د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه


ليلماـ الفت
03.04.2004

زړه ته راتېر شيواني صاحب سلامونه او ښې چاري دي په برخه
لنډۍ مو ډيري ښکلي وې او په ريشتيا ښکلي وې دا چه تاليکلي وه [color=yellow:01105619f1]خلګ مي ټول تپوس ته راغلل[/color:01105619f1] نو دا هم ورسره مل کړه :
[color=cyan:01105619f1]خلګ مي ټول تپوس ته راغلل __ ته به رانه شې چه مي تبه وشليږينه
خلګ چارګل خونړی بولي ___ ما د نتکۍ په ډنډر ډير وژلي دينه
خلګ د پير لاسونه نيسي __ ما دتنکي جانان پښې نيولي دينه [/color:01105619f1]
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي قلمي خور الفت



ځونډی
03.04.2004

سلامونه می ومنی خوږو عزيزانو، هيله من يم روغ رمټ اوسئ٠
لکه زما په لنډيو مينو، دود به نه هيرو او لنډۍ به نه قضا کوو٠ د کندهاريانو په وينا زما درلې٠ <درغلې>

[color=orange:adf29ba797]يواځې خدای به پري خبر وي ---- -دخندا ډکه خوله به چيره ناسته وينه[/color:adf29ba797]
[color=blue:adf29ba797]خولګي دې خورم نه پری مړيږم ------ نامردی تاپکي ګني کرلي دينه[/color:adf29ba797]
[color=brown:adf29ba797]خوله د ملا د لور خوږه وي ------- -د شکرانی چرګان يي ټول خوړلي وينه[/color:adf29ba797]

په پښتنه مينه
---------------------------------------------------------------
پښتو می نده ورکه، پښتانه ﻻ پکي شته دي ------- درنه به نشي سپکه، چې درانه ﻻ پکي شته دي



فرښته
05.04.2004

ګرانو خويندو ورونو سلامونه ٠
ښې لنډۍ مو ليکلي٠
ښه نو نجات ورور مې ليکلي چې خوله دملا د لور خوږه وي٠

خوله چې په زور ترينه وانخلم :cry: :cry: سنګدله يار عزرو زاري کله منينه

خود به يې زه د در ملنګ يم :oops: :oops: چې سپينه خوله راته خيرات کې راکوينه

ډاډه راځه د مينې ياره :lol: :lol: چې سپينه خوله په مينه جار درځنې کړمه

نور بيا٠٠٠


انځورګر
05.04.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



هيواد شېرزاد
06.04.2004

ورونو، خويندو،دوستانو، ملګرو او همزولو - زما ګېډۍ ګېډۍ سلامونه په ورين تندي ومنئ. د خدای پاک څخه مو روغ رمټ غواړم.
دادې له يو څه وخته وروسته وتوانېدم چې په لنډيو کې درسره ځان شريک کړم.
نو، خبره خو په خولې او خولګۍ ده;
[color=red:515f557f4b]نجلۍ وايي:
............ خولګۍ مې خوره څو يې خوړای شې
.................................. شکره نه ده چې په تول به کمه شينه[/color:515f557f4b]
[color=indigo:515f557f4b]هلک وايي:
............ خوله مې غوښته ژبه يې راکړه
.............................خدايه سخي نجلۍ ته ورکړې جنتونه[/color:515f557f4b]
[color=brown:515f557f4b].............خدايه بېګا ته شپه اختر کړې
..............................سبانارې به د ليلا په خولې کومه[/color:515f557f4b]
او دا هم څو نورې لنډۍ:
.................... د ناز کتو دې اثري کړم
......................... د کړس خندا دې لېونی د دُنيا کړمه
.................... څنګه په سپينه جامه ګرځې
......................... رب دې مين کړه چې خيرن دې ووينمه
.................... روغ به له روغو سره ناست وي
......................... په زړه زخمي به چېرته بېل له خلکو وينه
.................... زما دې څه وکړه چې لاړې
......................... نرې نرې زړګی به ستا راپسې چوينه



