارض نه راځي.ابن بطال شثن په ممتلئة لحماً سره تفسيركړى نوپه دې صورت كې بياتناقض نشته دې معنى ته په نورو روايتونوكې هم اشارې شته او بل دلاسونو سختوالى درجوليت اوسړيتوب دكره والي نښه ده زماپه اند داكومه دعيب خبره نده اصلاًٌ دخشونت اوغلظت تورى درسول الله صلي الله عليه وسلم په اړه كارول خوندنه كوي اوكه نه كلك اوزيږه لاسونه په خپله رسول الله صلي الله عليه وسلم ستايلي دي لكه ابن حجرپه الاصابه اوامام محمدالحسن الشيبانى په كتاب الكسب كې يوروايت راخيستى چې دسعدبن معاذ رضي الله عنه په نامه يوصحابي(داهغه داوس قبيلې مشرسعدبن معاذ نه دى) وايي مايووخت له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره پوښتنه اوروغبړوكړ زماپه لاسونوكې سختوالي ته درسول الله صلي الله عليه وسلم پام شو اوراته ويې ويل چې داولې ؟ ماورته وويل چې زه په باغ كې دبېل اوچارۍ كاركوم داله هغې وجې سخت شوي دي فقبل رسول الله صلي الله عليه وسلم يده وقال كفان يحبهماالله تعالى يعنې دهغه لا سونه رسول الله صلي الله عليه وسلم ښكل كړل اوزياته يې كړه چې داهغه دوه لاسونه دي چې په الله جل جلاله ګران دي. اوپه بل روايت كې راځي چې داداسې لاسونه دي چې اوربه نه پرې لګيږي : کفان لايمسهما النار

الكفين والقدمين:

الكفين دالكف تثنيه ده : ورغوي اوګوتو ټولوته كف ويل كيږي كف مؤنث ده څرنګه چې په عامه توګه پښې اولاسونه ډېرمناسبت سره لري نوځكه يې له يوه مضاف لاندې راوستل اوپه راس اوكراديس كې بيادامناسبت نشته نو دهريوه له پاره يې بيل بيل مضاف ذكركړى

.ضَخْمُ الرَّأْسِ ، ضَخْمُ الْكَرَادِيسِ :

درسول الله صلي الله عليه وسلم سراودهډوكو بندونه ياسرونه غټ ؤ.ضخم غټوالي ته وايي اوالكراديس دالكردوس جمعه ده په بدن كې ددووهډوكوديوځاى والي
ځاى كردوس بلل كيږي چې مونږ يې بندبولو لكه :الركبتين ،المنكبين اوالوَركين اوياخو مطلق دهډوكو سرونوته كراديس وايي.اودسراو بندونوغټوالى دبدن په كمال اوددماغي قواووپه ځواك دلالت كوي .

طَوِيلُ الْمَسْرُبَةِ:

المسربه دراء په ضمه اوفتحه دواړوسره راغلې په اصل كې له سربَ يسربُ نه ده چې دلوښي ياژي له لاندې لورې نه داوبوبهيدلوته وايي اودلته مرادهغه وېښتان دي چې له سينې نه ترنامه پورې دبدن په منځنۍ برخه اوږده تللي وي .دبيهقى په يوه روايت كې راځي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په سينه اونس مبارك باندې وېښتان نه ؤ له نامه نه نيولې ترسينې پورې يې داسې نرۍ ليكه وېښتان وو لكه لـښته.

إِذَا مَشَى تَكَفَّأَ تَكَفُّؤًا كَأَنَّمَا يَنْحَطُّ مِنْ صَبَبٍ :

يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم به دتګ په وخت كې دمخ لورته يوڅه مائل ښكارېدی لكه يوسړى چې په ځوَړښكته روان وي دده په تګ كې به عاجزي وه اووتلې سينه به نه ؤ روان اوبله معنى داده چې ده به تيزتګ كاوه اومزبوت ګامونه به يې اخيستل يعنې ګامونه به يې سست نه اخيستل لكه په يوه بل روايت كې به هم راشي چې :اذامشىٰ تقلّع.
دكانماينحط:معنى داده چې داسې به ښكاريدى لكه له لوړځاى نه چې ژور لورته څوك مخ په ښكته روان وي هغه مزبوت اوقوي ګامونه اخلي ځكه دښوئيدلو وېره يې وي اودرسول الله صلي الله عليه وسلم عام تګ داسې و چې مزبوت ګامونه به يې اخيستل.داجمله دتكفا له ضمير نه حال ده .

لَمْ أَرَ قَبْلَهُ ، وَلا بَعْدَهُ مِثْلَهُ:

يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم په څېرښائسته مې هيڅوك نه دى ليدلىنه له ده مخکی او نه وروسته ، ددې جملې دكاروونكې موخه داوي چې دممثل اوشبيه نفي وكړي دغه ''قبل اوبعد'' دنفي دتاكيد له پاره راوړل كيږي حقيقي قبليت
اوبعديت نه وي مراد نودلته هغه سوال نه شي كيدى چې حضرت علي رضي الله عنه خوله حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم نه كشرو له رسول الله صلي الله عليه وسلم نه په مخكې وخت كې خوده شتون نه لاره.


رښتینی
11.10.2010

دراويــانــوحـــال:

ددې روايت په سندكې امام ترمذى شپږكسه راويان راخيستي دي : محمدبن اسماعيل البخارى)،ابونعيم،المسعودى،عثمان بن مسلم بن هرمز،نافع بن جبيربن مطعم اوحضرت علي (كرم الله وجهه) چې دهريوه دژوندحال په لنډه توګه ستاسومخته ږدو.

مــحمــد بــن اسمــاعيــل :

محمدبن اسماعيل البخارى دصحيح البخارى مصنف ته دحفظ اواتقان غراودنړۍ امام ويل كيږي ، دى په ماشومتوب كې ړوندؤاوخداى دمورپه دعاسره روغ كړويل كيږي چې دى په بصره كې په داسې حال كې ليدل شوى ؤ چې ږيره يې لانه وه راغلې خوتر شابه دحديثو په زرګونو طالبان پسې روان وو. ويل كيږي چې ده به په ښي اوچپ لاسونو دواړوليكل كولى شول دى په خپله وايي چې ماته سل زره صحيح حديث اودوه سوه زره غيرصحيح حديث ياد دي اودى په كال (256) هـ كې دكوچني اخترپه ورځ وفات شوى دى .رحمه الله تعالي دامام بخاري په دې لنډه پېژندنه بسنه كوو اوكه نه دده په ژوندعلماووكتابونه ليكلي دي.اودرجالوپه هركتاب كې دده تفصيلي مالومات پيداكيدلى شي.

ابونعيم:

دده نوم عمروبن حمادالتيمى الكوفى اوپه فضل بن دكين سره مشهوردى .دى دكوفې له سترومحدثينو نه شميرل كيږي دامام بخارى اوامام مسلم استاد دى دشمائل شارحينو ليكلي چې دى په تشييع متهم وخوله دې سره بياهم دده روايت داحتجاج اواستدلال وړبل شوى خيرالدين الزرکلي ليكلي چې ده داهل تشيع له اماميه ډلې سره تړاو لاره اوپه اماميه ؤكې ده ته منسوبه يوه بيله ډله ده چې الدكينيه يې بولي زركلى ليكي چې دده په زمانه كې عباسي خليفه مامون الرشيد علماء دخلق القرآن په موضوع كې په امتحان كې واچول .مامون خپلوټولو واليانو ته ليكونه ليږلي و چې ټول خلك دې دغې عقيدې ته راوبولي چې قرآن مخلوق دى.په دې لړكې يې دكوفې والي امام ابونعيم فضل بن الدكين هم راوغوښت اوداپوښتنه يې ورنه وكړه چې دقرآن په اړه څه عقيده لرې ده ورته وويل:په كوفه كې مې له اووه سوه زيات علماء اومشائخ ليدلي دوى ټولوبه ويل چې قرآن دخداى كلام دى اوزماله پاره په دې موضوع كې زماسروهل دومره ارزښت نلري لكه دازما دګروې تڼۍ.
امام احمدبن حنبل به ويل چې دخلق القرآّن په موضوع كې دوه شيخان دخداى جل جلاله له پاره دومره مستقيم اوكره پاته شول چې سارى يې نه ليدل كيږي چې هغه يوعفان بن مسلم دى اوبل ابونعيم بن دكين دى.دى په كال (219) هـ كې په كوفه كې وفات شوى دى رحمه الله تعالي .

المسعودى:

په ځينې نسخوكې حدثنا عبدالرحمن راغلى اوپه ډېروكې حدثناالمسعودى راغلى دده نوم عبدالرحمن بن عبدالله بن عتبه بن عبدالله بن مسعود المسعودي دى.دده په اړه علماء وايي چې دعمر په اخروخت كې يې په محفوظاتو كې اختلاط راغلى و،ويل كيږي هرچاچې له ده نه په كوفه كې حديث روايت كړي هغه حديث سم دي ځكه هلته دى لاروغ و اوپه بغدادكې روايتونه يې بعدالاختلاط دي خودابونعيم اووكيع روايتونه دكوفې دوخت دي. نوموړى په كال(160)هـ كې وفات شوى رحمه الله تعالي .

عثمان بن مسلم بن هرمز:

دعثمان په اړه درجالوپه كتابونو كې ډېركم معلومات دي ابن حجر رحمه الله تعالي په تهذيب التهذيب كې ليكي چې دى دمكې اوسيدونكى دى .اوځينې خلكوويلي چې پلار يې عبدالله نوميدى.له نافع بن جبير نه يې روايت كړى اوله ده نه مسعودي روايت كړى دى.امام الترمذى اوالنسائى هم له ده نه روايت كړى دى .امام النسائى ويلي دي چې :ليس بذاك .او ابن حجر وايي چې ابن حبان په ثقاتو كې شميرلى دى رحمه الله .

نافع بن جبيربن مطعم:

نافع دمدينې منورې اوسيدونكى ثقه اوكره عالم دى په قوم قريش اوپلاريې لوى صحابي و ده له ډېروصحابه و روايتونه كړي دي له حضرت عايشې اوحضرت ام سلمه (رضي الله عنهما) نه يې هم روايتونه كړى دى ويل كيږي چې ډېرفصيح اودلوړ غږخاوند و اوحج ته به په پښو تلو، په كال (99)هجري كې وفات شوى رحمه الله تعالي .

عــلــى بــن ابــى طــالــب كرم الله وجهه:

دعلى بن ابى طالب كرم الله وجهه په اړه رسول الله صلي الله عليه وسلم دخيبرپه غزوه كې وويل:لأعطين راية غداًلرجل يحب الله ورسوله) اوپه سبايې بيرغ ده ته وركړ.اوبل ځاى ده ته رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل : (انت منى بمنزلة هارون من موسى)اوداراز دده په اړه نورحديث هم راغلي دي دده لقب ابوالحسن اوابوتراب ؤدپلارنوم يې عبدمناف اوپه ابوطالب سره مشهورؤ،دده مورفاطمه بنت اسدوه اوهغه هم هاشميه وه ،اسلام يې هم راوړي و اوهجرت يې هم كړى و.على بن ابى طالب په نابالغه هلكانو كې لومړى هلك دى چې اسلام يې منلى اوځينې وايي چې دى لومړنى نارينه دى چې اسلام يې منلى،اوداسلام راوړلو په وخت كې دده په عمركې مختلف اقوال راغلي دي چې هغه (15) (14) (13) (10) (8) كلونه دي ده له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په ټولوغزواتوكې برخه اخيستې ده
يواځې دتبوك په غزاكې نه و اوپه مدينه منوره كې دهغه صلي الله عليه وسلم په حكم پاته شوى و.

كله چې حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه شهيد شوپه هغه ورځ دى خليفه وټاكل شو چې دادجمعې ورځ اودذوالحجې اتلسمه وه اوكال پنځه ديرشم هجري و،اوپه كوفه كې دجمعې په ورځ درمضان په اوولسم څلويښتم هجري كال بدمرغه عبدالرحمن بن ملجم وواهه اودرې ورځې وروسته شهيدشو.حسن،حسين اوعبدالله بن جعفررضي الله تعالي عنهم غسل وركړاوحسن رضي الله عنه يې جنازه وكړه اوپه كوفه كې دفن كړل شو، دوفات په وخت دده عمر دره شپيته كاله و، څلوركاله نهه مياشتې اوڅوشپې يې دخلافت موده ده .له ده نه ډېروصحابه كرامو اوتابعينو روايتونه كړي دي اوداهل السنة په اجماع دده دوفات په مهال دځمكې په مخ له ده نه بل غوره انسان وجودنه لاره رضي الله تعالي عنه وكرم الله وجهه.

د حــديـــث تــخـــريـــج :

داصحيح حديث دی مصنف په خپل جامع كې هم په كتاب المناقب باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم كې روايت كړى دى.اوهلته يې ويلي دي:حسن صحيح،دحديث په سندكې لږضعف شته اوهغه دعثمان بن مسلم بن هرمزله كبله لكه دعثمان دژوندپه حالاتوكې موچې وويل.اوپه مسعودى كې موچې داختلاط خبره كړېده.دلته دابونعيم روايت دى او دابونعيم روايت له اختلاط نه مخكې ده.خوددې حديث په اړه مونږوويل چې صحيح دى ځكه داحديث نورې لارې اوشواهدهم لري بناء په صحت كې يې كومه ستونزه نشته ځكه امام احمدهم راخيستى ابن سعدپه طبقات اودارازحاكم په مستدرك كې هم راخيستى.

دويم سند:

حدثنا سفيان بن وكيع عن المسعودى بهذا الإسنادنحوه بمعناه

یادونه :

دشمائل ځینی نسخو مطلق سند لکه دا لوړ سندهم دحدیثوپه شماره کی ګڼلی دی اوځینو بیا دا سند په حدیثو کی ندی شمیرلی موږ هم داختصارپه موخه داسند په حدیثو کی ندی شمیرلی اوله کوم سند سره چی متن نه وی راغلی هغه مو حدیث ندی شمارلی

دمـحدثينــو اصطــلاح : نحــوه ،مثلــه.

محدثين چې يوروايت په يوه سندسره نقل كړي اوبياهمداروايت په بل سندسره نقل كړي نو په پاى كې يې داختصار له پاره دنحوه يامثله تورى راوړي كله چې ددويم سندروايت له لومړي روايت سره لفظا اومعنى موافق وي محدثين د(مثله) تورى كاروي اوكه يواځي معنوي موافقت يې لاره اولفظي نه و بيا(نحوه)تورى استعمالوي . خوډېرځله داسې هم پيښيږي چې يودبل په ځاى كارول شوى وي نوددې توهم دله منځه وړلوله پاره مصنف دلته (بمعناه) ورسره زيات كړپه دی سند کی سفیان بن وکیع راغلی دی اودهغه حالات را اخلو:

.
سفيان بن وكيع:

دمصنف په دې تاكيدي سند كې دمصنف استادسفيان راغلى دى دى دمشهورمحدث وكيع بن الجراح زوى دى چې مخكې يې ژوندليك تيرشوى دى كثيرالرواية اوريښتونى راوي شميرل كيدى خووروسته يې دهغه وخت يوحرفت چې وراقة ورته وايي غوره كړاوداددراهمو جوړولويوكاروبارؤ نوپه محفوظو رواياتوكې يې ګډوډي راغله اوپه دې ګډوډي باندې خلكو پوه هم كړاونصحيتونه يې ورته وكړل چې داسې مكوه خوده ونه منله. هغه و چې محدثينووغورځاوه اوساقط الحديث يې بولي ترمذى اوابن ماجه له ده نه روايتونه رانقل كړي دي . اوس مخكې مونږ وويل چې داسندتائيدي دى اودشاهد اومتابعت په توګه راوړل شوى دى نودلته يوه پوښتنه راولاړيږي چې مخكې مصنف له امام بخارى نه روايت كړى دى اوهغه خوراعالي اسناد دى نويوعالي اسناد داسې شاهدته اړتيانلري چې هغه كمزورى اوټيټ وي لكه له سفيان بن وكيع نه دمصنف داروايت ؟ ځواب دادی چې سفيان له دې كمزورۍ سره په
وروسته وخت كې مخامخ شوى دى مخكې داسې نه واودمصنف روایت دمخکینی وخت دی .والله اعلم


رښتینی
11.10.2010

.
.

6ـ حَدَّثَنَا أَحْمَدُ بْنُ عَبْدَةَ الضَّبِّيُّ الْبَصْرِيُّ ، وَعَلِيُّ بْنُ حُجْرٍ ، وَأَبُو جَعْفَرٍ مُحَمَّدُ بْنُ الْحُسَيْنِ وَهُوَ ابْنُ أَبِي حَلِيمَةَ ، وَالْمَعْنَى وَاحِدٌ ، قَالُوا : حَدَّثَنَا عِيسَى بْنُ يُونُسَ ، عَنْ عُمَرَ بْنِ عَبْدِ اللهِ مَوْلَى غُفْرَةَ ، قَالَ : حَدَّثَنِي إِبْرَاهِيمُ بْنُ مُحَمَّدٍ مِنْ وَلَدِ عَلِيِّ بْنِ أَبِي طَالِبٍ ، قَالَ : كَانَ عَلِيٌّ إِذَا وَصَفَ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : لَمْ يَكُنْ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم بِالطَّوِيلِ الْمُمَّغِطِ ، وَلا بِالْقَصِيرِ الْمُتَرَدِّدِ ، وَكَانَ رَبْعَةً مِنَ الْقَوْمِ ، لَمْ يَكُنْ بِالْجَعْدِ الْقَطَطِ ، وَلا بِالسَّبْطِ ، كَانَ جَعْدًا رَجِلا ، وَلَمْ يَكُنْ بِالْمُطَهَّمِ ، وَلا بِالْمُكَلْثَمِ ، وَكَانَ فِي وَجْهِهِ تَدْوِيرٌ ، أَبْيَضُ مُشَرَبٌ ، أَدْعَجُ الْعَيْنَيْنِ ، أَهْدَبُ الأَشْفَارِ ، جَلِيلُ الْمُشَاشِ وَالْكَتَدِ ، أَجْرَدُ ، ذُو مَسْرُبَةٍ ، شَثْنُ الْكَفَّيْنِ وَالْقَدَمَيْنِ ، إِذَا مَشَى تَقَلَع كَأَنَّمَا يَنْحَطُّ فِي صَبَبٍ ، وَإِذَا الْتَفَتَ الْتَفَتَ مَعًا ، بَيْنَ كَتِفَيْهِ خَاتَمُ النُّبُوَّةِ ، وَهُوَ خَاتَمُ النَّبِيِّينَ ، أَجْوَدُ النَّاسِ صَدْرًا ، وَأَصْدَقُ النَّاسِ لَهْجَةً ، وَأَلْيَنُهُمْ عَرِيكَةً ، وَأَكْرَمُهُمْ عشرَةً ، مَنْ رَآهُ بَدِيهَةً هَابَهُ ، وَمَنْ خَالَطَهُ مَعْرِفَةً أَحَبَّهُ ، يَقُولُ نَاعِتُهُ : لَمْ أَرَ قَبْلَهُ ، وَلا بَعْدَهُ مِثْلَهُ صلى الله عليه وسلم

يادونه :
څرنګه چې داحديث ډېراوږداوورپسې دامام الترمذى تشريح هم ده نوښه به داوي چې ژباړه اوخلاصه يې مخكې كړو غيرعربوشارحينو حديث ځانته ژباړلى اودمصنف دالفاظو تشريح يې بيله ژباړلې اوتشريح كړې ده عربي شروحو هم حديث اودمصنف تشريح بيله ،بيله سپړلې اوتفصيل كړې ده زه غواړم چې دحديث له لنډې ژباړې وروسته دحديث په تشريح كې دمصنف تشريح هم ځاى كړم اوځکه موداصمعي تشريح هم بېله ونه ژباړله چې په دې سره به موداطناب اواوږدوالي مخه نيولې وي .

ژبـــاړه اوخـلاصـــه :

ابراهيم بن محمد چې دحضرت على رضي الله عنه له اولاد نه دى وايي:حضرت على رضي الله عنه به چې كله درسول الله صلي الله عليه وسلم حليه،شكل اوصورت بياناوه ويل به يې: رسول الله صلي الله عليه وسلم نه ډېرجګ واونه ډېرټيټ و بلكې دمنځنۍ ونې خاوند و دده وېښتان نه ډېر ''ول ول '' وو اونه ډېرښوى وو بلكې ليږ ولونه يې لرل اوداسې وو لكه ږمنځ شوي.دده بدن هم ډېرغټ نه و اونه يې مخ ډېرګرد و بلكې په مخ كې يې يوڅه ګول والى و ،سپين رنګ يې و چې سوروالي ته مايله و،سترګې يې تكي تورې وې اواوږدې وريځې يې لرلې.دهډوكو سرونه اواوږې يې غټې وې دبدن په زياته برخه يې وېښتان نه و په ځينې برخويې وېښتان وو له سينې نيولې ترنامه پورې يې د وېښتانو اوږده ليكه وه،لاسونه اوپښې يې غوښين وو .دتګ په وخت كې به يې په قوت سره ګامونه اخيستل.ته به وايې چې په ځوړښكته كيږي اوچاته به يې چې توجه كوله نوپه پوره بدن سره به ورته متوجه كيدى ددواړو وليوپه منځ كې يې دنبوت مهرؤ اودى دټولونبيانو اخيري نبى و،ډېرسخي زړه يې درلود،له هرچا نه په ژبه كې ريښتونى اونرم طبيعت يې لا ره ،داراز ترټولوله ښې كورنۍ څخه و، په لومړي ځل به چې چاوليد وېره به يې په زړه كې پيداشوه يعنې په لومړي ځل ليدلو سره به سړى په رعب كې ولويدى اوچې كله به يې ليږ وخت ورسره تېركړ اووه به يې پېژاند بيابه پرې مين شو دده دشكل اوصورت هريوه بيانوونكي به داويل چې دده په څېرښايسته انسان مانه مخكې ليدلى اونه له ده وروسته .

امام الاصمعى ددې روايت
سخت توري داسې تشريح كوي :

قَالَ أَبُو عِيسَى : سَمِعْتُ أَبَا جَعْفَرٍ مُحَمَّدَ بْنَ الْحُسَيْنِ ، يَقُولُ : سَمِعْتُ الأَصْمَعِيَّ يَقُولُ فِي تَفْسِيرِ صِفَةِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم :

الْمُمَّغِطُ : الذَّاهِبُ طُولاوَقَالَ : سَمِعْتُ أَعْرَابِيًّا يَقُولُ فِي كَلامِهِ : ممَغَّطَ فِي نَشَّابَتِهِ ، أَيْ مَدَّهَا مَدًّا شَدِيدًا
وَالْمُتَرَدِّدُ : الدَّاخِلُ بَعْضُهُ فِي بَعْضٍ قِصَرًا
وَأَمَّا الْقَطَطُ : فَالشَّدِيدُ الْجُعُودَةِ
وَالرَّجلُ : الَّذِي فِي شَعَرِهِ حُجُونَةٌ : أَيْ تَثَنٍّ قَلِيلٌ
وَأَمَّا الْمُطَهَّمُ: فَالْبَادِنُ ،الْكَثِيرُ اللَّحْمِ
وَالْمُكَلْثَمُ : الْمُدَوَّرُ الْوَجْهِ
وَالْمُشَرَبُ: الَّذِي فِي بَيَاضِهِ حُمْرَةٌ
وَالأَدْعَجُ : الشَّدِيدُ سَوَادِ الْعَيْنِ
وَالأَهْدَبُ : الطَّوِيلُ الأَشْفَارِ
وَالكَتِد: مُجْتمَعُ الْكَتِفَيْنِ وَهُوَالكَاهِلُ ،
وَالْمَسْرُبَةِ: هُوَالشِعْرٌالدَّقِيقُ الَّذِىْ كَأَنَّهُ قَضِيْبٌ مِنَ الصَّدْرِاِلَى السِّرةِ.
وَالشَّثِنٌ : الْغَلِيْظٌ الْأصَابِعٌ مِنَ الْكَفَيْنِ وَالْقَدَمَيْنِ
وَالتَّقَلٌّعٌ: أن ْیَمْشِى بِقٌوّةٍ
وَالصَّبَبٌ : الحٌدٌورٌتَقٌوْلٌ انْحَدَرَنَافِىْ صٌبٌوْبٍ وَصَبَبٍ.
وَقَوْلٌهٌ جَلِيْلٌ الْمَشَاشِ : يٌرِيْدٌ رٌؤٌسٌ المَنَاكِبِ
وَالْعِشْرَةٌ : الصَحْبَةٌ،وَالْعَشيْرٌ،الصَاحِبٌ ،
وَالبَدِيهَةٌ :المٌفَاجَاةٌ يٌقَالٌ بَدَهْتٌهٌ بِأَمْرٍاَىْ فَجَأْتٌهٌ.


رښتینی
12.10.2010

.

