د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

کټوازی
23.03.2006

خوږو ملګرو ، او يارانو ،
سلامونه او نېکې هيلې !
_________________________
[color=blue:9f4cdd2da9] ماته دې تېره بې لوظي يادېږي ،
تۀ دومره کلک مه راکوه لاسونه [/color:9f4cdd2da9]{ رياض تسنيم }
_________________
ګل مې دوست ! خير يوسې تۀ هم ستړی مه سې !


وقار
23.03.2006

سلامونه
مړبهتردی نه هغه چې څوک بې پت وي
په يارۍ کې دې څوک نه کا خدای بې پته
(رحمان با با)

په مينه
___________
وقار


وقار
23.03.2006

ګران ورور صميم صېب سلامونه مې ومنه.
فکر دې وي چې غلطي زما نه ده زما بخت په افريقايي خوب ويده دی.
وخت ته وګوره معلومات درته کيږي ما په 10:08 باندې تېر کړی او تاسو په 10:07 باندې خو بيا هم تاسو مخکې ياست. ديو څو لحظو کار وو

هر کنډو يي دغليم په مخ افت دی
هر ګذر يي نمونه د طو فا نو نو
(پير روښان)

په درنښت

____
وقار


کټوازی
23.03.2006

[color=blue:338fc35cef] وي به ړنده چې کومه سترګه شي ړنده درپسې ،
دا څۀ څراغ نه دی چې بېرته به يي بل کړې آ شنا[/color:338fc35cef]

{ دروېش درانی }
__________________________
هاهاهاهاها وقار جانه زما بخت درباندې زورور سو او که د نېټ د Speed معاملې دې مخه ونيوه !!!


sahar
23.03.2006

دوستانو سلامونه

[color=white:0efb7b2f12]وږمې دپسرلي نشته دابڼ راته شړښکاري
دشپې تياره کې ورک يمه سبا کله راځې [/color:0efb7b2f12]((((خالد بارګامی ))))

سهار


کټوازی
23.03.2006

[color=blue:8179500e24] يه پوهې ! اور واخلې چې وسوځې ايره ،ايره شې
تۀ راسره يې که پۀ ژوند باندې محشر راسره [/color:8179500e24]
{ [color=blue:8179500e24]سعيد[/color:8179500e24][color=red:8179500e24] ګوهر[/color:8179500e24] }

---------------
سهار صيب ستړي مه سئ !


sahar
23.03.2006

يوځل بياسلامونه

صميم صيب دا ځل مونږ او تاسو په يوه دقيقه کې وړاندې وروسته شو

[color=green:237930d0b2] اشناغم چې څومره وي نو راکوه يې
اوس له نوره غمه زه درته اوزګاريم [/color:237930d0b2]((((خاطراپريدی))))))

په درنښت


کټوازی
23.03.2006

[color=blue:390035d76b] منم له لمره مې پناه غوښتله ،
ماد وريځو سايې څۀ کولې [/color:390035d76b]
{ عارف تبسم }
______________________
سهار صيب ! ولې ملنډې  راباندې وهئ ؟ :oops: :lol: :oops: خو بېرته يي Editing iکوئ نو ! :oops: :lol:


sahar
23.03.2006

يم دې ناترسه زمانې ته حيران
لکه ماشوم وي ايينې ته حيران (((خاطر اپريدی)))

صميم صيب بښنه غواړم ٠


هادي حيران
23.03.2006

[color=red:3f5f001de0]نوراني کا هغه ځاى چې سره کېني
ديرينه څلور ياران په مشورت[/color:3f5f001de0]

(ستر خوشحال خټک)


Dost
23.03.2006

سلامونه ټولو وروڼو او خویندو!

[color=yellow:9d825afba1]تنها حالات مو د سرو شونډو نه خندا شوکوي
.............................................کنۀ د حسن پۀ ورشو کې زندګي تېروو[/color:9d825afba1] (اند)

هادي جانه ! وبښه چې سره ټکر سوي وو، دا دی بېرته مې تغیر ورکړ .


sahar
23.03.2006

سلامتيا ټولو خويندو ورونو ته د هميش لپاره غواړم

[color=white:61e671e662]وکړی پوښتنه دبنديانو نا ځوانې مه کوی
خپل لياقت وګټې, خپل شرافت وګټی دقام عزت وګټی[/color:61e671e662]