مجيب انګار
07.04.2004

[color=brown:e506416b0b]ګرانوورونو اوپتمنوخويندو !سلامونه اوښې چارې [/color:e506416b0b]
په پيل کې خومې دټول افغان ټولې څانګې اوبياپه تيره دبحث فورم ټولې خونې کتلې خودکله نه چې مې دخبرونوپيټي ته اوږه ورکړې نوله بده مرغه دوخت دکمي له وجې مې ونشوای کولای چې هره ورځ ټولې برخې وګورم ځکه دخبرونو ټولول،ليکل اوبياپاڼې ته ورکول
خورازيات وخت نيسي اوله بده مرغه ناروغ هم يم نونه شم کولای چې ترډيره دکمپوټرترشاکينم اوڅه وليکم .........خو[color=red:e506416b0b]دخالدهادي [/color:e506416b0b]دې کور ودان وي چې نن يې ددې تودې اوخوږې پاڼې په هکله معلومات راکړل،اوکله چې مې دې پاڼې ته سرورښکاره کړنوداسې وتخنيدم ځکه چې دلته خوخوراپه زړه پورې اودخونديوډول (جنګ)روان دی
نومې ديوڅوټپوليکلوهوډوکړ،ستاسودځوابي ټپوپه هيله

خوله دې په خپله خوښه راکړه_________بيادې نارې کړې چې لړم خوړلې يمه
خوله دې دتريواناردانه ده____________درنځورانوقافلې درپسې ځينه
خوله دډيوې رڼاکې راکړه____________په توره شپه کې دې زلفان خولې ته راځينه
خوله دې غوټۍ دګل ګلاپ ده________شونډې دې بيرته کړه چې اوسپړي ګلونه
[color=#444444:e506416b0b]خوله[/color:e506416b0b] دې دسپينوزروجام دی_________زماپرې پام دی چې موزي پرې اوبه څښينه


انځورګر
07.04.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



مجيب انګار
07.04.2004

[color=red:3f5afb406b]خوله به ترشونډولاندې درکړم [/color:3f5afb406b]
[color=darkred:3f5afb406b] په توروغاښومې لونګ کرلي دينه[/color:3f5afb406b]
خوله به مې خورې،زړه به دې يوسم
[color=orange:3f5afb406b] ماپه خندادډيروزړونه وړي دينه[/color:3f5afb406b]
[color=red:3f5afb406b]خوله درکوم زړه به دې پريږدې[/color:3f5afb406b]
[color=brown:3f5afb406b] زه چې خوله چاله ورکوم زړګی ترې وړمه[/color:3f5afb406b]



ليلماـ الفت
08.04.2004

:shock: :shock: :shock: سلامونه درنو وړونو خدای مو همداسي خوشحاله وساته
لنډۍ خو مو تر خوله نيولي دي دا ډيره ډيره خوله مه يادوئ ځکه يوه لنډۍ کي وائې چه
[color=yellow:8b396a4f48]مسلماني به دي تباه سي ____ ډير مي سرکۍ شونډو ته مه ګوره مينه [/color:8b396a4f48]
خير د انګار ورور په دي نيم مصرعۍ کي به چه وا ئې [color=red:8b396a4f48]زه چې خوله چاله ورکوم زړګی ترې وړمه[/color:8b396a4f48] دا [color=white:8b396a4f48]زړګی[/color:8b396a4f48] تر لاس ونيسو که څه هم د خولې نوري لنډۍ په لسګونو نه په سلګونو راسره په دې تشه کوپړۍ کي شته خو[color=red:8b396a4f48]زړه[/color:8b396a4f48] ته به راسو چه دئ څه وا ئې .
[color=yellow:8b396a4f48]زما زړګۍ ترې نه صبريږي ____ جانان ته چا کړي د صبر تاويذونه
زما زړګۍ د ريګو ورخ دئ ____ د ريګو ورخ چه ټنګوې اوبه ئې وړينه
زما زړګي ته نيژدې ياره _____ مه ځه له مانه چه رنځور درپسي يمه
زما زړګۍ د غم پټئ دئ _____ تخم ئې نشته انديښنې پکښي کرمه[/color:8b396a4f48]
او دې ته غوږ شی
[color=cyan:8b396a4f48]زړه مي ناسور په وينو سور دئ ___ سرپوښ تنور دئ غړغړې وهي دننه
زړه مي ناسور دئ لويه خدايه ____ د دم دوا سړی ئې نسته وبه مرمه
زړه مي نا سور په وينو سور دئ ___ د ژړ ګلان مي له غوسې ټومبلي دينه[/color:8b396a4f48]
په کليواله پښتنه مينه ____ الفت



