د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

قريش
29.12.2010

الوزیری صیب دټوکوخونی نه لاندی اوباندی لیکنی کوی خوپه ټوکوکی دی څرک نه لګی. نه پوهیږم زارۍ اوستونه غواړی اوکه بله خبره ده :oops:
ښه به داوی چی په رضا راشی، ګنی مونږته هم په زوره دراوستلو چل راځي. :?
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:


وزیري
30.12.2010

قریشه وروره سلامونه می ومنه!

په دی فورم کی خو چی په څه شی پوهیږم هغه لیکم خو دا غضبمړی ټوکی می نه دی یادی او ټوکی خو زما په نظر بعضی وخت په جنګ هم اوړی. که ریښتیانی جنګ وی نو ښکنځلی به کوی چی ښه کار یی نه بولم او که د ټوکو مسابقه وی نو بیا به ضربه یی ټوکی کوی چی زما نه دی یادی.

او دا ټوکی کول ګوره ګناه هم ده، او ټوکی چی کوی نو بیا به یی دوامداره کوی او دوامداره ګناه کول به یو څه ثقیله وی. نور نو ستا خوښه :roll:

والسلام


قريش
30.12.2010

خو الوزیری وروره که ټوکی دی یادی نه وی بیاداسی وکه چی هلته راشه او د نیفری وظیفه په غاړه واخله. لکه دفوټبال دنیفری غوندی پخپله به په لوبه کی ونډه نه اخلی خو یو ښه شپیلی به دی په خوله کی نیولی وی اوپه میدان کی به ګرځی څوک به نه پریږدی چی دقانون خلافورزی وکړی. :?
اوزمونږزړونه به هم درباندی ډاډه وی.
خودومره سختوه یی هم مه چی ګناه یی وبولی. 8)
بهتره به یی مولوی تندرصیب ته معلومه وی خوزماپه نظرهغه ټوکی ګناه وی چی یوسړی یی دوظیفی اودندی په توګه کوی اوغواړی چی خلک وخندوی لکه اسماعیل شاهد، سیدالرحمن شینو.... یا میراوس.
اوکه دټوکو دپاره نه راځی بیاهغه ورونه چی هلته په ګناه اخته دی نصیحت ورته وکه داخوبیاستادینی مسئولیت دی چی تراوسه دی مونږ نه یو منع کړی. :cry:
که هرڅنګه یی کوی ستاشتون هلته ډیرضروردی.


هیښ
30.12.2010

سلامونه
دتندر صاحب بیت په (ه) ختم شوئ دئ ،نوځواب ئې دادئ:

هره سیمه دوطن مې ،حسن حسن دی ښکلا ده
هریو کاڼی ئې مرجان دی،هر یوبوټی یې کمیاده
دي ځلاند یې عظمتونه،هم ویاړلي تاریخونه
دا زانګو دتمدن ده ،دالرغونې اریاناده
هرزلمی دوطن عشق کې ،یو اتل دحماسودئ
هره پیغله ئې ملاله،دوطن په ننګ فدا ده
خپل کلتور باندې نازیږو ،خپل ائین نه قربانیږو
ازادي او خپلواکي مو دنیکمرغه ژوند بقا ده
چې اظهار دمحبت یې،زه په کومه ژبه وکړم
(شرفیاره) راته ګران دئ،زمازړه دئ زما سا ده

مننه


عنوان

tandar
31.12.2010

هری خواته ګورم ژړاګانی او ویرونه دی
...........................سری وینی بهیږی شپه او ورځ قتلونه دی
نور رحم وکړه خدایه څه ګناه مو کړی
...........................خوښی هم لږ راکړه کور په کور غمونه دی
دفعتا می په فکر کی یو څه راغلل امید دی چه خوښ مو شی٠
تندر٠


د ښاغلي بازمحمد عابد شعر

پښتون.
31.12.2010

سلامونه می ومنی!

[color=green:9334a09b7e]**********************[/color:9334a09b7e]ستا په څیر[color=green:9334a09b7e]************************[/color:9334a09b7e]
یــــو څــــوک ګــــورمه چیرته به وي د نګه ستا په څیر
*********************پـــیـــدا بـــه نــه شـــــي خدایږو غنمر نګه ستا په څیر
د چــــــا ښـــکـــلــــي پـــه لـــټــه پسي وتي یم له کوره
*********************کـــوڅـــه پــه کــوڅـــه ګـــر ځـــمــه ملنګه ستا په څیر
دوخت غرمو که و ســـوزوم، مینه کي یې یـو خ کړم
*********************پـــر سپــیـــنــه ســیــنـــه زانګمه لونګه ستا په څــیر
یو ته یې چي د ژوند قرار دی دي ټول راځني یـــوړو
*********************¿ کـــه بـــلــــه بــه پیداشي شوخه شنګه ستا په څـــیـر
د باز په شان شوخي مي په وزرونـــــو کي پیدا شي
*********************کـــوتــــره چـــي مـې تیره شي تــــر څنګه ستا په څیر


