د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

وقار
26.03.2006

يو ځل بيا هم د زړه دکومې سلامونه او پېرزوينې و منئ.

هر يو شی مې و ليدلو په درياب کې
هم قايم او هم ژوندی په دغه اب کې

(انصاري)

په مينه
__________-
وقار


ليلا
26.03.2006

ټولو وروڼو ته ،
سلامونه او ښې چارې !
__________________

[color=blue:0a4812d979]يو داسې روايت يم چې پۀ نوم باندې ژوندی يم ،
مفهوم رانه ورک شوی دی صفت رانه خپه دی [/color:0a4812d979]
( قيصر اپريدی )
_____________________
عصمت الله وروره ! مننه مو کوم چې دحيران ورور پاملرنه مو جلب کړه !


sahar
26.03.2006

يا رانو سلامونه مې و منئ صميم صيب نور مو په بيت بازۍ اخته کړه او تاسو لکه چې څه بل هوډکړی
چې ډير کم ښکارئ :lol: :lol:

[color=darkblue:ea1b92c535] يوه شيبه تيريږي لکه کال دانتظار
دخدای(ج) دپاره نور مې انتظار کې مه پريږده [/color:ea1b92c535]

_________________________________________
هيواد صيب مونږ خو ستاسو امر په دواړو تورو سترګو ومنلو (شعرمې خپل دی)

_________________________________

خو چې د ا انګار صيب ولې مونږ سره ګډون نه کوي ؟
اګر چې دڅلوريزو مشاعره خو يې ټوله پر مخ وړله

په درنښت ستاسو سهار


Dost
26.03.2006

سلامونه ګرانو!

[color=yellow:511c58710e]هلته يوه ښکلې په مخ راغله څه يې تاته ورته
......................................................راته را ياده ناببره شوې را شنه په زړگي[/color:511c58710e]
(عبدالمالک بېکسیار)


عصمت الله
26.03.2006

یا به قــــــــــــند وي یا به نبات وي
هر کلام چې درحمانه شنیده شي
رحمان بابا


ليلا
27.03.2006

وروڼو ، سلامونه مو منئ !
______________
[color=blue:66bd6045a0]يو اځې پر تا څۀ کړمه له تانه څۀ جوړېږي

غمخور وطن کې پروت دی خو غمخواره تښتیدلي[/color:66bd6045a0]
( فيض الله غمخوار )


کټوازی
27.03.2006

واه ، واه ، خدای مو ژوندي او ګړندي لره ،
_________________________
[color=blue:3a86081781]يوه شيبه خو خنداراوله پر سپورو شونډو
بېرته به چم ته لېوني راشي مين راشي [/color:3a86081781]
{ حميد شجاع ځاځی }
___________________
سهار صيب ! دادی راغلم ،څۀ وکړمه کله ،کله بېګارېږم !
Hewad صيب ! له وړانديز څخه مو مننه ! خود مشاعرې پۀ سر کې مو دا نۀ دي ليکلي چې دبيت بازي في البديهه مشاعره ! او بيا في البديهه مشاعره ،چې پۀ في البديهه شاعري کې پوره لاس ونه لري ،کله څوک ټټر ورته وهلای سي ، اړيو چې خدای بښلی جوشي صيب له ګوره راپورته کړو ، خو هغه به بيا پۀ کمپيوټر نه پوهېږي ! :oops: :lol: :oops: ګنئ که تاسې له موږ څخه د ا تمه ولرئ ،پۀ بشپړ باور چې له[color=cyan:3a86081781] { شاببو جانې راټيټ کړه پلو } :oops: :oops: [/color:3a86081781] څخه پرته به پورته ګام وانۀ خلو ، هو دا ښه ده چې خپل شعر که يي ولرو بايد ويي نه سپموو!
له تاسو څخه پۀ ډېره مننه ! ورور مو


Dost
27.03.2006

سلامونه یارانو!