مجيب انګار
08.04.2004

[color=red:4fd530a64b]زړګيه پام چې مين نه شې [/color:4fd530a64b] اوس معشوقې په زړه داغونه لګوينه
زړګيه ځان ورته تکړه کړه [color=darkred:4fd530a64b] اشنادسپين مخ نه نقاب پورته کوينه[/color:4fd530a64b]
زړګيه صبرشه مه ژاړه [color=brown:4fd530a64b] ستاپه ژړااشنادنازخنداکوينه[/color:4fd530a64b]
[color=red:4fd530a64b]زړګی زماروغ ليونی شو[/color:4fd530a64b] اوس رانه غواړي دپردۍ څنګل خوبونه
زړګی مې ټول پرهرپرهردی [color=indigo:4fd530a64b] دياردزلفوپه تاروبه يې ګنډمه[/color:4fd530a64b]
زړګی مې نشته چيرته ورک دی [color=red:4fd530a64b]زيری به ورکړم که جانان موندلی وينه[/color:4fd530a64b]
زړګي ته ډيرې پلمې اوکړم [color=red:4fd530a64b] ديارسرې شونډې په پلمونه هيروينه[/color:4fd530a64b]



ځونډی
14.04.2004

ډيرو خوږو اولکه زما په شان په لنډيومينو سلامونه مې ومنئ٠ خبره خو مو له خولې نه زړه ته راورسوله، رب دې خير پيښ کړي مخ په کښته خو روان يو٠ :lol: دا زما هم درواخلئ کيدای شې کومه يوه مو په زړه ښه ولګي، که داسې وشول نو ما هم خبر کړئ٠
زړګيه صبر شه مه ژاړه --------څوک چې سرې شونډې ښکلوي رنځور به وينه
زړګيه خدای خبرکه روغ شې--- د کږو وريځوپه خنجرخورې ګوزارونه
زړګيه دا دې زما حال کړ-------د يار کوڅه کې د ديدن غواړم خيرونه
زړګيه مينه پکې نشته --------نن واړه ښکلي د لباس خندا کوينه

------------------------------------------------------------------
پښتو مې نده ورکه، پښتانه لا پکې شته دي
درنه به نشي سپکه، چې درانه لا پکې شته دي



ليلماـ الفت
15.04.2004

واوا وړونو او خوندو خدای مو همداسي خوشحاله ولره
لنډۍ مو ريشتيا چه ډيري خوندوري او ښه زور ئې اخيستئ انګار وروره ډيري ښې لنډۍ مو ليکلي او نجات ورور خو ښه جواب کړي دي زه به څه ووايم خو ددواړو جواب به وايم مجبوره يمه زما شيرينه خورکۍ نه ښکاري او ظالمي زه يوازي ټولو ته ورپيښې يمه
[color=yellow:259d68ffd2]د زړه پر باغ مي خزان راغئ ___ د بيلتانه شمال ئې پاڼ ي رژوينه
د زړه مي ويني راجلا سي ____ د باڼو څکو ته چه راشي اوښکي شينه
د زړه مي شين لوګې راخيژي ___ لکه د شنو لرګو تنور چه لمبه شينه
د زړګي زخم مي ناسور شو ___ ملهم د سرو شونډو را وليږه مينه [/color:259d68ffd2]
او دا يو څو نوري
[color=cyan:259d68ffd2]په مخه راغلې مخ دي پټ کړ ___ ګناۀ مي وايه چه توبه پرې وکاږمه
په نا علاجه مرض پروت يم ____په اشنا دوه قدمه ګران دي نه راځينه
ستن د بڼو ته حاجت نه سته ___ مخ ته مي ګوره چه دي روغ شي پر هارونه [/color:259d68ffd2]
په کليواله پښتنه مينه
ليلو الفت



ځونډی
15.04.2004

سلامونه دلنډيو اتلانو!!! د لنډيو تود تنور به سړښت ته نه پريږدو ، خو نه پوهيږم ولې کله کښته او کله پورته منډې وهو :lol: دا خو مې ځکه وويل چې اول خبره خوله کې وه بيا راغلو کوز زړه ته او اوس چې ګورم ليلما جانې بېرته پاس خيز کړی او بڼو ته رسېدلې ده ٠ خيرلويان وايي البته دې کې به مو خير وي٠ خو لنډۍ يې ډېرې خوږې دي او روستۍ يې داسې وه،[color=red:e3e047b3f8] ستن د بڼو ته حاجت نه سته ___ مخ ته مي ګوره چه دي روغ شي پر هارونه[/color:e3e047b3f8]

