د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

۰
14.04.2011

ورکه ډنګ چي وکي کړنګ..........دزړګي وباسه زنګ
څوک شوملو سره بادرنګ..........څوک په تمه دپالنګ
څوک یو بل سره په جنګ..........څوک کري درته لونګ
کامل خانه ته ومومنــــد..........سره اوسی هم اهنګ


پښتون یار
14.04.2011

ګــــیډۍ څڼـــــې مــــو ډول او یا قـــربان ته واچــــوئ
وریښمینـــې لـــونګۍ ګرد سره میدان ته واچــــوئ

ترخــــــې خبرې پریږدئ کــــړي خـــوږې خبرې خـوند
شکـــر دشنو طـــوطیـــــــــــانو شکردان ته واچـــــوئ

که ګـل نه شته ، امېل نه شته ، لاسونه خومــو شته
په مینــه کــــې یــــې غــــاړې دچــانـــان تـه واچــــــوئ

ښـــېــــــــرا راتـــه دعــــــا شــــوه دیوه ښــکـلـي کلیوال
دښــار ښکلیـــــو وې ډال دغـره کـــــاروان ته واچوئ


۰
14.04.2011

یالږتم شه پښـتونیاره ........جنتـونه دی نصیـب شه
څه توښه درسره یوسه .........نعمتونه دی نصیب شه
دی دنیا ته څله راغلي...........او د څه مقصد لپاره؟
بیرته څنګه ورنه درومی........عبادتونه دی نصیب شه


پښتون یار
14.04.2011

السلام علیکم مومند وروره
او الله دې دعا قبولې کړه

هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو ايښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ور ختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږ اروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده


Kamil
14.04.2011

[color=red:defe1e68f9]ه[/color:defe1e68f9]سې مو یو بل ته تر شا وکتل
خلکو زمونږ دعشق افوا خوره کړ[color=red:defe1e68f9]ه[/color:defe1e68f9]

__________________________________________________

[color=white:defe1e68f9]ه[/color:defe1e68f9]و يې راته کړي وه خو خير وکړې
بــيــا يـــې چــــې بدلــــه اراده نه شـــ[color=red:defe1e68f9]ي[/color:defe1e68f9]


پښتون یار
14.04.2011

یـــــو امــــتــــحـــــــان وو دجـــــــانــــــــان دمیـــــنـــــې
تومت مـــې واخیستـــه انــــــکار چـــــې نـــــه شــــــوم

یــــو څــــه تســـــل شـــــم " سنــــګـــرواله " پـــــه دې
شکر چـــې غل نـــه شـــــوم اغیـــــار چـــــې نه شـــــوم


Kamil
14.04.2011

[color=red:b03e07b28d]م[/color:b03e07b28d]ونږ ليوني يو په دى نه يو چى ديدن به اوكړو
هسى بس سپي ورغپوو جانان له خوبه پاسو[color=red:b03e07b28d]و[/color:b03e07b28d]


پښتون یار
14.04.2011

وړيا به يې هم درکړي که يې زړه وي ستا په کار
خو سر په هر حالت کې دی په پور د پښتانه


Kamil
14.04.2011

[color=red:bd853387ff]ه[/color:bd853387ff]ره لحظه دى يادوم جانانه
يو ساعت دى هم دى هيرولى نش[color=red:bd853387ff]م[/color:bd853387ff]
ځمكى ته ګورم چى مخامخ شى راته
مخ ته دى نيغ په نيغ كتلى نشم
وايم جى ځان ته دى نيزدى كړمه خو
لاس دى په لاس كى رانيولى نش[color=red:bd853387ff]م[/color:bd853387ff]


پښتون یار
14.04.2011

موسم بدل دی ښايي تللي مارغان بېرته راشي
و خپل وطن ته د کډوالو کاروان بېرته راشي


۰
14.04.2011

یاره کامـله ماویـل شـوخ به یـی او
.............................. ښـه نیـغ به نیـغه به جانـان ته ګـوری
ساده هـلـک یی کلیـوال غونـدی یـی
............................. نوکونه خوری او خپل ګریوان ته ګوری

دالیکنه دکامل د بیت پسی لیکل شوی وه خو پښتون یار مخکی شو
نو بیا ایډیټ شوه


پښتون یار
14.04.2011

غزل

بیا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدایه بچ ساتې رڼا او څراغونه