[color=yellow:40baa9107a]ياديږي مې نن بيا د نيزه بازو نجونو جنګ
.................................................د چا ملالې سترګې يارانې ته راولو
[/color:40baa9107a]
[color=white:40baa9107a](((کاروان صاحب)))[/color:40baa9107a]



هيواد شېرزاد
27.03.2006

سلامونه دوستانو!
د ټولو د هوسا ژوند په هيله.

[color=darkblue:23fd43d292]وړي يې چې غرور ته ثريا په جام د سترګو کې
نېغه مو شمله ده کږېدو ته چې يې پرې نږدئ
« ارواښاد اسحاق ننګيال »[/color:23fd43d292]
[url=http://www.hewad.com/poetry/nangyal/khaybaree_tanda.htm][color=blue:23fd43d292][size=15:23fd43d292]مکمل شعر دلته ولولئ[/size:23fd43d292][/color:23fd43d292][/url]


Dost
28.03.2006

یارانوسلامونه!
یه،دا تاسي چېرته ویدۀ سواست ؟؟ او که در ختم سول؟؟؟ :oops: :lol: :oops:
صمیمه! ستاسې لپاره خو دا لنډۍ بس ده چې
[color=cyan:7927563d7f]پۀ یار مې داسې ټوکه وکړه
.....................................دی مې مین کړ زۀ کراره کېنستمه [/color:7927563d7f] :oops: :lol: :oops:
دا مو د نن لپاره یو ښکلی کوچیانی بیت!

[color=yellow:7927563d7f]يوۀ دنګ او شازاده شپانۀ شپېلۍ كې راته ووېل
..................................................................باروتو كړې لوګۍ زموږ د زړو زرينې پاڼې
[/color:7927563d7f]
(عزت الله پېژاند)


عصمت الله
28.03.2006

سلامونه ټولو یارانو ته وړاندی کوم
دا څه چل شوي ده چې دا خواره واره ورورنه کم ښکاری
زه فکر کوم چې صمیم ورور نه وي نو دا دبیت بازی مشاعره به یې همداسی
بیمزي روانه وي بل حیران ورور هم ډیر وخت کیږي چی نښکاري په دي هیله چې
بیا د لمړی ورځو په شان خوند پیدا کړی :(

یو وصال دښو یارانوبل هجران دي
چې خوشحـال یې په خندا په ژړا کړ


هادي حيران
29.03.2006

[color=red:4e5c842bd5]ړنګ دې نۀ شي دېوالونه ستا د مينې
زۀ به سترګو د دنيا ته بې پردې شم[/color:4e5c842bd5]

(ع. حيران)


عصمت الله
30.03.2006

سلامونه ټولو یارانو ته وړاندی کوم
له خدای پاک نه ټولو ته ښه صحت غواړم کوشانه وروره ښه راغلاست درته وایم
خدای د وکړی چې موږ یوازی پرېنږدې خو ګوره کوشانه وروره که چیری زحمت نه کیږی یو ځل دا دبیت بازی مشاعره له سره خو به درته مشکله وی خو له نیمه یې ولوله چې په قانون یې لیږ بلد شی نو ځکه ستا له خوالیکل شوی بیت دحیران له
بیت سره سر نه خوری دحیران ورور دشعر بیت په )(م) ختم شوی ده نو باید چې په (م) شروع شی دا یې مثال

مینې نغمه ګرې لږیې جوړ په زړه پر هار کا
شــــیخ چې دتســبو غړلی تار درباب تار کا

پیر محمد کاروان


کټوازی
01.04.2006

[color=blue:c048d272af] آب دې دمخ ولاړ مه سه عشقه زما ،
خوندي به اوښکه دردانه کړمه زۀ [/color:c048d272af]