دالفاظوتشريح اوتفصيل :

لَمْ يَكُنْ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم بِالطَّوِيلِ الْمُمَّغِطِ :

ددې جملې معنى مخكې تيره شوې ده يواځې دممغط تورى تشريح ته اړتيالري ددې توري دويم ميم په تشديد سره ده په ځينې نسخوكې په غين باندې شد ليكل شوى وي چې هغه سم نده ځكه دادالانمغاط اسم فاعل ده اوله باب دانفعال نه ده .چې ډېراوږدوالي ته وايي.لكه عرب وايي امغط النهار.ورځ اوږده شوه.نوددې توري اصل منمغط ده په نون سره ځكه باب انفعال ده چې نون يې دمطاوعت له پاره راځي.دانون په ميم بدل شو اوپه دويم ميم كې چې دنفس كلمې نه ده اودفاء په ځاى ده مدغم شونوممغط شو اودغين تشديدنده صحى.خوكه چيرته داسم مفعول صيغه شي بيادغين په تشديد اوفتحه سره دى اوبيابه له باب تفعيل نه وي نه باب انفعال ،ددې الممغط په توري كې مصنف داصمعى قول راخيستى اوهغه يې داسې معنى كړې ده:الذاهب طولاً يعنې په جګوالي كې پورته تللى دى ،اصمعى دخپلې خبرې دپخلي له پاره دبدوى عرب قول رااخلي اوبدوى عرب چې دوى يې اَعراب بولي په اصل عربيت پاته دي ځكه خو به مخكې عربوخپل ماشومان دبدوى عربو ميرمنو(دايه)ته وركول څويې ژبه اصلي اوسوچه شي .تمغط فى نشابته.يعنې غيشى يې په لينده كې كش كړ دلته دغيشي نه دكشيدلواسنادمجازي دى اصلا خولينده كشول كيږي.اى مدها مداً شديداًدادتمغط معنى شوه دلته داصمعى په كلام كې دتمغط ماده دتفعل په باب كې راغلې ده اوپه حديث شريف كې دانفعال باب راغلى خوداكومه ستونزه نه جوړوي ځكه اصلاخبره دامتداد ده اوهغه دغيشي په كشولو اودقدپه پورته تګ دواړوكې شتون لري.

وَلا بِالْقَصِيرِ الْمُتَرَدِّدِ :

نه ډېرټيټ و دالمتردد معنى داصمعى په قول كې داسې را غلې ده :الداخل بعضه فى بعض يعنې دټيټ والي له كبله داسې بريښي لكه ځينې غړي يې چې په
نوروكې ننوتلي وي كه تاسو نسبتاً دمزي سړي لاسونوته ځيرشئ اودهغه ګوتو ته وګورئ بالكل داسې برېښي لكه په لاس كې يې چې ننوتلې وي .
وَكَانَ رَبْعَةً مِنَ الْقَوْمِ.داجمله په ځينې نسخوكې بې واوه راغلې ده ، دواوپه صورت كې داجمله په لم يكن الرسول الله باندې عطف ده نودادمخكيني مضمون له پاره تاكيد ده. په يوه روايت كې راغلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له مربوع نه يوڅه جګ ؤاوس دلته بيادتناقض ستونزه رامنځته كيږي ددې له پاره شارحين بياتاويل ته اړكيږي خوپټه دې نه وي چې داتاويلونه ځينې ډېرغوره،معقول اوپه زړه پورې وي اوځينې بيابېخونده هم وي لكه ددې ځاى تاويل زماپه ذوق بې خونده ده اوياخوكيدى شي زماذوق يوڅه بېخونده وي دلته دوى له "ربعه " نه هغه يوه نوعه دمربوع مرادکوي چې جګوالي ته مائل وي خو دې تنوع ته په جمله كې كومه اشاره نشته نوښه به داوي چې وويل شي دامربوع والى ياديوه سړي دمنځني قد خاوند كېدل يوه اضافي معنىٰ ده ځينې صحابه كرامو هغه دمنځني قدخاوند بللى اوځينې نوروته له منځني قدنه هم يوڅه دنګ معلوم شوى نوهغوى اطول من المربوع ويلى دي .بناء دمنځنيوالي اضافي معنى تقديراواندازه ګواكې دهرچابيل دى.
لَمْ يَكُنْ بِالْجَعْدِ الْقَطَطِ ، وَلا بِالسَّبْطِ: ددې جملې تفصيل مخكې په يوه روايت كې تيرشوى اودلته يې په تفصيل كې مصنف دامام الاصمعى قول راخيستى:
واماالقطط فالشد يد جعوده )الجعودة( دوېښتانو صفت ده هغه وېښتان چې ولونه زيات لري يازمونږ په محلي پښتو كې كوړيچي ورته وا يي ( غونج ) اوالقطط چې په دې كوړيچوالي ياغونجوالى كې زيادت وي هغه ته ويل كيږي داعبارت په ځينې نسخوكې فشديدجعودة راغلى يعنې دشديد له توري سره الف اولام نشته.

يـــادونـــه :
داليږمخكې مادمحلي اومعياري پښتوخبره وكړه متاسفانه چې دعربي پراخې ژبي هراسم اوهرمصدر له پاره مونږ معادل توري نلرونوكوم ځاى چې زه له داسې ستونزې سره مخ كيږم هلته يواسم په جمله سره ژباړم اوياد(وال) وروستاړي ته اړشم اوكه فرضاً په محلي پښتوكې مې كوم اسم پيداكړبياهغه ورځاى كوم خوهلته يادونه په كاروي اوماهم يونيم ځاى يادونه كړې ده.


رښتینی
13.10.2010

.
.

كَانَ جَعْدًا رَجِلا :

معنى يې داده چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په وېښتانو كې يوڅه ماتوالى ؤ،يومخ ښوى اوسيخ نه وو،مصنف داصمعى تشريح رااخلي:والرجِل:الذى فى شعره حجونة.يعنې الرجل چې اكثره په كسره دجيم سره راځي دامعنى چې په وېښتانوكې يې يوڅه انعطاف وي اوسيخ ياښوى نه وي له دې عبارت وروسته اى (تثن قليلاً)داداصمعى نه بلكې دمصنف ياابوجعفر زياتونه ده .

وَلَمْ يَكُنْ بِالْمُطَهَّمِ وَلا بِالْمُكَلْثَمِ :

دا دواړه داسم مفعول صيغې دي لومړۍ له تطهيم اودويمه له الكلثمه نه ده .المطهم هغه سړي ته وايي چې له څربښته يې مخ پړسيدلى وي اودډېرڅربښت له كبله داسې معلوميږي ته وايي ټنډه يې تروشه نيولې ده يعنې په مخکې يې عبوسة وي اوډېرډنګر ته هم المطهم وايي نوداتورى ګواكې له اضدادونه ده اوالمكلثم هغه چاته وايي چې ګردمرد مخ يې وي .دلته له المكلثم نه داشبه راولاړېده چې ګواكې اوږدمخ به يې و اوداډول مخونه په عربوكې يوڅه زيات هم دي، ددې شبهې ددفع كولوله پاره يې وويل :

وَكَانَ فِي وَجْهِهِ تَدْوِيرٌ يعنې په مخكې يې يوڅه ګردوالى و يعنې نه ډېرګرداونه اوږد و اوداجمله په ځينې نسخو كې دوجهه په ځاى وكان فى الوجه راغلې .

أَبْيَضُ مُشَرَبٌ :

داصفت اوموصوف خبردى دمحذوفې مبتدا له پاره چې (هو) ده په يوه روايت كې "مشرب حمرة" راغلى چې معنىٰ يې واضحه شوه.مشرب داسم مفعول صيغه ده اوله باب الافعال نه ده په ځينې نسخوكې مشرب په تشديدسره راغلى دى.الاشراب د دوو رنګونو ګډېدلوته وايي ګواكې يوه رنګ بل څښلى وي.بياض مشرب حمرة دامعنى چې سپين رنګ سورنګ څښلى وي اوپه تشديدسره كثرة اومبالغه پكې راځي.نودلته دبياض اثبات وشواومخكې يې نفي شوې وه.ځكه مثبت مشرب بياض ده اومنفي نګه بياض ده.

أَدْعَجُ الْعَيْنَيْنِ:

دسترګودكسي زيات توروالي ته ويل كيږي په دې شرط چې سترګې وسعت هم ولري اوځينې لغويين وايي چې دسترګې توره برخه تكه توره وي اوسپينه يې تكه سپينه وي هغه ادعج العينين بلل كيږي.اوپه النهايه كې ليكي چې الدعجة دسترګو توروته وايي نو په ادعج سره زيادت راغى.

أَهْدَبُ الأَشْفَارِ:

الاشفار دالف په فتحه سره دشُفرجمع ده دسترګودكورپاسنۍ برخې ته ويل كيږي چې وېښتان هم پرې شنه وي اوهُدب بضم الهاء هم دشفر په معنى ده خواهدب هغه چاته ويل كيږي چې دغه وېښتان يې اوږده اومستطيل وي يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم وريځي اوږدې وي ،ابن سعدله عبدالله بن عباس اونوروصحابه كرامورضي الله تعالي عنهم نه روايت كوي كله چې له خوبه ماشومان راپورته كيږي نوسرونه يې ببر اوسترګې يې خيرنې وي، خورسول الله صلي الله عليه وسلم چې ماشوم و اوله خوبه به راپورته كېدى سربه يې غوړاوسترګې به يې تورې وي.

جَلِيلُ الْمُشَاشِ وَالْكَتَدِ:

المُشاش دميم په ضمه سره اوالمُشاشه يې جمعه ده دهډوكودسرونو غټوالي ته وايي لكه څنګلې ،مټې ،اوټوټكۍ اوالكتَِد دتاء په كسره
اوفتحه دواړوسره راځي اوږوته وايي.اودا وصف دلرونكي په ځواك، مېړانه اوقوت دلالت كوي .

أَجْرَدُ:

يعنې څيږ بدن يې نه و، دځيږ بدن لرونكي ته اشعروايي اوداشعر په نفى سره مقصددانشوچې ګواكې بېخي يې وېښتان نه و، بلکې درسول الله صلي الله عليه وسلم دبدن مباک په ځينې برخوويښتان وو لکه دسينې مسربه شوه اوپه لاسونواولينګيويې هم ويښتان وو

ذُو مَسْرُبَةٍ ، شَثْنُ الْكَفَّيْنِ وَالْقَدَمَيْنِ:

ددی جملو شرح او تفصیل مخکی تیرشوی دی .

إِذَا مَشَى تَقَلَّعَ كَأَنَّمَا يَنْحَطُّ فِي صَبَبٍ :

داشرط اوجزاء مستقله جمله ده اودتعديد په ډول راغلې ده .كانماينحط فى صبب دجزاء له پاره بيان ده .التقلع فى المشى دې ته وايي چې په قوت اوعجلة سره پښه پورته كوي اودادهغه تګ ضدده چې په سستي اوتكبر سره په ورو،ورو ګامونه اخلي .اوياخو كوچني ،كوچني ګامونه اخلي لكه دښځو اوپه صبب كې ''فى'' د''من'' په معنىٰ ده.

وَإِذَا الْتَفَتَ الْتَفَتَ مَعًا:

يعنې يوه شي ته به يې په پوره توجه سره كتل اويوه بل لوري ته به يې مخ نه اړاوه ځكه يوه شي ته دكتلو په مهال بل لورته په بيړه سره مخ اړول سپك كارده اوياخودامعنى چې چاته به غږ ېده يابه يې دچاخبرې اورېدلې نوپوره به ورته متوجه و اوپه ټول بدن به ورته متوجه و اوداسې نه ښايي چې له يوچاسره څوك خبره كوي يواځي سر اومخ يې هغه ته كړى وي يعنې مخ يې وركوږ كړى وي ،نه ! بايدسم پوره په ټول بدن سره ورته متوجه شي.

بَيْنَ كَتِفَيْهِ خَاتَمُ النُّبُوَّةِ ، وَهُوَ خَاتَمُ النَّبِيِّينَ:

په دی اړه وروسته مستقل باب راځي .خاتِم النبيين دتاء په كسره يعنې دى وروستى نبي دى له ده وروسته بل نبي نه راځي، حضرت عيسي عليه السلام چې راځي هغه به دده په شريعت سره عمل كوي بيت الله به يې قبله وي اودتاء په فتحه سره دامعنى چې نبيان په ده سره پاى ته رسيدلي دي اودى دنبوت وروستى مهردى.

أَجْوَدُ النَّاسِ صَدْرًا:

په دې ځاى كې علامه شهاب ا لدين احمد بن حجرالهيثمى په ''اشرف الوسائل الى فهم الشمائل'' كې ډېرښكلى بحث كړى دى چې يوه برخه يې را اخلو! يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم په ټولو خلكوكې دښه زړه خاوندو دلته دزړه تعبير په صدريعني سينې سره شوى دى خومراد مافى الصدر ده چې دې ته تسمية الشئ باسم محله اومجاوره وايي:درسول الله صلی الله علیه وسلم دزړه ښه والي اوجودة طبعي اوخلقي و، تكلفي اوتصنعي نه و اوياخو داسې چې دده زړه له هرډول باطني امراضوپاك و اوولې به پاك نه و؟ ځكه په صحيح رواياتو كې راغلي چې حضرت جبريل عليه السلام دده سينه وڅيرله اودده له زړه نه يې يوه دغوښي ټوټه لرې كړه.بيايې ده ته وويل چې دادشيطان برخه وه بيايې دسروزرو په لوښي کې دزمزم په اوبوسره دده زړه مبارک ومينځه اوپه يوه بل روايت كې : رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي : بيادوى دواړوزمازړه له مانه ويوست څيري يې كړاودغوښي دوه تورې ټوټې يې ورنه لرې كړې بيادوى دواړو زماسينه په اوبواو واوره ومينځله زړه یی راته ومينځه اوبيايې ډاډپكې واچاوه ،او دختم النبوة مهريې پرې ولګاوه.
علامه الهيثمى دې ته ورته تقريباً درې نورروايتونه هم راخيستي دي اوبياليكي چې دادغوښي ټوټې خداى جل جلاله ځكه پكې پيداكړې وې څويې انساني خلقت اوانساني اعضاء پوره وي اوبياپه رباني امرسره ځكه لرې كړل شوى چې دده ډېرپاكول اوتطهير يې مقصدو اوپه ايت شريف كې چې (أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ) ويل شوي دي ځكه چې سينه دوسوسو ځاى ده لكه په سورة الناس كې چې راغلي دي (الَّذِي يُوَسْوِسُ فِي صُدُورِ النَّاسِ) نوهلته دصدرانشراح اوصفايي مراد ده ځكه حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم خوتورواوسپينو ټولوانسانانواو پيريانو ته مبعوث كړل شوى دی نوالله پاك يې سينه پاكه كړه اوټول هموم يې ورنه پاك كړل ددعوت دټولوچاروله پاره يې سينه فارغه شوه اوپه دې اړه معرفت اوطاعت ته برابرشو.

وَأَصْدَقُ النَّاسِ لَهْجَةً:

رسول الله صلي الله عليه وسلم په ژبه اوخبروكې له هرچاريښتونى و. الهجة:دلام اوهاء دواړوپه فتحه سره هم راغلى اودلام په فتحه اوهاء په سكون سره هم راغلى معنى يې دلسان اوژبې ده اوله ژبې نه هغه دخبروآله ياځانګړى غړى يعنې دخولې په منځ كې مخروطي شكله سره غوښه نده مراد بلكې خبرې مراد دي.دامعنى اكثروشارحينو كړې ده خوابن حجرالهيثمى وايي چې نه! له ژبې نه دحروفواداء كول اوفصاحت مراد دى اودده په څېرفصاحت هيچانه لا ره .ډېري خوږې خبرې يې وې ،ملاعلى قارى ،عبدالروف المناوى اوشيخ ابراهيم البيجورى هغه مخكينۍ معنى كړې ده اولومړنيو دووشارحينو خودابن حجر خبره عجيبه اوله ځاى اومقام سره ناسمه بللې ده.خودابن حجر دخبرې له پاره دومره توجيه كيدلى شي چې اصلا دابحث درسول الله صلي الله عليه وسلم دخلقت اوحليى په اړه ده لكه په عنوان كې چې باب ماجاء فى خلق رسول الله صلي الله عليه وسلم ... راغلى اوفصاحت يادحروفو ښه اداء هم له خلقت نه ده ځكه دده دژبي ستاينه ده نورښتياويل اود دروغ نه ويلو خبره باطني صفت ده نه خلقي صفت.په دې جمله كې اسم ظاهر داسم ضمير په ځاى دډېرټينګارله پاره راوړل شوى كه نه په كار خوداسې و چې ويل شوي واى واصدقهم لهجة ځكه دالناس تورى مخكې په اجودالناس صدراً كې تير شو خومونږوويل چې اسم ظاهر دډېرټينګار اوتمكين له پاره راوړل شوى لكه : (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ. اللَّهُ الصَّمَدُ)اوس دلته هوالصمد نه بلكې الله الصمدوويل شول يا( وبالحق انز لناه وبالحق نزل ) كې وبه نزل ونه ويل شول له دې وروسته په نوروجملوكې بياخبره لاين ته برابره شوى لكه دالاندې جمله :

وَأَلْيَنُهُمْ عَرِيكَةً:

عريكه تورى دطبيعت په وزن اومعنى ده اوالين اسم تفضيل دصلابت اوسختي ضدده.معنى يې داده چې دى دډېرنرم طبيعت خاوند و چې دحق مخالفت به نه و له عاموخلكوسره به په هرشي كې موافق واوډېرعاجزي كوونكى اوله چانه يې هيڅ نفرت اوورټ نه كاوه.

وَأَكْرَمُهُمْ عِشْرَةً:

عشره له معاشرة نه ده اوګډژوند كولوته عشرة وايي اوپه ځينې نسخوكې عشيرة راغلى په وزن اومعنى دقبيلة سره يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم په قوم ډېرشريف اوعزتمن و اوپه دې كې شك نشته چې دده نسب ډېرپاك اوسپېڅلى و. دالطبرانى په يوه روايت كې راځي: له حضرت ادم علیه السلام رانيولې زماتر موراوپلار پورې زه په نكاح كې رانقل شوى يم نه دزناله لارې .اوزماله پورتنيونيكونونه دجاهليت زنا نده شوې .اودقرآنكريم داايت چې (لَقَدْ جَاءكُمْ رَسُولٌ مِّنْ أَنفُسِكُمْ ) يې يووخت تلاوت كاوه نودفاء په فتحه سره يې وويل.اودفاء په فتحه سره يې معنى داشوه چې تاسوته نفيس اوډېرغوره رسول راغلى دى ددې ايت له تلاوت وروسته ده وويل چې زه دموراو پلاردواړوله لورې غوره يم زماپه ټولوپلرونو كې نكاح تېره شوې ده زنانده پكې شوې .
ابن حجردلته دعشيرة په نسخه كې ډېرتفصيل كړى دى اومختلف روايات يې راخيستي دي خوعشرة چې دمخالطة اوګډژوندپه معنى مونږواخيست،ښه مناسب ده ځكه يوخووروسته مصنف چې داصمعى تشريح راخيستې ده په هغه كې هم عشرة راغلى دى اوبل په دالاندې جمله كې دده دمعاشرة اوژوند انځور راغلى دى اوداسياق وايي چې عشرة نسخه غوره ده اولاندې جمله داده .

مَنْ رَآهُ بَدِيهَةً هَابَهُ:

په لومړي ځل به چې چاوليدياني لابه يې پيژندلى نه و او اخلاق به يې ورته معلوم نه وياخوداچې په ناڅاپه توګه به چاوليداودده لوړاوغوره اخلاقوته به يې پام نه وكړى،وبه وېريدى ځكه دده په څېره كې جلال اوهيبت پروت واوکه :

وَمَنْ خَالَطَهُ مَعْرِفَةً أَحَبَّهُ:

دچاپېژندنه به ورسره وشوه اودده غوره اخلاق به يې ځان ته معلوم كړل،دده تواضع اوعاجزي اوپاسته خويونه به يې وليدل نوبيابه پرې مين شو اوله مور،پلار،اولاد اوآن ځان څخه به ورته ګران شو.

يَقُولُ نَاعِتُهُ : لَمْ أَرَ قَبْلَهُ ، وَلا بَعْدَهُ مِثْلَهُ صلى الله عليه وسلم :

يعنې چابه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم صفت كاوه نه يې شوى كولى چې داخبره ونكړي(دده په څېر مې له ده مخكې او وروسته هيڅوك نه دي ليدلي) اولكه مونږ پښتانه چې يوه خبره په لنډوټكوكې بيانول غواړو نووايو:لنډه يې داده چې سارى نلري يعنې ماپه خپل ژوندكې دده په څېرڅوك ندى ليدلى نه له ده مخكې اونه له ده وروسته .


رښتینی
14.10.2010

.

.

يـواشكـا ل اود هـغــه ځـــواب :

دحضرت على كرم الله وجهه په دې قول چې يقول ناعته...سره يواشكال رامنځته كيږي هغه داسې چې وروسته به په خپله له حضرت على رضي الله عنه نه دتشبيه روايت راشي اوبخارى رحمه الله روايت كوي چې حضرت ابوبكرالصديق رضي الله عنه حضرت حسن رضي الله عنه په غيږ كې ورواخيست اوويل يې: په خداى سوګندچې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورته دى نه على ته اوحضرت على رضي الله عنه ورته خندل اوانس رضي الله عنه وايي چې حسين رضي الله عنه له ټولو زيات رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورته و، داراز له حضرت انس رضي الله عنه نه يوبل روايت دحضرت حسن رضي الله عنه په باره كې راغلي چې دى وايي هغه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ډېرورته و. دادرې واړه روايتونه امام بخارى په كتاب المناقب كې راخيستى دى دې اشكال ته داسې ځواب ويل شوى چې دحضرت على رضي الله عنه په روايت كې چې نفى راغلې: لم اره قبله ... داپه
عموم باندې بنا ده اوپه داوروستيو رواياتو كې چې دتشبيه اثبات راغلى داپه يوه نوعه د تشبيه كې ده چې هغه يواځې دشكل مشابهت و.ځكه په (لم ار مثله) کې دسيرت اوصورت دواړو دنفى مساوات مرادده ځكه د(مثل) تورى دتسويې له پاره راځي اومماثل مساوي ته وايي اودلته مطلق مشابهت مرادنده بلكې خِلقى اوخلقى دواړه مماثلت مرادده ځكه د(مثل) تورى داسې نكره ده چې معرفه كيږي نه، نوبناءً دلته دذات اودټولوصفاتو دمماثلت انتفاء مقصدده اوداشكال په څوځايونوكې مازې يا مطلق مشابهت مرادده.

رســـول الله تـــه ورتـــه كســـان

په صحابه كراموكې ځينې داسې كسان ووچې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورته شكلونه خداى جل جلاله وركړي وو.لكه حسن رضي الله عنه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم دبدن پورتنۍ برخې ته ورته و اوحضرت حسين رضي الله عنه چې درسول الله دبدن لاندينۍ برخې ته ورته و.دارازحضرت فاطمه رضي الله عنهااوابراهيم ابن رسول الله صلي الله عليه وسلم ،ابراهيم بن الحسن بن الحسين اويحى بن قاسم ، يحى دومره زيات رسول الله ته ورته و چې خلكو به (شبيه) باله، مورخين ليكي چې ديحيى بن قاسم دوليوپه منځ كې دكوتري دهګۍ هومره غوښه هم وه لكه درسول الله دخاتم النبوة په څېركله به چې حمام ته ننوت اوخلكو به وليد نوخلكو به ازدحام پرې جوړكړپه رسول الله به يې درودويل پيل كړل اودتبرك په توګه به يې دده هغه مخصوصه غوښه ښكلوله،داراز جعفربن ابى طالب رضي الله عنه هم رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورته و.اودده زوى عبدالله هم ،قثم بن العباس،ابوسفيان بن الحارث،مسلم بن عقيل بن ابى طالب،قاسم بن عبدالله دغه پورتني كسان ټول له بنوهاشم نه دي، نورهم داسې كسان و چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورته وو لكه :سائب بن يزيدالطلبى چې دامام الشافعى غورنيكه كيږي ،عبدالله بن عامربن كرز، على بن على بن عباد الرفاعى، ابن ربيعه البصرى دى يووخت معاويه رضي الله عنه وليدپه ټنډه يې ښكل كړاوځمكه يې هم وركړه اوحضرت انس رضي الله عنه به چې وليدژړل به يې. دحديث تشريح پاى ته ورسيده .

دروايانو حال :

په دې حديث كې څوكسه راويان راغلي دي لكه:محمدبن عبده الضبى البصرى،على بن حجر،ابوجعفر محمدبن االحسين ابن ابى حليمه،عيسى بن يونس عمربن عبدالله
ابراهيم بن محمداوعلى بن ابى طالب رضي الله عنهم اوداراز دمصنف په تشريح كې امام الاصمعى رحمه الله هم را غلى چې په لاندې توګه يې درپېژنو :

احمدبن عبده الضبى البصرى :

دحديثو په راويانوكې په همدې نامه دبصرې اوسيدونكى يوبل راوي هم شته خوله هغه سره الابلى ليكل كيږي له هغه سره دتوپيرله پاره يې له دې احمدسره الضبى وليكه الضبى دضادپه فتحه اودباء په تشديددبنوضبه قبيلې ته نسبت ده اوبنوضبه دبصرې اوسيدونكي عرب دي دى ثقه اوداحتجاج وړدى اوپه كال (245) هـ كې وفات شوى.

علـى بـن حـجر :

دحديثو مشهوراوثقه امام دى دعلم له پاره يې زياتو هيوادونوته سفرونه كړى دى دمروه الروزاوسيدونكى اوپه ابوالحسن السعدى سره هم پېژندل كيږي په كال (154) هـ كې زيږيدلى اوپه (244) هـ كې وفات شوى تصنيفات هم لري چې يويې احكام القرآن ده بخارى،مسلم،ترمذى،اونسائى له ده نه روايتونه رانقل كړي دي رحمه الله

ابوجعفرمحمدبن الحسين:

له مصنف پرته بل چاله دې راوي نه روايت نده را خيستى اودده دشهرت له كبله مصنف هم دهغه دښې پېژندنې په موخه ورسره ليكلي چې دى ابن ابى حليمه دى دمصنف په (وهوبن ابن ابى حليمه) د هوپه ضميركې شارحين اختلاف لري چې حسين ته را جع دى كه محمدته خوښه خبره داده چې محمدته راجع دى.

وَالْمَعْنَى وَاحِدٌ ، قَالُوا:

مصنف له دې دريوواړو استادانو دتحديث له خبرې وروسته وايي چې :والمعنى واحد.موخه يې داده چې ده له دې دريوواړو استادانونه په مختلفو عباراتو سره داروايت رانقل كړى دى، خومعنى اومقصدددريو واړو راويانو يو ده اواختلاف نلري دمصنف داجمله چې قالوا داكلام مستانف دى اودلومړي حدثناله پاره بيان دى ،يعنې حدثنا احمدوعلى ومحمد اوددوى روايت معناً متحدده اودوى هريوه ويلي دي:حدثنا عيسى بن يونس...

