د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عادل عادل
04.11.2011

السلام علیکم

[quote:d6ef1ce3d7]اوس وخت زموږ په سيمه کي عام خلک او ملايان ټول په تعويذونو اخته دي[/quote:d6ef1ce3d7]

دروند مکرم پیروز صاحب

ستاسو دا پورته جملې چې لیکنه مو پرې چالو کړې ده،،، زما پام ورواړاوه،،،

وروره زه ستاسو ټولې لیکنې لولم،،، که مهرباني وکړی د اماراو په ښودلو کې د غلو او مبالغې له درجې څخه دقت او صحت ته راټیټ شی،،، نو لیکنې به مو موثرې پرېوزي،،،

عام خلک او ملایان ټول !!! ،،، ته و خدای دا غلو نده،،، لږ راټیټ شی،،، زه هم د اوغانستان یم،،، په ګڼو ولایاتو ګرزېدلی یم،،، ټول ملاصاحبان تعویذونه نه کوي،،، بلکه په تدریس لګیا دي،،، که تاسو هغو غریبکارو ته هم ملا وایاست چې د ژمي په موسم کورمې او تیرا ته ځي او تاوده ژمي او یوې مړی ډوډی په خاطر د کوچانو ملایي کوي،،، نو دا خو ملا نشو،، زمونږ په کلي کې شپږ جوماتونه دي،،، درس هم پکې شته،،، یو ملا صاحب هم تعویذ نه کوي،،، هو،، داسې شته چې څوک یې مخې ته کښیني او دوی یې سر ور دم کړي،، او یا په حادو صحي شرایطو کې څاښت ورته وکړي،،،، تاسو فکر وکړی چې د شپږو جوماتونو تر شا به نو څومره وولس پروت وي،،، ددې وولس 5 فیصده خلک، هغه هم ښځې له تعویذ سره چې زه یې ناجایز هم نه ګڼم اشنایي نلري،،،، نو تاسو خدای خبر د کوم ځای یاست چې عام خلک او ملایان مو ټول !!!! تعویذونه هم کوي او هم یې په غاړو کې ګرزوي،،، دې ته خو مونږ د خدای ملنګان وایو :)

خدای مو د لیال عشر عبادتونه قبول او اختر درته مخکې له مخه مبارک وایم.

په درنښت


خیریوسی
04.11.2011

م وصیل پیرزو صاحب او دبحث کډونوالو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
لاندی فدیو وګورﺉ په هغې کی لیدل کیږی چي چي یو عاشق پیری دانسان دبدن څخه څنګه د قران شریف په تلاوت وزی .
http://www.youtube.com/watch?v=n6CUkn0isxg

په درنښت


دادتعویذ محاره خو هم دومره اوږده شوه لکه د امریکا یانو جګړه!

ابواحمد
05.11.2011

ولي دومره ګړدی مېز پر یوه داسې مسئله نه جوړو چي په هغه کښي د کفارو د فلانونو شکست وي، بدبختانه مسلمان به تل تر تله پخپل منځ کښي اخته وي او کفار به یې سیلونه کوي او وروسته به یې د داسې اختلافاتو له وجهې ټوټې ټوټې کوي او یو به په یو نامه او بل به په بل نامه پر ملا ټکوي،
او دې یوه ملګري دارحاب اوانتهار خبره کړي ٫چي ویلې وو ما خو څه فتوی د انتهار نه ده ورکړي ٫
په دې مي سر خلاص نه شو چي دده په دې کښي وڅه ته اشاره وه. دفدایانو د خلاف وه او که څرنګه ؟


وصيل پېروز
12.11.2011

ښاغلی عادل عادل !
هيله ده جوړ ، روغ او خوښ به ياست
د تېر اختر مبارکي درته وايم او تر ډېر وخت وروسته ستاسو د پورتنۍ ليکنې لنډ ځواب وايم .
ښاغلی او دروند عادل صاحب ! ښايي زما سروې او ارزونه به غلطه وي مګر زما اصل هدف له دې دا نه وو چي په مجموعي ډول ټول ملايان په دې چارو او نارواوو تورن کړم بلکي زما مقصد دادی چي تعويذ ګر ملايان په نښه کړم ... که تېروتی يم نو عفوه راته کوئ او مشورو و لارښوونو ته مو سترګې پر لار يم


وصيل پېروز
12.11.2011

ښاغلی خيريوسې صاحب !
نه پوهېږم تاسو د کوم فهم پر بنیاد دا خبره کوئ چي يو پېری په انسان ننوزي او بيا بيرته ترې وزي ؟ !!!
زه خو هیڅ دا نظريه تائيدولای نه شم بلکي دا د سليم عقل خلاف خبره ده که تاسو د خپلې رايې د اثبات لپاره دلايل لرئ نو لطفا را وړاندي يې کړئ چي تر تللو وروسته پرې پرېکړه وکړو؟
ايا په رښتيا هم يو پېری کولای شي په انسان کي دننه ننوزي؟؟؟.


وصيل پېروز
12.11.2011

عتيق صاحب ! بحث ته مو راتګ نېکمرغه
د تعويذ بحث بايد اوږد شي ځکه دلته دوې مقابلې رايې شتون لري او هر يو خپل لوری پر حق بولي نو له همدې کبله د بحث اوږدېدل ستونزه نه ده مګر ستونزه هله پېښېږي چي د حق او حقيقت له منلو ډډه وشي ... دا بحث که هر څومره اوږد شي زما په اند کومه ستونزه پکي نه شته مګر هله به د بحث د اوږدېدلو تاوانونه زيات وي چي مقابل لوري د يو بل د درناوي پر ځای يو بل سپک کړي او له دلايلو غاړه وغړوي .
ستاسو بلکي د هر چا اند د احترام وړ دی مګر دا چي موږ بايد د کفارو پر پلانونو خبرې وکړو هم يوه ښه موضوع ده بلکي دا بايد هیڅ وخت هم له ياده ونه ويستل شي مګر زه په شخصي ډول دا نظر لرم چي تر هر څه لومړی بايد اسلام وپېژندل شي تر دې وروسته هر مسلمان د کفر اصلي څېره پېژندلای شي او کولای شي چي د کفارو پټ پلانونه درک کړي ، تر دې وروسته بيا اړتیا نه شته چي ستاسو او زموږ په څېر شخصيتونه یې احساسات وپاروي او تشويق يې کړي چي راځئ ! کفارو مو دين او وطن اشغال کړی دی بلکي که اسلام خلکو ته په صحيح ډول ور وپېژندل شي نو دا خلک به موږ پاڅوي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more