د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

شاه ولي
17.07.2014

ګرانو او قدرمنو هېوادوالو، السلام عليكم ورحمة الله وبركاته،

د روژې د مبارکې میاشتې په اړه یو بل عظمت، د خدای جل جلاله عبادت کول (تراوېح) دي.

د ترا ویح لمونځ په نر اوښځه سنت موکده دي، د ترا ویح لمونځ چې د رمضان ستنۍ یي هم بو لی او په دې لمونځ کې ډیر ثوا بو نه نغښتي دي او دا داسې سنت ګرځول شوي دي چی په یو روأیت کې راغلي دي چې وا یي چې د روژې په او له ورځ رسول د خدای مسجد ته راغې او د اصحابوو سره یي یو ځای د تراویح لمونځ ادأ کړ مګر په دوهمه ورځ رسول د خدای مسجد ته لاړ نشو او اصحابو رسول د خدای ته ډیر انتظا ر ووییست نو بیا اصحابو لمونځ د تراویح به غیر د رسول وکړ کله چی سبا شپه رسول دخدای مسجد ته د تراویح لمونځ دپاره ورغی نو اصحابوو ورڅخه تپوس وکړچې ولی پرون شپه د تراویح لمونځ ته را نه غلی نو رسول د خدای په جواب کې ورته وویل پدې خاطر را نه غلم که چیرې زه دوه شپې سر په سر راغلی وای نو دا تراویح لمونځ فرض ګرځیدل او زما د امت دپاره ډیره مشکله تمامیده .
د تراویح لمونځ ادأ کول په جما عت سره سنت کفا یي دي او د هغې ادأ کول په جما عت سره مستحب دي.
د ترا ویح لمونځ شل رکعته دي چې د ماسختن لمونځ ( د څلوررکعته فرض او دوه رکعته سنت) نه وروسته او د وتر واجب نه مخکې ادأ کیږي او د ادأ کولو طریقه یي دوه دوه رکعته ښه والی لري چې د څلور رکعت نه ورو سته با ید یو څه دمه راسته شي نو پدې وخت کې دقرآن کریم یو آیت یا ذکراو تسبیح ویل کیږي او بیا نور رکعتو نه شروع شي نو په همدې ترتیب تر شلو رکعتوپوری دوام کوي، د روژې هره شپه په امام پسې شل رکعته ترا ویح لمونځ په جما عت ادأ کوي که څوک عذر لري او په جما عت تراویح نشي کولای نو هر ځا ي چې وي هلته دي یوازی ادأ کړي چې په افغانستان کې د هر څلور رکعت ترا ویح لمونځ نه دا دعا ویل کیږي.
(سبحان ذی الملک و الملکوت، سبحان ذی العزت و العظمت والقدرت والکبریاء والجبروت، سبوح، قدوس ربنا ورب الملأیکت والروح.)

الله (ج) دي ټولو مسلمانانو ته دا همت وبښي چې دا مبارکه فریضه په ښه توګه ادأ کړو، آمین ثم آمین.

والسلام،


lawangin
18.07.2014

ادرس څه نه ورکوي مطلب بې منطقې غلې پشو خوړلی دی!

[quote:2108867f60="پتوال"]زړه پرې روښان او اعصاب پرې آرام کړئ

https://www.facebook.com/photo.php?v=631740946838587[/quote:2108867f60]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more