عيسى بن يونس :

عيسى دحديثو ستراومتقى امام تيرشوى دى شپږو امامانو له ده نه روايتونه راخيستي نوموړي له مالك بن انس،الاوزاعى اونورونه روايتونه رانقل كړي دي، دى خورالوى محدث، لوى مجاهد اوخورامتقى انسان و ويل كيږي چې دروم اونورو ځايونو په پنځه څلويښت غزواتو كې يې برخه اخيستې وه اوپنځه څلويښت ځله يې حج كړى و يوكال به غزاياجهاد ته تلواويوكال به حج ته تلو، په كوفه كې زيږيدلى اواوسنى بيروت ته نږدې په حدث نومي ځاىكې يې ژوندكړى دى يووخت دى په كوفه كې اوسيدى ويل كيږي چې هارون الرشيد حج ته روان و اوكوفې ته ورغى ،قاضى ابويوسف ته يې وويل چې ټولومحدثينو ته خبر وركړه چې زما ملاقات ته ځانونه راورسوي وايي چې دكوفې ټول محدثين دهارون الرشيد ملاقات ته حاضر شول يواځي دوه كسان رانغلل چې يوعبدالله بن ادريس اوبل عيسى بن يونس و،هارون الرشيد خپل دواړه زامن امين اومامون ده ته ورولېږل چې له ده نه حديث واوري هغوى ورغلل څوحديث يې ورنه واوريدل .نوهارون الرشيد امروكړچې لس زره درهم عيسى بن يونس ته وروليږي هغه بيرته واپس كړل ويې نه منل هارون الرشيد ګومان وكړچې ليږ ورته ښكاره شوې نويې شل زره وروليږلى هغه ورته وويل چې كه داټول جومات ترچته پورې له سرو زروراته ډك كړې دحديثوپه عوض كې به يې وانخلم.
عبدالروف المناوى دعيسى بن يونس دوفات تاريخ(264)هـ ليكلى خوداغلط ده ياكيدى شي دناسخ تېروتنه وي دى په كال (187)هـ كې وفات شوى ابن حجرپه تهذيب التذهيب كې وايي چې دده دوفات (187هـ) كال ډېروزياتو مؤرخينو ليكلى دى دى ليكي:فيهاارخه غيرواحد.په اوسنيومؤرخينوكې خيرالدين الزركلى هم دانيټه غوره كړې ده ،اوابن العمادالحنبلى (188هـ) ليكلى خوپه هرصورت دمناوى (264)هـ ناسم ده شيخ ابراهيم البيجورى چې له مناوى نه زيات شيان اخلي هغه هم (264هـ )ليكلى اودعبدالرؤف المنادي تېروتنې ته نه دي ځيرشوي

عمربن عبدالله :

ابوحفص عمربن عبدالله المدنى دمدينې منورې اوسيدونكى اودغفرة په اړه دتهذيب التهذيب په ذيل كې ليكلي چې داغفرة بنت الرباح ده اودحضرت بلال رضي الله عنه خورده ابن الاثير په اُسدالغابة كې دغفَيره (په تصغير)په نامه يوه صحابيه راخيستې ده اوويلي يې دي چې دادبلال رضي الله عنه اودهغه دورورخالدخوروه .دده په اړه چادتوثيق خبره كړې ده اوځينو ضعيف بللى اودايې ويلي چې دده اكثره حديث مراسل دي په كال (145)هـ كې وفات شوى دى. مصنف اوابوداودله ده نه روايتونه رانقل كړي دي .

ابراهيم بن محمد :

ابراهيم بن محمدبن على ابن ابى طالب رضي الله عنهم ده له خپل پلاراونيكه نه دارسال په توګه روايات راخيستي اوله انس رضي الله عنه نه هم اوياسين العجلى عمرمولى غفره اومحمد بن اسحاق له ده نه روايتونه كړي دي دى ثقه اوصدوق بلل شوى العجلى اوابن حبان په ثقاتو كې شميرلى دى .
اودده پلارمحمدبن الحنفيه رضي الله عنه مشهوراووتلى هاشمي شخصيت دى اودحضرت علي رضی الله عنه زوى دى ، ويل كيږي چې له حسنينووروسته دحضرت على رضي الله عنه په اولادكې دريم مقام لري دحضرت على رضي الله عنه حالات مخكې تيرشوي ا وس راځو دامام الاصمعى ژوندته لنډه كتنه كوو.

الاصــــمـعــى :

ابوسعيدعبدالملك بن قريب بن عبدالملك الباهلى البصرى الاصمعى په كال (122)هـ كې زيږيدلى اوپه (216) هـ كې په بصره كې وفات شوى دى دده يونيكه اصمع نوميده هغه ته دنسبت له كبله ده ته الاصمعى وايي په شعر،لغت اوعلم النحوكې داصمعى امامت هرچامنلى دى اوپه حديثو كې هم ټول محدثين دى كره اوثقه بولي،دحديثو له لويو،لويوامامانوڅخه يې روايتونه رانقل كړي دي لكه شعبة بن الحجاج اودواړه حماده ، امام مالك اونورو اوله ده هم نورولويو امامانو روايتونه رانقل كړي دي لكه:ابوعبيدالقاسم بن سلام،يحى بن معين .ويل كيږي چې دحديثو اوتفسير په تشريح كې به يې ډېرزيات احتياط كاوه اوهم ويل كيږي چې دى به په دښتو كې په اعرابو پسې ګرځيده اودهغوى كيسې اواصلي عربي توري به يې راټولول .يوه الماني مستشرق ويليم اهلورد (Vilhelm. Ahlwarde) يوكتاب ليكلى چې الاصمعيات نوميږي اوداصمعي ځانګړي روايتونه او قصيدې يې پكې رايوځاى كړې دي

د حـــديث تــخـريــج :

دحديث اسناد ضعيف ده،مصنف په همدې اسناد سره په خپل جامع كې په باب ماجاء فى صفة النبى صلي الله عليه وسلم کې روايت كړى. اوورسره زياته كړي يې ده .حسن غريب ليس اسناده بمتصل اوبل داسناددضعف لامل يې دغفره مولى عمربن عبدالله دى چې هغه ضعيف اوكثيرالارسال دى اودارازابراهيم بن محمدهم له خپل نيكه نه ارسال كاوه.اوابن سعد هم دهمدې عمربن عبدالله له لارې په خپل طبقات كې راخيستى دى .


رښتینی
15.10.2010

.

.

7ـ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ وَكِيعٍ ، قَالَ : حَدَّثَنَا جُمَيْعُ بْنُ عُمَیرَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْعِجْلِيُّ ، إِمْلاءً عَلَيْنَا مِنْ كِتَابِهِ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي رَجُلٌ مِنْ بَنِي تَمِيمٍ ، مِنْ وَلَدِ أَبِي هَالَةَ زَوْجِ خَدِيجَةَ ، يُكَنَى أَبَا عَبْدِ اللهِ ، عَنِ ابْنٍ لأَبِي هَالَةَ ، عَنِ الْحَسَنِ بْنِ عَلِيٍّ ، قَالَ : سَأَلْتُ خَالِي هِنْدَ بْنَ أَبِي هَالَةَ ، وَكَانَ وَصَّافًا ، عَنْ حِلْيَةِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، وَأَنَا أَشْتَهِي أَنْ يَصِفَ لِي مِنْهَا شَيْئًا أَتَعَلَّقُ بِهِ ، فَقَالَ :
كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَخْمًا مُفَخَّمًا ،
يَتَلأْلأُ وَجْهُهُ ، تَلأْلُؤَ الْقَمَرِ لَيْلَةَ الْبَدْرِ ،
أَطْوَلُ مِنَ الْمَرْبُوعِ ، وَأَقْصَرُ مِنَ الْمُشَذَّبِ ،
عَظِيمُ الْهَامَةِ ،
رَجِلُ الشَّعْرِ ، إِنِ انْفَرَقَتْ عَقِيقَتُهُ فَرَّقَ ، وَإِلا فَلا يُجَاوِزُ شَعَرُهُ شَحْمَةَ أُذُنَيْهِ ،
إِذَا هُوَ وَفَّرَهُ ،
أَزْهَرُ اللَّوْنِ ،
وَاسِعُ الْجَبِينِ ،
أَزَجُّ الْحَوَاجِبِ ، سَوَابِغَ مِنْ غَيْرِ قَرَنٍ ،
بَيْنَهُمَا عِرْقٌ ، يُدِرُّهُ الْغَضَبُ ،
أَقْنَى الْعِرْنَيْنِ ، لَهُ نُورٌ يَعْلُوهُ ، يَحْسَبُهُ مَنْ لَمْ يَتَأَمَّلْهُ أَشَمَّ ،
كَثُّ اللِّحْيَةِ ،
سَهْلُ الْخدَّيْنِ ،
ضَلِيعُ الْفَمِ ،
مُفْلَجُ الأَسْنَانِ ،
دَقِيقُ الْمَسْرُبَةِ ،
كَأَنَّ عُنُقَهُ جِيدُ دُمْيَةٍ ، فِي صَفَاءِ الْفِضَّةِ ،
مُعْتَدِلُ الْخَلْقِ ، بَادِنٌ مُتَمَاسِكٌ ، سَوَاءُ الْبَطْنِ وَالصَّدْرِ ،
عَرِيضُ الصَّدْرِ ،
بَعِيدُ مَا بَيْنَ الْمَنْكِبَيْنِ ،
ضَخْمُ الْكَرَادِيسِ ،
أَنْوَرُ الْمُتَجَرَّدِ ،
مَوْصُولُ مَا بَيْنَ اللَّبَّةِ وَالسُّرَّةِ بِشَعَرٍ يَجْرِي كَالْخَطِّ ،
عَارِي الثَّدْيَيْنِ وَالْبَطْنِ مِمَّا سِوَى ذَلِكَ ،
أَشْعَرُ الذِّرَاعَيْنِ ، وَالْمَنْكِبَيْنِ ، وَأَعَالِي الصَّدْرِ ،

طَوِيلُ الزَّنْدَيْنِ ،
رَحْبُ الرَّاحَةِ ،
شَثْنُ الْكَفَّيْنِ وَالْقَدَمَيْنِ ،
سَائِلُ الأَطْرَافِ أَوْ قَالَ : شَائِلُ الأَطْرَافِ
خَمْصَانُ الأَخْمَصَيْنِ ،
مَسِيحُ الْقَدَمَيْنِ ، يَنْبُو عَنْهُمَا الْمَاءُ ،
إِذَا زَالَ ، زَالَ قَلِعًا ، يَخْطُو تَكَفِّيًا ،
وَيَمْشِي هَوْنًا ،
ذَرِيعُ الْمِشْيَةِ ،
إِذَا مَشَى كَأَنَّمَا يَنْحَطُّ مِنْ صَبَبٍ ،
وَإِذَا الْتَفَتَ الْتَفَتَ جَمِيعًا ،
خَافِضُ الطَّرْفِ ، نَظَرُهُ إِلَى الأَرْضِ ، أَطْوَلُ مِنْ نَظَرِهِ إِلَى السَّمَاءِ ،
جُلُّ نَظَرِهِ الْمُلاحَظَةُ ،
يَسُوقُ أَصْحَابَهُ ،
وَيَبْدَأُ مَنْ لَقِيَ بِالسَّلامِ .

ژبــاړه اوخـلاصــه :

حضرت حسن بن على(رضى الله عنهما) وايي:ماله خپل ماماهندبن ابى هاله رضي الله عنه نه پوښتنه وكړه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم حليه،شكل اوصورت راته بيان كړه .ده به درسول الله صلي الله عليه وسلم حليه ډېره ښه بيانوله اوماډېره مينه لرله چې درسول الله صلي الله عليه وسلم حليه راته بيان كړي څويې له ځانه سره خوندي وساتم.نووې ويل:

رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپله هم عظيم اولوى انسان و اودخلكو په نظركې يې هم عظمت لاره ،
مخ به يې داسې ځلېدى لكه دڅوارلسم سپوږمۍ،
دمنځني قدله سړى نه جګ و ،اوله ډنګراودنګ سړى نه ټيټ و،
سر يې لوى و ،
وېښتان يې داسې و لكه ږمنځ شوى چې وي كه به يې وغوښتل دسروېښتان سره بيل اوپه يوه اوبل لورې واړوي په خپله به سره بيل شول،اوكه نه هسې به يې پرېښودل .
كله به يې چې وېښتان زيات وو له غوږونو به يې تيريدل،
دګل غوندي رنګ يې و،
پراخ تندى يې لاره ،
وريځي يې اوږدې اوباريكه وې مكملې وې په منځ كې يې ښكاره چوله نلرله .
اودوريځو په منځ كې يې يو رګ و چې دغصې په وخت كې به ښكاره اووپړسېد،
پوزه يې لوړه وه ،كه به چاښه پام ورته ونكړګومان به يې كاوه چې دپوزې هډوكى به يې جګ وي خوداسې نه و په پوزه يې نورښكاريدى چې هغه به په پوزه دپاسه و.
ږيره يې ګڼه وه ،
اننګي يې نرم اوهواروو.
خوله يې لويه وه،
دغاښونوپه منځونوكې يې چولې لرلې ،
له سينې ترنامه يې يوه ليكه وېښتان وو.
غاړه يې دومره ښكلې وه لكه دانځور اودسپينوزرو په څيرصفاوه ،
ټول اندامونه يې معتدل وو نه ډېرغټ اونه ډېرواړه بلكې معتدل وو،
صورت يې غټ و خوداغټوالى يې داسې و چې اندامونه يې راټول اوچسپ و،ګېډه اوسينه يې سره برابروو،
سينه يې پلنه وه،
دوليو په منځ كې يې بُعداوليريوالى يافاصله وه،
دهډوكوسرونه يې غټ اوقوي وو.
دبدن لوڅې برخې يې نوراني وې دسينې په بره برخه كې له يوې نقرې نيولې ترنامه پورې داسې وېښتان تللي و لكه يوخط.په تيواوګېډه يې له دې خط ویښتانوپرته نوروېښتان نه وو اوپه لاسونو،مټواودسينې په برنۍ برخه يې وېښتان وو.
دمړوندونو هډوكي يې اوږده وو،
ورغوي يې پراخ وو،
خپړې اوپښې يې غوښينې وې ،
ګوتې يې اوږدې ياجګې وې ،
دتَلومنځنۍ برخه يې جګه وه ،
پښې يې نرمې اوښويې وې اوبه به چې پرې تويى شوې ژربه ورنه ولاړې ،
په قوت سره به يې ګامونه اخيستل،
دتګ په وخت كې به دمخ لورته مائل و اوپه نرمي اودرنښت سره به يې تګ كاوه،آزاد ګامونه به يې كيښودل،
داسې به روان و تابه ويل چې په زوړكوزيږي،

اوچاته به يې چې كتل په ټول بدن اوپوره توجه سره به يې ورته كتل،
كه به يې خبرې نه كولې لاندې به يې كتل،
ځمكې ته به يې زيات كتل اسمان ته يې ډېر نه كتل،
ډېركتل ياليدل يې دسترګو په كونجونو سره و ،
په صحابه كراموپسې به له شاروان و اوهغوى به يې مخته وو
له چاسره به چې مخامخ شولومړى به ده سلام كاوه


رښتینی
16.10.2010

.
.

دسنـد د زياتـوجمـلو تشريــح :

په سندكې ځينې جملې يادځينو نسخوتغيرراغلى دى چې هغه له متن الحديث نه دباندې شميرل كيږي بناءً دهغو تشريح هم دمتن له تشريح نه بيله اومخكې راوړل مناسب دى .

(عـمركـه عـميـر؟)

لومړى دجميع بن عمر په اړه دنسخې تغيرده هيثمى ليكي چې عُميرسم ده اوپه كومونسخو كې چې عمرراغلى هغه تحريف ده ،خودميرك ،المزنى اوذهبى په رواياتوكې عمرمكبر راغلى دى اوپه ځينې نسخوكې عمرو په واوسره هم شته ،خووايي چې داستونزه په خپله له دې راوي نه جوړه شوې ده ځكه دده په اړه ويل كيږي چې ډېرسخت رافضي و نوكه څه هم دپلارنوم يې عمر_ و خوده به له حضرت عمربن الخطاب رضي الله عنه سره دكينې له كبله كله عمرليكه،اوكله عميراوداكينې اوحسدونه په روافضوكې ډېرزيات دي آن تردې چې ځينو يې ويلي : زماعمر ( ژوند) هم بدايسي ځكه په لفظي توګه له عمَرسره مشابهت لري ملاعلى قارى رضي الله عنه وايي:چې ددوى داكينه ځكه دومره زياته ده چې حضرت عمر رضي الله عنه له هغوكسانو نه دی چې له كفاروسره به يې ډېره سختي كوله : (لانه كان من الاشداء على الكفار)

إِمْلاءً عَلَيْنَا مِنْ كِتَابِهِ :

داملاء تورى مصدرده اونصب يې په تميز بناده يادحدثنا له پاره مفعول مطلق من غيرلفظه ده اوياحال ده له فاعل دحدثنانه نوعبارت داسې شوقال سفيان حدثنا جميع حال كونه مملياً،اومليئاً اوتالياً اود(من كتابه)قيديې ځكه لګولى چې دااملا له يادوڅخه نه وه بلكې له كتاب نه وه ياخواحتياطااوياخوځينې مرويات ورنه هيرؤ.اواملاء په ځينې نسخوكې دماضي په صيغه سره هم راغلى دى، دحديث بيانولولپاره دمحدثينو څوطريقې وې لكه يوه داسې چې يواځې حديث به يې بيان كړى اوتشريح اوتفصيل به نه و بله داسې طريقه وه چې يوه محدث به له خپل علم سره سم په حديث كې پوره تفصيل اوتشريح كوله چې دې وروستۍ طريقې ته املاء وایي اودې ته هم املاء وايي چې يومحدث حديث اوروي اوشاګردان يې اوري دااورول يې ياخو له يادوڅخه وي اوياله كتاب نه .

مِنْ وَلَدِ أَبِي هَالَةَ :

دالولدتورى په دووفتحوسره كله مفرد راځي اوكله جمع، داراز دواوپه ضمه اولام په سكون سره هم كله مفردكله جمع راځي،اوكله داوروستۍ دهغه لومړي جمعه وي لكه اَسداواُسددلته وُلدتورى دجمعې په معنى كې مستعمل ده يعنې دابو هاله له اولاداولمسيونه و اوداجمله د(رجل) له پاره صفت بعدصفت ده.

يُكَنَى أَبَا عَبْدِ اللهِ :

يكنى مجهوله صيغه ده ضمير يې نائب فاعل اواباعبدالله مفعول ثاني دى اوياخوداباعبدالله نصب په تقدير داعنى سره ده (يكنى اباعبدالله) اوياخو په نزع دخافض سره ده اصل يې يكنى بابى عبدالله ده.

سَأَلْتُ خَالِي هِنْدَ بْنَ أَبِي هَالَة َ:

هندابن ابى هاله درسول الله صلي الله عليه وسلم دميرمنې حضرت خديجې رضي الله عنها له بل ميړه نه، زوى ؤ نودى دحضرت فاطمې رضي الله عنها له موره ورورؤ اود حضرت حسن رضي الله عنه ماما و اوددوى دژوندحالات به دراويانو په حا لاتوكې رااخلو ان شاء الله تعالى.

وَكَانَ وَصَّافًا ، عَنْ حِلْيَةِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم :

الواصف اسم فاعل اوالوصاف يې دمبالغې صيغه ده دصفت كولوماهراوپه ستاينه پوه سړي ته وصاف وايي:اود ( عن حلية ) جاراو مجرور له وصاف اوسئلت دواړو سره بناء په تنازع ،تعلق نيسي اوپه دې صورت كې به وصافا ً مخبراً ته متضمن شي يعنې دمخبراً په معنى به شي .اوداسې هم كيدى شي چې وكان وصافاً دسئلت ددوومفعولينوپه منځ كې جمله معترضه شي اوجاراومجرور ته يواځې له سئلتُ سره تعلق وركړل شي نوعبارت به داسې شي.:سئلتُ خالى هندبن ابى هاله عن حلية رسول الله صلي الله عليه وسلم وكان وصافاً) ملاعلى قاري ليكي چې داتركيب غوره ده اودقاضي عياض عبارت همداسې راغلى دى.

وَأَنَا أَشْتَهِي أَنْ يَصِفَ لِي مِنْهَا شَيْئًا

دحضرت حسن رضي الله عنه له دامخكې خبرې چې سئلت خالى....نه يوه پوښتنه اوسوال راولاړېده چې حضرت حسن رضي الله عنه خودرسول الله صلي الله عليه وسلم لمسى اودكور سړى ونوڅنګه له مامانه درسول الله صلي الله عليه وسلم دحليى پوښتنه كوي ؟ځواب داده چې درسول الله صلي الله عليه وسلم دوفات په مهال دده عمراووه كاله و اوداعمرددې وړنه وي چې هغه دچاحليه اوشكل اوصورت په ذهن كې خوندي وساتي خوچې كله لوى شو اوپوه شونوزړه يې وغوښتل چې دخپل نيكه حليه ځان ته معلومه كړي اوهغه دخپل ذهن په خزانه كې له ځانه سره خوندي وساتي،دوانااشتهى جمله دسئلت له فاعل نه حال ده اوياجمله معترضه ده .


د الفاظــوتشريــح اونحـوي څېــړنــه :

كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَخْمًا مُفَخَّمًا :

يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم په خپل ځان كې لوى اوعظيم انسان و اوهرچاچې ليدلى و دهغو په زړونوكې هم لوى و اوكه فرضاً كوم مكابر اوكبرجن نه غوښتلى دده عظمت اولويي ته غاړه كيږدي نه يې شوى كولى داكاروكړي اوچاويلي چې فخمامفخما يعنې دخداى جل جلاله په نزدهم لوى اودعظمت څښتن و اودخلكو په نزدهم لوى اودعظمت خاوندو،اوځينې خلكو له فخامت نه دده بدني فخامت مرادكړى دى اومفخماً خبربعدخبرده دكان له پاره .

يَتَلأْلأُ وَجْهُهُ ، تَلأْلُؤَ الْقَمَرِ لَيْلَةَ الْبَدْرِ:

يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم مخ دومره روڼ اوروښانه ؤلكه دڅوارلسم سپوږمۍ يوروايت مصنف په خپل جامع باب المناقب كې اوامام احمد،البغوى اوابن حبان په خپلوكتابونوكې راخيستى په هغه كې راځي:مارئيت شيئااحسن من رسول الله صلي الله عليه وسلم كأن الشمس تجرى فى وجهه) يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم مخ دومره ښكلى ؤلكه لمر،نوله سپوږمۍ اولمرسره تشبيه دخورازيات ښايست له پاره كيږي اودانسانانوپه نړۍ كې همدا دوه ډېرځلانده څيزونه دي كله چې څوك يوډېراوانتهايي زيات ښكلى له يوه شي سره تشبيه كوي نواخري حد يې لمراوسپوږمۍ وي اوبل دومره ځلانده شى په دې نړۍ كې شتون نلري دتشبيه خبره موځكه وكړه چې اصلاً رسول الله صلي الله عليه وسلم دومره ښکلى اوښائسته و چې دخداى جل جلاله په دې لويه اوويړه نړۍ كې يې هيڅ سارى نشته اوياشارحينو ليكلي چې داتشبيه يواځې درسول الله صلي الله عليه وسلم دمخ درڼا اوځلاده اوبس.

أَطْوَلُ مِنَ الْمَرْبُوعِ:

په دې اړه تفصيل مخكې تيرشوى دومره بايدووايو چې په سطحي توګه رسول الله صلي الله عليه وسلم ته په ليدلوسره هغه ميانه قده يامربوع ښكاريدى خوچې كله به دقيق نظرورته وشوبيابه پته ولګيده چې له مربوع نه يوڅه جګ ده يعنې مونږ به مربوع په خپل منځ كې په دريو درجو وويشو مربوع ټيټ،مربوع حقيقي،مربوع دنګ نورسول الله صلي الله عليه وسلم مربوع و خودادريم ډول يې اوپه رواياتوكې راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به چې دهرڅومره ډېروخلكو په منځ كې و دى مبارك به په هغوټولوجګ ښكاريدى اوداپه حقيقت كې دده معجره وه ځكه ويل كيږي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به ددووكسانو په منځ كې روان و نودى به له هغونه جګ معلوميدى خوچې كله به هغوى ورنه بيل شول بيابه معلومه شوه چې هغوى له ده نه جګ وو.

وَأَقْصَرُ مِنَ الْمُشَذَّبِ :

المشذب هغې كجورې ته ويل كيږي چې څانګې يې پاكې اوووهل شي اوپه دې سره هغه اوږده شی یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم له دومره دنګ سړی نه ټیټ وددې معنى ليس بالطويل البائن ولابالقصير المترددشوه .هغه چې مخكې تيره شوه .
عَظِيمُ الْهَامَةِ ، رَجِلُ الشَّعْرِ: الهامه سرته وايي اوڅوك وايي دسرمنځنۍ برخې ته وايي خودلته مرادلومړۍ معنى ده،اودسرغټوالى دانسان دباطني قواو دتكميل نښه ده اوپه رجِل الشعركې درجل تورى دجيم په كسره اوسكون دواړو سره راغلى دى يعنې د رسول الله صلي الله عليه وسلم په وېښتانو كې يوڅه جعودت ودرجل الشعر تفصيل مخكې تيرشوى دى .

