د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وصيل پېروز
22.10.2011

[quote="ع کريم حليمي"]

د تعویذ او شریعت يې سره څه ؟ خیر دی !‌ته خو یې په جواب بیله هغه هم نه پوهېږېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ ، جواب ئې زه درته لیکم ، بیغمه اوسه
ګوره ! چه په جواب مي‌احساساتی نه سې ، تعویذ د شریعت سره هیڅ تعلق
نه لري !! تعویذ يو therapy ده او بس ،
[quote]
تر هر څه لومړی بايد يو ځل بيا دا خبره وکړم چي پر ليکنه مو کوشش کوئ او هڅه وکړئ چي په ساده ټکو ، واضحو عبارتونو او يوه مفهوم خپل مطلب بيان کړئ ځکه دا خبره حقيقت دی چي ليکنه مو ډېره سخت کږلېچونه لري او لوست يې يو ستونزمن کار دی .
کاش ! د تېر بحث پر ځای دي لومړی همدا خبره کړې وای چي تعويذ بالکل شريعت نه دی له همدې کبله بايد له شريعته پرې دليل رانه وړو.
اوس چي تاسو پر دې اعتراف وکړ چي تعويذ شريعت نه دی نو له دې خبرې سره مو موږ هم موافقت کوو او غواړو ځان ته څرګنده کړو چي اسلام په حقيقت کي دې کار ته په کوم نظر ګوري په تېرو خبرو کي مو پر همدې ټکي رڼا واچوله چي تعويذ اسلام نه دی او اسلام يې ناروا ګڼي که اوس يو څوک راولاړېږي او غواړي په تعويذ خپل شرعي علاج وکړي نو اسلام دې سړي ته دا اجازه نه ورکوي چي خپله درملنه په تعويذ وکړي ځکه تعويذ يو جاهلي او شرکي رواج دی چي اسلام په کلکه غندلی دی او په هيڅ ډول اجازه نه ورکوي .
مګر ستاسو دا خبره چي د اسلام او تعويذ يې سره څه يوه داسي جمله ده چي هيڅ ډول توجيه ورته نه شي کېدلای ځکه :
تاسو د خپلې دې خبرې له کبله يو خو پر رسول الله صلی الله عليه وسلم رد کړی او بل مو اسلامي احکام غندلي دي .
اسلامي حکم دادی چي تعويذ شرک دی او دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا ده مګر تاسو د رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا ردوئ او واياست چي د تعويذ او شريعت يې سره څه . !!!
دا په حقيقت کي ځان تر نبي پوه ښودل دي چي دا جسارت او جرأت مو د سختې غندنې او احتجاج وړ دی تاسو بايد ژر تر ژره له دې خبرې رجوع وکړئ که نه د اسلام او ايمان دېوالونه به مو ولړزېږي ، تاسو پر همدې کرښو يو څه فکر وکړئ د الله رسول وايي چي تعويذ شرک دی ، له اسلام سره هیڅ اړيکې نه لري او د اسلام حکم بيانوي چي دا کار حرام دی مه يې کوئ مګر تاسو واياست چي د تعويذ او شريعت تر منځ اړيکې ثابتول يا تعويذ ته د شريعت له عينکو بايد ونه کتل شي . !!!
په دې ځای کي که يو ځان تر نبي پوه ګڼئ نو له بل پلوه د اسلامي احکامو درناوي ته هم کومه توجو نه کوئ چي دا کار به زما په اند ستاسو لپاره کرغېړنې پايلې ولري .
ښاغلې ! که غواړئ چي بحث په سالم ډول دوام وکړي او د چپرهاري صاحب په خبره حق واضح شي زه درته خپل دريځ په لاندينيو ټکو کي تشرېح کوم :
( ۱ ) تعويذ که پلسيبو وي ، که تريپي وي او که بل څه په هر صورت کي ناروا دی ، اسلام اجازه نه ورکوي مګر ستاسو د ا نظر لا نه درسره منم چي تعويذ پلسيبو ده يا بل شی دی ځکه تاسو تر اوسه پلسيبو تعريف نه کړه چي پلسيبو څه ته وايي ، ماهيت يې څه دی او څرنګه ، د چا له خوا ، چا ته د څه لپاره استعمالېږي؟.
( ۲ ) که تعويذ پلسيبو وبولو هم په هيڅ صورت کي يې دين اجازه نه ورکوي ، ځکه نو په تعويذ درملنه له يوې خوا سخت کرغېړن کار دی او له بل پلوه غير شرعي علاج دی .
تاسو چي تعويذ په هر ډول او ماهيت موږ ته وړاندي کوئ نو لومړی بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم لاندينيو ويناوو ته هم لږ تم شو چي د تعويذ په اړه يې کړې دي راشه ! پر همدې ټکو بحث وکړو :
( ۱ ) حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا عبد الصمد بن عبد الوارث ثنا عبد العزيز بن مسلم ثنا يزيد بن أبي منصور عن دخين الحجري عن عقبة بن عامر الجهني : ان رسول الله صلى الله عليه و سلم أقبل إليه رهط فبايع تسعة وامسك عن واحد فقالوا يا رسول الله بايعت تسعة وتركت هذا قال ان عليه تميمة فادخل يده فقطعها فبايعه وقال من علق تميمة فقد اشرك ( مسند احمد )
تعليق شعيب الأرنؤوط : إسناده قوي
ژباړه : عقبه بن عامر الجهني روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه ډله راغله نو له نهو کسانو سره يې بيعت وکړ او يو يې پرېښود . دوئ ورته وويل: اې د الله رسوله! له نهو سره دي بيعت وکړ او دا يو دي پرېښود. رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : بې شکه ده تعويذ ځړولی نو خپل لاس يې ور وغزاوه او ترې غوڅ يې کړ او ويې ويل : که چا تعويذ ځوړند کړ شرک يې وکړ.
( ۲ ) حدثنا عمران بن موسى بن مجاشع قال : حدثنا واصل بن عبد الأعلى قال : حدثنا ابن فضيل عن العلاء بن المسيب عن فضيل بن عمرو عن يحيى بن الجزار قال : دخل عبد الله على امرأة وفي عنقها شيء معوذ فجذبه فقطعه ثم قال : لقد أصبح آل عبد الله أغنياء أن يشركوا بالله ما لم ينزل به سلطانا ثم قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : ( إن الرقى والتمائم والتولة شرك ) قالوا : يا أباعبد الرحمن هذه الرقى والتمائم قد عرفناها فما التولة ؟ قال : شيء يصنعه النساء يتحببن إلى أزواجهن
قال شعيب الأرنؤوط : رجاله ثقات رجال الصحيح ( صحيح ابن حبان )
ژباړه : له يحی بن جزار څخه روايت دی ، ده وويل: عبدالله بن مسعود رضی الله عنه خپلې ښځې ته ورغی د هغې په غاړه تعويذ وو ، ترې پري يې کړ ويې ويل: د عبدالله کورنۍ له الله سره هغه څه نه شريکوي چي دليل يې نه لري ، ور پسې يې وويل: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل ويل يې چي شرکي دومونه ، تعويذونه او د محبت تعويذونه شرک دي. دوئ وويل: دا شرکي دمونه او تعويذونه خو پېژنئ دا توله څه شی دی؟. ده وويل: دا هغه تعويذونه دي چي ښځې يې له خپلو مېړو سره د محبت لپاره کاږي .
پورتني حديثونه سره له دې چي د شعيب الارنوط له لوري صحيح بلل شوي ، ما هم په خپله دا احاديث د جرحې او تعديل په تله کي وارزول چي الحمدلله په بشپړه توګه صحيح راوختل او هيڅ يو يې هيڅ ډول ضعف نه لري .
ښاغلی حليمي ! پورتني حديثونه خو موږ ته وايي چي د تعويذ په نوم هر څه ناروا دي او اسلام يې اجازه نه ورکوي اوس تاسو څه واياست ايا د نبي فتوی ته تسليم ياست که لا هم جګړه ورسره کوئ؟.
ښاغلی حليمي ! پورتني حديثونه خو موږ ته تعويذ په هره بڼه کي يوه ناروا چاره ثابتوي مګر تاسو ورته په کوم نظر ګورئ ، که په غور پورتني احاديث ولوستل شي نو هیڅ مومن سړی به تر دې وروسته پر دې جګړه ونه کړي چي تعويذ روا عمل دی ځکه پورتني احاديث په هره بڼه او هر شکل کي تعويذ يا تميمة ناروا عمل ښيي ، هغه که د پلسيبو په بڼه وي او که د بل شي .
ښاغلی حليمي ! تاسو چي په يوه او بله بڼه تعويذ ته د روا والي جامه ور اغوندئ نو لطفا موږ ته وواياست چي د نبي کريم صلی الله عليه وسلم پورتنۍ فتواوې څه په وکړو؟.
له پورتنيو حديثونو ثابتېږي چي :
( ۱ ) په هیڅ ناروا شي درملنه روا نه ده .
( ۲ ) تعويذ په هره بڼه شرکي عمل دی .
( ۳ ) تعويذ د اسلام حکم نه دی او نه په اسلام کي د جواز سند لري .
( ۴ ) مګر هو ! تعويذ يوه کړنه يا يو عمل دی چي بايد د اسلام له عينکو ورازول شي څو ثابته شي چي اسلام دا کار روا بولي او که يا؟.
د همدې دلايلو په رڼا کي ويلای شو چي که تعويذ اسلامي عمل نه دی مګر تر منځ يې ارتباط له دې وجې شته دی چي مسلمان له هره هغه عمله ځان ساتي چي اسلام يې اجازه نه ورکوي ، اوس هم همدې نقطې ته را رسېدلي يو اسلام د تعويذ اجازه نه ورکوي نو څه وکړو؟.
د نبي ومنو که د تعويذګر او ...؟.