اوداهم زما ملنګ له خوا ومني
باڼه دې غشي زهر داردي------ دا کږې وروځې دې ليندۍ سوری دې کړمه
باڼه دې وروجګ کړه محبوبې---- ماته دې روغ د زړه په سر ټومبلي دينه
باڼه دې غشي فولادي دي------سترګې ليندۍ کتل دې زړه غلبيل کوينه
باڼه دې مړه دي کښته ګوري------لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه
سترګي دي جوړي ګل غوټۍ دي---- باڼه دي پورته کړه چې وسپړي ګلونه

په مينه او درنښت

------------------------------------------------------------------
پښتو مې نده ورکه، پښتانه لا پکې شته دي
درنه به نشي سپکه، چې درانه لا پکې شته دي



فرښته
19.04.2004

سلام خويندو ورونو د لنډيو مجلس خو مو ډير ګرم دي ټولو ډيرې په زړه پوری لنډۍ ليکلي٠
ښه نو ليلوجانه خور مې وايي چه چې په مخه راغلې مخ دې پټ کړو

علامې بيا د فراق راغلی :cry: :cry: په تريو تندي يار د غضب کتل کوينه

علت يې ماته معلوم ندی :cry: :cry: اشنا ناحق ګيلې هر ځائ رانه کوينه

علامې بيا بدلې ښکاري :oops: :oops: چې رقيبان اباد کورونه ورانوينه

ړومبۍ د سرو ماله تير شه :oops: :oops:بيابه مې سپينه خولګۍ جار درځنی کړمه



مجيب انګار
24.04.2004

عمردبادپه شان تيريږي
رنګ مې زيړيږي مرګی ملاراته تړينه

عمردبادپه شان تيريږي
که بيلتون سل کاله نيټه کړه رابه شينه
عمردې تيرپه نورباغچوکړو
په منې راغلې اوس تازه غواړې ګلونه

عمرغورځنګ داباسين دی
مدام به نه وي ستاغورځنګ زماسوالونه


انځورګر
25.04.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



فرښته
04.05.2004

سلام خويندو ورونو
دا څنګه غلي ياست لکه چې نوری لنډۍ ختمې شوی
او داسې راته ښکاري چې دا ځونډې ورور زه پيژنم که غلطه شوې نه يم ځونډې جان وروره دا راته وايه چې هالينډ
ته کله راغلې ؟
ښه ښه نو هادي جان وايې چې مخ دې تر ګله تازه تر دې٠

کشش د ښکلي مخ د يار دې :lol: :lol: چې مې زړګی قابو په مينه کې ساتينه

که پسې ځم د سر خطر دې :cry: :cry: که پسې نه ځم خوږ اشنا مې له لاس ځينه

کناره مه ګرځه دلبره :oops: :oops: تيره په مينه دې له سره ناسته يمه

نور بيا٠٠٠



مجيب انګار
04.05.2004

[color=green:97cbe5b464][/color:97cbe5b464]ددې خوندورې پاڼې ټولومينه والوته دټپواولنډيوپه څيرله سوزه ډک سلامونه وړاندې کوم.
هيله ده چې ټول به ښه روغ رمټ ياست، فرښتې خورې ګيله دې دې ډيره پرځای ده الله دې وکړي چې برخوال به ورته پوره پام وکړي. دايوڅولنډۍ خودرواخلئ !

هغه به کله وي شيريني
چې دې وړې سلګۍ په غيږه کې وهمه

رڼې رڼې اوښکې پرې توی کړم
چې ستادلاس ليکونه ګورمه بلبلې



ليلماـ الفت
05.05.2004

ښاغلو اغلوسلامونه نيکي هيلي او خوشحاله ژوند ولرئ
ار،ار،ار فرشتې خور تاخو د ځونډې پيژندني ته لستوني را ولغښتل خو دهادي ورور خبر مي نه اخلې چه وائې سترګه ئې عمليات کړې ده : خدای دي عاجله شفا ورکي :
د هغه د سترګي د خوږ په خاطر داد سترګو يو څو لنډۍ ته غوږ سئ :
[color=yellow:4b94c21377]سترګواو زړه مصلحت وکړ ____ د ميني غم دئ په تقسيم به ئې ګالونه
سترګو پسات را باندي وکړ ____ نور به ئې د باز په شان ګنډلي ګرزومه
سترګو تر سترګو پوري فرق دئ ___ د جانان سترکي اصيل غلاموينه
سترګو ته رش د رنجو ورکړه ___ د مسافرو وخت نيژدې دئ رابشينه
سترګو دي جنګ را سره وکړ ___ باڼو دي تللي دي لښکر راټولوينه
سترګو دي زخم په ز ړه را کړ ____ وږه خندا دي لا پرې مالګي دوړوينه
سترګو نه کومه ګناه شوې _____ چه زړه مين شي سترګي تل ژړا کوينه
سترګي به ولي اوښکي نه کړي___ چه په موسم د خوښحالۍ راغله غمونه
سترګي په چم غړوه ياره __ ___ غمازان ګرځي غټي سترګي خوښوينه
سترګي خو تا ورکړي خدايه ____ که ئې راواړوي نسکور به شم مينه
سترکي د باز په شان غورځنګ کا ___ په منګل نيسي د مينو ځيګرونه
سترګي د يار چه پکښي نه وي ___ که وطن تول شي سره ګلونه وان دي شينه
سترګي دي بيا د ګل غوټۍ کړې ____ باڼه دي پورته کړه چه وسپړي ګلونه[/color:4b94c21377]