إِنِ انْفَرَقَتْ عَقِيقَتُهُ فَرَّق َوَإِلا فَلا ــيُجَاوِزُ شَعَرُهُ شَحْمَةَ أُذُنَيْهِ ، إِذَا هُوَ وَفَّرَهُ :

دسروېښتان عقيقه هم بولي خودادماشوم دلومړيو شپږوورځو دسروېښتانو ته ويل كيږي اوكله چې په اوومه ورځ وخرييل شي بياعقيقه نه ورته ويل كيږي خوكله كله مجازاً ورته ويل كيږي ځكه داله هغو وېښتانوڅخه دي چې لومړى ځل په سرراشنه شوي دي .اوپه حديث كې دامجازي معنى مرادده،په يوه بل روايت كې عقيصته په صادسره راغلى دى. اوعقيصه غوټه وېښتانوته وايي.ددې جملې معنى داده چې كه به ده وغوښتل خپل وېښتان په يوه اوبل لوري واړوي نووېښتان به سره بيل شول اوپه يوه بله خوا به اوښتل له دې وروسته (والا فلا)عبارت راغلى چې هغه بيله جمله ده اوله وروسته سره اړيكي نلري يعنې كه به يې دوېښتانو جلاكون ونه غوښتل (فلا) نونه به جلاكېدل اوغوټه به پاته شول، له دې وروسته بيامستانف كلام پيل كيږي يجاوزشعره شحمة اذنيه اذاهووفره) يعنې كله كله به يې وېښتان غوږونوته رسېدل خوهغه مهال چې وفره به يې كړل.


رښتینی
17.10.2010

.

.

أَزْهَرُ اللَّوْنِ ، وَاسِعُ الْجَبِينِ:

يعنې سپين اوښكلى رنګ يې و اوداسې سپين چې ځلايې لرله الزهره ،ښائسته سپينوالي ته وايي.اوواسع الجبين يعنې تندى يې پراخ و اوپه يوه روايت كې راغلي:عظيم الجبهة اومعنى يې دواسع الجبين ده.

أَزَجُّ الْحَوَاجِبِ :

الزجج دوريځو كوږوالي ته وايي داسې چې طرفونه يې اوږده وي،اوياخو دوريځورقت اونرم والي ته وايي چې اوږدې هم وې اوباريكي هم.اوحاجبيَن كه څه هم دوه وي خودلته يې الحواجب جمع راوړى ده داځكه چې دراوي په زړه كې دهغه
دمباركو وريځو عظمت اولويوالى پروت ده اودى كوشش اومبالغه كوي چې دهغودامتداد اواوږدوالي له پاره له تثنيى نه تيرشي اوپه جمع راوړلو سره خپله موخه اداكړي ګواكې دهغومباركو وريځوهره كوچنۍ برخه مستقله وريځه ده نوپه دې توګه يې هغو ته جمع كارول مناسب وبلل.

سَوَابِغَ فِي غَيْرِ قَرَنٍ :

يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم وريځي مباركې كاملې اوپوره وي اوپه منځ كې يې كوچنۍ چوله وه يعنې بېخونه يې سره نښتي نه ؤ اودټنډي په اندازه يې يوه چوله لرله دوريځو په منځ كې يوڅه بيلوالى صفت دى اولرونكي ته يې ښكلا زياتوي اواتصال اواقتران يې دومره خوندورنه وي، خودام معبد په روايت كې راځي چې :ازج اقرن ،يعنې وريځويې اقتران لاره .ددې دوو روايتونوپه منځ كې محدثينو داسې تطبيق كړى دى چې دادوريځو په منځ كې چوله دومره لويه نه وه بلكې كوچنې وه اوله يوڅه تامل اوسوچ وروسته به سړي ته ښكاره كېدله په لومړي نظركې به نه ترسترګوكېدله نوبناءً تعارض نشته .
سوابغ منصوب ده حال ده له الحواجب نه چې هغه په اصل كې فاعل مضاف اليه ده دازج له پاره.اوياخويې نصب بناپه مدحه ده .اوپه ځينې نسخوكې من غير قرن راغلى دى .اوزمونږپه روايت كې (فى) د(من)په معنى ده او(غير)د(لا) په معنى ده .

بَيْنَهُمَا عِرْقٌ ، يُدِرُّهُ الْغَضَبُ :

يعنې ددواړو وريځو په منځ كې يورګ و چې دغصې په وخت كې به ښوريده اويابه يوڅه وپړسېداوجوت به شو.اصلا الادراردغولانځې ډكيدلوته وايي اودلته يې چې مونږكومه معنى وكړه هغه مناسب ده، دبينهماضمير حواجبوته راجع ده په اصل كې هغه دوه دي اودلته مراد هم دوه دي نودتثنيى ضمير كوم مشكل نده.اوداجمله هم له الحواجب نه حال ده.

أَقْنَى الْعِرْنَيْنِ ، لَهُ نُورٌ يَعْلُوهُ :

اقنى په قاف او مخففه نون سره له القناڅخه ده اودادپوزې دپاسنۍ برخې ارتفاع اولوړوالي ته وايي العرنين دعين په كسره اوراء په سكون سره پوزې ته وايي :اودبزاراوالبيهقى په يوه روايت كې اقنى الانف راغلى دى په (له نوريعلوه)كې دواړه ضمائر العرنين ته راجع دي ځكه داجمله دپوزې دصفاتو له پاره
راغلې ده اوچاويلي دي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راجع دى.ددې جملې معنى داده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په پوزه دپاسه نورؤاوپه دې نورسره به دده پوزه داسې برېښېده لكه پاسنۍبرخه يې چې جګه اولوړه وي، خودادهغه چاله پاره داسې برېښېده چې ښه به ورته ځيرنشو، دغه تفصيل دهمدې جملې معنى شوه .

يَحْسَبُهُ مَنْ لَمْ يَتَأَمَّلْهُ أَشَمَّ:

الشمم دپوزې دملالوړوالي ته وایی یعنی که چا به پوره توجه ورته ونکه ګومان به یی کاوه چی دده پوزه به لوړه وی اشم یعنی دلوړی پوزی خاوندرسول الله صلي الله عليه وسلم اشم نه ؤبلكې دهغه نورله كبله به په لومړي نظر اشم وليده شه كوم چې دده په پوزه باندې دپاسه و.

كَثُّ اللِّحْيَةِ ، سَهْلُ الْخدَّيْنِ :

درسول الله صلي الله عليه وسلم ږيره مباركه ګڼه وه اواننګي يې جګ نه و بلكې هواروو دبزاراوالبيهقى په روايتونوكې اسيل الخدين راغلى دى اودكث اللحيه په ځاى په ځينې رواياتو كې كثيف اللحيه اوعظيم اللحيه راغلى دى ملاعلى قارى وايي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم دږيري اوږدوالى مسكوت عنه ده والله اعلم.

ضَلِيعُ الْفَمِ :

الضليع په اصل كې هغه سړي ته وايي چې پښتۍ يې لويې وي خواوس ضليع په هرلوى شي كې كارول كيږي كه هغه شى اضلاع لري اوكه نه يې لري. نودلته مراد داده چې درسول الله صلي الله عليه وسلم خوله مباركه لويه وه اولويه خوله دفصاحت اوښه بلاغت نٰښه وي داراز ويل كيږي چې په نارينه ؤكې دخولې لويوالى غوره صفت دى.

مُفْلَجُ الأَسْنَانِ : دامعنى ده چې غاښونه يې ډېرسره نښتي نه وو بلكې وړې ،وړې چولې يې لرلې ځينې وايي چې التفلج يواځې دثناياو(مخکنيودووغاښونو) ازادوالي ته وايي.لكه وروسته به په يوه روايت كې راشي :)كان افلج الثنيتين)په يوه روايت كې مبلج الثنايا په باء سره هم راغلى دى دابن عساكرپه روايت كې راځي: (براق الثنايا) ويل كيږي

كله به چې رسول الله صلي الله عليه وسلم غږيدى تابه ويل چې له ثناياو نه يې نوراورڼاراوځي په يوه بل روايت كې راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له يوې دلوې (بوكې ) نه اوبه وڅښلې اوهغه پاته اوبه يې په څاكې تويه كړل شوې نوله څا نه داسې بوى راخوت لكه دمشكو دحضرت انس رضي الله عنه په كوركې يې په يوه څاه كې ناړې مباركې توكړې په ټوله مدينه منوره كې ددغه څاه په څيرخوږې اوبه نه وې.داروايتونه احمدپه مسند اوابونعيم راخيستي داراز دبيهقى روايت دى چې دعاشوراپه ورځ يې دحضرت فاطمې رضي الله عنها دتي رودونكوبچيانو په خولو كې دده مباركې ناړې وركړې اوده ورته وويل چې ترشپې پورې تى مه وركوئ نوګواكې هغه ناړې يې خوراك شوې،اودرسول الله صلي الله عليه وسلم دناړو اوخولې مباركې په اړه نورهم ډېرروايات راغلى چې په هريوه كې يې معجزه ده،

دَقِيقُ الْمَسْرُبَةِ

دده دسينې دوېښتانو صفت ده چې هغه باريكه و،اودالمسربه تفصيل مخكې تيرشوى دى.

كَأَنَّ عُنُقَهُ جِيدُ دُمْيَةٍفِي صَفَاءِ الْفِضَّةِ :

يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم غاړه مباركه دومره ښكلې اوصفاوه لكه ديوه انځورغاړه.دميه ددال په ضمه اود ميم په سكون انځوراوصورت ته وايي هغه چې له رخاموياعاج نه تراشل شوى وي دهغه په جوړولواوښكلاكې خوانځورګراو مصورډېره خواري كړې وي اوډېره ښكلې وي، جيددجيم په كسره سره دعنق اوغاړې په معنى ده لكه په سورت ابى لهب كې چې راغلي (ِفي جِيدِهَا حَبْلٌ مِّن مَّسَدٍ)كان فى عنقه جيد،دلته يې دغاړې له پاره دوه مغايرتوري راوړي چې په يوه معنى دي اوداځكه چې لفظي تكرار خوندنه كوي اوتفنناً داسې تغاير كارول كيږي له دې تشبيه نه داتوهم كېده چې دابه په رنګ كې هم وي اودانځوررنګ خويامختلف وي اوياتك سپين، نوددې توهم ددفعه كولو له پاره يې وويل:فى صفاء الفضة يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم دښكلې غاړې رنګ دومره صفا اوښكلى و لكه دسپينوزرواودام معبد په روايت كې راځي:فى عنقه سطع:يعنې اوږدوالى و ،سطع اوږدوالي ته وايي دااوږدوالى زيات نه و بلكې درميانه و ځكه دده داندامونوپه باره كې دلته راغلى:

مُعْتَدِلُ الْخَلْقِ :

الخلق دخاء په فتحه سره يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم دبدن ټول غړي معتدل،مناسب اوبرابرؤ،داجمله دروايت دمخكنيو جملو له پاره داسې ده لكه اجمال بعدالتفصيل اودوروستيوجملوله پاره اجمال قبل التفصيل ده ،ابن حجرليكي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم په ټولو صفاتوكې معتدل اودوسطيت په صفت متصف و ځكه الله جل جلاله دده خلقت اواخلاق اوشريعت له افراط اوتفريط نه ژغورلي وو.

بَادِنٌ مُتَمَاسِكٌ :

يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم بدن مبارك غوټ و خوداغوټوالى دډېروغوښو غوټوالى نه واونه كومه سستي پكې وه بلكې بدن يې راټول اونيولى و چُست اوچسپانده و همدادمتماسك معنىٰ شوه له بدانت اوغټوالي سره اكثره وخت سستي اواسترخاء مله وي چې دامذموم اوبدصفت ده، ددې توهم دلري كولو له پاره له بادن سره متماسك راوړل شو.اوداجمله په رفعه سره د محذوفې مبتداء له پاره خبرده،دشمائل لوى شارح ملاحنفى چې ملاعلى قارى يې ډېرې خبرې رااخلې په تيره په اعراب كې ،وايي چې دروايت تردې ځايه پورې جملې په نصب سره وې ځكه خبروې دكان له پاره اوله دې وروسته دحديث ترپايه پورې ټولې جملې په رفعه سره دي .ځينو بياليكلي چې داجمله هم منصوبه ده ځكه دجامع الاصول په نامه يوه كتاب كې داروايت له شمائل نه اخيستل شوى هلته بادناً متماسكاً ليكل شوى اوكله كله دمتقدمينو دطرز په خلاف منصوب يواځي په حركت سره هم راځي اوالف پرېښودل كيږي.

سَوَاءُ الْبَطْنِ وَالصَّدْرِ،عَرِيضُ الصَّدْرِ ، بَعِيدُ مَا بَيْنَ الْمَنْكِبَيْنِ ، ضَخْمُ الْكَرَادِيسِ :

يعنې ګېډه اوسينه يې سره برابراومساوي وو، په دې جمله سره دا كنايه غرض ده چې درسول الله صلي الله عليه وسلم ګېډه مباركه لويه نه وه بلكې دى ضامرالبطن ؤداجمله دبادن له پاره صفت ده يادمتبداء محذوفې له پاره خبرده،سواء په تنوين سره ده البطن اوالصدر مرفوع دي اوالف لام عوض له مضاف اليه نه دى چې هغه دهاء ضميرده نواصل عبارت داسې شو سواء بطنه وصدره،اوداسې هم صحيح ده چې سواء له تنوين پرته البطن والصدرته مضاف شي لكه په ډېرو نسخوكې داسې راغلى هم دى .اوداجمله :عريض الصدر دمخكې له پاره لكه تاكيدداسې ده يعنې دده سينه اوګېډه سره يوشان وي كومه يوه جګه نه وه ،سينه يې پلنه وه اودسينې پلنوالى دنارينه و ښه صفت ده اودبعيد مابين المنكبين اوضخم الكراديس په اړه تفصيل مخكې تيرشوى.

أَنْوَرُ الْمُتَجَرَّدِ :

ددې عبارت داسې معنى هم كولى شو چې درسو الله صلي الله عليه وسلم دبدن كومه برخه چې په جاموكې پټه وه هغه به چې ښكاره شوه نو نوراورڼا به يې لرله اوداتفسير يې هم كيدى شي چې دده دبدن چې كومې لوڅې برخې وې لكه لاسونه پښې غاړه اوياهغه برخې چې وېښتان يې نه لرل هغه ډېرې نوراني اوروڼې وې يعنې لوڅه برخه يې نوراني وه اوډېروشارحينو داوروستۍ معنىٰ كړې اوداغوره هم ده .(والله اعلم)

مَوْصُولُ مَا بَيْنَ اللَّبَّةِ وَالسُّرَّةِ بِشَعَرٍ يَجْرِي كَالْخَطِّ :

اللبه دسينې په سريوه نقره ده هغې ته وايي:يعنې په غاړه كې نده بلكې دانقره دسينې په سركې ده .يوشارح وا يي چې دموضع القلادة په برابرده اودټولې جملې معنىٰ داسې شوه چې دسينې له دې نقرې نه رانيولې ترنامه پورې يې داسې يوه ليكه وېښتان و لكه خط . اوپه يوه روايت كې كالخيط راغلى دى يعنې لكه يوتار خوداتشبيه يواځې په اوږدوالى كې ده اويجرى كالخط دازمونږ نسخه غوره ده ددې جملې اودقيق المسربه معنى تقريباً سره يوشى ده.

عَارِي الثَّدْيَيْنِ وَالْبَطْنِ مِمَّا سِوَى ذَلِكَ:

يعنې په تيويې وېښتان نه وو يواځې له دې خط وېښتانو پرته په ګېډه مباركه يې هم نوروېښتان نه و.ځينې علما ء وايي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په تخرګونو(ابطينو) كې وېښتان نه وو خوداخبره سمه نده دحضرت انس رضي الله عنه په روايت كې راغلي چې مايې دتخرګونوبياض اوسپينوالى وليد نوله دې روايت نه دانه معلوميږي چې ګواكې وېښتان يې نلرل ځكه وېښتان چې وايستل شي بيا يې هم بياض ليدل كيږي.په يوه بل روايت كې راځي چې ترمذى شريف راخيستى :راوي وايي كله به چې حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم سجده ولګوله مابه يې دتخرګونو خړوځايونوته كتل .كنت انظرالى عفرة (بالفاء) ابطيه اذاسجد نوداخړوالى خامخا دوېښتانوله كبله ؤ كه وېښتان نه واى نوعفره به نه ؤ.اودومره بايدووايو چې درسول الله صلي الله عليه وسلم تخرګونوبدبويي نلرله بلكې پاك صفااوخوږبويى يې لاره داخبره په صحيح روايت كې راغلې ده .

أَشْعَرُ الذِّرَاعَيْنِ ، وَالْمَنْكِبَيْنِ ، وَأَعَالِي الصَّدْرِ :

اشعرداجرد ضدده يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم په څنګلو، مټو اودسينې په پاسنۍ برخه باندې ډېروېښتان وو يعنې په دې دريوواړو ځايونويې وېښتان ډېرهم وو اواوږده هم ؤ.

طَوِيلُ الزَّنْدَيْنِ :

الزنددزاء په فتحه اودنون په سكون سره دلاس له مړوندڅخه نيولې ترهغې برخې پورې زندبلل كيږي چې غوښه يې كمه وي او يوه اوبل لوري ته يې كوع اوكاع ويل كيږي يعنې دبټې ګوتې لوري ته يې كوع ،اودكوچنۍ ګوتې لورى يې كاع بولي په كوم ځاى كې چې غوښه پيل كيږي بياترڅنګلي پورې ساعدبلل كيږي ويل كيږي چې دامام حسن البصرى رحمه الله دلاس داهډوكي (زند) خوراپلن و اصمعى وايي چې يوه لويشت سوريې لاره.

رَحْبُ الرَّاحَةِ :

يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم ورغوي پراخ وو هم حساً اوهم معناً،ويل كيږي درغوي پراخي دسخا اوجودنښه ده اوكوچنيوالى يې دبخل نښه ده درسول الله صلي الله عليه وسلم لاس حساً اومعنى دواړه پراخ و. لكه حضرت حسان رضي الله عنه چې وايي:

له راحة لوان مشعارجودها
على البرلكان البراندى من البحر

شَثْنُ الْكَفَّيْنِ وَالْقَدَمَيْنِ

ددی جملوتشریح مخكې تيره شوې ده .

سَائِلُ الأَطْرَافِ أَوْ قَالَ : شَائِلُ الأَطْرَافِ :

درسول الله صلي الله عليه وسلم ګوتې اوږدې وې يعنې نه لنډې وې اونه ډيرې اوږدې وې دافراط اوتفريط په منځنۍ درجه كې وې په ځينې رواياتو كې سائن الاطراف هم راغلى اودادسائل په توري كې يولغت دى لكه جبريل اوجبرين ،(اوقال) دادروايت دكوم راوي شك دى چې سائل ...يې وويلې كه شائل...؟دادواړه قريب المعنى دي.الشول هم ارتفاع ته وايي لكه عرب وايي :شالت الميزان اى ارتفعت احدى كفتيه .اوپه ځينې نسخوكې سائرالاطراف هم راغلى خوپه دې صورت كې به بيا په الكفين والقدمين باندې عطف شي يعنې شثن الكفين والقدمين وسائرالاطراف اومراد به داشي چې نوراطراف يې هم غوښين وو.

خَمْصَانُ الأَخْمَصَيْنِ :

الاخمص دپښې دتلي هغې منځنۍ برخې ته ويل كيږي چې له ځمكې سره نه لګيږي ابن الاعرابى :وايي دپښې دغه ځاى چې ډېر لوړوي هغه هم ښه نه وي اوكه ډېرټيټ وي داسې چې ټوله تله له ځمكي سره لګيږي بياهم ښه نه وي نو منځنى لوړوالى يې ښه اوغوره بلل كيږي.دلته دخمصان معنى داده چې دپښې دابرخې يې لوړې وي يعنې معتدلي وي، دلته داحديث له يوه بل حديث سره متعارض ده چې هغه دحضرت ابوهريره رضي الله عنه روايت ده اوبزار اونوروراخيستى دى.:اذاوطى بقدمه وطى بكلها ليس له اخمص.يعنې په ځمكه به يې دپښې ټوله تله لګيده اواخمص يې نه لاره.شارحين ليكي چې دلته عدم اعتدال سلب شوى نوچاچې الاخمص ثابت كړي دهغه موخه معمولي اخمص ده اوچاچې نفي كړې دهغه موخه دالاخمص زياتوالى دى ،ځينوشارحينو ليكلي چې دهندبن ابي هاله داحديث مرجوح ده ځكه دحضرت ابوهريره رضي الله عنه روايت په قوي اسنادوسره روايت شوى اوداروايت دسندله پلوه كمزورى دى ځكه يوخوجميع بن عمير ډېرومحدثينو كمزورى بللى دى اوبل په دې سندكې دوه مجهول كسان دي.

مَسِيحُ الْقَدَمَيْنِ ، يَنْبُو عَنْهُمَا الْمَاءُ :

يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم پښې ښويى اوپستې وې ګونځې اوچاودې يې نه لرلې كله به چې په اوبولندې شوې اوبه به ژرورنه تلې، احمداونورويو روايت راخيستى چې دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم دپښوسبابې ګوتې له نورونه اوږدې وې اوځينو ويلي چې مسيح القدمين دامعنى چې پښويې زياته غوښه نه لرله .

إِذَا زَالَ ، زَالَ قَلِعًا :

كله به چې رسول الله صلي الله عليه وسلم تلو نوپه قوت سره به يې تګ كاوه.يعنې ګامونه به يې په قوت سره پورته كول ،قَلعا په فتحه دقاف سره مصدرده په معنى دفاعل ده يعنى يزول قالعاً الرجل من الارض.دامعنى او (كانماينحط فى صبب) سره نږدې دي چې په ټولوكې دتګ قوت مرادده

يَخْطُو تَكَفِّيًا :

دا جمله دهغې مخکینی جملې له پاره تاكيد ده يعنې چې ګامونه به يې اخيستل دمخ لورته به مائل ښكاريدى يوه بل لوري ته به نه كګېده .

وَيَمْشِي هَوْنًا ذَرِيعُ الْمِشْيَةِ :

هوناً ياخو مصدرمن غيرلفظه دى اى يمشى مشى هون اوياخودمحذوف مصدر له پاره صفت دى .مشياً هوناً:يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم به په وقاراودرنښت سره روان و په پښو به يې ځمكه نه وهله اونه به يې پيزارتړپا وه لكه ځينې خلك په تكبر اوشيطنت سره پښې داسې اخلي چې پيزاريې اوازكوي اوشوريې جوړكړى وي .لكه قرآنكريم چې ويلي دي: (وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الأَرْضِ هَوْنًا) يعنې په اطاعت، پاكي اوعاجزي سره روان وي.اوذريع المشى دامعنى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به په نرمي
اوثبات سره تګ كاوه.اوتيزتګ يې نه كاوه خوله دې نرمي اوثبات سره به يوډول ددرنښت تيزوالى هم و.اوياخو ذريع المشى دامعنى چې ګامونه به يې ازادكېښودل.
ملاعلى قارى دميرك په حواله ددې دريوجملو ډېرپه زړه پورې تناسب اوربط بيان كړى دى .دى وايي:اذازال زال قلعاً:له ځمكې نه دګامونودپورته كولوكيفيت ته اشاره ده او:يمشى هوناً:درواني دحالت دګامونو پراخي اولويوالي ته اشاره ده.


إِذَا مَشَى كَأَنَّمَا يَنْحَطُّ مِنْ صَبَبٍ ، وَإِذَا الْتَفَتَ الْتَفَتَ جَمِيعًا

ددې جملوتفصيل مخكې تيرشوى دى :داوروستى دجميعاً تورى په ځينې نسخوكې جمعاً راغلى يعنې چاته چې به يې كتل په ټول بدن سره به ورته متوجه و اوياخو به يې چې كوم شي ته كتل يوه بل لوري ته به يې مخ نه اړاوه بلكې پوره به ورته متوجه و.كه مونږله يوچاسره خبرې يانې مخاطبه كوو اوهغه زمونږ دخبروپه مهال يوه بل لوري ته ګوري يايې بدن يوې خواته وي غړۍ يې موږته راكږه كړې وي او په دې حالاتوكې له مونږسره خبرې كوي نودابدخوى اودمجلسونودادابو خلاف دى.

خَافِضُ الطَّرْفِ :

الخفض درفع ضدده يعنې ټيټول اوالطرف سترګوته وايي يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم به چې كوم شي ته كتل نه غوښتل نوسترګې به يې ښكته وې اودادمتواضع ، مفكراومتامل سړي خوى ده، داراز دډيرې حيانښه هم ده اوله دې نه داوروسته جملې لكه ددې جملې تاكيداوتفسير داسې دي .

نَظَرُهُ إِلَى الأَرْضِ ، أَطْوَلُ مِنْ نَظَرِهِ إِلَى السَّمَاءِ

يعنې خبرې به يې نه كولې اسمان ته به يې دومره نه كتل لكه ځمكې ته بلكې ځمكې ته به يې ډېركتل.اودادتواضع نښه ده .په ابوداودكې له حضرت عبدالله بن سلام نه يوروايت راغلى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به ناست و اوخبرې به يې كولې نواسمان ته به يې ډېر كتل خوداكتل دخبروپه مهال و اوكه به يې خبرې نه كولې بيابه يې ځمكې ته ډېركتل.دخبروپه مهال اسمان ته كتل به دوحيې دانتظارله پاره هم و.

جُلُّ نَظَرِهِ الْمُلاحَظَةُ :

الملاحظة له اللحظ نه ده اواللحظ دسترګوپه كونجونوسره كتلوته وايي:اللحاظ په فتحه سره دسترګوهغوكونجونوته وايي چې دغوږونو لورته وي اودسترګو هغوكونجونوته چې دپوزې خواته وي الموق اوالماق وايي: اواللِحاظ دلام په كسره سره لحاظ اورعايت كولوته وايي له دې جملې سره هم داقيدپه كارده چې دخبروياخطاب له وخت پرته به يې اكثره دسترګوپه كونجونوسره كتل.