وصيل پېروز
22.10.2011

ښاغلی چپرهاري صاحب !
روغ او بريالي اوسئ
ستاسو راتګ ته مي لارې څارلې ښه وشول چي زموږ د بحث يو ګډونوال شوئ .
ستاسو د هيلو په اړه بايد زياته کړم چي د بحث سالم ساتل د ټولو په ګډه دنده ده او هر يو بايد کوشش وکړي چي له زغم ، حوصلې او حق پرستۍ څخه کار واخلي .
له تاسو سره نوري بيا ...



ع کريم حليمي
22.10.2011

السلام علیکم
محترم مومند چپرهاری صیب !

[quote:611d530439] او طبابت هو زه وایم چي طبابت هم که د نبوي لاری سره مخالف وي مردود دی لکه [کوی] داغ کول ;کوم ځاي چي درد کوي هغه ځاي داغل اوس طب دی[/quote:611d530439]

هو ّ ! دغه ته طب ویل کیږي ! له پورته خبرو دي وپوهېدلم چه : پوهه دي نیمګړتیا وي لري
دوهم پر سردار عالم پوري دی درواغ وتړل ، له خپلي خېټي‌ يې په جانان پوري تړیٖٖٖٖٖٖٖ ،‌ په کومه حواله دا لیکې چه محمد ص منعه کړېده د "الطِّبِّ الْكَيُّ "د طریقې ، ستا خبري ډېري درنې تمامیږي او ته هيڅ نه يې متوجع
نن سبا خلګ د ایزر په شعاع عملیاتونه کوي .
او ته يې بدعت اعلانوېٖٖٖٖٖٖ ، دا د الله دین ،او دنبي علیه السلام شرعت دئ
او علم الطب د احتیاج علم .
د الله په دین کښي ،‌ د نبي په شریعت کښي ،‌ او په علم طب کښي
د دخېټي د خبرو ځای نښته پکښي
دوو خلکو ته عالمان ویل کیږي ، دهغه څوک چه طبي پوهه ولرئ او مسلکي طبیب وي ،‌ او هغه چاته عالم ویل کیږي چه دین پوه وي

تر لمر روښانه سوه چه ته ډېري نیمړګرتیاوي په کښي لرېٖٖٖٖٖ
څه وخت په ټول افغان کښی اوسه او لوستل کوه


۰
23.10.2011

السلام علیکم
محترم مشر ورور حلیمي صیب تاسو ویلي چي
[هو ّ ! دغه ته طب ویل کیږي ! له پورته خبرو دي وپوهېدلم چه : پوهه دي نیمګړتیا وي لري
دوهم پر سردار عالم پوري دی درواغ وتړل ، له خپلي خېټي‌ يې په جانان پوري تړیٖٖٖٖٖٖٖ ،‌ په کومه حواله دا لیکې چه محمد ص منعه کړېده د "الطِّبِّ الْكَيُّ "د طریقې ، ستا خبري ډېري درنې تمامیږي او ته هيڅ نه يې متوجع
نن سبا خلګ د ایزر په شعاع عملیاتونه کوي .
او ته يې بدعت اعلانوېٖٖٖٖٖٖ ، دا د الله دین ،او دنبي علیه السلام شرعت دئ
او علم الطب د احتیاج علم .
د الله په دین کښي ،‌ د نبي په شریعت کښي ،‌ او په علم طب کښي
د دخېټي د خبرو ځای نښته پکښي ]

نو اوس دا حدیث درته پیش کوم ددي لپاره چي نور لوستونکو ته څرګند شي چي په اورسره علاج[داغونه لګول] د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امت منع دي بیا تاسو تري ښه په درز کي منکر شی اویا يي پلسیبو وبلي هاهاهاها

باب الشفاءفی ثلاث:
حدثني الحسین حدثنا احمدبن منیع حدثنا مروان بن شجاع حدثنا سالم الافطس عن سعیدبن جبیر عن ابن عباس رضی الله عنهما عن النبي صلی الله علیه وسلم :قال الشفاءفی ثلاث شربةعسل وشرطةمحجم وکیةنار وانهی امتي عن الکی ۰ رفع الحدیث ورواه القمی عن لیث عن مجاهدعن ابن عباس عن النبی صلی الله علیه وسلم فی العسل والحجم.صحیح البخاري صفحه ۱۲ کتاب الطب باب الشفاء فی ثلاث. چاپ المکتبةالاسلامیه لطباعةوالنشروالتوزیع استانبول ترکیه.

ژباړه:
د سعیدبن جبیر نه روایت دی هغه دعبدالله بن عباس رضی الله عنه نه روایت کوي هغه د نبي صلی الله علیه وسلم نه هغه فرماي: چي علاج په دري طریقو سره کیږي چي یو د عسلو[شهدو] په څښلو سره اودوهم په ښکر لګولوچي وینه وباسي او دریم په اورسره داغ کول او زه خپل امت منع کوم له داغ څخه ۰ په بل سند سره القمی د لیث او هغه د مجاهد په روایت حدیث نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته رسوي حدیث مرفوع دی.
۲: حدثني محمدبن عبدالرحیم اخبرنا سریح بن یونس ابوالحرث حدثنا مروان بن شجاع عن سالم الافطس عن سعید بن جبیر عن ابن عباس عن النبي صلی الله علیه وسلم قال الشفاء فی ثلاثة فی شرطة محجم او شربةعسل او کیةبنار وانهی امتي عن الکی. دا هم پورتني مرجع ده

نو اوس حلیمی صیب ووایه چي زه په رسول الله صلی الله علیه وسلم دوراغ وایم او که ته؟
زه چي کله صحیح حدیث ونه ګورم ضعیف حدیث او قول هڅ په دلیل کي وړاندی کوم هم نه .
اوس نو ته د صحیح البخاری پدي صحیح حدیث کي څه واي ؟ چورلټ انکار ورنه کوي که مني يي او غاړه ږدي او خپله بي علمي مني؟

مومند چپرهاری


۰
23.10.2011

السلام علیکم
حلیمي صیب تاسو دا د لیزر نوم اوریدلی او هرځاي يي نیغ نیغ کوئ نو محترمه لیزر بیل شی دی او اور بیل شی دی لیزر شعاع ده چي د برقي څپو په واسطه جوړیږي د اور سره کوم مشابهت نه لری او لیزر باندي علاج نه بلکه عملیات کوي نو اصلا علاج د ناروغی لیزر نه بلکي عملیات شو خو د چړي پرځاي لیزر استعمالوي.
او که مستقیما هم دلیزر په ذریعه وشی نو لیزر خو اول اور ندی درد نه کوي او نه ورته څوک په عرف کي هم اور واي او بیا هم که چیرته په اور کي راشي نو په زغرده وایم چي په اور سره علاج حرام دی که هرڅوک يي کوي .
او تاسو په دلیل کي واي چي خلک نن سبا په لیزر عملیات کوي نو همدا ستاسو دلیل شو چي خلک يي کوي؟ خلک زمونږ لپاره په شرعه کي دلیل ګرځیدی شي؟
خلک خو ډیرکارونه کوي زمونږ يي دخلکو سره څه مونږ ته خو دین مهم دی نه خلک
داخو شرعه ده ښاغلیه څه غربي جمهوریت خو ندی چي خلک څه کوي نو هغه دي دلیل شي .
بیا هم وایم چي لیزر په اور کي نه راځي اوکه چیري راشي نو بالکل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امتیانو منع دی او که څوک ځان درسول الله صلی الله علیه وسلم امتي نه بولي نو بیا خو خیر دی.
په ډیردرنښت


وصيل پېروز
23.10.2011

ښاغلی چپرهاري صاحب !
السلام عليکم
مهمو نکتو ته مو پام شوي دي ، ستاسو خبرې ډېري د ارزشت او قدر وړ دي .
حليمي صاحب ! خبرې سپينې کوه او هيڅکله د حق و حقيقت لمن مه خوشي کوه .