___________________
خوږو يارانو ،
سلامونه ،نېکې هيلې او ښې چارې !
دادی ، درته راورسېدم ، له دوست محمد جان او عصمت الله جان څخه مننه چې ياد کړی يې يم ، خو تاسې مشاعره پۀ ما پورې مه کريابوئ ،ياران دې ژوندي وي ، غم دې يي نۀ وي ټول به راځو دلته راتګ د ټولو ادبي ذوق او شوق ښيي ، زۀ به هم پۀ کې راځم د مشاعرې تابيا د چا پۀ شخصي انګړ کې نه ده شوې ،چې هغه نۀ وي نو مشاعره دې کريابه سي ،نبايد چې پۀ ماپورې يي ياران وتړي ! هو ! ځان نه سپموم راځم به که خدای کول !
له تاسو څخه پۀ ډېره مننه


کټوازی
01.04.2006

[color=blue:1f584e98ee] آب دې دمخ ولاړ مه سه عشقه زما ،
خوندي به اوښکه دردانه کړمه زۀ [/color:1f584e98ee]
{ حمزه بابا }
___________________
خوږو يارانو ،
سلامونه ،نېکې هيلې او ښې چارې !
دادی ، درته راورسېدم ، له دوست محمد جان او عصمت الله جان څخه مننه چې ياد کړی يې يم ، خو تاسې مشاعره پۀ ما پورې مه کريابوئ ،ياران دې ژوندي وي ، غم دې يي نۀ وي ټول به راځو دلته راتګ د ټولو ادبي ذوق او شوق ښيي ، زۀ به هم پۀ کې راځم د مشاعرې تابيا د چا پۀ شخصي انګړ کې نه ده شوې ،چې هغه نۀ وي نو مشاعره دې کريابه سي ،نبايد چې پۀ ماپورې يي ياران وتړي ! هو ! ځان نه سپموم راځم به که خدای کول !
له تاسو څخه پۀ ډېره مننه


عصمت الله
01.04.2006

سلامونه ټولو يارانو ته وړاندی کوم
هيله ده چې روغ او جوړ اوسی
صمیم جانه وروره ما چې ياد  کړي يی دا ځکه چې دا دې بيت بازی مشاعره په تاسو ښکلې ښکاري

هغه شان له خپله ياره بی ليکه بی ريباره
زه خوشحال چې يګانه وم يګانه يم لا تر اوسه


کټوازی
02.04.2006

[color=blue:8a127f85c3] هسې نه ټوله دنيا کرکه شي کينې خورې شي ،
چاته مې ستا دناکردو خبره نه ده کړې [/color:8a127f85c3]
{ علم ګل سحر }
_________________________
عصمت الله ورورکيه ! خدای دې پۀ عزت لره ،


عصمت الله
02.04.2006

[color=cyan:c100cf0509][/color:c100cf0509]
یولک څلویښت زره زیات او کم پیغمبران دي
ګـــــــــــل واړه مـــــــــــدام دي ثنا خـــوان دمحمد
خوشحال خان خټک
صمیم جانه وروره زما له خوا هم سلامونه او مینه دي درورسیږې
بیا ټولو لیدونکوته هم ډیر سلامونه وړاندی کوم[color=darkred:c100cf0509][/color:c100cf0509]



هيواد شېرزاد
03.04.2006

سلامونه!
عصمت الله خانه وروره ګومان کوم پورته شعر د رحمان بابا دی.

[color=indigo:a6be949ab6]د ډېره سوخته په خندا شوې حمزه
دا دويم رنګ دې د ژړا پېژنم[/color:a6be949ab6]

[url=http://www.hewad.com/poetry/hamza/ghazal-pa-sada-stargo.htm][color=blue:a6be949ab6][size=15:a6be949ab6]مکمل شعر دلته ولولئ[/size:a6be949ab6][/color:a6be949ab6][/url]


