د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

Musaferjan
18.02.2013

هڅاند صيب
سلامونه
مطلب مې دا دی چې انټرنټ کې خو قوي الایمانه، ضعیف الایمانه، مؤلفة القلوب
له دينونو سخریه کوونکی سيکولران وغیره دې مطالبو ته سر وهي، نو هغوی چې
ګوري چې ملاصیبان په دې سره اخته دي چې په هغه مخصوص ځای کې مچ ووځي
او ننوځي يا ورته نور توصيفات، نو دا ډول خبرې په ځينو يادو شوو خلکو څنګه
آغيز لرلی شي؟ او ځینې نور ترې د دين په ضد څومره ګټه پورته کولی شي؟.
هيله ده چې مطلب واضح شوی وی.
په احترام


pattang
18.02.2013

هڅاند صيب سلامونه ! له داسې خلکو سره خبرې وخت ضائع کول دي !
په افغانستان کې cia او انګليس ډېرې بلاوې په کار اچولې دي چې اسلام
تهمتي او ضد نقيض يې کړي او دا کار دوی په مختلفو ډولو سره مخته بيايې!
پرون پوليسو په ليبيا کې يو ډک موټر له عيسوي پرو پاګندې او کتابونو
څخه ونيو چې وړونکي يې ګمرا ه شوي مسلمانا وو نو په افغانستان کې
همداسې حال دی ،صليبي اشغالګر غواړي چې اسلام مات کړي
خو زمونړ وظيفه داده چې اسلام وساتو !!


حمید هڅــاند
21.02.2013

د مساپر صیب او پتنګ صیب خبرو باندې دوې خبرې:
۱)...
مهمه داده چې دین وپېژندل شي ښاغلی مساپر. یو څوک چې ټول افغان ته سر راښکاره کولی شي، او بیا هم له دین نه ناخبره وي، هغه دې پر خپل حال افسوس وکړي. ولې زموږ خلکو د دین زده کړې ته ملا ماته ده؟ ولې باید موږ په دین کې ښه پوهه ونه لرو؟ او ولې د یوچا خبرې یو څوک تشویش کې واچولای شي؟؟؟ پړه زموږ خپله ده!!! نو باید هر کس د اسلام دین زده کړي، تر څو د اسلام رښتینې خوږه څیره وویني...
۲)...
پتنګ صیب! بېشکه چې اسلام به ساتو.....خو له زده کړې به یې هم لاس نه اخلو. چې علم مو ترلاسه کړ، بیا به پرې د عمل په مټ د هر چا شومې دسیسې خنثی کړلای شو.

درنښت


مومن مهاجر
22.02.2013

د حمید هڅاند سیب د خبرو په تاید باید ووایم چي رښتیا هم هیڅوک نه شي کولای د یو شي په اړه د معلوماتو له درلودو پرته خدمت وکړای شي، له همدې امله الله جل جلاله وايي : ولا تقف مالیس لک به علم . یعني په هغه څه مه پسې کېږه چي پرې نه پوهېږې .


حذيفه
25.02.2013

زه ساتمه مسلې جاري خپلې که څه هم تاسو يې مخالفت لرئ په اړه را سره .
دا هم يوه ضروري او بیا هم ضروري مسله:
رَجُلٌ له مِائَتَا دِرْهَمٍ أَرَادَ أَنْ لَا تَلْزَمَهُ الزَّكَاةُ فَالْحِيلَةُ له في ذلك أَنْ يَتَصَدَّقَ بِدِرْهَمٍ قبل تَمَامِ الْحَوْلِ بِيَوْمٍ حتى يَكُونَ النِّصَابُ نَاقِصًا في آخِرِ الْحَوْلِ أو يَهَبَ ذلك الدِّرْهَمَ لِابْنِهِ الصَّغِيرِ قبل تَمَامِ الْحَوْلِ بِيَوْمٍ أو يَهَبَ الدَّرَاهِمَ كُلَّهَا لِابْنِهِ الصَّغِيرِ أو يَصْرِفَ الدَّرَاهِمَ على أَوْلَادِهِ فَلَا تَجِبُ الزَّكَاةُ قال الْخَصَّافُ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى كَرِهَ بَعْضُ أَصْحَابِنَا رَحِمَهُمْ اللَّهُ تَعَالَى الْحِيلَةَ في إسْقَاطِ الزَّكَاةِ وَرَخَّصَ فيها بَعْضُهُمْ قال الشَّيْخُ الْإِمَامُ الْأَجَلُّ شَمْسُ الْأَئِمَّةِ الْحَلْوَانِيُّ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى الذي كَرِهَهَا محمد بن الْحَسَنِ رَحِمَهُ اللَّهُ وَاَلَّذِي رَخَّصَ فيها أبو يُوسُفَ رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى(هندیه الفصل الثالث فی مسائل الزکاة :۶/ ۳۹۱)
ژباړه: له یو سړي سره دوه سوه درهمه دي اراده يې وکړه چي زکات پرې نه شي لازم نو د دې لپاره دوکه دا ده چي د کال تر پوره کېدلو يوه ورځ مخکي دي يو درهم خیرات کړي څو نصاب د کال په اخیر کي ناقص شي او یا د يوه ورځ د کال تر پوره کېدلو مخکي يو درهم کوچني زوي ته هبه کړي او یا دي ټول درهمونه کوچني زوی ته هبه کړي او یا دي درهمونه پر اولاد مصرف کړي نو زکات نه پرې واجبېږي.
خصاف ويلي چي زموږ ځينو مذهبي ملایانو د زکات ساقطولو لپاره دوکه بده بللې ده او ځينو په کي جواز ور کړی دئ ، امام حلوان وايي : چا چي دا کار ناوړه بللی هغه محمد دئ او چا چي جواز ور کړی هغه ابو یوسف دئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more