يَسُوقُ أَصْحَابَهُ :

صحابه كرام به يې مخكې اودى مبارك به له شاورپسې روان و.داسې نه لکه ځینی متكبر مشران چې شاته تګ دځان له پاره عيب بولي اوخامخا غواړي چې دخلكو په سركې قرارولري.بلکی نن سبا ډیروعلماو داسنت هیر کړی دی او ګومان نه کوم دخپلوپیروانو ترشا تګ خوند ورکړی امام الدارِمي يوصحيح روايت
راخيستى چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به ويل :خلواظهرى للملائكة:يعنې زماشاته مه ځئ! شامې ملائكوته پريږدئ.

وَيَبْدَأُ مَنْ لَقِيَ بِالسَّلامِ :

له چاسره به چې مخامخ شولومړى به ده سلام كاوه اوپه ځينې نسخو كې يبدر راغلى له مبادرة نه ده اوهغه هم مخته كيدلوته وايي مطلب يې داده چې
دملاقات په وخت كې به يې لومړۍ خبره سلام وه، دالعصام په نامه دشمائل يوشارح وايي چې په سلام كې به يې لومړيتوب ځكه كاوه چې خپل مخاطب ته ډېرثواب ورپه برخه كړي اوهغه داسې چې دى سلام لومړى كړي نوپه هغه باندې ځواب فرض شي اودفرضو ثواب زيات وي خوملاعلى قارى وايي چې داخبره سمه نده ځكه دامعلومه قاعده ده چې ايثارپه عباداتوكې ښه كارنده اوبل علماو ويلي چې سلام داسې سنت ده چې له فرضو زيات ثواب لري ځكه داسنت دهماغوفرضو سبب اولامل ده، داسې نورمثالونه هم شته چې هلته يومندوب عمل له واجب اوفرض عمل نه زيات ثواب لري لكه په يوه سړي دچاپورده اوهغه تنګلاسى وي نوهغه ته وخت وركول واجب دي اوپور ورته بښل مستحب اومندوب دى اودامستحب له هغه واجب نه ډېرثواب لري داراز له وخته مخكې اودس سنت اومستحب ده اوپه وخت كې فرض ده خوددغو سنتوثواب زيات ده لكه شاعر چې ويلي:

الفرض افضل من تطوع عابد حتى ولوقدجاء باكـــــــــــثر
الاالتطهير قبل وقت وابتداء للسلام كذلـك ابـراءمعســر


رښتینی
18.10.2010

.

.

.

د راويــانــوحـــال :

ددې حديث په سندكې دالاندې راويان راغلي دي :سفيان بن وكيع،ابوهاله، خديجه،حسن بن على،هندبن ابى ها له،اورجل بنى تميم،دابوهاله له اولادنه يوسړى مجهول دى اودمجهول پته نه لګيږي،په دې نوروكې دسفيان حالات مخكې تيرشوي اودحضرت خديجې رضي الله عنهالنډحالات ضمناً رااخلونوپه دې سندكې له اصلي راويانونه دوه كسان دي چې هغه هنداوحسن دي رضي الله عنهما .

خـديـجة الكبـرىٰ رضي اله عنها :

خديجه بنت خويلدرضي الله عنها درسول الله صلي الله عليه وسلم لومړۍ ميرمن ده په جاهليت كې يې په الطاهره سره شهرت لاره،په لومړي ځل يې له عتيق بن خالدالمخزومى سره واده كړى و اوله هغه نه يې عبدالله اويوه لورپيداشوي وه.دعتيق له مړينې وروسته يې له ابوهاله سره وا ده كړى دابوهاله نوم هند و اوپلاريې زراره نوميدى دى دقريشو مشراوسردارو، له ابوهاله نه يې دوه زامن وو يوهاله اوبل هند. دابوهاله له مړيني وروسته يې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره واده وكړ،په دې وخت کې يې عمر څلويښت كاله وواودرسول الله صلي الله عليه وسلم عمرپنځه ويشت كاله و، درسول الله صلي الله عليه وسلم ټول نارينه اوښځينه اولاد له خديجې رضي الله عنهاڅخه وو.پرته له ابراهيم نه .دعلماوپه اتفاق حضرت خديجه لومړۍ مسلمانه میرمن ده لكه زمونږ شيداصاحب هم ويلي دی :

ددنياسړوته ټول عمرپيغورده
چې اول په لااله ښځه ګوياشوه

دنبوت په لسم كال په رمضان كې په مكه مكرمه كې د(65)كلونوپه عمروفات شوه اوپه حجون كې دفن كړاى شوه قبرته يې رسول الله صلي الله عليه وسلم ښكته شو داوخت لادجنازې لمونځ نه و فرض شوى له ابوهاله نه ددې زوى هنددرسول الله صلي الله عليه وسلم په تربيت كې لوى شوى دى.

هندابن ا بى هاله :

له ابوهاله نه دحضرت خديجې رضي الله عنهازوى ده اودحضرت فاطمة الزهرا رضي الله عنها له موره وروردى.په ربيب رسول الله صلي الله عليه وسلم سره به ياديدى ابن الاثيرپه اسدالغابه فى معرفة الصحابه كې ليكي : چاويلي په بدراوچاويلي داحدپه غزاكې يې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره برخه اخيستې ده دده دمړيني په اړه ابن الاثير ليكلي چې دجمل په جګړه كې له حضرت على رضي الله عنه سره و اومړشو.علامه عبدالروف المناوى بيادده په اړه ليكي چې په بصره كې په طاعون عمواس كې ومړ اودخلكومړي دومره زيات و چې په دفن كولوپسې يې نه رسېدل هندهم همداسې پروت و بياچا اوازوكړچې وه خلكوربيب رسول الله صلي الله عليه وسلم ولې نه دفن كوئ؟ له هغه وروسته خلك راغلل اودى يې دفن كړ.خوګومان كوم داخبره سمه نده ځكه ابن الاثيردابن عبدالبردالاستيعاب په حواله داكيسه راخيستې ده خودهندبن ابى هاله په اړه نه بلكې دده دزوى په اړه ده چې هغه هم هندنوميده ، ملاعلى قارى ليكلي چې داله تاريخي لطيفونه يوه لطيفه ده چې دابوهاله نوم هند و زوى يې هم هندنوميدى اودهغه زوى هم هندنوميدى نولمسى هندپه طاعون عمواس كې مړشوى اوربيب هنددجمل په جګړه كې له حضرت على رضي الله عنه سره مړى شوى دى.

حسن بن على رضي الله عنهما :

ابومحمدحسن بن على بن ابى طالب رضي الله عنهما دحضرت فاطمې رضي الله عنها زوى اودرسول الله صلي الله عليه وسلم خوږاوګران لمسى دى په ريحانة الرسول اوسيدالشباب اهل الجنة سره ياديدى .درمضان په نيمايي كې دهجرت په دريم كال زيږېدلى اوپه مدينه منوره كې په كال (49) هـ كې وفات شوى دى دپيدايښ په اړه يې نوراقوال هم راغلي دي چې هغه دشعبان منځنۍ (3) هـ كال اوچاويلي چې داحدله غزا يوكال وروسته اوچاويلي دوه كاله وروسته، داحدغزاله هجرت نه دوه نيم كاله وروسته پېښه شوې ده .په روايت كې راغلي چې كله دى
پيداشورسول الله صلي الله عليه وسلم دحضرت على (كرم الله وجهه)كورته ورغى اوورته وې ويل:زمازوى ماته راښكاره كړئ اوڅه نوم موورته غوره كړى دى ؟حضرت على رضي الله عنه وايي ماورته وويل :حرب.ده وويل نه بلكې نوم به يې حسن وي .كله چې حسين پيداشو هغه موهم حرب ونوماوه بياحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم راغى اووې ويل :زمازوى ماته راښكاره كړئ اوڅه نوم موورته غوره كړى دى؟ماورته وويل:حرب.ده وويل :نه دده نوم به حسين وي کله چې دحضرت علي رضي الله عنه دريم زوى پيداشورسول الله صلي الله عليه وسلم کورته ورغى اوورته وې ويل زمازوى
ماته راښکاره کړئ اوڅه نوم ورته غوره کړى دى ؟ ماوويل : حرب ده ويل نه دده نوم به محسن وي.بيايې وويل چې دوى ته مې دهارون دزامنوپه څيرنومونه غوره كړل چې هغوى شبر،شبيراومشبرنوميدل.

ابن خلكان ليكلي چې كله حضرت على رضي الله عنه شهيدشوحضرت حسن دده په ځاى خليفه وټاكل شو خوده څه موده وروسته له حضرت معاويه رضي الله عنه سره جوړه وكړه اوحكومت يې هغه ته پرېښود، دده دخلافت موده شپږمياشتي اوپنځه ورځې وه .ده په خپله يوه خطبه كې وويلې چې ماله معاويه سره دامت دخيرله پاره اختلاف پاى ته ورساوه.اوداچې دمسلمانانو ويني وژغورلې شي، يووخت رسول الله صلي الله عليه وسلم ده ته ويلي و چې په تاباندې به دمسلمانانو ددووډلوجوړه اوسوله راځي اورسول الله صلي الله عليه وسلم داهم ويلي و چې خلافت به له مانه وروسته ديرش كاله دوام ولري له هغه وروسته به باچاهي اوملوكيت راشي له تاريخ نه ثابته ده چې دحضرت ابوبكرالصديق رضي الله عنه له وخته نيولې دحضرت حسن رضي الله عنه تروخته پورې پوره ديرش كاله اوديارلس ورځې كيږي وروسته دى په مدينه منوره كې وفات شواوپه بقيع كې دفن كړل شو (رضى الله عنه).

د حديـــث تــخـريـــج :

داحديث ابن سعدپه الطبقات ،البغوى په شرح السنة،البيهقى په دلائل النبوة،ابن عدى په الكامل،اوالمزنى په تهذيب الكمال كې راخيستى دى خودوى ټولودجميع بن عمير له لارې راخيستى. دارازالطبرانى په الكبير،الحاكم په المستدرك ،اوابونعيم په الدلائل كې ،هم راخيستى دى چې ددوى په سندكې هم جميع بن عميردى.اودده په اړه يواځې ابن حبان ويلي چې ثقه دى اودجرح اوتعديل زياتو امامانو دى مجروح بللى دى.لكه ابونعيم چې ويلي دي :كان فاسقاً.
الاجرى ويلي دي :اخشى ان يكون كذاباً اوحافظ په التقريب كې ويلي :ضعيف رافضى.دارارز په دې سندكې دوه مجهول كسان دي چې يو ابوعبدالله التميمى دى دده حال نده معلوم اوبل دابوهاله لمسى دى داهم په ابن لابى هاله سره يادشوى اومجهول دى دغه رازدمصنف شيخ سفيان بن وكيع هم پوره باوري نده اودده په اړه مخكې بحث شوى دى چې په اخروخت كې په وراقة لګياشواوګډوډي پكې راغله له نصيحت سره يې خبره ونه منله فسقط حديثه.نوپه دې حديث كې ډېرعلتونه جمعه شول ځكه خوددې حديث په اړه دجرح وتعديل علماء ليكي چې ضعيف جداً.
ددې حديث شرحه اوتفصيل پاى ته ورسيدوالحمدلله


رښتینی
19.10.2010

.
۸ـ حَدَّثَنَا أَبُو مُوسَى مُحَمَّدُ بْنُ الْمُثَنَّى ، حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ جَعْفَرٍ ، حَدَّثَنَا شُعْبَةُ ، عَنْ سِمَاكِ بْنِ حَرْبٍ ، قَالَ : سَمِعْتُ جَابِرَ بْنَ سَمُرَةَ ، يَقُولُ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم ضَلِيعَ الْفَمِ ، أَشْكَلَ الْعَيْنِ ، مَنْهُوسَ الْعَقِبِ
قَالَ شُعْبَةُ : قُلْتُ لِسِمَاكٍ : مَا ضَلِيعُ الْفَمِ ؟ قَالَ : عَظِيمُ الْفَمِ
قُلْتُ : مَا أَشْكَلُ الْعَيْنِ ؟ قَالَ : طَوِيلُ شِقِّ الْعَيْنِ
قُلْتُ : مَا مَنْهُوسُ الْعَقِبِ ؟
قَالَ : قَلِيلُ لَحْمِ الْعَقِبِ
.
________________________________________

ژبـــاړه اوخــلاصــــه: جابربن سمره رضي الله عنه وايي:درسول الله صلي الله عليه وسلم خوله مباركه لويه وه دسترګوپه سپينوكې يې سوروالى و،اودپوندو غوښې يې كمې وې، شعبه وايي ماله سماك نه پوښتنه وكړه چې د((ضليع الفم))څه معنى ده ؟ده راته وويل:دلويې خولې وال بيامې ورته وويل (اشكل العين)څه معنى؟ده وويل چې دسترګو چولې يې اوږدې وي هغه اشكل العين بلل كيږي ماورته وويل چې د(منهوس العقب)څه معنى ده؟ده راته وويل چې دپوندوغوښې يې كمې وي.

د الفــاظـوتشــريــح :

ضَلِيعَ الْفَمِ ، أَشْكَلَ الْعَيْنِ :

دلته دالفاظو تشريح په خپله يوه راوي كړې ده اودضليع الفم په اړه تفصيل مخكې هم بيان شوپاته شو (اشكل العين)چې متاسفانه راوي ددې په تشريح كې تيروتلى دى ځكه ده ويلي:طويل شق العين اودلغت ټول كتابونه چې چاڼ كړل شي داشكل دامعنى نه پكې موندل كيږي قاضي عياض ابن حجرالهيثمى ،ملاعلى قارى اونوروټولوليكلي چې سماك بن حرب ددې توري په تشريح كې خطاشوى ،الشكله
دسترګو په سپينوكې سوروالي ته وايي.امام احمدپه خپل مسندكې دحضرت على رضي الله عنه يوروايت راخيستى هغه وايي:كان صلي الله عليه وسلم عظيم العينين،اهدب الاشفار مشرب العين بحمره. داوروستۍ جمله داشكل العين معنى ده اوكه دسترګو په توروكې سوروالى وي هغه ته (الشهله) وايي.په ځينې رواياتو كې اشكل العينين راغلى دى يعنې په تثنيه سره اوالعين هم جنس ده، دمنهوس العقب معنى هغه ده چې سماك كړې ده .دسترګوپه سپينو كې سوروالى ډېرخوندكوي اوويل كيږي چې داډول سترګې په عربوكې ډېرې محبوبې وي زمونږ پښتانه هم له داډول سترګوسره مينه لري اودپښتو په لنډيوكې داډول سترګې دزركې له سترګوسره تشبيه شوې دي لومړى مقطع يې داسې وي:سترګې دې سرې لكه دزركې .او....وروستۍ برخه د هرچاخپله خوښه ده چې څه وراچوي -ځكه ويل كيږي چې پښتولنډۍ دپښتومشترك مال ده اوتقريباًهرپښتون كه نروي ياښځه كولى شي يوڅو لنډۍ جوړې كړي -.

درسـول الله صلي الله عليه وسلم د ليد معـجـزه :

دامام بخارى اوبيهقى په روايتونوكې راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به دشپې په تياره كې هرڅه داسې ليدل لكه دورځې په رڼاكې .دارازدشيخينو په يوه روايت كې راځي : ستاسوركوع اوسجدې له ما پټې ندي زه مودشاله لوري هم وينم.(مايخفى على ركوعكم و سجودكم انى لاراكم من وراء ظهرى.)درسول الله صلي اله عليه وسلم دداډول ليدپه اړه محدثينومختلف توجيهات كړي :
چاويلي په وليوكې يې دستنې دسپم په څېرسترګې وې چې كه به له جامې لاندې وې هم شى پرې ليدل كيده اوچاويلي چې لكه داينې په څېريې مخكې انځورونه منعكس كېدل خوداخبرې سمې ندي ځكه په دې اړه كوم صحيح روايت نشته اودلته درائى اوتوجيه له پاره هم ځاى نشته نوښه خبره داده چې دادرسول الله صلي الله عليه وسلم معجزه ده .اوپه غيبو دعلم خبره هم نده ځكه دغيبو علم يواځې په الله جل جلاله پورې خاص ده اورسول الله صلي الله عليه وسلم ته يواځې هغه غيب معلوم دى چې الله جل جلاله ورته ښوولى وي لكه يو وخت درسول الله صلي الله عليه وسلم اوښه وركه شوه نوځينې منافقينو دده په نبوت كې خبرې پيل كړې چې داڅنګه نبي دى چې دخپلې اوښې له حاله ندى خبر؟ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل چې ماته يواځې دهغه څه معلومات كيږي چې خپل رب راښوولي دي اوماته خپل رب راوښودله.زمااوښه په فلاني ځاى كې ده په يوه ونه كې يې مهاربندشوى اوهلته ولاړه ده.اوچې مالومات وشو دى مبارك ريښتونى واوخبره هماغسې وه.دالسهيلى په روايت كې راځي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم به په ثريا (پيروني) كې دولس ستوري لېدل. اوقاضي عياض په شفاكې ديوولسو ستورويادونه کړې ده .اوحافظ العراقى ويلي چې دادسترګوسوروالى هم درسول الله صلي الله عليه وسلم دنبوت يوه نښه وه ځكه يووخت دى شام ته له ميسره نومي يوه كس سره په سفر تللى وهلته يوه راهب دده په اړه له ميسره نه پوښتنې كړې وې چې دى څه ډول سړى دى نوهغه دنورونښو په ترڅ كې داهم ورته وويل چې په سترګوكې يې سوروالى ده راهب ورته وويل چې همداده .

دراويــانــوحــال :

په دې سندكې دځينې راويانو حالات مخكې تيرشوي دي لكه:محمدبن جعفر، شعبه بن الحجاج اودرى راويان نوي دي لكه:ابوموسىٰ محمدبن المثنٰى ،سماك بن حرب اوجابربن سمره رضي الله تعالي عنهم .

ابوموسى محمدبن المثنى :

ابوموسى العنزى دبصرې اوسيدونكى په الزمن سره يې شهرت لاره شپږوواړو امامانو له ده نه روايتونه نقل كړي دي .نوموړى ډېرنيك ، متورع انسان اوثقه عالم و ويل كيږي چې له بُندارنه څلورمياشتې وروسته وفات شوى دى اوبندارپه رجب كال (252) هجري كې وفات شوى دي رحمه الله .

سماك بن حرب:

ابوالمغيره سماك بن حرب الزهلى البكرى دكوفې اوسيدونكى لوى تابعي دى ابن حجر ليكي چې اتياصحابه يې ليدلي دي.امام مسلم،ابوداود،ترمذى ،نسائى ،ابن ماجه اوامام بخارى ( په خپل تاريخ كې ) له ده نه روايتونه رانقل كړي دي .ځينې محدثينودى كره اوثقه بللى دى اوځينې نورو ضعيف بللى دى اودبخاري په اړه وويل شول چې په خپل تاريخ كې يې له ده نه روايتونه رانقل كړي دي نه په صحيح البخاري ، دى په کال (123)هـ كې وفات شوى دى رحمه الله .

جابربن سمره:

جابربن سمره بن جنادة العامرى السوائى زوى اوپلار دواړه (جابراوسمره ) صحابيان دي دده مور خالده بنت ابى وقاص نوميده اودمشهور صحابي سعدبن ابى وقاص خوروه،ده له حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم نه ډېرروايتونه رانقل كړي دي بخاري ،مسلم اونورو ترې (146)حديث رانقل كړي دي، كوفې ته رانقل شوى اودلته يې كورجوړكړى و اوپه كال (74)هجري كې وفات شوى دى رضي الله عنه .

دحديث تخريج:

ددې حديث اسنادصحيح ده .اومصنف په خپل كتاب المناقب باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم كې هم راخيستى دى داراز امام مسلم په خپل صحيح كتاب الفضائل باب صفة فم النبى صلي الله عليه وسلم وعينيه وعقبيه كې راخيستى دى دارازابوداودالطيالسي اواحمدهم راخيستى دى اوامام البغوی په شرح السنة کې راخيستي دي .


رښتینی
20.10.2010

.

.
۹ـ حَدَّثَنَا هَنَّادُ بْنُ السَّرِيِّ ، قَالَ : حَدَّثَنَا عَبْثَرُ بْنُ الْقَاسِمِ ، عَنْ أَشْعَثَ يَعْنِي ابْنَ سَوَّارٍ ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ ، قَالَ : رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، فِي لَيْلَةٍ إِضْحِيَانٍ ، وَعَلَيْهِ حُلَّةٌ حَمْرَاءُ ، فَجَعَلْتُ أَنْظُرُ إِلَيْهِ وَإِلَى الْقَمَرِ ، فَلَهُوَ عِنْدِي أَحْسَنُ مِنَ الْقَمَرِ
.
________________________________________

ژبـــــاړه: جابربن سمره رضي الله عنه وايي دسپوږمۍ په يوه شپه كې مې حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم وليد چې سره جامه يې اغوستې وه نومابه كله ده اوكله سپوږمۍ ته كتل په خداى قسم كوم چې زما په اند خودى له سپوږمۍ نه ډېرښايسته و.

د الفــاظـوتشــريــح :

قَالَ : رَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، فِي لَيْلَةٍ إِضْحِيَانٍ : اضحيان دهمزې په كسره دضادپه سکون اوحاء په کسره سره اوپه اخركې يې نون منون ده .الف اونون يې زائددي .ددې كلمې اصلي معنى بروزاوظهورده اودلته دشپې صفت ده يعنې دسپوږمۍ واله روښانه شپه داهغې شپې ته ويل كيږي چې له ماخستن نه ترسهاره پورې په سپوږمۍ سره روښانه وي .اوپه ځينې رواياتوكې راغلي چې داتلسم (18)شپه.

وَعَلَيْهِ حُلَّةٌ حَمْرَاءُ :

حضرت جابر رضي الله عنه دواقعې بيان كوي اوداچې څه يې ليدلي اوپه كوم ډول يې رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدلى دى اوريدونكي اولوستونكي ته دافكر وركوي چې هغه صحنه په ذهن كې متصوره كړې اوسوچ پكې وكړي اوياخو دخپل ياد دتقويې له پاره داخبره كوي چې ګواكې اوس يې هم لكه چې ويني.

فَجَعَلْتُ أَنْظُرُ إِلَيْهِ وَإِلَى الْقَمَرِ :

يعنې مادرسول الله صلي الله عليه وسلم مخ اوسپوږمۍ ته په كتلو پيل وكړ كله به مې دده مخ اوكله به مې سپوږمۍ ته كتل داكتنه يې دپرتلې اومقايسې له پاره وه چې معلومه كړي سپوږمۍ ښايسته ده اوكه درسول الله صلي الله عليه وسلم مبارك مخ، اخرحضرت جابررضي الله عنه دې پايلي اونتيجې ته ورسيدچې :

فَلَهُوَ عِنْدِي أَحْسَنُ مِنَ الْقَمَرِ :

څوځله سپوږمۍ اوبيادرسول الله صلي الله عليه وسلم مخ ته له كتلووروسته چې حضرت جابركومه نيتجه اوپايله ترلاسه كړې ده هغه پايله دومره كره اوپخه ده چې حضرت جابر رضي الله عنه دهغې دبيان له پاره قسم اوسوګندته اړشوى څوهغه كره اوپخه پايله داوريدونكي اولوستونكي په ذهن ومني.اوپه عادي جمله يې كه دامطلب بيان كړى واى نوكيدى شوى كوم ناخبره اوريدونكي اولوستونكي داګومان كړى وى چې دابه يوتخمين يادحضرت جابر رضي الله عنه خپله اندازه وي.نوځكه يې دجملې په سركې لام الابتداء اوقسم راوړ چې په دې جمله داسې تعبيرهم كيدى شي :فوالله لوجهه عليه السلام عندى..... اودعندى نه يې مطلب داده چې زه په دې اعتقاد فخراووياړكوم دادتخصيص له پاره نده اونه له نورودځان بيلولو په موخه ده ځكه هرمسلمان چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دنبوت په نورمتصف وويني هغه به دجابررضي الله عنه په څيرعقيده اونظروړاندي كړي اوكفار نشي كولاى دنبوت نوردرك كړي ځكه دهغوى سترګې دخفاش په څيردي قرآنكريم وايي : (وتراهم ينظرون اليك وهم لايبصرون)

د راويـــانـــو حـــا ل:

ددې روايت په سندكې څلورراويان راغلي دي :هنادبن السرى،عبثربن القاسم، اشعث بن سوار،اوجابر بن سمره رضي الله عنهم دحضرت جابر حالات په مخكيني روايت كې تيرشول پاته درې رااخلو.