۰
23.10.2011

وعلیکم السلام ورحمةالله
دروندورور وصیل پیروز صیب الله مو ښه لره.
ښه خبره مو کړي باید حق ظاهر شي او کله چي هم سړی حق ته غاړه کیدي کامیاب شو.
مننه وصیل پیروز صیب



ع کريم حليمي
24.10.2011

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
قدرمنو ، وصيل پېروز صیب ، مومند چپرهاری صیب او درنو لوستونکو
زما ښې هیلی ومنۍ ، خدای دي وکړي چه جوړ او روغ و رمټ یاست

[quote:1815325a6d] مهمو نکتو ته مو پام شوي دي ، ستاسو خبرې ډېري د ارزشت او قدر وړ دي .
حليمي صاحب ! خبرې سپينې کوه او هيڅکله د حق و حقيقت لمن مه خوشي کوه .[/quote:1815325a6d]
محترم پېروز صاحب ! تر څو چه سلیم عقل مي په سر کښي وي ، او محاسبې ئې کار نه وي پریښئ ، نه به له حق څخه لاس واخلم ، هیڅکله به خود پرستئ هم نه شم ، که رب غوښتي وي !!!

بسم تعالی : مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَة فِي الْأَرْض وَلَا فِي أَنْفُسكُمْ إِلَّا فِي كِتَاب مِنْ قَبْل أَنْ نَبْرَأهَا إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّه يَسِير" وَهَكَذَا قَالَ هَاهُنَا o
ترجمه : هيچ مصيبتى در زمين و نه در وجود شما روى نمى‏دهد مگر اينكه همه آنها را قبل از آنكه زمين را بيافرينيم در لوح محفوظ ثبت است و اين امر براى خداوند آسان است.

وَ إِذَا سأَلَك عِبَادِى عَنى فَإِنى قَرِيبٌأُجِيب دَعْوَةَ الدَّاع إِذَا دَعَانِفَلْيَستَجِيبُوا لى وَ لْيُؤْمِنُوا بى لَعَلَّهُمْ يَرْشدُونَ‏ o

وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِلْمُؤْمِنِينَ وَلَا يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إِلَّا خَسَارًo

وَهَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَهُ أَ فَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ o
صدق الله العظيم

[color=blue:1815325a6d] د قرآن عظیم الشأن هر آیات شریف او هره مسنونه دعاء چه د برکت په نیت او اراده پر کاغذ ولیکل شي او په چرم کښي پوښ شي چه په اصطلاح کښي تعویذ نومیږي ، شرعي ممانعت نه لري [/color:1815325a6d]
محترما !
له تیرو لیکنو دا څرګنده شوه چه :
۱)هر هغه تعویذ چه په مجهولو الفاظو لیکل شوئ وي ، یو ناروا او حرام کاردی
۲) هر هغه تعویذ چه د شرک او کفر په الفاظ لیکل شوئ وي ناروا او حرام دی
۳)هر هغه تعویذ چه د ناپاکه مقصد له پاره لیکل شوي وي ناروا او حرام دي
۴) هر هغه تعویذ چه مؤثر بالذات و ګڼل شي ، نو تعویذ حرام او ناروا ، او لیکونکئ ئې د اسلام له دایرې وتلئ بلل کیږي‌

۵) هر هغه تعویذ چه بېله (قرآنی آیتونو ، مؤثر دعاګانو ) لیکل شوی وي ناروا کار دی . موضوع اختلافی ده

هر هغه څوک چه : کومه ډبره ، فلز نجیبه ..........مؤثر بالذات د خوشبختۍ او موفقیت او برکت ، او د شِفاء ورکوونکي مادېٖٖٖٖٖٖ په نیت او اراده په ځان و ځړوي ، یا له ځان وګرځوي . فاعل مشرک دی

هر هغه څوک چه د کوډګر او پالبین په خبرو باور کوي . کفر دی

د تعویذ په هکله هم دغه زما موقف دی

او د هغه "الکی " حدیث په موضوع کښی خپله اشتباه منم ، له ډېره وخت
مي په احادثو کښي باب الطب نه ؤ کتلي او دا دحجامت او رګ وهلو له پوښتنی سره هم دا ډېر وخت نه وم مخ شوئ ، خو دومره مي دا په حافظ کښی وه چه سردار عالم فرمایلي وه په کومه دوا کښي چه ستاسو خیر له هغو نه کار واخلي
[color=white:1815325a6d]نو له مکرم مومند چپرهاری نه یوار بیا د حدیث لکبله بخښنه غواړم [/color:1815325a6d]
درنښت


وصيل پېروز
25.10.2011

[quote:b7d981cffb="ع کريم حليمي"]
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته !
قدرمنو ، وصيل پېروز صیب ، مومند چپرهاری صیب او درنو لوستونکو
زما ښې هیلی ومنۍ ، خدای دي وکړي چه جوړ او روغ و رمټ یاست
[/quote:b7d981cffb]
ښاغلی حليمي صاحب !
سلامونو ته ځواب په وعليکم السلام سره درکوو او هيله لرم چي خوښ او خوشاله به ياست
زما له هيلې سره سم بحث يوه غوره پړاو ته ننووت اوس کولای شو چي په سالم ډول د يوه بل دليل غوږ ونيسو او د بحث ار هدف او اصل موضوع له پامه ونه غورزوو بلکي پر هغه ټکي تمرکز و کړو چي بحث ترې پيلېږي او بيرته ورته راګرزي .
د تکراري خبرو په توګه به يو ځل بيا پورتنيو ټکو ته ګوته ونيسم له هغه وروسته غواړم د حليمي صاحب پر ځينو خبرو لنډه تبصره وکړم .
بحث د تعويذ پر کړکېچنه مسئله پيل شوی او هدف مو له دې بحثه دادی چي تعويذ ته په اسلام کي جواز ورکول کېږي که نه؟.
د دې پوښتنې د ځواب په خاطر ځينو وروڼو دوې رايې وړاندي کړې يوه دا چي که په تعويذ کي شرکي الفاظ نه وي ليکل شوي نو تعويذ ته په اسلام کي جواز شته او که شرکي الفاظ پکي ليکل شوي وي نو ناروا دی .
د همدې بحث په دوران کي حليمي صاحب هم تر ډېرو اوږدو خبرو وروسته دې ټکي ته رارسېدلی او پنځه مادييز دستور يې صادر کړی ، نوموړی ليکي :
[quote:b7d981cffb="ع کريم حليمي"]
۱)هر هغه تعویذ چه په مجهولو الفاظو لیکل شوئ وي ، یو ناروا او حرام کاردی
۲) هر هغه تعویذ چه د شرک او کفر په الفاظ لیکل شوئ وي ناروا او حرام دی
۳)هر هغه تعویذ چه د ناپاکه مقصد له پاره لیکل شوي وي ناروا او حرام دي
۴) هر هغه تعویذ چه مؤثر بالذات و ګڼل شي ، نو تعویذ حرام او ناروا ، او لیکونکئ ئې د اسلام له دایرې وتلئ بلل کیږي‌

۵) هر هغه تعویذ چه بېله (قرآنی آیتونو ، مؤثر دعاګانو ) لیکل شوی وي ناروا کار دی . موضوع اختلافی ده

هر هغه څوک چه : کومه ډبره ، فلز نجیبه ..........مؤثر بالذات د خوشبختۍ او موفقیت او برکت ، او د شِفاء ورکوونکي مادېٖٖٖٖٖٖ په نیت او اراده په ځان و ځړوي ، یا له ځان وګرځوي . فاعل مشرک دی