عادل عادل
13.01.2011

سلامونه

راشه که یې ګورې چې داګیر د څه هنر یم
د چین د ښاپیرو په نوم وتلی په سفر یم

پامیر په سفید کوه پسې سپین پوښه مقتدي دی
خیبر کړمه قانع چې لر او بر کې یو وزر یم

مزل اوږد مخکې پروت په چارسده کې لږ دمه شوم
مشهور د دې مکان له دوه څیزونو بې خبر یم

دوې تورې غټې سترګې او سپیرې ښکلې څپلۍ
دې دواړو پښتنو ته سوچ او خیال کې په چکر یم

فطرت کړل په څو چنده لنډ د ځمکې طنابونه
هدف ته رسیدلې یوه پیاله شیر او شکر یم

عادل به نور څه ووایي مطلب یې رسولی
فطرت کې مسلمان افغان په ځان باندې باور یم


عنوان

tandar
14.01.2011

ماته ستا خبری ،له شکرو هم خوږی دی
..............................دسر په غوږوې اورم، مګر زړه ته رانژدی دی
چه چپ نشی غږیږه ،ته زما دروح دواې
.........................سروشونډو مسکا کی دی پرتی مستی نشی دی
باورې په رښتیا ،دزړه حال درته بیان کړو
.........................که ټوله ورپه شاشوی ،بیا ې ورکی اندیښنی دی
مننه


عادل عادل
02.02.2011

سلامونه

یاغي باغي د مینې په یغما وړی ډګر دی
د خدای په هیله ساتي به لیلا تر ګُل نازکه


عنوان

tandar
05.02.2011

یاره څنګ ته راشه .............هیله درنه کومه
څپیړه ده اغیار ته..............په مخ ې ورکومه
مننه


پښتون یار
15.02.2011

السلام عليكم
تندر صاحب ولې له ليكې واوړيدې د عادل صاحب بيت په ه ختم شوي وه

هر ه ګړۍ ، هره لحظه په تنهایۍ کې لرم

د ژوند نشه ، د ژوند مزه په تنهایۍ کې لرم[color=blue:8c57eee832][/color:8c57eee832][color=darkblue:8c57eee832][/color:8c57eee832]


عنوان

tandar
15.02.2011

مورې صاحب سلامونه او احترامونه٠
شايد سهوه مې کړيوې٠
زه ګوره خپل شعرونه له خپل احساسه ليکم،اميد دې چه خوښ مو شې٠

ماته ې زيرې راغلو چه مې يار راځې
...........................نن مې شکست دانتظار راځې٠
سترګې شولې ناقراره هرې خواته ګورې
.........................داد زړه ملهم په کومه لار راځې؟
مننه


پښتون یار
17.02.2011

د یار مینی تهمتی په چم ګاونډ کړم
څنګه وکړم نه صبریږم الزام راغی


عنوان

tandar
17.02.2011

پښتون يار وروره سلام٠
په،،د،، نه شروع کيږې بلکه په ،،ي،، خپله ليکنه شروع کړې٠
يا خو به دا يارې يارې شې
..........................يا به مې سر د غرې غرې شمال وهينه٠
مننه٠


پښتون یار
20.02.2011

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترم تندر صاحب ډیره بښنه غواړم انسان جایزالخطا دی

هغه مستي غواړم چې يې مرګ نشي وژلی
زه دې د غمونو د بېګا او سبا نه يم

تشه دنياګۍ که دې بښې نو ای اميره!
ستا شوه ستا دنيا زه وږی ستا د دنيا نه يم


هیښ
20.02.2011

سلامونه
[color=green:dabfc10b85]م[/color:dabfc10b85]ینه کې ناصحه ما خپل سر په لاس نیولی دئ
ژوند مې دحسینو امیدونو یوه چغه ده
ته دې خپلې ناوې ته وریښمینې جامې واغونده
دلته دشلیدلوګریوانونویوه چغه ده
نه دوخت شیاد او نه نمرود دزمانې مني
ړنګو کنډوالو کې دننګونو یوه چغه ده
رسم شرفیاره منزلونو،کلکڅونوته
زړه کې مې دنویو تکلونو یوه چغه ده

