د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

کټوازی
20.04.2006

[color=blue:b4edaed54a] يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې دننه
رباب که غېږ کې کېږدمه را کښته به باران کړم [/color:b4edaed54a]
نجيب عامر
__________________
خوږو ملګرو ،
له سلامونو مو مننه !
او پۀ څنګ کې يي زموږ سلامونه هم ومنئ !


زرملوال
20.04.2006

سلامونوته مو عليكم السلام
اوزما سلام هم ومنئ

[color=green:1c6d4d2be4]ماته دې دغم تېشه بتګره شه
ړوند شې دامې زړه دى څه مرمر نه دى [/color:1c6d4d2be4]
(كاروان)


کټوازی
20.04.2006

[color=blue:078163e8e9] يو پوځ دترابان دى ګل اندامې درپسې دي
کېږدۍ د خپل وجود کې به تا هر چا نه پنهان کړم [/color:078163e8e9]

{ بيا هم نجيب عامر }
_______________
زرملوال صاحب ستړي مه سئ !


زرملوال
20.04.2006

[color=indigo:1ccc93275c]ماسكه ويل بر دپرشتوپه عرش كى غونډه وه
ته وى دحيا خوله پرته دتا په ټنډه وه [/color:1ccc93275c]
(پسرلۍ)

ګران كټوازى صيب روغ اوخوشاله اوسى


عصمت الله
20.04.2006

ســــــــــــــــــــــــــــــــــلامــــــــــــــــــــــــــو نه او احترامات ټولو ته
وا وا څومره په خوند روانه ده خدای مو تل دغه شان حاضر لره

هسې چې دا شوخې سترګې ماته غړوې
یــاره په ټپونو راته مـــــالـــــــګې دوړوې
خیال محمد کټوازی


زرملوال
21.04.2006

[color=white:5459087366]يه ! زمونږ زرينه خوبه ستړى يو لږ رايشه
ګوره درپسى موپه تڼاكوپښو تعبير روان
(كاروان)[/color:5459087366]

ټولو يارانو ته دزړه له كومى سلامونه
ياره داد ياء رديف لرونكى شعرونه كه
ختم شول بيابه نوپاړسوته مخه كوو
كه څنګه ؟
ځكه زموږاوستاسو دابۍ
وګره خو تاسوته مالومه ده
(ټوكه)

په مينه


پاچاخوستي
22.04.2006

لمړۍ ټولووروڼوهريو لقمان زرملوال ،عصمت الله،Waqar، صميم کټوازی ،هيواد شېرزاداونوروټولووروڼوته ډيرډيرسلامونه ويم خداي دوکړي چې
ټول دښه ژوندون څښتانان ويي

نازبه باندې نه کوي خونيازورسره بويه 
شعراغاباداردی اوشاعريې دی غلام
پيرمحمدکاروان 


اکبرتڼی
22.04.2006

لمړي ټولويارانوته سلامونه ويم زه ستاسونوي ملګری يم هيله منديم چې تاسوله
ماخفه نشي زه به تل کوښښ کوم چې دبيت بازي داښکلي مشاعره کې ګډون وکړم

ماويل چې بيابه پدې لارنه راځم
داشناغم لکه اشناراوستم
{عبدالمجيدعارف}


پاچاخوستي
22.04.2006

لمړۍ ټولووروڼوهريو لقمان زرملوال ،عصمت الله،Waqar، صميم کټوازی ،هيواد
اواکبرتڼی تاسوټولوته سلامونه وايم اکبرتڼی صيب ښه راغلست دبيت بازي مشاعرې ته

مشک علم  اوغزنوې اواحمدشاه خوڅه کړې
دملالۍ ټپه دډېرو فلسفو ډکه ده
(محبوب شاه)


اکبرتڼی
22.04.2006

ټولو يارانو ته دزړه له كومى سلامونه وايم پاچادښه راغلست ديوه نړۍ مننه

هغه ځوانان چې توروخاورويوړل
ايله يي اوس نومونه زړه ته راځي 
(عارف)


Abid
23.04.2006

د ګران افضل ټکور په شمول ټولو دوستانو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم . هيله ده چې ټول به ښه ياست. زه هم خپل يو بيت در شغوم ګوندې که ستاسې د توجه وړ وګرځي.
د زنده ګۍ غمونه واړه مې له زړه راټول کړم
چې کور ته لاړ شم په سينه باندې واړه راټول کړم _ عابد

ياران دې خبر وي چې زه په خپل وطن يعنې کابل کې د مسافرۍ ژوند تيروم او پوره مياشت پس خپلو بچو ته ځان رسوم او تاسې ومنئ چې زما په وړه سينه زما د بچو جنګ وي او هر يو يې خپل تحت ګڼي.