هر هغه څوک چه د کوډګر او پالبین په خبرو باور کوي . کفر دی

د تعویذ په هکله هم دغه زما موقف دی
[/quote:b7d981cffb]
د نوموړي له پورته دريځه اوس کولای شو چي د بحث پر يوه او پاتي اړخ خبرو ته دوام ورکړو د لا وضاحت په خاطر د ښاغلي حليمي له ليکنې يوه بل اقتباس ته ځير شئ !
وړاندي تر دې چي لاندينی اقتباس ولولو بايد ووايم چي د ښاغلي حليمي له پورته خبرو سره تر ډېره حده موافقت لرم او په دې اړه د ده د دريځ مخالفت نه کوم .
[quote:b7d981cffb="ع کريم حليمي"]
[color=blue:b7d981cffb] د قرآن عظیم الشأن هر آیات شریف او هره مسنونه دعاء چه د برکت په نیت او اراده پر کاغذ ولیکل شي او په چرم کښي پوښ شي چه په اصطلاح کښي تعویذ نومیږي ، شرعي ممانعت نه لري [/color:b7d981cffb]
[/quote:b7d981cffb]
د روان بحث اصل موضوع او محوري ټکی همدا دی .
د همدې موضوع په اړه بايد لومړی زه خپل دلايل وړاندي کړم څو د موضوع په اړه کوم شکوک او شبهات پاتي نه شي .
لومړی دليل :-
حدثنا عمران بن موسى بن مجاشع قال : حدثنا واصل بن عبد الأعلى قال : حدثنا ابن فضيل عن العلاء بن المسيب عن فضيل بن عمرو عن يحيى بن الجزار قال : دخل عبد الله على امرأة وفي عنقها شيء معوذ فجذبه فقطعه ثم قال : لقد أصبح آل عبد الله أغنياء أن يشركوا بالله ما لم ينزل به سلطانا ثم قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : ( إن الرقى والتمائم والتولة شرك ) قالوا : يا أباعبد الرحمن هذه الرقى والتمائم قد عرفناها فما التولة ؟ قال : شيء يصنعه النساء يتحببن إلى أزواجهن
قال شعيب الأرنؤوط : رجاله ثقات رجال الصحيح ( صحيح ابن حبان )
ژباړه : له يحی بن جزار څخه روايت دی ، ده وويل: عبدالله بن مسعود رضی الله عنه خپلې ښځې ته ورغی د هغې په غاړه تعويذ وو ، ترې پري يې کړ ويې ويل: د عبدالله کورنۍ له الله سره هغه څه نه شريکوي چي دليل يې نه لري ، ور پسې يې وويل: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل ويل يې چي شرکي دومونه ، تعويذونه او د محبت تعويذونه شرک دي. دوئ وويل: دا شرکي دمونه او تعويذونه خو پېژنئ دا توله څه شی دی؟. ده وويل: دا هغه تعويذونه دي چي ښځې يې له خپلو مېړو سره د محبت لپاره کاږي .
دويم دليل :-
حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا عبد الصمد بن عبد الوارث ثنا عبد العزيز بن مسلم ثنا يزيد بن أبي منصور عن دخين الحجري عن عقبة بن عامر الجهني : ان رسول الله صلى الله عليه و سلم أقبل إليه رهط فبايع تسعة وامسك عن واحد فقالوا يا رسول الله بايعت تسعة وتركت هذا قال ان عليه تميمة فادخل يده فقطعها فبايعه وقال من علق تميمة فقد اشرك( مسند احمد)
تعليق شعيب الأرنؤوط : إسناده قوي
ژباړه : عقبه بن عامر الجهني روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه ډله راغله نو له نهو کسانو سره يې بيعت وکړ او يو يې پرېښود . دوئ ورته وويل: اې د الله رسوله! له نهو سره دي بيعت وکړ او دا يو دي پرېښود. رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : بې شکه ده تعويذ ځړولی نو خپل لاس يې ور وغزاوه او ترې غوڅ يې کړ او ويې ويل : که چا تعويذ ځوړند کړ شرک يې وکړ.
له پورتنيو حديثونو په اړه بايد څو مهمو ټکو ته ځير واوسو :
۱ ) دم شرک دی مګر نه هغه دم چي په شريعت کي جواز لري .
۲ ) تعويذ او د مينې تعويذونه حرام دي دا کار په شريعت کي نه ثبوت او نه هم جواز لري .
له پورتنيو حديثونو ځيني خلک داسي استدلال کوي چي دلته خو دم هم ياد شوی مګر دم خو رو ادی نو د دې شبهې ځواب بايد داسي وکړو چي دم ته جواز ورکول شوی دی او هغه دم استثنا شوی چي شرکي الفاظ پکي نه وي مګر د تعويذ او تولې په اړه داسي هيڅ استثنا او ان له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه ثبوت هم نه شي پرې موندل کېدای .
هغه کسان چي تعويذ روا ګڼي هغوئ بايد په دې اړه خپل دلايل ميدان ته راوړي څو د انصاف له مخې و ارزول شي او وکړای شو چي حق لوری جوت کړو .
د تعويذ د ناروا والي په اړه درېيم په لاندي ډول بيانولای شم :
رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو خبرو کي د شريعت او تعويذ تر منځ تړاو ته په نغوته کولو زياته کړه چي تعويذ يوه ناروا چاره ده او بايد هر مسلمان ترې ډډه وکړي ، دا خو د روانې موضوع يو اړخ دی بل اړخ يې دادی چي تعويذ يو عمل دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي :
من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد . ( متفق عليه )
ژباړه : چا چي داسي کار وکړ چي موږ نه وو کړی نو مردود او رد دی .
دې پورتنۍ قاعدې ته په پام سره ويلای شو چي تعويذ يو عمل دی او دا کار له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثبوت نه لري ، له همدې کبله د پورتنۍ نبوي وينا پر بنسټ د نه ثبوت له وجې مردود او ناروا ګڼل کېږي.
په دې اړه زموږ موقف او دلايل همدا دي ، د تعويذ د ناروا والي په اړه ګڼ شمېر روايات موندل کېدای شي مګر دلته پر همدې بسنه کوو ځکه کولای شي چي د موضوع په تشرېح کي همدا احاديث غوره ثابتېدای شي .
اوس هغو کسانو ته وار ورکوو چي له پورتنيو شرطونو سره سم تعويذ يو روا عمل ښيي څو خپل دلايل او اندونه په واضحو ټکو ، ښکاره عبارتونو او صفا ډول وړاندي کړي .
په مينه او درنښت



ع کريم حليمي
26.10.2011

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
زمونږ خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چه :
أبي هريرة ، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : " إنكم لا تسعون الناس بأمـــــــــــــــوالكم ولـــــــــــكن يسعهم منكم بسط الوجه وحسن الخــــــــــــــلق "
رحمان بابا بیا په دپښتو په لحجه داسي سلیس او روان وايي چه :
شــــګفته کړه لـکه لمــــــر تندی هر چا ته
چې په تله دې سیه پوش تمام جهان شي !

محترم او مکرم وصيل پېروز صاحب ، خدای دي خوشحاله او آرام لره ، او او ټول روا آرزوګاني او تمناوي دي د خوشحالیو سره له سره ،او کامیابه اوسې .‌

ستاسو د جوابي لیکني ، په لیدلو سره مي زړه ښاد شؤ .
لکه څرنګه چه تاسو ویلی چه بحث یو غوره پړاو ته ننوتۍ ،د خوشالۍ ځای دی ، لله الحمد .
زه هم ستاسو له آخیري لیکني سره تر ډیره موافق يم ، لکن ستاسو توجه دوو مهمو نقطوته راګرځم
۱)‌‌ عنقها شيء معوذ ...... (الف)
۲)فادخل يده فقطعها ....... (بې )

الف )هر کله چه موږ یو روایت او نثر لولو ْضرور ده چه :لمړئ باید محتوا او مضمون د هغه کلام وڅېړو ، چه متکلم څرنګه اسماء په خپلو خبرو کارولي دي او دوهم ، په نثر باید ننوځو ، چه هغې زمانې ته مو ننباسي ،څرنګه ننوتل ؟ یعني چه مکان او زمان او رجال ئې تصور کړو ، او بل باید چه څېړنه وکړو دا روایت مـــؤثق دی او که یا .

دخل عبد الله على امرأة وفي عنقها شيء معوذ............ !
اول خو زه غالب ګمان کوم چه دغه حدیث متفق علیه ( البخاري ومسلم) ندی
په دغه حدیث حکم نشي کېدلای
او بل : تاسو په ژباړه کښي لیکلي چه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه خپلي مېرمني ته ورغلۍ ، لکن د حدیث په متن کښي عبدالله ذِکر شویدی ، نده معلومه چه عبدالله څوک دی ؟ داچه ثــقه نه ده معلومه چه : عبدالله څوک دی او کوم عبدالله ؟؟
نو حدیت درجه و ضعیف ته هم راکښته کیږي ،او بل : په متن کښي راغلي چه :
(عنقها شيء )‌ په غاړل يي "شئ‌ " شئ نه دی معلوم ممکن ده چه: د عبدالله ښځي ته به د عصر کوډګر ډبره ورکړېوه چه په غاړه يې کړه ، په دغه زمانه کښي خو کاغذ کیمیا بوټی دی کاغذ دهر چا تر لاسه پوري نه رسیږي! ، او بل د روایت په متن کښي راغلي چه : "معوذ" دا د شیطاني ارواح کوډو نوم دي !!! ، او نوري متعددی معناوي هم لري ،
داچه عبدالله د خپلي ښځي له غاړي یو شـــــــــــــــــــــئ (معوذ) شلوي هغه
د سحر شــئ دي !!! او یا داسي یو شي چه مشرکینو ساحرانو به استعمالولي ،
هري هغي مادېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ چه برکت او کرامت په صریح او واضح نص ثابت نه وي
په غاړه ځړول يــــــــــې شرک دی !
[color=white:df9ba6defa]نو په لهذا پورته حدیث زمونږ پر بحث کوم مثبت یا منفي اغېز نه لري [/color:df9ba6defa]
بې ) فادخل يده فقطعها ..... ّ
که لږ دغه صحنه تصور کړو چه : دغه څو نفره چه راغلي وه ، وسردار عالم ته !! غوښتل ئې چه په اسلام ځانونه مشرف کړي او بیعت وکړي له خواږه نبي علیه السلام سره ! تاسو پوهېږئ ؟ چه دغه راغلي خلګ مسلمانان وه ؟ او که راتګ نه مخکښي جهّال وه ؟ فکر کوم چه ستاسو جواب به
داسي وي چه : جهّال وه !!! زما تحلیل هم همدا دی چه : خامخا يي په جهالت کښي ژوند کاوه او جهّال وه ، [color=blue:df9ba6defa] نو طبعاً يي داسي شئ په غاړه ؤ چه : صریح او ښکاره شرک به ؤ‌!! آیا تاسو فکر کوئ چه لا إله إلا الله يې پر ښکر لیکلي وه او ښکر ئې په غاړه ؤ‌ [/color:df9ba6defa]
نه ! هیڅ کله نه
زموږ نتها هغه کاغذ روا ګنو چه : لیکلې عبارت ئې قرآن او مسنونه دعا يي

نوټ‌:‌ تاریخ مي صد در صد مطمئین کوي چه دغه :
[color=white:df9ba6defa]أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ[/color:df9ba6defa]
پر کاغذ لیکو ، او یآ‌ د مسجدونو پر دېوالونو يې لیکو ، او یا کلمه طیبه
په زرین خط د بخمل پر ټوکره لیکو او په چوکاټ کښي يې نیسو ، داسي نور او نور ، دا ټول د نبي او چهار یارو له عصر نه ورسته د مینی او محبت په اساس دا اعمال او کردار شروع شویدي ، چه : خلاف د منکر او نیکو اعمال دي ، د ناوي پر سر قرآن ، په درنو خرابیو کښي له ځان سره ًقرآن درلودل دا ټول نوي او !!!! خلاف د منکر او معروف کړه دي او شرعاً ندي‌ ممنوع .

