د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

Nizar yousafzi
27.08.2010

سیف الرحمن سلیم----
دې بې کچه اضطراب کې لږ سکون راله پيدا کړئ-----

مېکدې پلو څوک ورشئ لږ ژوندون راله پيدا کړئ------

د جومات استاد عرب دى او مکتب کې ډيلي وال دي

-------يو استاد راله پيدا کړئ، خو پښتون راله پيدا کړئ


كريم كامران
24.09.2010

[quote:c1e7208d5c="Nizar yousafzi"]سیف الرحمن سلیم----
دې بې کچه اضطراب کې لږ سکون راله پيدا کړئ-----

مېکدې پلو څوک ورشئ لږ ژوندون راله پيدا کړئ------

د جومات استاد عرب دى او مکتب کې ډيلي وال دي

-------يو استاد راله پيدا کړئ، خو پښتون راله پيدا کړئ[/quote:c1e7208d5c]
يوسفزی صاحب د بیت بازۍ دتګلارې نه مو پښه اوښتې دعادل صاحب شعر په (هـ) ختم شوی او تاسو شروع په (د) کړې.
خیر زه به دا لړۍ بیرته لارې ته برابره کړم:

[color=green:c1e7208d5c]هــ[/color:c1e7208d5c]ـغه سترګې چې جهان وه ورته سترګې
نن هـــغه سترګـــې یـــوازې غـــوندې دي

ای صیاده! د غرور سر یې نګون شو
نن د یار سترګې محتاجې غوندې د[color=white:c1e7208d5c]ي[/color:c1e7208d5c]


عادل عادل
29.09.2010

سلامونه

یار دیار ته د یار راغئ خدایه خیر
زه قاصد چې مختورن نه شم په فسق

د وصلت ویاړ خو په اصل د قاصد وي
دا چې ولې فکرمن یم دا دی صدق

دیار : ځای ، وطن


عنوان

tandar
01.10.2010

قاصدان ګرځی هریخواته قاصدی کړی
................................ګوری هریخواته مفصیدی کړی
یار زماپه زنګون ایښی راته سر دی
...............................نه ورځی په لاس چه ې سترګی سفیدی کړی


میوند ننګیال
15.10.2010

سلامونه ورنو!
پدی هیله چی ټول به روغ جوړ وی .

یو ځواب در څخه غواړم ګرانه خوله لرې کنه
ته د مينې و مذهب ته عقيده لرې کنه

دا پر تا مين زړګي ته نو اوس کومه پلمه وکړم
د بيا راتلو جانانه اراده لرې کنه

پيکي ته مې ګل مه راوړه سپرلى دي ستا نصيب وي
و زړګي ته لاره راکړه جانه زړه لرې کنه

دا ستوري درته دود کړم که سپوږمۍ خبره نه يم
د شهيد د کور مېرمني کور ډېوه لرې کنه

له وخت سره دا جنګ د سرنوشت په جنګ بدلېږي
ته به هم په کې لاليه برخه ولرې کنه

اغلی سمیرا کوچی[/code]


پښتون یار
16.10.2010

[color=blue:eee1193f77]ه[/color:eee1193f77]رچي عاشقي کا که په قطع افلاطون وي
زه خویې مجنون ګڼم که نن وي که سب[color=red:eee1193f77]ا[/color:eee1193f77]


هیښ
17.10.2010

سلامونه

اې زما وطنه د لالونو خزانې زما
ستا هره دره کې دی دتورې نښانې زما

مننه


پښتون یار
17.10.2010

امانت به دلحد په میان کي پروت وي
هرچي اوسي امانت په دادنیا


هیښ
18.10.2010

سلامونه

اوښکې مې څاڅي دټټر له پاسه
لکه باران دسمندر له پاسه
درنې ګولۍ دي چې اوریږي دغم
زما دخلکو اوټبر له پاسه
هروخت دغم له پاسه غم وي دلته
اختررانغئ داختر له پاسه
خدایه! ماوریځ کړې چې لږ سیورئ شمه
دجل وهلي مهاجر دپاسه