مننه


پښتون یار
21.02.2011

هغه څوک چې د اخلاص په نيلی سور وي
عام و خاص به يې د زړه په مينه ګوري
که ګرانښت په هرچا غواړې نو ځان ټينګ په صداقت کړه
د يادګار باغ به دې تل تر تل سمسور وي
عمارت د ړنګو زړونو په ښه خوی سره ودان کړه
د هر چا د زړه په کور کې يې ستا کور وي
د بيکسو نا اميدو دلجويي کړه قام پرور شه
په هرچا به ستا د مينې قرض او پور وي
حق ته ګوره، حق ووايه، حق وغواړه، حق پرست شه
مخلصان به دې هزار هزار هرلور وي
ته ملنګ يې ملنګ جانه په ترووتر خو غوږ کوڼ کړه
ملنګانو پسې تل د سپيو شور وي


هیښ
22.02.2011

سلامونه
نری نری لوګۍ ترې خیږي
داستعمارلمبې ملي ماڼۍ سیزینه
خاونده داڅنګه حالت دئ؟
دا څه انصاف او عدالت دئ؟
داخو عجیبه جمهوریت دئ؟
خلک دژبې ترقۍ ته نه پریږدینه

[color=red:2b110000c8]ی[/color:2b110000c8]وخواتبلیغ داسلامیت کړي
دعوه دحق او حقیقت کړي
دغه خدمت که خیانت کړي؟
چې دخدای(ج)خلکو ته خپل حق نه ورکوینه

اې ددنیا حق پرستانو!
دامنیت طرفدارانو
وګورۍ حال ددې خوارانو!
څوک ځی جیلوته څوک دغم سورې وهینه

چې دټینګ عزم خاوندان وي
دخپلې ژبې پتنګان وي
پرې دې سلام د (ملنګ جان) وي
چې سرومال دخپل ملت نه ځاروینه

[color=indigo:2b110000c8]ارواښاد ملنګ جان[/color:2b110000c8]

مننه


عادل عادل
13.03.2011

السلام علیکم

هوس نه مړې شپې یوې رڼا ته ته و ایستم
تیارو کې ویښو سترګو سپین سبا ته وایستم

طاعت کې د شیطان، کډه سکون راڅخه و کړه
په رنګ یې د ثواب هرې ګناه ته وایستم

د زړه په سپین تندي یې چې تور خال یادګاري کيښود
مکین او مکان دواړو انزوا ته وایستم

اې نفسه د دنیا له بندګی خو ستړی نشوې
فطرت مې د خلقت لور د مولا ته وایستم

باطل په ټول توان سره چې څومره وپاللم
د تور له مخې سپین یوې تجلی ته وایستم

رقیب مې نور رټلی ټولې هیلې یې ناهیلې
قایل د فاتحې قل هوالله ته وایستم

عادل به څه توښه کړي یو امید ساتي په زړه کې
خالق که شفاعت د مصطفی ته وایستم


chaparharay
14.03.2011

السلام علیکم ورحمةالله

عادل به څه توښه کړي یو امید ساتي په زړه کي
...................................خالق که شفاعت د مصطفی ته وایستم
ډیر ښه ډیر اعلی !
عادل صیب تاسی خو د یو ښه لیکوالی سره یو ښه شاعر هم یی ماخو دومره
هییله نه وه خو تاسی بیا ماشاءالله ډیر خوږژبی شاعری کوی الله مو شاعری
او لیکوالی دواړه لکه څنګه چی دی همداسی د دین لپاره وکاروه!
ډیره مننه


هیښ
14.03.2011

سلامونه

معلومیږي ستا دسترګو له غمزو
چې ئې مرګ دتېره تیغ دئ را پیرزو
ستا دسترګو دباڼوتر منځ حیران یم
یومې وژني په سره اور، بل په نیزو
هومره ښه د خال او خط راسره وکړل
چې ئې را وښکم له اوره په اغزو
ستا دزنې په ارزو کې مې حلق تریخ شو
دزقوم په څیر دقندو له کوزو
چې دزه په تش لیده وځم له عقله
څه حاجت د زیاتي زور دستیزو
دښه مخ په واصلانو به څه حال وي
چې ئې وواژه حمید، تشې ارزو

حمید بابا

مننه


و.افغان
15.03.2011

وطنه ستا په مينه
تويوم د ځيګر وينه

دا سر به درنه ځار کړم
خو تا به خپل جانان کړم

په درنښت


پښتون یار
19.03.2011

موروپلار خو نیک فرزند غواړي له خدایه
چي بدبخت سي ادې څه کا بابا څه کا


سادات
19.03.2011

اي خدايه ستا په مينه مي غليم ولي په كاڼو
بچي دنمروديانو ابراهيم ولي په كاڼو


عنوان

tandar
21.03.2011

[color=red:940d6bda34]و[/color:940d6bda34]رور د ورور وينو ته ناست څه زمان راغې
دقارون غوندې روزګار نن په افغان راغ[color=red:940d6bda34]ې[/color:940d6bda34]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more