تر ټولو خطر ناکه او ناروا او منفور او د نفرت وړ هغه کړه دي چه په عباداتو او دین کښی نوي لاري او کوڅی را ووځي‌ ، سردار عالم فرمايي‌
أبى الله أن يقبل عمل صاحب بدعة ، حتى يدع بدعته
الله تعالی د بدعتي د عمل د قبلولو څخه انکار کړی تر څو چه خپل بدعت پرېږدي

په عباداتو کښي نوي لاري او خبري ته بدعة ویل کیږي !!!!، اما په تداوي ، علاجونو او تجارت ، او زراعت ....... کښي ښه نوښت ښه اخلاق دي .

[quote:df9ba6defa]من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد[/quote:df9ba6defa]
هو ! په لمانځه ، روژه ، ذکاة ،حج ، او جهاد کښي چه نوي کړه وړه او اختراعات را وباسي ، نو !!! [color=darkred:df9ba6defa]فهو رد [/color:df9ba6defa]
درنښت


وزیري
26.10.2011

السلام علیکم:

بحث خو الحمد الله ډیر ښه روان دی او پیروز ورور سره له دی چی همیشه د جرحی او تعدیل له بابونو نه ډیر زیات غږیږی خو کله یی چی خپله خبره پری کمزوری کیږی نو بیا جرح او تعدیل علم نه کار نه اخلی.
په هر حال، زه صرف په دی اخیرنی نقطي (من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد) باندی له پیروز ورور نه یوه پوشتنه لرم.
په دی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم بدعت ته اشاره کړیده. نه غواړم چی خبره بل طرف ته بوځمه، بدعت ما په دی لیکنه کی شپږ اړخه روښانه کړیدی.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6475

خو سوال می دادی چی دا مباح شیان ولی د (لیس علیه امرنا) په رڼا کی مردود نه دی؟

والسلام


وصيل پېروز
27.10.2011

[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
زمونږ خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي چه :
أبي هريرة ، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : " إنكم لا تسعون الناس بأمـــــــــــــــوالكم ولـــــــــــكن يسعهم منكم بسط الوجه وحسن الخــــــــــــــلق "
رحمان بابا بیا په دپښتو په لحجه داسي سلیس او روان وايي چه :
شــــګفته کړه لـکه لمــــــر تندی هر چا ته
چې په تله دې سیه پوش تمام جهان شي !

محترم او مکرم وصيل پېروز صاحب ، خدای دي خوشحاله او آرام لره ، او او ټول روا آرزوګاني او تمناوي دي د خوشحالیو سره له سره او کامیابه اوسې .

ستاسو د جوابي لیکني ، په لیدلو سره مي زړه ښاد شؤ .
لکه څرنګه چه تاسو ویلی چه بحث یو غوره پړاو ننوتۍ ،د خوشالۍ ځای دی ، لله الحمد .
[/quote:af71860499]
وعليکم السلام
ښاغلی او محترم حليمي صاحب ! ښې چارې او خوشاله ژوند ولرئ
ستاسو دا پيليزې کرښې راته د قدر او عزت وړ دي مګر هو ! دا يادونه کوم چي ستاسو پورتنی رانقل کړی حديث له حوالې او لاسوند پرته نه درسره منم .
[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
زه هم ستاسو له آخیري لکني سره تر ډیره موافق يم ، لکن ستاسو توجه دوو مهمو نقطوته راګرځم
۱) عنقها شيء معوذ ...... (الف)
۲)فادخل يده فقطعها ....... (بې )