مننه صميم صيب د تود هر کلي نه دي مننه


عصمت الله
23.03.2006

بیا هم ټولو ته سلامونه او خوشاله شپی او ورځې له خدایه غواړم
صمیمه وروره ښه شوله چې بیرته په خیر سره حاضر شولې
خو زموږ دا هیواد دان یا په بله وینا هیوادونه ورورنه نشته خدای د وکړی چې په خیر سره هغوی هم حاضر شی ،
یو ساعت د خدای په ذکر مشغول نه شوې
تمام عــمر دخپــل ځـــان په غــــــــم مشغوله
رحمان بابا


sahar
24.03.2006

اسلام عليکم

[color=white:6882d815c0]هر څوک به د ځان غم خوري زه په غم کې يم د يار
قلنګ د تورو سترګو مي په ځان منلي دي[/color:6882d815c0]

ملنګ جان
بخښنه غواړم زما تير شعر هم د ملنګ جان دي


Dost
24.03.2006

سلامونه ګرانو!
[color=yellow:1fc7ceaff0]يو لحظه د ي مخ له رقيبا نو پټو مه
................................لمبې خا مو شه نه سې تما شې ته دې درځم
[/color:1fc7ceaff0]
(جهاني)


هادي حيران
24.03.2006

[color=red:db12f4b498]ما ټيټ ورته لېمۀ کړۀ زما سر نۀ ټيټېدۀ
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم[/color:db12f4b498]

حمزه بابا


Dost
24.03.2006

[color=yellow:6b6ff3be69]مینې مې د ژبې پۀ سر نوم د یار کرلی دی
.........................................څۀ وکړم زاهده چې توبه مې پۀ خولۀ نه راځي[/color:6b6ff3be69]

(صديق کاوون)



هيواد شېرزاد
24.03.2006

سلامونه دوستانو!

يو او بل ته په خندا شي چې ګلان راشي دنيا ته
بس همدا بې خبري ده نوم يې ايښی پرې ګلزار دی
"حمزه بابا"


هادي حيران
25.03.2006

[color=red:7755449f64]ياره زۀ حيران يې لېونى نۀ کړم
اوس دې په کتو کې اثر نشته دى[/color:7755449f64]

(باچازاده حيران)


کټوازی
25.03.2006

[color=blue:afa1d094e2] يم دومره لېونی ستا دپرېشانو زلفو زۀ ،
چې چېرې خو به خاورې بادېدې رايادېدې [/color:afa1d094e2]
{ خاطر اپريدی }


___________________
عصمت الله جان وروره ! کور مو اوباد !


هادي حيران
25.03.2006

[color=red:4e58292df8]يا د ژوند بايللى جنګ دى
او يا زه پهلوان نۀ يم[/color:4e58292df8]

غني خان


hewad
25.03.2006

ګرانو هېوادوالو سلامونه!
زما وړانديز دادئ کۀ چېرې داشعرجنګي دشاعرانو لۀ لورې پرمخ يووړل شي ښۀ بۀ وي ٠ البته خپل شعرونه بۀ ليکي٠ موږ سره خوکتابونه پراتۀ دي هرکتاب څخه يو څۀ ليکو٠شعرجنګي کې خوبايد لۀ ياده شعر وويل شي٠ دازماوړانديزدئ٠
پۀ درنښت هېواد
محبت مينه يې زړوکې تل ژوندی پايي پۀ مينه
دوحدت دنورپۀ وړانګوکې رڼايوه دره ده
نصرالله حافظ


عصمت الله
25.03.2006

موږ ته زخمونه دځیګر دسترګو اوښکې پاتې
پاریس ته ځـــــي د زمــــــرودو دلاجـــــورو بیړی
پیر محمد کاروان


عصمت الله
25.03.2006

هیواده وروره سلامونه ښه شوله چې ته هم په خیر سره حاضر شولې
خو دا تصادف ګوره چې ته زما نه دوه دقیقی مخکې شولې
مخکې چې ما د کاروان صاحب دشعر کوم بیت لیکلی وو هغه ستا لخوا لیکل شوی بیت سره سر نه خوری دا ده د غنی خان دشعر یو بیت به ولیکم

هغه ده سپوږمي دونو څوکو کې مسکي شوله
پاڅــیږه لالــــیه اوس د باغ دکـرزیدو دي وخت
غنی خان


Dost
26.03.2006

سلامونه او مینه!

[color=yellow:f551291b8d]تا ته چې خوښي زما ژړا کې تصور سوله
..............................................ما هم ډکو سترګو ته د(شال) لمنه ونیوه [/color:f551291b8d]

(مېرمن مستوره "شال")


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more