عبدالوهاب ( سرتیر)

مننه


پښتون.
18.10.2010

هغه سور باران داورچی پری تیر شوی
له هـــرلــــوری غلیمانوکی گــیر شــــوی

اوس همغه خاوره شته خـــــواورئی نه شته
ځمکه شــته دمهاجــر خـــوکـــورئی نه شته

هـــری خـــواته خــــــوشالی شوروخنداده
تـــیره شــــــوی هغه تـــیره کـــــــــــــــربلا ده

نورستارسيرت [color=green:c0b0763392][/color:c0b0763392][color=red:c0b0763392][/color:c0b0763392]


پښتون یار
20.10.2010

[color=blue:e35d314a34]ه[/color:e35d314a34]یڅ ګومان دبهترۍ ورباندي مکړه
کهتري ده وار په وار ددې دنی[color=red:e35d314a34]ا[/color:e35d314a34]


هیښ
29.10.2010

سلامونه

اسرې مې دژوندون د رنګینو غیږې ته ځي
ارمان د رنګینو مې دغنچو غیږې ته ځي
اې خلکو!په دا ښکلې ناوې وشیندئ ګلونه
ډولۍ ئې دغیرت او دپښتو غیږې ته ځي
که ماتې مې توبې شوې حیرانتیا په دې کې څه ده
پتنګ چې شمعه ویني دلمبو غیږې ته ځي
دهیلو په ټال زانګم خو غم شړق په تندي راکړ
ترګل نازک مخونه دایرو غیږې ته ځي
ده مینه لیونی او که وختونه لیوني شول
چې زړه مې شرفیاره دڅپو غیږې ته ځي

خان محمد (شرفیار)

مننه


عادل عادل
30.10.2010

سلامونه

یا ربه مونږ بطلان یو د مغرورو په تندي
دا څنګه بیا ثمر مو د تیارو غیږې ته ځي

جوګه مو ستا د فضل و بې کرانه ترحم کړې
سپیرې پښتنې لپې مو عرشو غیږې ته ځي


هیښ
01.11.2010

سلامونه
واه واه!
عادل صاحب! دنظره مه شې.

یه دحسن دښکلاغوټۍ غوړیږه
مین زړه ته مې غونچه غونچه موسیږه
پسرلیه پر ګلبن د تمنا مې
دعطرونوله وږموسره خوریږه
زړه دهیلو امیدونو په ټال زانګي
غوړوه مې پرخه پرخه راوریږه
سخت ځپلی دبیلتون توروتیارویم
دځلانده سباوون ستوریه راخیږه
ګل اسرې دپلوشو په غیږکې واخله
دوطن دازادۍ لمره ځلیږه
شرفیار دخپل وصال په میو موړ کړه
درڼاناوې په سروشنډو خندیږه

مننه


عادل عادل
08.11.2010

سلامونه

هره شیبه چې د جانان د وصلت خوب وینم
مانا شوه دا چې خپل مسیر کې سپیڅلتوب وینم


هیښ
09.11.2010

سلامونه

[color=green:0fb001d594]ستوري ته اسمان کې یوه ورځ ووې هلال
خدائ(ج)ادم له مینه ورکړه موږ له تش جمال
زه به په خندا ورکړم دا خپل ښائست دکمال
ماله که یو څاڅکئ مینه راکړي څوک په سوال
مینه حقیقت ،حسن سایه دحقیقت ده
حسن له زوال شته مینه نه لری زوال[/color:0fb001d594]
غني خان

مننه


عادل عادل
20.11.2010

سلامونه

هیښ صیب زما د بیت د پای ټکئ مو نادیده نیولئ، په هر حال زه به ستاسو د وړاندې شوي شعر په متابعت سره ادامه ورکړم:

له دې وریځو اسماني داسې اوري نم نمي
دا څو ورځې اختري له یوې پیښې تاریخي

ترې مو زده کړه قرباني سخت پړاو کې برلاسي
لا به نور هم وړاندې ځي د رجالو شاهکاري

مبارکه خوشالي تر هغه چې بیا راځي
خدای ته څه دي چې را کړي خپل دربار کې نیکمرغي


هیښ
22.11.2010

سلامونه

ښاغلی عادل صاحب!
ستاسې نیوکه سمه نه ده ،بلکه ستا دبیت ټکئ په (م)ختم شوئ دئ او په ځوابیه شعرکې دریم بیت په میم شروع شوئ دئ
(مینه حقیقت حسن سایه دحقیقت ده .............حسن له زوال شته مینه نه لري زوال).
اوس دوروستي بیت اخري ټکئ بیا سرخوړلې (ی) ده او ځواب ئې دادئ:

[color=blue:6414d6cc2a]ی[/color:6414d6cc2a]وځائ کې شنو فصلونو اور اخستئ
بل ځائ کې رقیب ورپسې لوراخستئ
ظالم وختونه موږ په کاڼو ولي
بډو،رشوت وطن کې زور اخستئ

خان محمد شرفیار

مننه


عادل عادل
22.11.2010

سلامونه :lol:

سمه ده ما ویل که د پیل بیت به په سرخوړلي توري سره پیلیژي، ځکه مې نیوکه غلطه شوه :lol:

ستاسو وړاندې شوئ بیت په ---ی---- سره پای موندلی دی :lol:

یار مې بڼو لاندې کتل کا پټ پټ
زړه مې سینه کې ډب وهل کا کټ مټ

هغه سکوت او دا نهان تر کله
یا خو به مري یا به خندل کا کټ کټ :lol:


سلامونه ،ښه چاری

پښتون.
22.11.2010

ټول نهريو خو يو تش شان شكور ته ناست يو
ددې دور د ظالمو زور ته ناست يو

پنجرې نه باهر سپينې واورې اوري
مونږه سوزو چې دزړونو اور ته ناست يو

چاوې، نوى بادشاه تك سپين لكه لمر دى
مونږ څه سپين ليدلي نه دي تور ته ناست يو

پورې دښتې كې څه مست شازلميان خښ دي
همسفر مو وو، دهغو شور ته ناست يو

دالسيزه، دا ظلمونه به تل يادوي
نور څه نه د انسانيت پيغور ته ناست يو

دمشعل دهېواد هر رنګ او نژاده!
داكور، كور كړئ چې ټول دغه كور ته ناست يو:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :wink:


عادل عادل
23.11.2010

سلامونه

واوره که دې اوس د زړه له پاسه لیونئ وخوړ
غبرګې پاکې مینې د لیلا بل سوداګر وخوړ


عنوان

tandar
27.11.2010

ړونداوکوڼ یمه ناصیح ته
.....................................نه څه وینم او نه ې اورم
ګونګی راڅخه جوړ شی
.................................چه ستاخوږی خبری واورم
تربیا٠


عادل عادل
19.12.2010

سلامونه

تندر صیب ته د عاجلې او کاملې شفا په هیله، د بیت آخر یې په میم پای موندلئ:

مخ په سجده پرې چې د لمانځه په سجده پرېوتی
یاد شو ورته تندر نو دوعاوو کې یې کښېوتی


عنوان

tandar
27.12.2010

عادل صیب له ډیری مننی سره سلامونه وړاندی کوم٠
یمه ممنون ستا له اخلاص او محبته
..............................احسان به دی وړمه په دنیا تر اخیرته
خدایه ژوندی راته دوستان لری تر تله
........................ من من غوښی اخلم هره ورځی له صحبته
تربیا


وزیري
29.12.2010

تندر صاحب!

داسی چی ته هر ورځ من من غوښی اخلی خدای خبر چی اوس به څو زره کیلو ته رسیدلی یی. مونږه دی دا څو ورځی په دعاګانو مړه کړو چی خدای دی له دی مرضه ښه کړه او په دی نه وو خبر چی ته هر ورځ زمونږ له لاسه من من غوښی اخلی او د چاغی په مرض اخته کیږی. خدای دی تر ډیره ژوندی لره خو که دا حال وی ډیر ژر به دی جنازه په کیرنګ قبر ته ته کیباسو.

والسلام :cry:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more