کټوازی
04.04.2006

[color=blue:7eb9ccfbbf]
مخ ته راځې مې او بيا مخ پټوې ،
څنګه دخلکو دخندا به نه يم [/color:7eb9ccfbbf]
{ ص کټوازی }
______________________
ټولو يارانو ته سلامونه او نېکې هيلې


Abid
04.04.2006

سلامونو يارانو په تيره بيا صميم جان کټوازي ته چې په هره کوڅه کې سرښکاره کوي خو دومره چلباز دی چې ما تر اوسه ونه پيژندو چې اصلي نوم به يې څه شی وي. زه هم دا دی خپل يو بيت درشغوم
مه مې غورځوه د غورځيدو نه يم
و مې کره شين به شمه زړی يم
عابد


hewad
04.04.2006

ګرانويارانوسلامونه!
مه درومه رحمانه پۀ خلاف ددانايانو
مينه ددنياپسندلې نۀ ده هېڅ دانا
ګران هېوادشېرزاده:هغه برسېرن شعرچې عصمت الله ليکلی دخوشحال خان خټک دی٠


عصمت الله
04.04.2006

سلامونه ټولو لیدونکوته او دبیت بازی مشاعری کډون کونکو ته وړاندی کوم

ایاتونه دې په سترګو کې موسکي دی
ستاله سترګو پښتنو یادوو خـــــــــدای
پيرمحمد کاروان

شیرزاده وروره ته مې هم خاص سلامونه او منه
هغه پورتنی شعر چې ما لیکلي ده هغه دخوشحال خان خټک ده
اوتقریباً دولس یا دیارلس کاله په خو ما دخوشحال په کلیات کې لوستلي وه او له دغه شعر څخه دوه بیته مې په یاد پاتې دي او بل دا چې هغه شعر یوه سندرغاړی
په نامه دنعمت الله هم دي نات په ډول ویلي ده
ډیر امکان لري چې هغه بیت ما یو څه غلط هم لیکلي وي
دا بل یې دسر بیت

دخدای عرفان مې اوشوپه عرفان د محمد
پاک دي مـحمـد پاک دي سبــحان د محمد


کټوازی
06.04.2006

[color=blue:76ff6cac8b]يوه دنيا ده پۀ کې مينه محبت دی زړۀ مې ،
توپان وهلی ژړېدلی پۀ غربت دی زړۀ مې [/color:76ff6cac8b]

{ قتيل خوګياڼی }
_______________________
ټولو وروڼو، هر يو عصمت الله ، هيواد ، هيوادشېرزاد ، او ورکو ملګرو ، وقار جان ، دوست محمد جان ، هادي جان او پۀ ځانګړي ډول بازمحمدجان عابد ته سلامونه ،نېکې هيلې !
پۀ مشاعره کې يي له ګډون څخه منندوی یم ، ښۀ راغلاست ورته وايم !


Abid
06.04.2006

د بيت بازۍ د مشاعرې يارانو يارانو ښې چارې او له شعريت نه ډکې لارې مو په نصيب شه. په تيره بيا اسدالله جان صميم کټوازي ته چې کلي په کلي حجره په حجره مې يادوي يوه نړۍ مننه. هو رښتيا زما کليوال ګران شيرزاد او عصمت الله جان دې هم زما سلامونه ومني.ورونو يوه مشوره درکوم که مو خوښه شوه نو تاسې ټول ورته حاضر ياست، نو راځئ چې يوه طرحي مشاعره پيل کړو. دا به ډېر خوند وکړي. تاسې هر يو چې طرحه ورکوې مهرباني وکړئ او ړومبی بيت يې وليکئ بيا به پرې ياران د پيښوريانو خبره پرې طبع ازمايي وکړي.
خو اوس په زړې کرښه کې يو بيت تاسې ټولو ډالۍ کوم:
نازک نازک خيالونه او رنګين رنګين زخمونه
عادت مې دی له ځانه سره ښکلي ګرځوم
پسرلی صاحب
په ټوله مينه
ستاسې ورور
عابد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more