الف )هر کله چه موږ یو روایت او نثر لولو ْضرور ده چه :لمړئ باید محتوا او مضمون د هغه کلام وڅېړو ، چه متکلم څرنګه اسماء په خپلو خبرو کارولي دي او دوهم ، په نثر باید ننوځو ، چه هغې زمانې ته مو ننباسي ،څرنګه ننوتل ؟ یعني چه مکان او زمان او رجال ئې تصور کړو ، او بل باید چه څېړنه وکړو دا روایت مـــؤثق دی او که یا .
[/quote:af71860499]
وړاندي تر دې چي د بحث اصل موضوع ته سر ورښکاره کړو ستاسو همدا پورتنۍ خبرې يو دقيق نظر غواړي.
د يو روايت محتوا او منځ پانګه څېړل د هر محقق او داعي سړي دنده ده ، بايد په روايت کي استعمال شويو الفاظو ته په دقيق ډول وګوري ، ويې څېړي او صحيح اخذ ترې وکړي . د روايت پر نثر خبرې کول هم يوه مهمه موضوع ده چي بايد تر نظر لاندي وساتل شي مګر د دې ټولو په اړه بحث کول او څه ردول يا يې د يو شي په ثبوت کي وړاندي کول هغه چاره ده چي يو ځل بيا د دليل او لاسوند په وړاندي درېږي چي دې موضوع ته په همدې بحث کي کتنه کېږي .
[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
دخل عبد الله على امرأة وفي عنقها شيء معوذ............ !
اول خو زه غالب ګمان کوم چه دغه حدیث متفق علیه ( البخاري ومسلم) ندی
په دغه حدیث حکم نشي لېدلای
[/quote:af71860499]
هو ! ستاسو له وينا سره سم دا حديث متفق عليه نه دی دا د صحيح ابن حبان صحيح روايت دی چي راويان يې ټول ثقه او د اعتبار وړ کسان دي ، د دې خبرې تائيد شعيب ارنوط هم کوي .
دا چي تاسو واياست په دې حديث حکم نه شي کېدلای نو دا ستاسو خپل شخصي نظر دی هيڅ اعتبار نه لري ځکه هر وخت چي يو حديث د صحت درجې ته ورسېږي نو که د هر کتاب وي منل يې ضروري دي ، په دې لړ کي ضروري نه ده چي حديث بايد يوازي د صحيحينو وي هر صحيح هر ځای د منلو وړ دی .
[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
او بل : تاسو په ژباړه کښي لیکلي چه عبدالله بن مسعود رضی الله عنه خپلي مېرمني ته ورغلۍ ، لکن د حدیث په متن کښي عبدالله ذِکر شویدی ، نده معلومه چه عبدالله څوک دی ؟ داچه ثــقه نه ده معلومه چه : عبدالله څوک دی او کوم عبدالله ؟؟
نو حدیت درجه و ضعیف ته هم راکښته کیږي ،
[/quote:af71860499]
هو ! په روايت کي د دې يادونه نه شته چي دا ښځه د عبدالله مېرمن وه که څوک مګر په ځينو روايتونو کي مي ليدلي وو چي د نوموړي د مېرمنې يادونه پکښې وه له همدې کبله د هغو روايتونو د اغېز له کبله دا روايت همداسي راڅخه ژباړل شوی دی چي ترې تېرېږم او ستاسو رايه سمه خېژي .
خو ستاسو وروستۍ خبرې که مي له يوې خوا حيرانوي نو له بل پلوه ورسره مخالفت کوم ځکه که تاسو روايت په ځير لوستی وای نو دومره ستره تېروتنه به مو نه کوله او نه به مو دا صحيح حديث د ضعف درجې ته کښته کاوی ، تاسو يو ځل بيا روايت په غور ولولئ او راويانو ته يې په ځير وګورئ عبدالله وايي چي ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه داسي اورېدلي دي له دې الفاظو څرګندېږي چي نوموړی صحابي دی او پوهېږي چي صحابي هيڅکله دروغ نه وايي او نه هم د محدثينو د قانو له مخې يو صحابي ضعيف ګڼل کېږي ځکه د صحابي شان ، مرتبه ، قدر او عزت ټولو ته څرګند دی ، له همدې وجې په حديثي اصولو کي هيڅ وخت صحابي ضعيف نه دی ګڼل شوی مګر ستاسو له لوري په لومړي ځل داسي خبره اورم چي د حديثو له قوانينو سره سراسر په ټکر کي ده او پر يوه داسي چا د ضعف او مجهولتيا تور لګوئ چي شان ، مرتبه او جلال يې د لمر په څېر روښانه دی .
راشه ! دا هم وڅېړو چي دا عبدالله څوک دی؟.
د محدثينو د قانون له مخې که د صحابه وو له کتاره يوازي د عبدالله په نوم راوي ذکر شي نو مراد ترې عبدالله بن مسعود رضی الله عنه دی .
اوس به ښايي پوه شوي ياست چي دا مجهول عبدالله ، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه دی چي ستاسو په نزد او اند يو مجهول شخصيت دی او د ده له کبله پورتنی صحيح حديث ضعيف ښياست . !!!
بيا هم په سړه سينه پورتنی حديث له حديثي قوانينو سره سم وجاجوئ او په چيلنج درته وايم چي صحت يې د سبا ورځې د راتلو په څېر يقيني دی ، ځکه ما په خپله کتلی او هر راوي مي جلا – جلا د جرحې او تعديل په کتابونو کي کتلی دی .
[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
او بل : په متن کښي راغلي چه :
(عنقها شيء )‌ په غاړل يي "شئ‌ " شئ نه دی معلوم ممکن ده چه: د عبدالله ښځي ته به د عصر کوډګر ډبره ورکړېوه چه په غاړه يې کړه ، په دغه زمانه کښي خو کاغذ کیمیا بوټی دی کاغذ دهر چا تر لاس پوري نه رسېدلې! ، او بل د روایت په متن کښي راغلي چه : "معوذ" دا د شیطاني ارواح کوډو نوم دي !!! ، او نوري متعددی معناوي هم لري ،
داچه عبدالله د خپلي ښځي له غاړي یو شـــــــــــــــــــــئ (معوذ) شلوي هغه
د سحر شــئ دي !!! او یا داسي یو شي چه مشرکینو ساحرانو به استعمالولي ،
هري هغي مادېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ چه برکت او کرامت په صریح او واضح نص ثابت نه وي
په غاړه ځړول يــــــــــې شرک دی !
[/quote:af71860499]
تاسو پورتني حديث ته يو لړ دامونه ايښي لومړی مو پر سند نقد کړی دی مګر د سند په اړه مي وړاندي ستاسو شکوک وارزول چي په بشپړ ډول سيي وخوت او پر سند يې هر ډول نيوکه بې ځايه ده . هر څوک کولای شي چي په خلاص ذهن او سړه ذهنه د حديث راويان وارزوي او د سند له پلوه د دې حديث په صحت کي هيڅ ستونزه نه شته .
راځم ستاسو پورتني اقتباس :
لکه وړاندي چي مو د سند په اړه خبرې پر اټکلونو او ګومان ولاړې وې همداسي مو پر متن هم رد کړی دی ، په دې اړه بايد ووايم چي که تاسو معوذ يوه ډبره بولئ نو زه يې تعويذ ګڼم ځکه په دې اړه هيڅ صريح دليل نه شته چي دا ځړول شوی شی څه وو؟.
ډبره وه ، خوړګي وو ، ورقې وې که څه؟.
له همدې کبله دا خبره مجهوله پاتېږي مګر دا يو ټکی ترې په صراحت معلومېږي چي هر ځړېدلی شي تر پورتنۍ نبوي وينا لاندي دی او د هر شي ځړول د تعويذ تر حکم لاندي کېږي ، دا تعويذ که په شرکي الفاظو ليکل شوی وي او که په قرآني اياتونو.
زه نه وايم چي دا ځړول شوی شی کاغذ وو مګر شوني هم ده چي کاغذ دي وي ، تاسو پوهېږئ چي هغه مهال د کاغذ پر څنګ پر نورو شيانو هم ليکنې کېدلې ښايي پر پوست او يا بل څه به يې ليکنه کړې وي او د دې په غاړه کي به يې ځړولې وي . له دې حديثه په صراحت د تعويذ حرمت ثابتېږي مګر دا چي څوک يې په منلو کي ځنډ کوي فکر کوم له حقه لا هم لرې دي ، په دې اړه مو څو ټکو ته پام غواړم :
۱ ) عبدالله چي کومې ښځې ته ورغلی او ځړول شوی شی يې ترې غوڅ کړی نو دا به يوه داسي ښځه نه وه چي په شرکي الفاظو هم نه شي پوه او نه داسي فکر کېدای شي چي پر ډبرو او نورو شيانو دي يې باور درلود ، دې په يوه داسي چاپېريال کي ژوند کاوی چي په بشپړه توګه اسلامي وو او قرآني و نبوي لارښوونې پکي په بشپړ احترام او قدر عملي کېدلې . ته څه فکر کوې دې به هيڅکله له دې چاپېرياله هم دا تصور نه وي اخيستی چي ډبرې ، مرۍ او نور شيان په غاړه کول د اسلام له اساسي لارښوونو سره هيڅ سر نه خوري او د اسلامي عقايدو مخالفې چارې دي؟. دې ښځې چي د عبدالله په کور کي ژوند کاوی ايا عبدالله دا ورته نه دي ښودلي چي دا ډول چارې د نبوي تګلارې مخالفې دي او بايد ځان ترې وساتل شي موږ پوهېږو چي صحابه د اسلام لومړني مبلغين او د اسلام لومړني سرښندويان دي ، هغوئ هره نبوي وينا هر ځای ته رسوله او غوښتل يې خلک د اسلام له اساسي لارښوونو خبر کړي . ايا ته فکر کوې چي عبدالله په کور کي خلک د شرک او توحيد په اړه نه وو پوهولي؟ ايا هغوئ له دې کبله مسلمانان وو چي ټولنه همداسي جوړه وه؟.
هيڅکله داسي نه شو ويلای چي د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه په کور کي اوسېدونکي دي داسي خلک وي چي د ټولنې د جوړښت له کبله دي مسلمانان وي ، نه دي په اسلام خبر وي او نه هم په حديثو . بې شکه ويلای شو چي هغوئ پر اسلام باور درلود ، د اسلام په اساسي لارښوونو خبر وو او د شرک و توحيد تر منځ يې توپير کولای شوای . له همدې کبله ويلای شو چي دا ښځه په يوه غوره نوم او يوه غوره کړنلاره تېر ويستل شوې ده ، هغې ته په ښه ډول داسي څه تېر شوي چي دې عقيدت ورته درلود او قدر يې کاوی دا که د قرآن ليکلي الفاظ وي او که نبوي ماثوره دعا ځکه هيڅکله موږ نه شو ويلای چي د عبدالله په کور کي اوسېدونکي خلک دي لا تر اوسه په دې نه وي خبر چي په ډبرو او نورو کي شفا نه شته او نه هم د تبرک په ډول استعمالېدای شي ، هرو مرو یوه باور ، يقين او احترام اړويستې چي دا تعويذ په غاړه وځړوي .
د دې ټول بحث لنډيز داسي راووت چي که د هغې ښځې په غاړه هر شی وو مګر يو څه يې د عقيدت له مخې په غاړه کړي وو چي د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه له لوري ورټل شوه او خبرداری ورکول شو چي يو شی ځړول تعويذ دی او تعويذ د اسلام له لارښونو سره هيڅ سر نه خوري .
[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
نو په لهذا پورته حدیث زمونږ پر بحث کوم مثبت یا منفي اغېز نه لري
[/quote:af71860499]
که په انصاف ووايم نو دا حديث د دې بحث د پای ته رسولو لپاره يو داسي قاضي دی چي په هرڅه کي د عدالت له مخې غوڅې پرېکړي کوي .
تاسو پر پورتنی حديث له دوو لورو نيوکې کوې :
۱ ) سند
۲ ) متن
د سند په اړه مي درته وړاندي توضيحات وکړل هيله ده په پوه شوي به ياست او خپلې تېروتنې ته به مو پام شوي وي .
پاتي شو متن نو د متن په اړه مو هم وړاندي بحث وکړ او زما په اند دې نتېجې ته رسېږو چي د دې ښځې په غاړه کي يو داسي شی وو چي دې پر کلک باور درلود او دا يې له ناروغۍ د روغتيا غوره لار ګڼله ، له همدې کبله يې دې کار ته لاس اچولی وو چي د عبدالله بن مسعود په فتوی له دې غضبه خلاصه شوه .
په پای کي دې نتېجې ته رسو چي پورتنی حديث خو تعويذ حرام ښيي مګر حليمي صاحب ! ته يې حرام نه بولې د تعويذ په اړه مو رايه څه ده؟.
دا کوم تعويذ ښيي ايا د تعويذ په اړه تاسو د خپلو خبرو لپاره يو ثبوت لرئ؟.
يعني تاسو چي دا تعويذ پر دوو ټوټو وېشئ لکه دم نو کولای شئ په قرآن او حديث کي موږ ته دا تخصيص په ګوته کړئ چي موږ د دې دليل له مخې د تعويذ تخصيص کوو او دا تعويذ ترې مستثنی دی .
که داسي دليل نه لرئ نو بيا د يوه صحيح او صريح حديث له منلو انکار کوئ؟.
[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
بې ) فادخل يده فقطعها ..... ّ
که لږ دغه صحنه تصور کړو چه : دغه څو نفره چه راغلي وه ، وسردار عالم ته !! غوښتل ئې چه په اسلام ځانونه مشرف کړي او بیعت وکړي له خواږه نبي علیه السلام سره ! تاسو پوهېږئ ؟ چه دغه راغلي خلګ مسلمانان وه ؟ او که راتګ نه مخکښي جهّال وه ؟ فکر کوم چه ستاسو جواب به
داسي وي چه : جهّال وه !!! زما تحلیل هم همدا دی چه : خامخا يي په جهالت کښي ژوند کاوه او جهّال وه ، نو طبعاً يي داسي شئ په غاړه ؤ چه : صریح او ښکاره شرک به ؤ‌!! آیا تاسو فکر کوئ چه لا إله إلا الله يې پر ښکر لیکلي وه او ښکر ئې په غاړه ؤ‌
نه ! هیڅ کله نه
[/quote:af71860499]
د دې حديث په اړه ستاسو تحليل د پورتني حديث حديث له تحليل سره چندان توپير نه لري له همدې کبله به دا مناسبه چي ووايو دلته به مو خبرې تکراري وي مګر غواړم ووايم چي :
کوم کسان چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغلي وو د هغوئ صحيح حالت معلومول يوه ستونزمنه خبره ده ، ښايي هغوئ وړاندي مسلمانان شوي وي او د جهادي بيعت په موخه راغلي وي او يا ښايي پخواني جهالت وهلي وي او غوښتل يې د اسلام نور لاس ته راوړي خير په دې اړه به زموږ اټکلونه ښايي تر ډېره بريده سيي ونه خېژي خو دا تومنه ترې راوزي چي هغوئ يو څه ځړولي وو او رسول الله صلی الله عليه وسلم منع کړل مګر دا چي په دې کي شرکي الفاظ ليکلي وو که يا دا يوه مبهمه پوښتنه ده ځکه روايت يې تصرېح نه ده کړې . تر دې وروسته د حديث يا روايت په راتلونکو کرښو کي نبوي وينا لولو چي په ځانګړي ډول تعويذ يادوي او د حرام ټاپه پرې لګوي .
تر دې په وړاندي روايت کي درې شيان په پرله پسې ډول ياد شوي وو او ناسم ګڼل شوي وو ، دلته د لا پوهاوي په خاطر يوازي تعويذ ياد شو او خلک يې د دې چارې له کولو را وګرزول .
نو هغه کسان چي تعويذ يو روا عمل ښيي هغوئ بايد داسي وکړي :
۱ ) يا خو په صريح نبوي سنت تعويذ ثابت کړي .
۲ ) يا خو دي د قرآن او سنت په صريحو دلايلو موږ ته د تعويذونو تخصيص راوښيي چي دا تعويذ ترې مستثنی دی .
۳ ) يا دي له خپلې ګروهي تېر شي .
که له دې پورتنيو چارو څخه پر يوه عمل وکړي نو زموږ او ستاسو تر منځ خبره پای ته رسېږي او د دې بحث پای يوازي د همدې پورتنيو مادو تر عملي کېدو پوري تړلی دی هر وخت چي د پورتنيو مادو په اړه عملي اقدام وشي نو بحث پای ته رسېږي .
[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
زموږ نتها هغه کاغذ روا ګنو چه : لیکلې عبارت ئې قرآن او مسنونه دعا يي
[/quote:af71860499]
په څه دليل؟
زه ستاسو دا کار ناروا بولم ځکه دا تعويذ دی او پورتني حديثونه په صراحت سره د تعويذ منعه کوي .
اوس بايد حليمي صاحب ! په دې اړه پورتنۍ درې چارې عملي کړې .
نوټ‌:‌ تاریخ مي صد در صد مطمئین کوي چه دغه :
أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ
پر کاغذ لیکو ، او یآ‌ د مسجدونو پر دېوالونو يې لیکو ، او یا کلمه طیبه
په زرین خط د بخمل پر ټوکره لیکو او په چوکاټ کښي يې نیسو ، داسي نور او نور ، دا ټول د نبي او چهار یارو له عصر نه ورسته د مینی او محبت په اساس دا اعمال او کردار شروع شویدي ، چه : خلاف د منکر او نیکو اعمال دي ، د ناوي پر سر قرآن ، په درنو خرابیو کښي له ځان سره ًقرآن درلودل دا ټول نوي او !!!! خلاف د منکر او معروف کړه دي او شرعاً ندي‌ ممنوع .
[quote:af71860499="ع کريم حليمي"]
تر ټولو خطر ناکه او ناروا او منفور او د نفرت وړ هغه کړه دي چه په عباداتو او دین کښی نوي لاري او کوڅی را ووځي‌ ، سردار عالم فرمايي‌
أبى الله أن يقبل عمل صاحب بدعة ، حتى يدع بدعته
الله تعالی د بدعتي د عمل د قبلولو څخه انکار کړی تر څو چه خپل بدعت پرېږدي