یه مرګیه ماشومان مې راته خاندي
سره پریږده څو شپې ما او څراغونه

خپل مخونه ستا د مخ په رڼا وینځي
لمر، سپوږمئ، ستوري، بریښنا او څراغونه

په دې نور پسې سپیڅلو خلکو مه ځئ
یو ځائ شوي دي بلا او څراغونه

د وطن په هدیرو کې وي "درویشه"
هره شپه نرۍ ژړا او څراغونه

د ښاغلي دروېش "دراني" شعر


Kamil
14.04.2011

[color=red:2947a1da49]ه[/color:2947a1da49]ر کله راشې د يار غمه
که سل مې نور وي تا به پاس په تندي وړ [color=red:2947a1da49]م[/color:2947a1da49]


۰
14.04.2011

ما ویل له[ م ]نه به یی پیل کړم
..............................څویی لیکمه بیت تر[ ی] ورسیږینه


پښتون یار
14.04.2011

هر څه هر څه يې کړل قتل د غليم شه خونه ورانه
خوب خندا شم که ساغر شم، اوس هغې شاړې کوڅې ته


۰
14.04.2011

همدا یوه لیکنه وکړه پښتون یاره چي پوره شي
.....................................بس یوه لیکنه پاتي ده سنچرۍ ته دي د ستوري


Kamil
14.04.2011

[color=red:a0fa946d01]ي[/color:a0fa946d01]وطوفان لا تېر نه وي،ترشایې بل طو فان راشي
يو شيطان چې ستړئ شي،بيا وار دبل شيطان راشي

وخت څومره ناخوالې ، څه نادودې په مونږ وکړلې
يو خفګان خو نه وي، په مونږ سرپه سر خفګان راش[color=red:a0fa946d01]ي[/color:a0fa946d01]

پښتون ياره [color=red:a0fa946d01]مبارک دی[/color:a0fa946d01] [color=green:a0fa946d01]وي درته[/color:a0fa946d01]


۰
15.04.2011

یا دسپیني توري مردشه یا عاشق شه
..............................چی یادیږي په بدلو په سندرو

پوښتون یار صیب تاسی یو بیت لیکلی وو
یه مرګیه ماشومان می راته خاندي
..........................سره پریږده څو شیبي ماو څراغونه
ددی بیت په معنی دي پوه نشوم که لږ یي واضح کړي
او که کومه سمه معنی نه لري نو بیا یي تغیر کړه کوم بل بیت
ولیکه ډیر کله چي کوم بیت شاعر نه وي معلوم او معنی یی هم
مبهمه وي نو بیا خطرناک وي یا د کوم دهري لخوا ویل شوی وي
نوکه دا هم کومه پټه بده معنی ولري نو ستاسي په دوسیه کي جمع
کیږي چي بیا به خلک په تاسي هم بد ګومان لري نو دي کي لږ احتیاط
پکار دي ځما دوست یي نو ځکه مي یادګیرنه درته ولیکله خوابدی نشي
ستاسي مومن ورور مومندافغان


Kamil
15.04.2011

[color=red:54cb67f0b0]و[/color:54cb67f0b0]ربه شمه كور ته د ديدن بهانه به جوړه شي
كاش كه چيرته ما باندى باران شي د يار كلي ك[color=red:54cb67f0b0]ى[/color:54cb67f0b0]


۰
15.04.2011

یو یي لوي بولي هغه بل ورته وړوکی وايي......خیټه یي لویه او ککره يي وړه ده ډیره
په یوه سوي ډوډۍخداي نه جنتونه غواړي....... دده سره داخرت سودا وړه ده ډیره
کوټه توده ده تشناب توددی تنورتودوي مدام.....هرڅه تاوده دي دګدابرخه سړه ده ډیره
دده له کوره هغه وخت خیروخیرات راوځي.....چي تناره کي څڅیدلي تري پیړه ده ډیره
ګل پاچا الفت صیب له اشعاروڅخه
ه


Kamil
15.04.2011

[color=red:b9aedc5abd]ه[/color:b9aedc5abd]غه دې هېر دي که دې ياد دي
چې د کړکۍ شمال په دواړو لګېدن[color=red:b9aedc5abd]ه[/color:b9aedc5abd]


۰
15.04.2011

هري شپي پسي بیشـکه چي سبـاوي
خودسست عزم ترشپي هڅ سبا نشته
ه


Kamil
15.04.2011

[color=red:e1f4384ae8]ه[/color:e1f4384ae8]غه ساعت به کله راشی
چې د اشنا سره به بر ګودر له ځم[color=red:e1f4384ae8]ه[/color:e1f4384ae8]


اړم
16.04.2011

هر يو خاپ د هر قدم مې ورانومه
خپله هره اشتباه اخلمه ځمه

ستا د مينې له دې ښكلي خيالي ښاره
خاموشي اخلمه آه اخلمه ځمه


م . ق
16.04.2011

.........


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more