هنادبن السرى:

ابوالسرى هنادبن السرى رحمه الله دكوفې سترزاهداولوى امام تير شوى دى امام الذهبى له ده سره داالقاب لګولي دي :الحافظ،القدوه،الزاهد،شيخ الكوفه،المحدث.له ابوالاحوص سلام،شريك بن عبدالله ،اسماعيل بن عياش عبثراوهشيم نه يې روايتونه راخيستي دي ،امام مسلم ،ابوداود،الترمذى النسائى ،ابن ماجه ،ابوزرعه،عبدان دده شاګردان دي امام بخارى هم په ((خلق افعال العباد)) كې له ده نه روايتونه راخيستي دي .احمدبن سلمه النيشاپوري وايي:هنادبه ډېرزيات ژړل،يوه ورځ چې كله زمونږله درسه خلاص شو اودس يې وكړجومات ته ولاړ ترزواله پورې يې نفلونه كول،زه هم له ده سره په جومات كې وم بياكورته ولاړ دماسپښين لمانځه ته بېرته راغى دماسپښين لمونځ يې مونږته راكړبيايې ترمازديګره پورې لمونځ كاوه كله به يې قرآنكريم په لوړاوازويلواوډېرزيات به يې ژړل.بيايې دمازديګرلمونځ راكړ دماښام ترلمانځه يې دقرآنكريم تلاوت كاوه څومودماښام لمونځ هم وكړ.مايې يوه ګاونډي ته وويل چې داڅومره زيات عبادت كوي ؟هغه راته وويل: اويا كاله كيږي چې دى داسې عبادت كوي اودشپې عبادت خويې لا تانده ليدلى ؟!ده په خپل ټول ژوندكې واده نه و كړى اونه يې كومه مينځه اخيستې وه ،خلكو به دكوفې راهب باله، په كال (152)هـ كې پيدااوپه كال (243) كې وفات شوى دى(رحمه الله )

عبثربن القاسم:

ابوزبيدعبثربن القاسم الكوفى هم دكوفې اوسيدونكى لوى اوكره امام دى اوډېروامامانو دده په اړه ويلي چې كره،ثقه اوصدوق دى لكه :صالح بن احمدله خپل پلارنه روايت كوي چې هغه وويل:صدوق،ثقه،ابن معين اوالنسائى هم ويلي چې ثقه دى اوابوداودوايي:ثقه ثقه ،دى په كال (179)هـ اويا(178)هـ كې وفات شوى دى.
اشعث بن سوار: اشعث په النجاراواشعث الافرق سره هم ياديږي دى دكوفې اوسيدونكى اودالاهواز قاضي هم پاتې شوى دى،له حسن البصرى ،السبیعى،عكرمه، ابواسحاق اوالزهرى نه يې روايتونه كړي دي، شعبه، الثورى اونورو له ده نه روايتونه راخيستي دي، بخارى په تاريخ ،مسلم، ترمذى اونسائى هم دده روايتونه راخيستي دي اوډېرومحدثينوضعيف بللى دى، په كال (136)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله )

د حـــديــث تخـــريــــج :

دسندله مخې داحديث ځينې محدثينوصحيح بللى،اودې لاندې كسانوراخيستى دى نسائى په سنن الكبرى كتاب الزينة كې راخيستى .اوالدارمى په خپل سنن كې راخيستى دى ،الطبرانى په الكبير،اوحاكم په المستدرك كې راخيستى دى، حاكم صحيح بللى دى اوذهبى هم دده خبره تائيدكړې ده. خوپه خپله مصنف چې په جامع كې يې په كتاب الادب باب ماجاء فى الرخصة فى لبس الحمرة للرجال،كې راخيستى هلته يې ويلي دي :حسن،غريب لانعرفه الامن حديث الاشعث.اوځينې محدثين يې داشعث له كبله ضعيف بولي ځكه احمد،النسائى اونوروامامانو اشعث ضعيف بللى دى ( والله اعلم وعلمه اتم).


رښتینی
27.10.2010

.

.

۱۰ـ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ وَكِيعٍ ، حَدَّثَنَا حُمَيْدُ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الرُّؤَاسِيُّ ، عَنْ زُهَيْرٍ ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ ، قَالَ : سَأَلَ رَجُلٌ الْبَرَاءَ بْنَ عَازِبٍ : أَكَانَ وَجْهُ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم مِثْلَ السَّيْفِ ؟ قَالَ : لا ، بَلْ مِثْلَ الْقَمَرِ
.
________________________________________

ژبــــاړ ه :
ابواسحاق وايي:يوه سړي له براء بن العازبرضي الله عنه نه پوښتنه وكړه چې :ايادرسول الله صلي الله عليه وسلم مخ دتوري په څيرؤ؟براء بن عازب ورته وويل:نه !بلكې دسپوږمۍ په څېرؤ.

د تشبيه وجوهات:
دمسلم په روايت كې په دې ځاى كې زيادت راغلى دى :لابل مثل الشمس والقمروكان مستديراً.اودبخاري په يوه روايت كې راغلي:كان اذا سراستناروجهه كانه قطعة قمر وكنانعرف منه.يعنې رسول الله صلي الله عليه وسلم به چې كوم وخت خوشاله و مخ به يې رڼاكوله اومخ به يې داسې برېښيده لكه دسپوږمۍ يوه ټوټه، اومونږبه يې درڼاداځاى پېژانده چې هغه يې تندى مبارك و.اودالطبرانى په يوه روايت كې راغلي:التفت الينا رسول الله صلي الله عليه وسلم بوجهه مثل شقة القمر.دلته دسپوږمۍ دتكړې په څېريادشوى اوداځكه چې داديوه مخصوص حالت يامخصوص ځاى تشبيه ده لكه په لومړي روايت كې دتندي تشبيه مطلب وه ځكه هلته تصريح شوې وه :وكنانعرف منه.اويادالتفات حالت هم يومخصوص حالت ده .اوله سپوږمۍ سره تشبيه دځلا اورڼا په موخه ده نه دګولوالي په موخه لكه دابحث مخكې تيرشوى دى.دځينې رواياتو له نقل وروسته اوس راځو خپل روايت ته پوښتونكي ګومان كاوه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم مخ به دتوري په څيرؤ نوحضرت براء بن عازب رضي الله عنه دپوښتونكي ګومان ردكړ ځكه له توري سره په تشبيه كې يوه نوعه بې ادبي وه ځكه توره زنګنه كيږي اوځلايې له منځه ځي بل له توري سره دتوري دتېره والي له كبله هم تشبيه مناسب نده اوبل دتوري اصلي معنى هلاكت ده اوداسې نور وجوهات شته چې حضرت براء له دې تشبيه نه عدول وكړاوسپوږمۍ يې خوښه كړه، مخكې مونږيوځاى ويلي و چې دخداى جل جلاله په دې ويړه نړۍ كې دنوراوځلا دوه غټې نښې دي چې هغه لمراوسپوږمۍ دي نورڅه شته نه كه نه دادرسول الله صلي الله عليه وسلم له مخ مبارك سره دتشبيه له پاره نه دى كافي ځكه دشپې لمرنه وي اودورځې سپوږمۍ نه وي اوله دې سره په دواړو باندې دكسوف اوخسوف ناروغي هم راځي اودانبياوو(عليهم السلام) نورداستونزي نلري هغه سپين اوراڼه مخونه دالهي نورمظهرونه دي چې داسپوږمۍ ،ستوري اولمرددوى له بركته ځلاكوي .

لـه تــوري ســـره د تشبيــــه د نـفي كولـــو وجــوهــــات:

لومړى:په توره كې تدويرنه وي اوږده وي اودرسول الله صلي الله عليه وسلم په مبارك مخ كې تدويرؤاوپه سپوږمۍ كې هم تدويرشته.
دويم:توره مصنوعي شى ده ماتيږي اوخرابيږي اوپه استعمال سره يې رڼااوځلا له منځه ځي اوسپوږمۍ داسې نده نوله سپوږمۍ سره تشبيه مناسب ده .
دريم:توره كه څه هم دجهاد له پاره كارول كيږي خواصلاً يې كارهلاكت ده اود ډيروانساني بدمرغيولامل ده نودرحمة للعالمين پيغمبرتشبيه له توري سره وړاو مناسب نده ځكه پيغمبرخلكوته دسم ژوندكولولارې ورښيى لكه قرآنكريم چې وايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ)اودارازسپوږمۍ له ټولووجوهاتو نه دخيرشى ده اوكوم ضررنه لري اوبې سارى نعمت دى.نوددې باريكيو په اساس اوداچې دحضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم په سترشان كې دبې ادبي وهم اوتوهم هم نه وي پيداشوى حضرت براء بن عازب رضي الله عنه دپوښتونكوتشبيه ردكړه اووې ويل:لابل مثل ا لقمر.

د راويـــانـــو حـــا ل :

په دې سندكې څوداسې راويان شته چې مخكې يې دژوندحالات ندي تيرشوي لكه : حميدبن عبدالرحمن الرواسى،زهير اودپاته دريوراويانو لكه :سفيان،ابواسحاق اوبراء بن عازب رضي الله عنه حالات مخكې تيرشوي دي فلنبداء بالجدد.
حميدبن عبدالرحمن الرواسى: الرواسى رواس ته نسبت ده چې دحميددكوم نيكه نوم دى اودقيس له غيلان سره تړاولري چې دعربو يوه پښه ده. نوموړى دكوفې وتلى محدث دى ابوعلى ياابوعوف يې كنيه وه له مشهورواووتليو علماويې روايتونه راخيستي دي اوداراز له ده نه هم وتليوپوهانو حديث روايت كړي دي لكه:احمد، ابوخيثمه اوقتيبه اونور،كره اوثقه عالم دى،احمد،ابن معين،ابن حبان اونوروستايلى دى ،په كال (190)هـ يا(189)هـ اويا(192)هـ كې وفات شوى ،ابن حجرد(189)هـ كال سم بللى دى.
زهيـــر: دډېروشارحينو دانظرده چې دازهير بن معاويه بن خديج دى اودده په كره توب اوثقاهت كې چاشك ندى كړى دحديثو، دجرح اوتعديل لويوامامانو دى كره بللى دى ،دى اصلاً دكوفې اوپه الجزيره كې اوسيدلى دى دعراق خلكوبه ويل:كه ثوري وفات شي زهيرخوشته هغه يې ښه خلف (ځاى ناستى) دی ،دى په كال(173)هـ يا(174)هـ كې

وفات شوى اوپه (100)هـ كې زيږېدلى .خوملاعلى قارى دعصام خبره راخيستې چې زهيرنامي دوه دي يوابوخيثمه زهيربن حرب اوبل زهيربن محمدالتميمى ابوالمندردى،
زهير بن حرب خوپه متفقه توګه ثقه ده اوملاصيب وايي چې زهيرالتميمى ضعيف دى خوداسې هم نده بلكې دازهيرهم ډېرومحدثينوښه يادكړى لكه ابن معين چې وايي:صالح لاباس به اوعيسى بن يونس،ابن حبان اوالبجلى هم ويلي چې ثقه دى هوكې! ځينوضعيف هم بللى خودملاعلى قارى خبره يوڅه نيمګړتياوي لري ځكه لومړى خومونږوويل چې ډېرشارحين په دې نظردي چې دازهيربن معاويه دى اوكه دانشي زهيربن محمدهم ډېروكره بللى دى.والله اعلم
اوبل داچې زهيرنامي دوه نه دي ډېردي ځكه يواځې ابن حجرپه تهذيب التهذيب كې (15)زهيرنامي راخيستي دي اویاخوشاید دملاصاحب غرض دترمذی په راویان وی چی په هغوکی زهیرنامی دووه دی والله اعلم .
د حــديـث تخــريـــج :
داحديث دسندله مخې صحيح دى امام بخاري په خپل صحيح ''كتاب المناقب باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم ''كې راخيستى دى دارازمصنف په خپل جامع ''كتاب المناقب باب ماجاء فى صفة النبى صلي الله عليه وسلم ''كې را خيستى دى وقال:حسن .وقال المزنى فى تحفة الاشرف:حسن صحيح من طرق عن زهيربن معاويه وكذا اخرجه الدارمى فى المقدمة والامام احمدفى المسندوابوداودالطيالسى فى مسنده كلهم من طريق زهيربن معاويه فلوكان من طريق زهيربن محمدالتميمى على مازعم الملاعلى قارى لماخرج البخارى فى صحيحه.


رښتینی
29.10.2010

.

.

11ـ حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ الْمَصَاحِفِيُّ سُلَيْمَانُ بْنُ سَلْمٍ ، حَدَّثَنَا النَّضْرُ بْنُ شُمَيْلٍ ، عَنْ صَالِحِ بْنِ أَبِي الأَخْضَرِ ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ ، عَنْ أَبِي سَلَمَةَ ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَبْيَضَ كَأَنَّمَا صِيغَ مِنْ فِضَّةٍ ، رَجِلَ الشَّعْرِ .
________________________________________

ژبــــاړه: ابوهريرهرضي الله عنه وايي:رسول الله صلي الله عليه وسلم له رنګه داسې سپين و تابه ويل چې له سپينوزرو جوړشوى يعنې دده دسپينوالي به داسې نوراوځلاوه تابه ويل چې له سپينو زروجوړ شوى دى .اووېښتانو يې نه ډېرولونه لرل اونه ښوى وو.
تفصيـــل او تشـــريـــح :
قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَبْيَضَ كَأَنَّمَا صِيغَ مِنْ فِضَّةٍ ، رَجِلَ الشَّعْرِ :
دصيغ تورى له الصوغ نه ده او دګاڼې جوړولوته وايي،په قاموس كې وايي:صاغ الله فلاناً:اى حسن خلقه يعنې دادګاڼوجوړولو معنى لرونكى تورى (صاغ) چې په كوم ځاى كې وكارول شي نومعنى يې داوي چې ښكلى جوړشوى دى اود( كانما صيغ من فضة ) جمله خبربعدخبرده لومړى خبرابيض ؤ اودايې دبيان له پاره راغلې ده.دراوي موخه داده چې دده دمخ نوراودبدن رڼاته به چې وكتل شول داسې به بريښيدى لكه له سپينوزروچې جوړشوى وي اوبل داچې دده سپينوالى ډېرښايسته اوډېر په زړه پورې سپينوالى و نودلته له هغه مخكينو روايتونوسره تضاد نه راځي چې هلته ويل شوي و:دده سپينوالي ته سوررنګ ورګډو اوياداچې دابيض الامهق نفى راغلې وه. درجل الشعرتفصيل مكررتيرشوى.
د راويـــانـــوحـــا ل:

ددې روايت په سندكې شپږراويان راغلي دي اوشپږواړه نوي دي چې هريو : ابوداودالمصاحفى،النضربن شميل،صالح بن ابى الاخضر،ابن شهاب،ابوسلمه اوحضرت ابوهريرة رضي الله عنه دي.چې په لنډه توګه يې حالات ستاسومخته ږدو.
ابوداودالمصاحفى :دده نوم لكه مصنف چې راخيستى سليمان بن سلم ( دلام په سكون)دى دى دافغانستان دبلخ اوسيدونكى و.اوالمصاحفى ځكه ورسره ليكي چې شايدمصاحف (قرآنونه) به يې ليكل ده له النضربن شميل ،عمربن هارون البلخى،الفضل بن خالد النحرى اوعباسى خليفه مامون بن الرشيدنه دحديثو روايتونه راخيستي دي اوله ده نه ابوداود،الترمذى اوالنسائى روايتونه كړي دي .ابوداوداونسائى وايي چې دى ثقه دى موسى بن هارون وايي:كان من خيارالمسلمين اونوروزياتو محدثينو ډېرستايلى دى په كال (238) هـ په بلخ كې وفات شوى (رحمه الله )
النضربن شميل:النضربن شميل دخراسان دمرو وتلى محدث اواديب دى په كال (122) هـ كې زيږېدلى اوپه (203)هـ كې وفات شوى، ويل كيږي چې په خراسان كې حديث ده خپاره كړي دي، نوموړى دعباسى خليفه مامون الرشيد په وخت كې دمرو قاضي هم پاتې شوى دى.عرب مؤرخين له ده سره البصرى ليكي اوداتصريح هم كوي چې دى اصلاً دبصرې دى، خودى دخراسان دى له ابن المبارك نه چاپوښتنه وكړه چې نضرڅرنګه عالم دى ؟ هغه ورته وويل :درة بين مروين ضائعه.يعنې دى يوه بې سارې ملغلره ده خودمروې داوسيدونكوپه منځ كې ضائع پروت دى.دده له نامه سره الف ولام ضرور ليكل كيږي (النضر) څويې له نصربالصادالمهمله سره توپيرراشي.له حديثوسره سره په عربي لغت كې هم امام و اودعربيت دلوى امام خليل بن احمدالفراهيدي شاګردؤ،په كال (203) يا(204)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله ).

صالح بن ﺃبى الاخضر: صالح بن ﺃبى الاخضراليمامى داموى خليفه هشام بن عبدالملك مريى و، امام الترمذى اونوروډېرومحدثينو ضعيف بللى دى خوڅلورو امامانو دده روايتونه راخيستي دي اوځينو محدثينوويلي دي چې نوموړى داسې ضعيف دى چې حديث يې ليكل كيږي(رحمه الله )
ﺇبن شهاب الزهرى: ابوبكرمحمدبن مسلم الزهرى زهره بن كلاب ته منسوب دى دكوچنۍ درجې تابعي دى چې لس اويايوڅه زيات صحابه كرام يې ليدلي دي، دده په اړه دمؤرخينو په دې لقب زړونه نه سړيږي چې ووايي دفلاني ځاى عالم يادفلاني ځاى محدث و بلكې وايي دنړۍ عالم و، دده په علم اوفقه ټول امامان متفق دي داسلام پنځم راشدخليفه حضرت عمربن عبدالعزيز رضي الله عنه وايي :نن دځمكې په مخ له ده نه دسنتويعنې حديثو ښه عالم نشته داپه داسې حال كې چې په دغه وخت كې حسن البصرى اودده په څيرعلماء ژوندي وو، مخكې دسفيان ثوري ژوندليك تيرشو هغه ويلي و: ما چې څه اوريدلي اويادكړي دي بياهغه له مانه ندي هيرشوي، امام ابن الشهاب الزهرى هم داخبره كړې ده:مااستودعت قلبى شيئاً قط فنسيته.ابراهيم بن سعدوايي: ماخپل پلارته وويل چې ابن شهاب له تاسونه په علم كې ولې مخكې شو؟هغه راته وويل چې دى به كوم مجلس ته ورغى نوله واړه ،زاړه اوځوانانو نه به يې دعلم پوښتنې كولې يعنې له هرچا نه يې دعلم په اړه پوښتنه كوله آن تردې چې دانصاروكورنوته به ورتلو له نرواوښځو،مشرانو اوكشرانو اوهرچانه به يې علم ترلاسه كاوه تر دې پورې چې نوې ناوې به كوم كورته راغلې وه كه به يې وشوى كولى له هغې نه يې هم لاپوښتنې كولې !!!!دى په كال(58) هـ كې زيږېدلى اوپه رمضان كې په كال (124)يا(125)هـ كې وفات شوى (رحمه الله )

ابوسلمه:په ځينې نسخوكې عن ابى سلمه نشته اوپه اكثروكې شته دابوسلمه نوم عبدالله يااسماعيل دى اوچاويلي چې همدا ابوسلمه يې نوم ده ،دى دمشهورصحابي عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه زوى دى. ابن الاثير په اسدالغابه كې ليكلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم عبدالرحمن بن عوف دومة الجندل ته وليږه، دليږلوپه مهال رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ته په خپل لاس عمامه پاپټكى ورپه سركړدوليو په منځ كې يې شمله ورپرېښوده اوورته ويې ويل :كه خداى فتحه دركړه نوددومة الجندل دباچا ياشريف لورځان ته په نكاح كړه.په دومة الجندل كې دبنوكلاب قبيله اوسيدله اوالاصبغ بن ثعلبه بن ضمضم الكلبى ددې قبيلې مشرؤ، هماغه و چې عبدالرحمن دهغه لورځان ته په نكاح كړه چې تماضربنت الاصبغ نوميده، له دغې تماضر نه يې ابوسلمه پيداشو.ابوسلمه لوى تابعي اودمدينې منورې له اووسترو فقهاوڅخه دى، ويل كيږي چې له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما سره دمخالفت له كبله يې دهغه علم نه كړترلاسه اوله هغه نه بې برخې پاتې شو. دده دمړيني په نيټه كې مختلف اقوال راغلي چې د(94)هـ كال په شاوخواكې دى (فرحمه الله تعالى رحمة واسعة)
ابوهريرة رضي الله عنه : حضرت ابوهريره هغه صحابي دى چې په ټولوصحابه كراموكې له ده څخه زيات روايتونه رانقل شوي دي، دده په نوم كې تقريباً څلويښت قوله راغلي دي.خوملاعلى قارى وايي چې په دې څلويښتو كې ترټولوغوره قول دعبدالرحمن بن الصخرالدوسى دى.په جاهليت كې يې نوم عبدالشمس ياعبدعمرو و بيارسول الله صلي الله عليه وسلم عبدالرحمن نوم پرې كيښود،خودده كنيت (ابوهريره)دده له نامه نه ډېرمشهورده ويل كيږي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم دده په لستوڼي كې پيشوګۍ وليده اوغږيې پرې وكړچې اې دپيشوواله! اب تورى په عربي كې هروخت دپلار په معنى نه وي ډېرځله لكه زمونږ دپښتود(وال) توري په معنى هم راځي لكه دلته ،ابوهريره يعنې پيشو وال .

هريره دهره تصغيردى .ده دخيبرله غزايوڅه مخكې اسلام راوړى اودخيبر په غزاكې يې برخه هم اخيستې ده . هروخت به له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يوځاى و، دى وايي: ماته به درسول الله صلي الله عليه وسلم خبرې ښې نه ياديدلې يوه ورځ مې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته داستونزه بيان كړه هغه راته وويل چې څادرويړكړه! ماڅادر ويړكړ څه ځنډ وروسته رسول الله صلي اله عليه وسلم راته وويل اوس څادرټول كړه اوله سينې سره يې ولګوه ! ماهمداسې وكړل اوله هغه وروسته مې بيادرسول الله صلي الله عليه وسلم دخولې يوه خبره هم نده هېره شوې.
(57) (58) او (59)هـ كال دده دوفات نيټه ښول شوې اوپه مدينه منوره كې په بقيع الغرقد كې دفن دى (رضي الله عنه )
التـخــر يــج :
اسناده ضعيف وهوصحيح بشواهده.وعلته:صالح بن ابى الاخضروقدذكرنا آنفاً فى حياته. وتفرد المصنف بتخريجه دون اصحاب السنة وللحديث شواهديتقوى بها وشواهده كثيرة مفرقة الالفاظ فمنها مااخرجه الامام احمدفى مسنده وابوداودفى سننه والترمذى فى جامعه وحسنه وغيرهم من حديث محرش الكعبى قال:ان النبى صلي الله عليه وسلم خرج من الجعرانة ليلاً كانه سبيكه فضة فاعتمر،،،،وانظرالاحاديث المتقدمه برقم(٢-٣-٦-٧).


رښتینی
30.10.2010

.

.

۱۲ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، قَالَ : أَخْبَرَنِي اللَّيْثُ بْنُ سَعْدٍ ، عَنْ أَبِي الزُّبَيْرِ ، عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم ، قَالَ : عُرِضَ عَلَيَّ الأَنْبِيَاءُ ، فَإِذَا مُوسَى عَلَيْهِ السَّلامُ ، ضَرْبٌ مِنَ الرِّجَالِ ، كَأَنَّهُ مِنْ رِجَالِ شَنُوءَةَ ، وَرَأَيْتُ عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ عَلَيْهِ السَّلامُ ، فَإِذَا أَقْرَبُ مَنْ رَأَيْتُ بِهِ شَبَهًا عُرْوَةُ بْنُ مَسْعُودٍ ، وَرَأَيْتُ إِبْرَاهِيمَ عَلَيْهِ السَّلامُ ، فَإِذَا أَقْرَبُ مَنْ رَأَيْتُ بِهِ شَبَهًا صَاحِبُكُمْ ، يَعْنِي نَفْسَهُ ، وَرَأَيْتُ جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلامُ ، فَإِذَا أَقْرَبُ مَنْ رَأَيْتُ بِهِ شَبَهًادِحْيَةُ
________________________________________

ژبــــــــاړه : جابربن عبدالله رضي الله عنه وايي:رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل:انبياء (عليهم السلام ) ماته پيش كړل شول، نوموسى علیه السلام معتدل سړى و داسې بريښيدى لكه دشنوءة قبيلې سړى،اوعيسى علیه السلام مې وليد ماچې دده په څيركوم سړى ليدلى هغه عروه بن مسعوددى يعنې عروه هغه ته ورته و، اوابراهيم علیه السلام مې وليدله هغه سره مشابه سړى چې ماليدلى هغه ستاسوملګرى (څان ښيى) دى اوجبريل علیه السلام مې وليدهغه ته ورته سړى دحيه دى.

تشـــريـــح اوتـفـصيــل اونحوی څیړنه :

قَالَ : عُرِضَ عَلَيَّ الأَنْبِيَاءُ :

عرض مجهوله صيغه ده اوعلىّ دياپه تشديدسره ده يعنې ماته انبياء وړاندې كړل شول په دې جمله كې دې خبرې ته نغوته شوې ده چې رسول الله صلي الله عليه وسلم افضل الرسل دى ځكه داسې يې نه وويل چې عُرِضتُ على الانبياء (زه انبياوته وړاندې كړل شوم)دانبياو دعرض دوه صورتونه په رواياتوكې راغلي دي يودمعراج په شپه چې په حقيقي توګه دانبياوو صورتونه ورته ښودل شوي ووــ په دې اړه ابوالعاليه له ابن عباس رضي الله عنهما اوابن المسيب رحمه الله له حضرت على اوحضرت ابوهرير رضي الله عنهما نه روايتونه رانقل كړي دي ـــ اوچاويلي دي چې دانبياووعرض په خوب كې ترسره شوى دى لكه په دې اړه هم روايت راغلى دى، اوس دخوب په صورت كې كوم اشكال نشته اودليلة الاسراء په موكه كيدى شي په داسې حقيقي توګه انبياء ورته ښودل شوي وو لكه دوى چې په دنيا كې وو خوپه هرصورت دايوه معجزه ده اوداعرض چې په هرصورت وي دده له پاره يوه معجزه بلل كيږي.له دې حديث نه دامطلب ترلاسه كيدى شي چې دلويو خلكوحليى بيانول ښه اودبركت كارده لكه په يوه بل حديث شريف كې به راشي چې موسى عليه السلام داسې و اوحضرت عيسى عليه السلام داسې و نوپه دې سره دشمائلواهميت نورهم ښه روښانه شوهغه داسی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګروته دانبیاوعلیهم السلام حلیی اوشکلونه بیانول اوس چی صحابه کرامورضی الله عنهم موږ ته درسول الله صلی الله علیه وسلم حلیه بیان کړی ده دا عین دده په پله تګ دی او که دامت علماء دهغه صلی الله علیه وسلم حلیه اوشمائل بیانوی داهم دهغوی دلاری تعقیب او بختور کاردی وصلی الله تعالی علیهم اجمعین ورضی الله تعالی عن الصحابة ورحم الله تعالی سائرعلماء الأمة.