په عباداتو کښي نوي لاري او خبري ته بدعة ویل کیږي !!!!، اما په تداوي ، علاجونو او تجارت ، او زراعت ....... کښي ښه نوښت ښه اخلاق دي .
اقتباس:
من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد

هو ! په لمانځه ، روژه ، ذکاة ،حج ، او جهاد کښي چه نوي کړه وړه او اختراعات را وباسي ، نو !!! فهو رد
درنښت
[/quote:af71860499]
ښاغلی حليمي صاحب ! هيڅوک هم د نوښت مخالف نه دی مګر هغه نوښت هيڅکله ګټه نه کوي چي په صريح ډول يې منعه راغلې وی ايا تاسو تعويذ يو نوښت ګڼئ؟؟؟.
دا خو هيڅ نوښت نه دی او نه کوم داسي علاج دی چي ناروغ پرې ډاډمن شي بلکي سر تر پايه ناروغي ، بدمرغي او کرغېړن عمل دی .
هر هغه شي ته بدعت ويل کېږي چي په دين کي په نوي ډول را پيدا شي ، هو ! په تجارت ، کاروبار او نورو له دين پرته په نورو چارو کي نوښت کول ، نوي شان رامنځ ته کول هيڅ بدعت نه ګڼل کېږي بلکي ښه کار دی د مثال په توګه په ټوپک جهاد کول ، په ټانګ جهاد کول ، په الوتکو کي ګرزېدل او داسي نوري چارې په بدعت کي نه شي راتللای ځکه له دې چارو منعه نه ده راغلې او نه هم له دين سره تړاو لري .
مګر هو ! کومې چارې چي له دين سره تړاو لري او په نوي ډول رامنځ ته شوې وي هغه بدعت دي او د هغو چارو ترسره کوم هم حرام دي چي په شريعت کي يې منعه راغلې وي ، د مثال په توګه همدا تعويذ در واخله چي په صريح ډول يې منعه راغلې ده له همدې کبله يې حرام بللای شو.


وصيل پېروز
27.10.2011

[quote:8a5fa5157f="وزیري"]السلام علیکم:

بحث خو الحمد الله ډیر ښه روان دی او پیروز ورور سره له دی چی همیشه د جرحی او تعدیل له بابونو نه ډیر زیات غږیږی خو کله یی چی خپله خبره پری کمزوری کیږی نو بیا جرح او تعدیل علم نه کار نه اخلی.
[/quote:8a5fa5157f]
وعليکم السلام
وزيري صاحب ! ښه راغلاست تر ډېر وخت وروسته
زه تل الحمدلله داسي حديث نقلوم چي د ضعف هيڅ حکم پرې نه شي کېدلای ، دا کړنلاره مي دلته هم عملي کړې که تاسو ته حديث کمزوری ښکارئ نو راشه چي هر راوي په جلا – جلا ډول وڅېړو .
[quote:8a5fa5157f="وزیري"]
په هر حال، زه صرف په دی اخیرنی نقطي (من عمل عملا ليس عليه امرنا فهو رد) باندی له پیروز ورور نه یوه پوشتنه لرم.
په دی حدیث کی رسول الله صلی الله علیه وسلم بدعت ته اشاره کړیده. نه غواړم چی خبره بل طرف ته بوځمه، بدعت ما په دی لیکنه کی شپږ اړخه روښانه کړیدی.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=6475

خو سوال می دادی چی دا مباح شیان ولی د (لیس علیه امرنا) په رڼا کی مردود نه دی؟

والسلام
[/quote:8a5fa5157f]
ښاغلی وزيري صاحب ! د بدعت په اړه پوښتنې له روان بحث سره هيڅ تړاو نه لري ، زه نه غواړم پر داسي موضوعاتو دلته وږغېږم چي له روان بحث سره هيڅ اړخ نه لګوي . ستاسو پورتنی لينک مي خلاص کړ مګر د وخت د کموالي له کبله سرسري پرې تېر شوم خو نه پوهېږم چي د انتقاد وړ شيان به پکښې وي که يا؟.
له دې سره – سره ستاسو پورتنۍ پوښتنې ته داسي ځواب ويلای شم چي کوم مباح شيان؟
ايا ټوپک ، ټانګ ، الوتکه او ... دي مراد دي؟.
که دا دي مراد وي نو دا چارې خو له دين سره تړاو نه لري هغه چارې بدعت ګڼل کېږي چي په دين کي په نوي ډول را پيدا شي لکه تصوف او نور ...
مګر پاتي شو تعويذ دا يوه داسي چاره ده چي له دين سره تړاو لري او په دين کي يې له کولو بشپړه صريحه منعه راغلې لکه وړاندي چي يې تفصيل تېر شو.