ستاسې ورور بازمحمد عابد


katawazi
25.04.2006

درانه درانه سلامونه ستاسو په غیږوکې
عابد جانه تاسو خو لا ښه یاست خو زموږ له حاله خبر مه شه (له ۲ کاله راسی می بچیان نه دی لیدلی خیر ده شخصی موضو صرف ستاسو دی تصلی لپاره

واي

مونږه خو تيارې او لوږې وژنو مجاهد يو موږ
شې به ګوناګار راته د شکوره قاتل مه وايئ
[color=red:367d4af455][color=darkred][u:367d4af455]دلاور منصور[/u:367d4af455][/color:367d4af455][/color]


عصمت الله
25.04.2006

سلامونه او احترامات ټولو یارانو ته وړاندې کوم
هیله ده چې ټول سره روغ او رمټ اوسي

یا زما په بینایې کـــې نطر نشته
یا په دانزدې ملکونو دلبر نشته
خوشحال خان خټک


کټوازی
26.04.2006

[color=blue:e9f3ba6816]هغه می به وو د لبو چې ستا نوم زما پۀ خلۀ دی ،

پر هغو چې مستانه وم مستانه يم لا تر اوسه ![/color:e9f3ba6816]

{ حمزه بابا }

_________________

ګرانو وروڼو سلامونه مو ومنئ !

عابد جانه ! ماشاالله تاسو خو ډېر معياري شعرونه ليکئ ( هغه هم خپل ...! ) چې مشاعرې ته لا ښکلا وربښي ، خو که پښې مود مشاعرې د بړستنې پۀ اندازه اوږدې کړئ ، ياني د بيت بازي د مشاعرې بنيادي اصول پۀ پام کې ونيسئ او خپل شعر دبل چا له خوا د ليکل شوي شعر د پای له ټکي وليکئ ،نو خوند به يي لانور هم زيات شي !

همدا ډول له ګران عصمت الله جان څخه هم مننه چې مشاعره يي توده ساتلې ، نور وروڼه به هم راځي ، دادی زموږ يوۀ بل کليوال ( وزرير جان ) هم ځان را ورساوۀ ،ښۀ راغلاست ورته وايو او پۀ مشاعره کې يي له ګډون څخه پۀ بيا ، بيا منندوی يو !

پۀ درنښت ورور مو صميم


وزیرکټوازی
26.04.2006

د غرني مینی سلامونه

هر چړی په چړچوبۍ کی، باچایې خوبونه وینې

انګر یزی لنچر په غاړه؛ په لار ځی ته وا نڅیږی [color=red:68c5a12cbf] سليمان لا يق[/color:68c5a12cbf]
صمیم جانه ستاسو نه بیا بیا مننه


زرملوال
26.04.2006

خوږوشاعرانو او درنو كټوازيانو وروڼو سلام
ديو څه ناوخته كيدو بښنه به راته كوئ اوس دادى
بياله كار وان سره

[color=green:0be6c6eea5]يــه ســپـــیـــن ســـبـــــا وروغــــزوه لاس د پـلو شو
دژونـــــــد تــیـــــاره مـــاښـام کې مې ډیوې ولګوه[/color:0be6c6eea5]


کټوازی
26.04.2006

[color=blue:7b20b31b9c]هسې بس کله د چا حسن ته لېمۀ کچکول کړو
کنه کيسه کې د سردار او د بادار هم نۀ يو[/color:7b20b31b9c]

{ اجمل آند }
___________________
ګرانه وروره ،
زرملوال صاحب ! له سلامونو مو مننه ، پۀ څنګ کې يي زموږ له خوا هم نېکې هيلې او سلامونه و منئ !
او له وزير جان څخه هم يو وارې بيا مننه چې مشاعرې ته راځي !


وزیرکټوازی
26.04.2006

سلامونه
يو" ميرويس " په موږکی نشته ،چی ګر ګين لاری ته سم کړی

يو" شير شاه "راپورته نه شو، چی " مغل" ته ودريږی
[color=red:549459051d]سليما لا يق[/color:549459051d]


کټوازی
26.04.2006

[color=blue:473625173c]يو تږی ګل شه انتظار مې وكړه
زه راورېږمه باران به دې شم [/color:473625173c]
{ کاروان صيب }


پاچاخوستي
26.04.2006

مړاوو سترګو يې اظهار دمينې وکړ
پروا نشته که يې خوله باندې انکار وي ......
سهار

..............................................................................
سلام ګرانودوستانودلوي خداي نه ستاسو دصيحت په هيله


زرملوال
26.04.2006

يا ښکلی شه په خپله يا په ښکلو کې ځان ورک کړه
زما که منې راشه د سپيڅلي عشق په دين شه
(اجمل اند)

_____________________
سلامونو ته مو عليك اوزما دا هم ومنئ


Abid
27.04.2006

شمال له شګو واخيستل څپو ته يې ګوذار کړل
د يار د نامه توري او د ((څار)) د پلونو نښې
عبدالله څار
يارانو ښې چار ې او ښه يادداشتونه


عصمت الله
27.04.2006

سلامونه او ښه صحت ټولو ته له خدایه غواړم

يو دشپې ځلنده ستوری مې ريبار دی
ډېرې شپې به له سپوږمۍ سره ويده شم
  پيرمحمدکاروان


زرملوال
27.04.2006

[color=green:7d76a57520]مه وایه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسي
دلته خو زما هم یو وړوکی غوندې زړه اوسي[/color:7d76a57520]
غفورليوال

_________________________
يارانو سلام او ښى چارى
خوشاله اوسوكاله ژونددرته غواړم


sahar
28.04.2006

دوستانوسلا مونه اوښې چارې

[color=white:edb22ea570] يو وار مې قدم د ميخانې په لورې واخيستو
بيا هغه توبه شوم د ساقي په شونډو پر يوتم [/color:edb22ea570]((حميدالله مشکور ))

په درنښت سهار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more