فَإِذَا مُوسَى عَلَيْهِ السَّلامُ:

دلته اذا دمفاجاة له پاره ده ويل كيږي چې په دې جمله كې له ايجاز اولنډون نه كاراخيستل شوى دى اصل داجمله داسې ده: فرأيت موسى .... فاذا موسى.. چې وروستنۍ جمله :( ورئيت عيسى) يې قرينه ده . اوياخوپه ((عرض على الانبياء))باندې عطف ده . دموسى دنوم په اړه ویل شوی چې دانوم دفرعون ميرمنې آيسه بنت مزاحم پرې ايښى دى ځكه موسى په اصل كې موشى په شين سره ده اودانوم دده له هغه حالت سره مناسبت لري چې دوى په اوبوكې دده تابوت موندلى و ځكه دده تابوت له ونې سره په اوبوكې پروت و (ماء وشجر)اووايي چې دونې په منځ كې اوبوته په قبطي ژبه كې موشى ويل كيږي دتعریب په حالت كې شين په سين بدل شوى دى.

ضَرْبٌ مِنَ الرِّجَالِ :

دضرب معنى په ضعيف اللحم سره شوې ده خوپه دې معنى چې دالمطهم په څيرډېرې غوښې نلري يعنې نه ډېرمزى اونه ډېرډنګر، يعنې موسى علیه السلام نه ډېرمزى اونه ډېرډنګر(لاغر) و بلكې معتدل اودرميانه و.

كَأَنَّهُ مِنْ رِجَالِ شَنُوءَةَ:

رسول الله صلي الله عليه وسلم دموسى عليه السلام بل صفت بيانوي هغه داچې موسى په ونه اورنګ كې دشنوءة قبيلې خلكوته ورته و،نوداجمله د(ضرب من الرجال)له پاره تاكيد اوبيان نه شوه بلكې مستقل صفت دي اوداستقلال ګټې ډېرې دي يوخو عرب وايي چې :التاسيس خيرمن التاكيد اوياالا فادة خيرمن الاعادة.اوبل به په دې سره دبخاري له يوه روايت سره تعارض ختم شي چې هلته ادم اوجسيم توري راغلي دي .اودى دشنوءة قبيلې ته په همدې صفاتوكې ورته و.

شَنُوءَةَ :

دفعولة په وزن سره ده دشين په فتحه اودنون په ضمه ،واوساكنه، وروسته همزه مفتوحه ،په اخركې تاء ،وايي چې شنوءة ديمن ياقحطان يوه قبيله ده ، دوى په ځربښت كې درميانه دي اوالتشنوء په اصل كې بُعد ته وايي: دوى هم له خلكو ليري پراته وو نودخلكو له ستونزونه هم په امن وو اوپاك سپيڅلي نسبونه يې لرل.
دلته يوه پوښتنه پيداكيږي هغه داچې وروسته يې ټول له معلوم شخص سره تشبيه كړي دي يواځې موسى عليه السلام يې ولې له يوه معلوم شخص سره تشبيه نكړبلكې له يوه قوم سره يې تشبيه كړ؟ددې له پاره شارحينو مختلف جوابونه ليكلي خوغوره ځواب داده چې دموسى عليه السلام شكل دخوب يادمعراج په وخت كې درسول الله صلي الله عليه وسلم په ذهن كې په مكمله توګه پروت و خودلته اصحابوته دبيانولوپه مهال يې شا يدپه كوم صفت كې څه خلل راغلى وي
نوځكه يې ونشوى كولى په يوه خاص سړي پورې تشبيه وركړي بلكې متعدد خلك يې يادكړل.اوانبياء له هيري څخه نه دي معصوم كيدى شي څه ورنه هيرشوى وي.

وَرَأَيْتُ عِيسَى بْنَ مَرْيَمَ عَلَيْهِ السَّلامُ :

حضرت مريم بنت عمران (عليها السلام) دعيسى عليه السلام مورده اودادقرآنكريم په صريح نص سره الصديقة بلل شوې ده .( وَأُمُّهُ صِدِّيقَةٌ) ويل كيږي چې نوموړې دسليمان عليه السلام له اولاد نه وه اوددې اوهغه ترمنځ څلورويشت پلرونه راغلي دي.اسمان ته دعيسى عليه السلام دختلو په مهال ددې عمر دره پنځوس كاله اوله هغه وروسته پنځه كاله نوره هم ژوندۍ وه .

فَإِذَا أَقْرَبُ مَنْ رَأَيْتُ بِهِ شَبَهًا عُرْوَةُ بْنُ مَسْعُودٍ :

اقرب مضاف ده مِن موصوله ته رأيت صيغه دمتكلم ده په معنى دليدلواوضمير دمفعول محذوف ده هغه موصول ته راجع ده او(به) دشبهاً تورى له پاره صله ده، شبهاً تميزده له نسبت داقرب مضاف ته يعنې داقربت دصوري مشابهت له كبله ده وروسته عروه بن مسعود ددې جملې له پاره خبرده، عروه بن مسعودرضي الله عنه دبنوثقيف قبيلې مشرو، دى دهجرت په نهم كال مسلمان شوى دى، دحديبى دسولې په مهال لانه و مسلمان شوى اوپه سوله كې يې دمشركينوله خوادهغوى استازيتوب كاوه ويل كيږي كله چې مكې ته ستون شو مشركينو ته به يې ويل دده سوله ډېره دخيرسوله ده ويى منئ. كله چې عروه مسلمان شو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته يې وويل چې زه به خپل قوم اسلام ته راوبولم، رسول الله صلي الله عليه وسلم ته خودده قوم (بنوثقيف)معلوم و نوورته ويى ويل چې تاخپل قوم وژني! عروه وويل:څرنګه يارسول الله صلي الله عليه وسلم زه خو ددوى دسترګو توريم اوډېرزيات پرې ګران يم خوهغه وچې ددعوت په وخت كې ثقيف داخپل ګران مشرشهيدكړ.وليدبن المغيره المخزومى به وويل چې كه د محمد(صلي الله عليه وسلم )خبره حقه واى نو داقرآن به يې په ماياپه عروه بن مسعودالثقفى باندې نازل كړى و.چې دده ددې خبرې په باره كې داايت نازل شو : (لَوْلاَ نُزِّلَ هَذَا الْقُرْآنُ عَلَى رَجُلٍ مِّنَ الْقَرْيَتَيْنِ عَظِيمٍ) اوله القريتين نه مرادمكه اوطائف دى.
اوس مونږنشوكولى دحضرت عيسى عليه السلام شكل وپېژنوځكه مونږعروه ندى ليدلى اودابيان هغوخلكو ته شوى دى چې هغوى عروه ليدلى و نومونږمجبوره يودنورو روايتونو له لارې حضرت عيسى عليه السلام وپيژنو .لكه په مسلم كې چې روايت راغلى :فاذاهوربعة احمركانه خرج من ديماس اى حمام......اوپه يوه بل روايت كې راغلي دي :فرأيت رجلاً آدم كاحسن ماانت راءٍ دلته په يوه روايت كې آدم په بل كې احمرراغلى اودادوختونو دتغير له كبله ، ياخويې اُدمة اصلي رنګ ده اوحمرة كله كله انسان ته دكوم عارض له كبله پيښيږي .اوپه بل روايت كې راغلي:وعيسى جعدمربوع.په بل روايت كې راغلي:احمرجعد،عريض الصدر،مضطرب اومضطرب يعنى دنګ يابې غوښې .

وَرَأَيْتُ إِبْرَاهِيمَ عَلَيْهِ السَّلامُ ، فَإِذَا أَقْرَبُ
مَنْ رَأَيْتُ بِهِ شَبَهًا صَاحِبُكُمْ ، يَعْنِي نَفْسَهُ

حضرت ابراهيم عليه السلام مې وليد، ماچې هغه ته ډېرورته سړى ليدلى هغه ستاسوملګرى دى حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم په صاحبكم سره ځان مرادكوي اوپه روايت كې د(يعنى نفسه) جمله دحضرت جابر رضي الله عنه ده اويادبل كوم راوي ده، دلته شارحين مختلفې رائې وړاندې كوي يووايي دادحضرت جابررضي الله عنه زياتونه ده بل وايي نه دمصنف ده اوبل ....اوبل ....
ما په څو شروحوكې داجنجال وليد نوبيخونده راته ښكاره شو چې دلته دومره احتمالات بيانول بيخي بې ځايه دى،كه فرضاً ماداحديث دشمائل له يوه شارح يعنې ابن حجر هيثمى،ملاعصام،ملاحنفى اوملاعلى قارى نه اوريدلى اوهغه له يادو له كوم تفصيل پرته راته قرائت كولى نود(يعنى نفسه)جمله به مادهمدې شارح بللې وه. دې يادوشويو شارحينومختلف نظريات اواحتمالات بيان کړي چايواوځينونورغوره بللي دي په دې اړه يې خبرې اوږدې كړې دي كله چې په دې خبره ماڅوجملې وليكلې وروسته مې قلم كېښود اودعبدالروف المناوى شرحه مې راواړوله، الحمدلله چې هغه هم كټ مټ زمانظر ليكلى و اوديوه شارح په اړه يې داخوندوركلمات ليكلي و: وجوزالشارح الحنفى كونه من كلام من دونه من الرواة فاعترضه العصام وابرق وارعد نولنډه داشوه چې په دې اړه ددوى په دی بی ګټی اختلاف باندې دخبرواوږدول ګټه نلری .

وَرَأَيْتُ جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلامُ ، فَإِذَا أَقْرَبُ مَنْ رَأَيْتُ بِهِ شَبَهًا دِحْيَةُ :

جبريل دسرياني ژبې تورى دى دعبدالرحمن ياعبدالعزيزپه معنى ده، دلته ددې جملې په عطف كې دشارحينو اختلاف ده ددې اختلاف سرچينه له دې راولاړه شوې چې جبريل عليه السلام خونبي ندی اودلته يې دانبياوپه لړكې يادكړى؟ اوس ددې جملې دعطف له پاره ځينې شارحينو داتكلف كړى چې دكلام له ظاهري سلك اوچلند نه يې داجمله ايستلې اوورأيت جبريل يې په (عُرِض على ....) باندې عطف كړى اووايي چې داعطف دكيسې په كيسې ده .
ملاعلى قارى وايي چې په عطف دکيسې په کيسې سره دكلام اصلي چلنداوسبك خرابيږي اودادنورو (ورئيت ...) په څيرپه دامخكې )ورأيت( باندې عطف ده داخبره چې جبريل يې ولې له انبياوسره ذكركړ، ددې ځواب داده چې له انبياوسره يې ډيرې نږدې اړيكي دي اوانبياوته وحي راوړي نوځكه يې له هغوى سره دده يادونه هم وكړه بل داچې په ملائكوهم درسول اطلاق كيږي لكه قرآنكريم چې وايي: (اللَّهُ يَصْطَفِي مِنَ الْمَلاَئِكَةِ رُسُلاً وَمِنَ النَّاسِ) اوچاداهم ويلي دي چې له انبياء نه لغوي معنىٰ مرادده ، نوپه لغوي معنى جبريل هم نبي بلل كيدى شي ځكه لغةً هرشريف اولوړكس ته نبي ويل كيدى شي .حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم وايي چې جبريل ته ډېرورته سړى چې ماليدلى هغه دحيه دى .فاذا اقرب من رئيت به شبهاً دحية.

دحية الكلبى :

دِحيه ددال په كسره راغلى دى اودادزياتو محدثينورايه ده ځينې بياوايي چې په فتحه سره هم راغلى. دحيه بن خليفه الكلبى، رضي الله عنه له لويوصحابه ونه شميرل كيږي له بدرپرته په نوروټولوغزواتوكې يې له حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم سره برخه اخيستې ده.اودشجرة الرضوان په بيعت كې يې هم برخه لرلې ده.دى په ښكلااوښايست كې متل و ويل كيږي چې ښارته به ننوت نوښځې به له پردوورته راووتلې .
عايشه صديقه رضي الله عنها وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم په ډېره بيړه سره راپاڅيدى اوبهرته ووت ماچې وروكتل دى بهرله يوه سړي سره ولاړ و هغه سړى په برذون اس سپور و،سپين پټكى يې په سرو اودوليوپه منځ كې يې شمله پرته وه رسول الله صلي الله عليه وسلم دده په برذون لاس ايښى ورسره ولاړؤ.كله چې بيرته راغى ماورته وويل چې زه خودې وويرولم دومره په بېړه ووتلې داڅوك و؟! ده راته وويل:تاوليد؟ماوويل هوكې! ده راته وويل :څوك دې وليد؟ ماورته وويل چې دحية الكلبى ،مې وليد.ده وويل چې داجبريل عليه السلام و (1).حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم دروم قيصر ته دحية الكلبى دسفير په توګه ليږلى و، داله پخوا راهيسې يورواج و چې دسفير په توګه به ښكلى سړى ليږل كېده، حضرت دحيه رضي الله عنه دحضرت معاويه رضي الله عنه ترخلافته پورې ژوندى و(رضي الله عنه )

دراويـــانـــوحــــال:

ددې روايت په سندكې څلورراويان دي.قتيبه بن سعيد،الليث بن سعد،ابوالزبير اوجابربن عبدالله رضي الله تعالي عنهم په دوى كې دقتيبه حالات مخكې تيرشوي اودپاته دريوكسانوحالات يې دادي:

الليث بن سعد:

ليث بن سعدالفهمى دمصروتلى امام تيرشوى دى ويل كيږي چې دى دامام مالك ددرجې امام و دى دقريشو مريى تيرشوى و اوپه اصل كې دايران له اصفهان نه و،دده دامامت اولوړشان معلومولوله پاره دامام الشافعى داوينا رااخلو چې وايي: ليث له مالك نه ښه فقيه و خوخپلوملګروضائع كړى و له ده سره ماونه ليدل اودهيچا په نه ليدلودومره نه يم خپه شوى لكه دده. نوموړى دجمعې په ورځ دشعبان په نيمايي كې په كال(175)هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي )

ابوالزبير:

دده نوم محمدبن اسلم المكى دى اودحكيم بن حزام مريى و،دده په اړه محدثين ليكي چې صدوق اوكره دى، خوتدليس كوي اودشپږوصحاحومصنفينو دده روايتونه راخيستي دي.په كال (128) يا(129)هـ كې وفات شوى دى.
جابربن عبدالله رضي الله عنه : حضرت جابربن عبدالله انصاري صحابي دى اويوله هغوصحابه و نه دى چې ډېرروايتونه ورنه رانقل شوي دي .له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يې په العقبة الثانية كې هم ليدلي و اوداپه داسې حال كې چې دى كوچنى و له پلار سره راغلى و درواياتوپه اختلاف له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يې په (17) _(18)_(19)غزواتوكې برخه اخيستې ده.په يوه روايت كې راځي:حضرت جابربن عبدالله رضي الله عنه وايي : ماله رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په اولسوغزاوكې برخه اخيستې ده اوپه احداوبدركې مې برخه وا نه خيستله ځكه پلار مې منعه كړم خوكله چې هغه په احدكې ووژل شوبيامې يوه غزاهم نده پرې ايښې، دى په مدينه منوره كې په كال (74) هـ يا(77)هـ كې وفات شوى دى(رضي الله تعالي عنه ).

تــخـــريـــج :

اخرجه مسلم فى صحيحه :كتاب الايمان باب الاسراء برسول الله صلي الله عليه وسلم الى السماوات،واخرجه المصنف فى جامعه كتاب المناقب باب صفة النبى صلي الله عليه وسلم وقال:حسن ، صحيح،غريب وكذا اخرجه الامام احمدفي منسده...


رښتینی
31.10.2010

.

.


13ـ

حَدَّثَنَا سُفْيَانُ بْنُ وَكِيعٍ ، وَمُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ ، الْمَعْنَى وَاحِدٌ ، قَالا : أَخْبَرَنَا يَزِيدُ بْنُ هَارُونَ ، عَنْ سَعِيدٍ الْجُرَيْرِيِّ ، قَالَ : سَمِعْتُ أَبَا الطُّفَيْلِ ، يَقُولُ : رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم وَمَا بَقِيَ عَلَى وَجْهِ الأَرْضِ أَحَدٌ رَآهُ غَيْرِي ، قُلْتُ : صِفْهُ لِي ، قَالَ : كَانَ أَبْيَضَ ، مَلِيحًا ، مُقَصَّدًا

________________________________________

ژبـــــاړه : سعيدالجريرى وايي:ماله ابوالطفيل نه واوريدل چې ويل يې:مارسول الله صلي الله عليه وسلم ليدلى و او اوس دځمكې پر مخ له ما پرته بل داسې څوك نده پاته چې هغه يې ليدلى وي.ماورته وويل چې دهغه صفت ماته بيان كړه ده راته وويل : هغه سپين اوښكلى و اوپه هرشي كې درميانه و.

د حــديــث تـــشــريـــح اوتــفصـــيل

يَقُولُ : رَأَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم
وَمَا بَقِيَ عَلَى وَجْهِ الأَرْضِ أَحَدٌ رَآهُ غَيْرِي :

ابوالطفيل عامربن وائله الليثى وايي: نن دځمكې په مخ له ماپرته داسې څوك نشته چې رسول الله صلي الله عليه وسلم يې ليدلى وي حضرت ابوالطفيل رضي الله عنه داخبره ځكه كوي څومخاطب دې ته وهڅوي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم په باره كې پوښتنې ورنه وكړي اوځكه خووروسته سعيدالجريرى هم ورته ويلي دي :صفه لى!

په يوه روايت كې راځي چې يووخت رسول الله صلي الله عليه وسلم صحابه كرامو ته وويل : سل كاله وروسته يادسلوكلونوله پوره كيدلووروسته به دانن ژوندي انسانان ټول مړه وي.علماء ليكي چې له دې نه يې مرادخپل ملګري واوهمداسې وشول اكثرمحدثين په دې انددي چې ابوالطفيل وروستى صحابي وچې په كال(102)هـ يا(110)هـ كې وفات شوى دى رضي الله عنه
دلته ځينې سوالونه اوپوښتنې دي چې دحضرت عمران بن حصين اوداسې نورو په څېرځينې صحابه شته چې له ابوالطفيل نه وروسته هم ژوندي وو نوابوالطفيل څنګه داخبره كړې ده اويا خوعيسى اوخضر عليهما السلام اوس هم ژوندي دي نودى څنګه داخبره كوي؟
دلومړۍ برخې ځواب داده چې ابوالطفيل داخبره دخپل علم په اساس كړې يعنې هغه مهال دده په اندبل ژوندى صحابي نه و اوهغه مهال داتصالاتو اواطلاعاتو وسائل دنن په څيرنه و هلته به دډېرونږدوسيمو خلك په يوه بل نه و سره خبر اودعيسى اوخضر(عليهما السلام) په اړه دومره بايد وويل شي چې ابوالطفيل على وجه الارض ويلي دي اوعيسى عليه السلام خوپه اسمانونوكې دى

حضرت خضر عليه السلام ژوندى دي؟

حضرت خضرعليه السلام دجمهوروعلماوپه نزدندى ژوندى.اودحديثواوسيرت په كتابونوكې به داسې كوم روايت نشي پيداچې له رسول الله صلي الله عليه وسلم ياكوم صحابي سره دې ده ليدلي وي اويادې په كومه غزاكې له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره برخه اخيستې وي.ابوحيان په خپل تفسيركې ليكي:..والجمهور على انه مات... اونوروډېرعلماو ليكلي چې حضرت خضر عليه السلام وفات شوى دى.ځينې صوفياء كرام بياپه دې انددي چې دى اوس هم ژوندى دى.مونږ وويل چې دحديثو په پراخه خزانه كې داسې كوم روايت نشته چې حضرت خضرعليه السلام له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره په كومه غزاكې برخه اخيستې وي يادې دى ليدلى وي اويادې بل كوم صحابي ليدلى وي
دحضرت خضرعليه السلام دتل له پاره ژوندى پاته كيدل ډېره لويه خبره ده كه چيرته دې خبرې حقيقت لرلى نوپه قرآنكريم كې دحضرت موسى اوخضر(عليهماالسلام) په كيسه كې به دې ته كومه اشاره شوې واى خوداسې كومه اشاره شتون نلري بلكې دقرآنكريم دالويه قاعده په خپل ځاى بې له كومې استثناء ثابته پرته ده چې وايي: (وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ)اې محمد( صلي الله عليه وسلم )مونږ له تامخكې هم څوك دهميشه له پاره ژوندي ندي پرې ايښي ،نوددې قراني اصل نه كومه استثنا په كمزورو روايتونو سره څنګه ثابتيدلى شي ؟!
اوبل دمفسرينو راجح قول داده چې حضرت خضرعليه السلام نبي و اوقرآنكريم وايي چې مونږله ټولونبيانونه ټينګه وعده اخيستې ده چې تاسوته چې كوم كتابونه اوعلم دركړل شوى دى بيابه تاسو ته رسول(محمدصلي الله عليه وسلم)راځي چې ستاسو تصديق به كوي.تاسوبه په هغه خامخاايمان راوړئ اوله هغه سره به مرسته كوئ.

( وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ)[81ايت سوره آل عمران]

مونږوويل چې حضرت خضرعليه السلام نبي دى اوداعهد اوپيمان ده هم كړى دى نوكه دى درسول الله صلي الله عليه وسلم په وخت كې ژوندى واى په ده لا زمه وه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم مرسته يې كړې واى اوپه هغه يې ايمان راوړى وى، خومخكې مونږوويل چې داسې كوم روايت نشته چې په هغه كې دحضرت خضرعليه السلام يادونه شوې وي.اودامت دالوى علماء په دې متفق دي چې حضرت خضر عليه السلام ندى ژوندى :ابوبكرمحمدبن الحسن، ابوبكربن العربى، ابوالفضل بن ناصر،ابوطاهر بن العبادى،ابوالفضل المريسى،على بن موسى الرضا،ابويعلى حنبلى،امام بخارى، ابن الجوزى،ابن القيم،ابن الكثيرابن تيميه رحمهم الله تعالى

خونن ځينې صوفيان دخپلوانكشافاتو !!ياكشفياتو داثبات له پاره يوه اسطوري شخصيت ته اړتياهم لري څودخپل پټ لائن دجاري ساتلوله پاره دهغه خبرې دځان له پاره استنادوګرځوي اويادځينې خرافاتو اومزخرفوكراماتو له پاره يوه حيله په لاس كې ولري

قُلْتُ : صِفْهُ لِي ، قَالَ : كَانَ أَبْيَضَ ، مَلِيحًا ، مُقَصَّدًا :

رسول الله صلي الله عليه وسلم له رنګه سپين و اوپه دې اړه حديث دتواتردرجې ته رسيږي علماء ليكي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم له سپينوالي انكاراو هغه ته بل رنګ ثابتول كفرده.دمليح معنى لكه مخكې چې وويل شول رسول الله صلي الله عليه وسلم دګل غوندي رنګ لاره سپين و اوپه سپينوكې سوروالى ګډوو.اوترټولو ښايسته اوښكلى رنګ دى اوهمدامليح هم بلل كيږي .مقصداًدميم په ضمه اوصادمفتوحه اومشدده سره اومعنى يې منځنيوالى دى يعنې ټول صفات يې له افراط اوتفريط نه پاك اودرميانه و.
په ځينې نسخوكې صلوات الله عليه راغلي دي اودازمونږ دنسخې په پاى كې نشته صلوات الله وسلامه عليه.

د راويـــانـــو حــــال :

سفيان بن وكيع،محمدبن بشار،يزيدبن هارون،سعیدالجريرى اوابوالطفيل،ددې سندرجال دي دلومړيودواړوحالات مخكې تيرشوي دي اودوروستيو دووحالات رااخلو:

يزيدبن هارون :

يزيدپه اصل كې دبخارا و خوپه واسط كې په كال (118)هـ كې زيږېدلى اوپه (206)هـ كې وفات شوى دى .يزيدهغه سترمحدث اولوى امام و چې دامامانو استادبلل كيږي .له امام ابوحاتم نه دده په اړه چا پوښتنه وكړه هغه ورته وويل دده په ثقه توب اورښتينوالي كې څوك شك نشي كولى او د دا رازخلكوبايدڅوك پوښتنه هم ونكړي.ډېرومحدثينوليكلي چې له وكيع بن الجراح نه دى ښه حافظ و،دى په خپله وايي چې پنځه ويشت زره حديث مې له سندسره ياددي ولا فخر.اوپه يوه بل روايت كې څلرويشت زره راغلي دي ويل كيږي چې دده د درس په مجلس كې به اويازره كسانو ګډون كاوه !! دده په وخت كې دهارون الرشيدزوى مامون خليفه و مامون خلق القران مسئله دخپل ژوندپه وروستيوشپوكې راپورته كړې وه وايي يووخت مامون وويل كه ديزيدبن هارون له لوړشان څخه نه ويرېدلى نومابه داخبره ښكاره كړې وه چې قرآن مخلوق ده،چاوويل دايزيدڅوك دى چې ته ترې ويريږې؟ مامون وويل چې زه ويريږم كه دامسئله ښكاره كړم نويزيدبه يې ردكړي اوپه خلكوكې به اختلاف راپيداشي اوفتنه به رامنځته شي. سبحان الله !! دعلم شان اوقوت دومره زيات ده چې يوخپل سرى عباسي پياوړى
خليفه سره له ټولولښكرونه له يوه يزيدنه ويريږي هغه چې له بخارا نه دعلم زده كړي واسط ته رارسولى واويوبې وطنه محدث و(رحمه الله تعالي )

سعيدالجريرى:

ابومسعودسعيدالجريرى دبصرې له ستروامامانوڅخه شميرل كيږي ډېرولويوامامانو له ده نه روايتونه راخيستي اوشپږوامامانو هم ټولوله ده نه روايتونه رانقل كړي دي.خودعمرپه وروستيو دريوكلونو كې يې محفوظات يوڅه ګډوډشوي وو ټول محدثين وايي چې له دې حالت نه مخكې دده روايتونه بيخي كره اوحجت دي اووروسته يې كمزوري دي.دى په كال (144)هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي )

ابوالطفيل:

دده نوم عامربن واثله بن عبدالله الكنانى الليثى دى اوپه ابوالطفيل سره يې شهرت لاره .داحدپه كال زيږېدلى اودرسول اللهصلي الله عليه وسلم دژونداته كاله يې نيولي دي .دى په كوفه كې اوسيدى وروسته مكې ته رانقل شوله ده نه يوبل روايت هم راغلى دى وايي مارسول الله صلي الله عليه وسلم په جعرانه كې وليدچې غوښې يې ويشلې يوه ښځه ورته راغله اوده خپل څادر ورته وغوړاوه په هغه يې كينوله ماپوښتنه وكړه چې داښځه ځوك ده چاراته وويل چې دادده رضاعي مورده. ده له حضرت على رضي الله تعالي عنه سره ډېره زياته مينه لرله اوله هغه سره يې په ټولوپيښوكې برخه اخيستې ده حضرت على رضي الله عنه يې په ټولو صحابه و افضل باله. په كال (100)يا(110)هـ كې وفات شوى (رضي الله تعالي عنه )

الـــتخـــريــــج:

اسناده صحيح،اخرجه مسلم فى صحيحه كتاب الفضائل باب كان النبى صلي الله عليه وسلم ابيض واخرجه ابوداودفى سننه كتاب الادب باب فى هدى الرجل وكذا اخرجه احمدفى مسنده وابن سعد فى الطبقات الكبرى والبغوى فى شرح السنة والبيهقى فى الدلائل كلهم من طرق عن سعيد الجريرى ــ به فذكره.