او
[color=red:4b94c21377]سترګي دي بيا خونکاري سرې دي ____ګمان مي کيږي عشقان درباندي مرينه[/color:4b94c21377]

په کليواله پښتنه مينه ___ ستاسي ليلو



مجيب انګار
05.05.2004

[size=18:22dec16167][color=green:22dec16167]سوال ځواب [/color:22dec16167][/size:22dec16167]
[color=green:22dec16167]رازه چې ځوکډه رانغاړه[/color:22dec16167]
تهمت به دواړه په يارۍ کې قبلوونه

[color=brown:22dec16167]رازه چې ځوکډه رانغاړه[/color:22dec16167]
په ننګ ولاړه يم جوړه درسره ځمه

رازه چې ځوکډه رانغاړه
ژوندبه په شاړه تيرووخوشحال به يونه

رازه چې ځوکډه رانغاړه
زه دې په غاړه دتهمت زنځيروړمه

څنګه نيازبينه چې دموريې
ګلې همدغسې په نازبه دې ساتمه

سختي به ستاسره قبول کړم
دنيازبينتوب په ژوندبه اورولګومه

خبره ورانه ده بلبلې
موردې بدمعاشه ده ورارۀ ته دې ساتينه

دارمانونوناوې ستايم
زه به دمورپه ارمان خاورې واړومه

موردې په ټول مالت کې ګرځي
زموږپه ډيره بې وسۍ خنداکوينه

مورکه مې هرڅه هرڅه وايي
چې زماخوښ يې ياره مکوه غمونه

پلاردې دموردخولې سړی دی
ماسره غم دجدايۍ ملګری شونه

ته فکرمکوه جانانه
زه ليونۍ رضاددواړونه منمه

نوربه دې کله ماته راکړي
زماوړې شينوګۍ غم دې وخوړمه

ستاشينوګۍ له تانه زارشه
دبل به نشي ژوندبه تاته تيروينه

خيردی که ډيره غريبي ده
شينوګۍ تاته به نوکره ونيسمه

پرماچې دومره خفه کيږې
ډيرنوکران دې درته خدای وګرځوينه

زمادعوه دې په چانه وي
ځان دمرګي خولې ته پخپله رسومه

ولې په عمرباندې تنګ يې
چې نيمه شپه راپسې ګورې مالتونه

چې نيمه شپه درپسې ګرځم
لاس مې دخپلې زنده ګۍ وينځلي دينه

دنيمې شپې راتله دې بس کړه
په ځوانۍ مه ستومانه کيږه ليونيه

چې به بندي ستادديدن وي
خودبه پخپله زنده ګۍ ستومانه وينه

په شپوکې مه ګرځه کرارشه
په رڼاورځ به درته راوړم ديدنونه

ديدن په نيمه شپه کې راکړه
په رڼاورځ مې غمازان لارې څارينه

ړاندۀ په سترګوغمازان شه
ته به مې څودتش ديدن کړې ارمانونه



مجيب انګار
07.05.2004

له کندهاره مسافره! :shock:
خالده ! تل به دې دژوندکوم سوالونه :oops:


ډيوه
09.05.2004

[color=green:e8495aa464]ډيوې به بلې دوفاکړم----- چې عاشقان ورباندې لارمعلوموينه[/color:e8495aa464]


انځورګر
09.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



مجيب انګار
09.05.2004

ټولوته سلامونه اوښې چارې !
له ټولونه مې داهيله ده چې ليکنې په توراوياهم په شين رنګ کوئ اوپه نورورنګونوسره ليکنې مه کوئ ځکه چې موږ زړوته سمې نه ښکاري اوسترګې موورته مرغۍ مرغۍ کيږي


انځورګر
11.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more