رښتینی
08.11.2010

.

.

.

.

14ـ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللهِ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، أَنَا إِبْرَاهِيمُ بْنُ الْمُنْذِرِ الْحِزَامِيُّ ، أَنَا عَبْدُ الْعَزِيزِ بْنُ أَبِي ثَابِتٍ الزُّهْرِيُّ ، ثَنِي إِسْمَاعِيلُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ ابْنُ أَخِي مُوسَى بْنِ عُقْبَةَ ، عَنْ مُوسَى بْنِ عُقْبَةَ ، عَنْ كُرَيْبٍ ، عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ ، قَالَ : كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَفْلَجَ الثَّنِيَّتَيْنِ ، إِذَا تَكَلَّمَ رُئِيَ كَالنُّورِ يَخْرُجُ مِنْ بَيْنِ ثَنَايَاهُ
________________________________________

ژباړه:حضرت عبدالله بن عباس رضي الله تعالي عنهما وايي:چې درسول الله صلي الله عليه وسلم د مخكينيو دووغاښونو په منځ كې چولې وې،كله به يې چې خبرې كولې داسې به بريښيدې تابه ويلې چې له دې ددووغاښونو نه يې نورراوځي.

تـشريح اوتفصيل اونحوی څېړنه

كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَفْلَجَ الثَّنِيَّتَيْنِ :

مخكې دهندبن ابى هاله رضي الله تعالي عنه په اوږده روايت كې دمفلج الاثنان جمله تېره شوې هلته مونږ ددې جملې حواله هم وركړې وه په ظاهري توګه ددې حديث اوهغه بل حديث په منځ كې يوڅه تدافع غوندي بريښي، ځکه هلته ټول اودلته دوه غاښونه ذکرکړل شوي دي ؛ خودامشكل نده ځكه كوم صحابي چې څه ليدلي هغه يې بيان كړي. اوياخوپه لومړي حديث كې خبره په تغليب بناشوې ده اوپه يوه روايت كې اشنب الاسنان هم راغلى دى چې دغاښونونرموالي اوځلاته ويل كيږي اودلته په ځينې رواياتوكې افلج الثناياراغلى يعنې په جمعه سره الثنايا ياالثنيتين دثنية جمعه اوتثنيه ده اوافلج دمخكينيوغاښونو( چې مونږيې په پښتوكې داړې بولو ) دمنځ چولې ( فاصلې ) ته وايي خوچې دڅنګلوري له غاښونوسره هم چوله ولري اودڅنګ له غاښونونه مرادرباعيات دي چې مونږ يې نيښئ بولو اوكه يواځې داړې ياثنايا چوله ولري هغه ته (فرق) ويل كيږي.

إِذَا تَكَلَّمَ رُئِيَ كَالنُّورِ :

رُئى مجهوله صيغه ده اومعنى يې (ليدل كيده) معلوم يادمتكلم صيغه ځکه نه ده راوړل شوى چې دنورليدنه په يوه سړي پورې خاص نه وه بلكې هرچابه ليده،اوپه كالنوركې كاف اسمي دى په معنى دمثل ده، څودكالنور دنائب فاعل دجوړولوله پاره محذوفاتو راايستلوته اړتيا پيښه نشي يخرج من .....دمفعول (كالنور) نه حال ده اوياخو په كالنوركې كاف زائد ده نودكاف دمثل په معنى صورت كې خبره په تشبيه ولاړه ده يعنې درسول الله صلي الله عليه وسلم دخولې خبرې نوروې اوپه تياره كې يې رڼاكوله اوپه دويم صورت کې چې كاف زائدشي بيابه خبر له تشبيه ووځي نودرسول الله صلي الله عليه وسلم له خولې مباركې نه په حسي توګه دنوروتل به څرګنده معجزه شي .(وصلى الله تعالى على خيرخلقه واله وصبحه اجمعين)

درجــالو لنډه پېــــژنــد نـــه :

عبدالله بن عبدالرحمن ،ابراهيم بن المنذر الحزامى،عبدالعزيزبن ثابت الزهرى، اسماعيل بن ابراهيم،موسى بن عقبه،كريب اوعبدالله بن عباس رضي الله تعالي عنهم ددې سند رجال دي اوداټول نوي دي د يوه حال هم مخكې ندى تېرشوى ، ددې اووكسانو دژوندحالات په لنډه توګه ستاسو مخته ږدو:

عبدالله بن عبدالرحمن:

ملاعلى قارى وايي چې داعبدالله بن عبدالرحمن بن يعلى الطائفى دى اوچاويلي چې داعبدالله الدارمى دى ( صاحب سنن الدارمى ) خومناوى اوبيجورى ويلي چې نه داعبدالله الدارمى دى اودوى ليكلي چې څوك يې عبدالله بن عبدالرحمن الطائفى بولي داوهم ده ځكه له ابراهيم بن المنذرنه روايتونه دارمى راخيستي دي نه الطائفى والله اعلم.
اوعبدالله بن عبدالرحمن الدارمى دسمرقندلوى امام دى محدثينو حافظ الدنيابللى دامام بخارى اونوروټولوامامانو استاد دى په حديثو،تفسير،فقه كې منلى امام و اسحاق ابن احمدوايي چې امام بخارى ته چايوليك راوړ اوپه هغه كې دعبدالله الدارمى دمرګ خبر ليكلى و ده چې ليك ولوست سريې ښكته واچاوه بيايې سرراپورته كړاوانالله وانااليه راجعون يې وويلې په مخ يې اوښكې راروانې وې اوداشعريې ويلې:

ان تبق تفجع بالاحبة كلهم
وفناء نفسك لاابا لك افجع

عبدالله بن عبدالرحمن الدارمى رحمه الله تعالي په (255) هـ كې وفات شوى دى .

ابـراهيــم بــن المنـــذر :

ابراهيم بن المنذرالاسدى الحزامى دمدينې منورې له ستروامامانوڅخه شميرل كيږي، دحديثو لويوامامانولكه يحى بن معين،ابن حبان،ابوحاتم اونوروكره اوثقه بللى دى يحى بن معين خودابن وهب روايتونه هم له ده نه ليكلي دي يواځې ا مام احمدښه نده يادكړى اوداځكه چې دخلق القرآن په مسئله كې دى غلط شوى و وايي چې يووخت دى احمدبن حنبل ته ورغى اوكورته دورتګ اجازه يې وغوښتله خوهغه اجازه ورنكړه په دروازه كې يې كيناست كله چې امام احمدله كوره راووت ده سلام ورته وكړخوهغه دسلام ځواب هم ورنكړ په هرصورت ډېروامامانوكره بللى دى اوپه كال(236)هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

عبدالعزيز بن ثابت:

په اكثرونسخوكې ابن ثابت راغلى خوملاعلى قارى وايي چې له تحقيق وروسته معلومه شوې چې ابن ابى ثابت دى .دده مورامة الرحمن نوميده اوهغه بنت حفص بن عمربن عبدالرحمن بن عوف وه. محدثين وايي چې ده دحديثو له علم سره علاقه نلرله بلكې دانسابو ماهرؤاودجرح وتعديل علماو منكرالحديث اومتروك الحديث بللى دى. ويل كيږي كتابونه يې سوي وو اوله يادوبه يې چې حديث بيانول په هغوكې به غلطيدى .(رحمه الله تعالي )

اسماعيل بن ابراهيم:

اسماعيل بن ابراهيم بن عقبه الاسدى ډېرومحدثينو كره اوثقه بللى دى لكه ابن معين،النسائى،ابوحاتم اوابن حبان _علامه عبدالروف مناوي ليكي چې ابن معين بې له كوم دليله په ده كې خبرې كړې دي خوابن حجرپه تهذيب كې ليكي:قال ابن معين والنسائى :ثقة . په كال (١٦٩)هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي )
موسى بن عقبه: دامخكينى راوي (اسماعيل ابن ابراهيم) دده وراره دى .دى دزبيردكورنۍ دكوم يوه مريى و،دمدينې منورې سترامام اولوى متقي انسان و خصوصاً په مغازي كې لوى امام بلل كيږي مالك بن انس رحمه الله تعالي وايي تاسو دموسى بن عقبه مغازي لولئ چې هغه ډېرنيك سړى و اودده مغازي په ټولوكې كره مغازي دى.په مسجدنبوي كې به يې درس وركاوه. په كال (141)هـ كې وفات شوى (رحمه الله تعالي )

كــر يـــب :

ابورشدبن كريب بن ابى مسلم الهاشمى لوى تابعي دى اوحضرت عثمان رضي الله عنه يې هم ليدلى و دعبدالله بن عباس رضي الله تعالي عنهما مريى و له ابن عباس اودهغه له مورام الفضل ،ميمونة بنت الحارث ،عائشه ،ام سلمه اوام هانى (رضى الله عنهن)اونوروصحابه و نه يې روايتونه كړي دي.ټولومحدثينو كره اوثقه بللى په(98) هـ كې وفات شوى دى (رحمه الله تعالي )

عبــد الله بــن عبــاس (رضى الله عنهما):

عبدالله له هجرت نه درې كاله مخكې په مكه مكرمه كې زيږېدلى اوپه (68)هـ كې وفات شوى دحبرالامة اوترجمان القرآن غوره لقبونه وركړل شوي دي .له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره يې ډېروخت تيركړى دى اوله هغه نه يې ډېرصحيح روايتونه امت ته رارسولي دي له حضرت على كرم الله وجهه سره په جمل اوصفين دواړو كې برخه وال و په اخروخت كې يې سترګې نابيناشوې په طائف كې اوسيدى اوهمالته وفات شو، امام بخاري ،مسلم اونوروامامانو له ده نه (1660) صحيح حديث راخيستي دي عبدالله بن مسعود رضي الله تعالي عنه به ويل چې دى دقرآنكريم ښه ترجمان دى.عمروبن ديناروايي:مادابن عباس په څيرغوره مجلس اوله هرخيرنه ډك مجلس دبل چانده ليدلى دده په مجلس كې به د حلالو،حرامو،عربى ژبې،انسابواوشعرپه اړه خبرې كېدې،عطاء وايي:كه به چاشعراو انساب زده كول غوښتل ده ته به راتلل،دارازدعربو دورځواوپېښو،دفقهې اوعلم له پاره به دهرفن خپل مينان ورته راتلل.ډېرځله به يې داسې كول چې يوه ورځ به يې دعلم الفقه له پاره ځانګړې كړه اوداراز دتفسير،مغازي،شعرونو،دعربودپيښو،هرفن له پاره به يې ځانګړې ورځې معلومې كړې وې.حضرت عمربن الخطاب رضي الله تعالي عنه ته به چې كومه ستونزمنه مسئله ورپېښه شوه هغه به يې ده ته وسپارله.اوپه بل چايې دومره باورنه كاوه لكه په ده، دده په ژوندځانګړى كتاب ليكل كيدى شي خومونږيې په دې بسنه كوو(رضي الله تعالي عنه )

التـــخــريــج :
اسناده ضعيف جداًاذفيه عبدالعزيز بن ابى ثابت ضعفوه وقالوا متروك رواه الدارمى فى المقدمه والبغوى فى شرح السنة والطبرانى فى الاوسط كلهم من طرق عن عبدالعزيز بن ابى ثابت وكذارواه البيهقى فىا لدلائل عن طريق عبدالعزيزابن ابى ثابت. وهوضعيف بل متروك ومنكرالحديث كمااسلفنا فىترجمته.
وبفضل الله تعالى ومنه قد تم الباب الاول وسنبدء بالثانى باذن الله تعالى وبه نستعين.


رښتینی
10.11.2010

,

.

(2)

باب مــاجــاء فـى خاتـم النـبــوة

۱۵ـ حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ ، أَنَا حَاتِمُ بْنُ إِسْمَاعِيلَ ، عَنِ الْجَعْدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ ، قَالَ : سَمِعْتُ السَّائِبَ بْنَ يَزِيدَ ، يَقُولُ : ذَهَبَتْ بِي خَالَتِي إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، فَقَالَتْ : يَا رَسُولَ اللهِ ، إِنَّ ابْنَ أُخْتِي وَجِعٌ فَمَسَحَ رَأْسِي وَدَعَا لِي بِالْبَرَكَةِ ، وَتَوَضَّأَ ، فَشَرِبْتُ مِنْ وَضُوئِهِ ، وَقُمْتُ خَلْفَ ظَهْرِهِ ، فَنَظَرْتُ إِلَى الْخَاتَمِ بَيْنَ كَتِفَيْهِ ، فَإِذَا هُوَ مِثْلُ زِرِّ الْحَجَلَةِ
________________________________________

ژبــــــــاړه : حضرت سائب بن يزيدوايي:زه مې خپلې ترور(خالې)رسول الله صلي الله عليه وسلم ته بوتلم.اوهغې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل چې يارسول الله صلي الله عليه وسلم زمادخور زوى ناروغه دى نورسول الله صلي الله عليه وسلم زماپه سرلاس راتېركړ اودبركت دعايې راته وكړه رسول الله اودس وكړاومايې داوداسه اوبه وڅښلې بيازه دده شاته ودريدلم اوهغه مهرته مې وكتل چې دوليوپه منځ كې يې وهغه دحجلې دتڼۍ په څېرو.

د الفــاظــوتشـــريـح اونحــوي څېــړنــه :

بَابٌ مَاجَاءَ فِىْ خَاتَم ِالنٌّبٌوٌّةِ:

يعنې په دې باب كې هغه حديثونه راغلي دي چې په هغوكې د(خاتم النبوة) شان ،څرنګوالى ،څومره والى اورنګ بيان شوى دى دخاتم تورى دتاء په فتحه سره هم راغلى دى خوكسره يې مشهوره اوفصيحه ده اوخاتم مهرته وايي چې په عربي كې الطابع هم ورته وايي.دلته مرادهغه اثرده چې خاتم اومهر يې رامنځته كړى اودخاتم النبوة دامعنى كيدى شي چې په دې سره نبوت مصئون اوخوندي شوى دى لكه په يوليك چې دکاتب خپل مهرولګول شي نوهغه كره ،باوري اوخوندي كړل شي اوياخوداچې دپوره كيدلو اوتمام والي په معنى سر ده لكه ليك چې په ټاپه اومهرسره تام اوپوره شي اونوره زياتونه نشي پكې كيدلى دارازپه دې ختم سره هم نبوت پوره اوموثق شوى دى ،اوياخو خاتم النبوه دامعنى چې دادرسول الله صلي الله عليه وسلم دنبوت نښه ده ،اوپه مخكنيو كتابونوكې درسول الله صلي الله عليه وسلم ددې نښې يادونه شوې وه.لكه دسلمان له حديث نه چې داشى معلوميږي دخاتم النبوه چې مونږكومې معناوي اواحتمالات بيان كړى كولى شو داټول مرادكړو اوس دلته يوه پوښتنه رامنځته كيدى شي چې درسول الله صلي الله عليه وسلم دختم النبوة دانښه دده په خلقت كې شمارده نوپه دې اړه حديثونوته يې ولې مستقل باب وټاكه په كارداسې وه چې په مخكني باب كې يې راوړى واى.ځواب داده چې داسمه ده چې دانښه دده په خلقت كې شماروه خودايوه معجزه ده اولوړشان يې لاره بناء دهغې اهتمام په كارو ،اوس راځو دحديث متن ته :

يَقُولُ : ذَهَبَتْ بِي خَالَتِي إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم ، :

دلته باء دتعديې له پاره ده اوپه دې جمله كې يې دمصاحبة معنى پيداكړې ده په ځينې نسخوكې الى رسول الله صلي الله عليه وسلم راغلى دى اودسائب بن يزيددتروردنامه پته نده لګيدلې .دسائب رضي الله عنه مورعُليه نوميږي چې دشريح لورده اوددې يوه خور مخرمه بنت شريح هم نوميدله.

فَقَالَتْ : يَا رَسُولَ اللهِ ، إِنَّ ابْنَ أُخْتِي وَجِعٌ :

دسائب ترور حضرت رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل چې زمادخورزوى ناروغه دى دلته د (وجع)تورى راغلى دى دجيم په كسره سره چې دذووجع (بفتح الجيم)په معنى سره ده يعنې دده كوم ځاى دردكوي اوځينې خلكو (وجع)دمريض په معنى راخيستى دى خولومړۍ معنى سمه ده ځكه دبخاري شريف په روايت كې داتورى په قاف سره راغلي دي : (وقع ) اووقع دپښې دغوښې دردته وايي اوپه ځينې رواياتوکې (وقع) دماضي په صيغه سره هم راغلى دى يعنې زماخوريى په ځمكه ولويدى اوځينې شارحين وايي چې دسائب په سركې كوم تكليف اومرض و ځكه خو رسول الله صلي الله عليه وسلم هم دهغه سر مسحه كړخوداهم ضروري نده چې په كوم ځاى كې دردوي خامخا به هغه ځاى مسحه كيږي داسې هم كيدى شي چې دردبل ځاى وي اومسحه سرشي ځكه سردبدن دټولوغړيونه اشرف دى .

فَمَسَحَ رَأْسِي وَدَعَا لِي بِالْبَرَكَةِ :

حضرت سائب رضي الله تعالي عنه وايي : رسول الله صلي الله عليه وسلم زماسرمسحه كړاودبركت دعايې راته وكړه.بيهقى په دلائل النبوت كې يوروايت راخيستى چې دحضرت سائب دسرپه كومه برخه چې درسول الله صلي الله عليه وسلم لاس مبارك لګيدلى و هغه وېښتان يې تراخره تورپاتې و اونورسريې ټول سپين شوى واودبركت ددعا په اړه ابن سعددعطاء له لارې يوروايت راخيستى عطاء دحضرت سائب مريى و هغه داسې چې ده ته رسول الله صلي الله عليه وسلم وويل:بارك الله فيك يعنې خداى جل جلاله دې بركت دركړي اودادعايى قبوله شوې ده ځكه له دې دعانه په عمركې بركت مرادو اوپه صحيح البخارى كې له الجعدنه روايت ده هغه وايى ماسائب بن يزيددڅلورنوي كلونوپه عمركې وليدچې معتدل صورت يى و اوويل يى چې ماپه خپلوغوږونواوسترګو درسول الله صلي الله عليه وسلم ددعاپه بركت ګټه واخيستله له دې روايت نه داهم معلوميدلى شي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم له خپلوصحابه و سره څومره مينه كوله اوپه ځانګړې توګه له ماشومانوسره .

وَتَوَضَّأَ ، فَشَرِبْتُ مِنْ وَضُوئِهِ

د (فمسح )دفاء په تعقيب كې داجمله راغله نومعنى يى داشوه چې اودس يې په دې نيت وكړڅوسائب دهغه داوداسه اوبه وڅښى اوياخو داچې اوداسه ته يې ضرورت و دلته دوضوئه تورى دواوپه فتحه سره راغلى اوپه فتحه سره هغو اوبوته ويل كيږي چې داوداسه له پاره تياري شوې وي اوهغواوبوته هم وايي چې له اوداسه وروسته په لوښي كې پاتې شي دغه راز هغو اوبوته هم وايي چې په اوداسه كې استعمال شي، شارحين وايي چې دلته داوروستي دوه احتمالونه مرادكيدلى شي اولومړى نشي مرادكيدلى، ځكه دهغو اوبوڅښل يوڅه بې ادبي ده يعنې چې يوچاته اوبه تياري شي اوهغه لا اودس نه وي پرې كړى ددې اوبوڅښل بې ادبي ده اوبل دااحتمال له دې كبله هم نشي مرادكيدلى چې په فشربت من وضوئه كې دتعقيب له فاء سره سمون نه خوري اوپه دې دوواحتمالونوكې وروستى ښه مناسب ده يعنې هغه اوبه يې څښلې دي چې په اوداسه كې كارول شوې وي اوپه دې سره تبرك ښه ترلاسه كيږي.

داوداسه داوبوحكم:

په اوداسه كې دكارول شويو اوبو په اړه دحنفي مذهب له امامانو نه درې قولونه رانقل شوي دي يوداچې دااوبه نجاست غليظه ده دادامام صاحب لومړى قول ده اوبل داچې دااوبه نجاست خفيفه ده دادابويوسف قول ده اوبل داچې
دااوبه پاكې دي.خوپاكوونكي ندي اودادامام محمدقول ده اوپه همدې قول دمذهب فتوى هم ده، ويل كيږي چې امام صاحب هم دې قول ته رجوع كړې ده .مولانا عبدالحى الكهنوى دعبدالوهاب الشعرانى له خولې نقل كوي چې ماله على الخواص نه اوريدلي و چې هغه ويل دامام ابوحنيفه په دې موضوع كې درې قولونه ډېردقيق اواهل الكشف يې معلومولى شي ځكه ويل كيږي چې امام ابوحنيفه داوداسه په اوبوكې ګناوې معلومولى شوې.په حديث كې راځي چې له اوداسه سره ګناوي بښل كيږي اوهرغړى چې پريمنځل كيږي هغه له ګناو پاكيږي نودامام ابوحنيفه رحمه الله تعالي دكشف نظردومره دقيق اوباريك و چې كه به فرضاً اودس كوونكي لويه ګناه كړې وه اوده به دهغه داوداسه اوبه وليدلې معلومه به يې كړه چې له دې اوبوسره دافلانۍ لويه ګناه بښل شوې ده نوپه دې صورت كې ده په دې اوبودنجاست غليظه حكم كړى دى اوكه به كوچنۍ ګناه معلومه كړل شوه نوبيايې په هغواوبودنجاست خفيفه حكم كړى دى اوكه به فرضاً متوضي مكروه ياخلاف اولٰى كاركړى و په هغه صورت كې يې اوبه پاكي اونه پاكوونكې بللې دي، ويل کيږي امام صاحب دکوفې دجومات اودس ځاى ته ننوت يوځوان يې په اوداسه وليدداوداسه وبه يې چې وليدلې ورته وې ويل : ته دموراوپلاردنافرمانۍ په ګناه اخته يې له دې توبه وکاږه هغه توبه وايستله بل يې وليدهغه ته يې وويل ته زناکوې له زناتوبه وباسه ابل يې وليدهغه ته يې وويل ته شراب څښې له شرابوتوبه وباسه ! هغوى توبې وايستلې اخرامام صاحب خداى پاک ته سوال وکړچې ياالله داکشف رانه بندکړې په دې سره خودخلکوپټ رازونه راته ښکاريږي اوالله يې دعاقبوله کړه دلته داخبره واضحه کول ضروری دي چې دکيسواوکشفياتوځينې موضوعات له شريعت سره برابرنه وي ځکه داثابته ده چې په اودس اولمونځونوسره صغيره ګناهونه بښل کيږي نه کبيره ګناهونه لکه دمسلم شريف
په يوه حديث کې چې راځي : مامن امرء مسلم تحضره صلوة مکتوبة فيحسن وضوئهاوخشوعهاورکوعهاالاکانت کفارة لماقبلهامن الذنوب مالم تؤت کبيرة وذلک الدهرکله ،

دلته له تکفيرالذنوب سره دمالم يؤت کبيرة شرط لګيدلى اوبيخي واضح اوښکاره دى ؛ خوعلماء ليكي چې په كشفياتواحكام نشي بناكيدلى نوځكه يې وروستي قول ته رجوع كړې ده.(فرضى الله تعالى عنهم اجمعين) اوبل دکیسوروایات هم ضعیفه دی بیاد عجیبه کیسو مینه خو په هرچا دومره غالبه وی چی دسنددقوت اوضعف په تحقیق پسی یی کم خلک سرګرځې والله اعلم

اوشوافع داحديث داوداسه داوبو دطهارت له پاره په استدلال كې راوړى خوملاعلى قارى ليكي چې په دې حديث كې ددې اوبوپه څښلوكې څواحتمالات دي اوداحتمال په شتون سره داستدلال خوند ځي:اذاوجدالاحتمال بطل الاستدلال.په مخكنيو دريو احتمالاتو كې چې مونږوروستى دووه سم بللى و په هغو كې لومړنى احتمال هم ممكن ده ځكه راوي ويلي دي .فشربت من وضوئه فتبركت يې ندي ويلي.


وَقُمْتُ خَلْفَ ظَهْرِهِ ، فَنَظَرْتُ إِلَى الْخَاتَمِ بَيْنَ كَتِفَيْهِ :

درسول الله صلي الله عليه وسلم شاته دريدل ياخودادب له وجې و اوياقصداً په دې موخه چې خاتم وويني اوياخو هسې يوماشومانه تجسس هم بلل كيدى شي، رسول الله صلي الله عليه وسلم به كله كله كميس اغوست اواكثره به يې څادرپيچلى و نوكيدى شي داوداسه په مهال يې څادرله وليونه ښوئيدلى وي اويايې كيدى شي قصداً حضرت سائب ته ښكاره كړى وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more