عادل عادل
27.10.2011

السلام علیکم

له ټولو مننه،،،، زما نتېجه ګیري داده چې له یوې خوا نن سبا تعویذات هومره زیات ندي چې د عزتمند پېروز ورور په شان مو د الویت او نګرانی سبب جوړ شي،،، له بلې خوا زه خپل ځان ته د یو مسلمان په توګه د خدای په توکل دا اجازه ورکوم چې د هر ډول مرض/تکلیف/خوښی/غم/شکرانې او غیره مواردو کې له ماثوره دعاګانو علاوه د قران کریم هر هغه ایت چې راته اسانه او خوښه مې وي ولولم ،،، زما په عقیده د قران هر ټکی شفا ده،،، زه نه ملا یم،، نه چا راته ښوولي او نه یې له کوم بنده نه د اجازې ضرورت لرم،، ،، د ډېرو ایاتونو حتی په مانا هم نه رسم،، خو ددې سره سره چې ماشوم بې ځایه او بې مورده ژاړي نو د خپل وس مطابق پرې،، که مې ډېر ایاتونه له یاده هم نه وي،،،نو کم تر کمه،،، بسم الله الرحمن الرحیم پرې چوپوم،،، په والله چې ښه تاثیر پرې باسي،،،، زمونږ د پیو غوا به چې لغتې وهلې،،، نو بابا به مې په یوه څپړ وچه ډوډی بسم الله او الحمد الله تر پایه دم او پرې چوف کړل ،،،او غوا ته به مو چې ورکړه ،،، قسم په خدای که به یې بیا لکۍ هم ښوروله،،،

زه د عزتمند پېروز صاحب قلمي هڅو ته د قدر په سترګه ګورم،،، احترام یې لرم،،، خو د ورته غیرمهمو موضوعاتو په عقیدتي اړخ کې بیا د عزتمند حلیمي صاحب کلک پلوی یم،،،،

یوه داعي ته ښایي چې د کتاب الله معرفي وکړي،،، او بس،،، خو دا نه ورته ښایي چې د مسلمان او کتاب الله په منځ کې د هغه په مشروع شخصي رابطه او استفاده کې ګوتې ووهي،،، او کلوپونه ورته واچوي،،،،

همدا کلپونه دي چې نن سبا مسلمان له حدید څخه ایله ترښځ جوړوي خو کافران یې زمونږ له کتاب څخه په نقل په هوا کې الوزوي،،، مونږ د قران کریم د تزوج په بې پایانه پوهه کې ایله نر او ښځه فهمولي خو کافران تر الکترون او پروتونه،،، برقي مثبتو او منفي چارجونو پورې خبره رسولې، په مونږ مسلمانانو کې سوالګر شته،،، خو کافرانو زمونږ له زکات څخه په نقل د خپلو ټولنو د وږو خیټې مړې ساتلې دي، یوه نیمه انجویې مونږ ته هم رارسي! ،،، مونږ څه شوو او دوی څوک دي؟؟؟

زمونږ ډېجېټل ملا صیبان ایله دا ووایي چې د تریاکو کرکیله حرامه ده،،، د قران کریم مچو کول بدعت دی ،،،،،تعویذ شرک دی،،، مړ ی مو چې په خاورو ومانډه بیا ورغلط نشی!


وزیري
27.10.2011

پیروز صیب دا لاندی حدیث خو د جرح او تعدیل په کتابو کی راته لږ واضحه کړه.

وفي سنن أبي داود والترمذي وابن السني وغيرها، عن عمرو بن شعيب، عن أبيه، عن جدّه؛ أن رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم كان يعلمهم من الفزع كلمات: "أعُوذُ بِكَلِماتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ غَضَبهِ وَشَرِّ عِبادِهِ، وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّياطِينِ وأنْ يَحْضُرُونِ" قال: وكان عبد اللّه بن عمرو يعلمهنّ مَنْ عقل من بنيه، ومَنْ لم يعقل كتبه فعلقه عليه. قال الترمذي: حديث حسن.

)أبو داود (3893) ، والترمذي (3519) ، وابن السني (753) ، ومسند أحمد 2/181، والحاكم في المستدرك 1/548، وهو حديث حسن بشواهده (

والسلام


وصيل پېروز
28.10.2011

[quote:c38aee0d2a="وزیري"]پیروز صیب دا لاندی حدیث خو د جرح او تعدیل په کتابو کی راته لږ واضحه کړه.

وفي سنن أبي داود والترمذي وابن السني وغيرها، عن عمرو بن شعيب، عن أبيه، عن جدّه؛ أن رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم كان يعلمهم من الفزع كلمات: "أعُوذُ بِكَلِماتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ غَضَبهِ وَشَرِّ عِبادِهِ، وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّياطِينِ وأنْ يَحْضُرُونِ" قال: وكان عبد اللّه بن عمرو يعلمهنّ مَنْ عقل من بنيه، ومَنْ لم يعقل كتبه فعلقه عليه. قال الترمذي: حديث حسن.

)أبو داود (3893) ، والترمذي (3519) ، وابن السني (753) ، ومسند أحمد 2/181، والحاكم في المستدرك 1/548، وهو حديث حسن بشواهده (

والسلام[/quote:c38aee0d2a]
ښاغلی وزيري صاحب ! موږ بايد تر وسه – وسه هڅه وکړو چي په کلي ډول صحيح حديث نقل کړو ، هر هغه حدیث چي موږ يې نقلوو بايد له هره پلوه صحيح او له نيوکو خوندي وي . په همدې بحث کي ما کوشش کړی چي همداسي حديثونه نقل کړم ، لکه تاسو چي يې بېلګي وليدلې .
دا چاره بايد له ما نيولې ، تر تا او ان ټولو پوري وغزېږي او جدي پاملرنه ورته وشي ، تاسو چي پورته کوم روايت نقل کړی لومړی بايد تاسو پرې تحقيق کړی وای او د دې روايت اصل ماهيت مو ځان ته څرګند کړی وای ، ځکه دا يوه مهمه چاره او ډېر ضروري مسئوليت دی . په هر حال زه به خپل معلومات درسره شريک کړم .
۱ ) د دې حديث په يوه طريقه کي اسماعيل بن عياش دی چي ترمذي روايت کړی دی ، دی د سوريې د مشهور ښار حمص اوسېدونکی دی . د محدثينو شاهدي ده چي نوموړی د خپل ښار له حديث پوهانو کره روايات نقلوي ځکه هغه وخت د ده حافظه سمه وه او اختلاط نه وو پکي راغلی خو د نورو ښارونو له حديث پوهانو يې روايات ځکه صحيح نه دي چي هغه مهال يې حافظه ګډ وډه شوې وه ، دلته ده له محمد بن اسحاق الکوفي څخه روايت کړی ، هغه د حمص نه بلکي د کوفې دی ځکه یې روايت ترې صحيح نه بلل کېږي .
۲ ) همدارنګه د دې روايت په ټولو طريقو کي محمد بن اسحاق کوفي ذکر شوی ، نوموړی که څه هم ثقه دی خو تدليس کوي او په حديث پوهنه کي دا اصل دی چي کله مدلس په عن روايت وکړي نو تر هغو صحيح نه دی چي د سماع صريح الفاظ يې نه وي ويلي . د دې روايت په ټولو طريقو کي محمد بن اسحاق د سماع صريح الفاظ نه دي ذکر کړي بلکي په عن يې روايت کړی دی ، له همدې کبله اعتبار نه لري .
۳ ) دا روايت موقوف دی او د محققينو محدثينو وينا ده چي موقوف حديث حجت نه دی .
په مينه او درنښت


وصيل پېروز
28.10.2011

[quote:a3bb7c6488="عادل عادل"]السلام علیکم

له ټولو مننه،،،، زما نتېجه ګیري داده چې له یوې خوا نن سبا تعویذات هومره زیات ندي چې د عزتمند پېروز ورور په شان مو د الویت او نګرانی سبب جوړ شي
[/quote:a3bb7c6488]
ښاغلی عادل عادل سلامونو ته مو وعليکم السلام
ښه وخت او ښې چارې ولرئ
تاسو ليکلي چي تعويذان دومره مهمه چاره نه ده ، نه پوهېږم تاسو دا برداشت له کومې خوا اخيستی چي مهمه نه درته ښکاري ، زما په اند خو د ډېرو مهمو چارو په لړ کي يو هم د تعويذ د غير شرعي او غير اخلاقي دود مخنيوی هم دی ځکه دې کار که له يوې خوا د قرآن کريم تقدس ته کلکه ضربه ورکړې له بلې خوا يې سخت رواني جنجالونه هم پېښ کړي دي . زه په خپله د داسي يوې صحنې شاهد يم چي تش په نوم ملا له يو ځوان څخه چي تازه له دبۍ راغلی وو په دې نوم ځای پر ځای څلوريشت زره ( ۲۴۰۰۰ ) نغدې کالدارې واخيستې چي ګواکي ستا په ښځه کوډي شوې او زه د دې تعويذانو په کولو پېريان ترې شړم او کوډي ماتوم . دې سړي د همدغه ملا په شيطانت له خپلې مېرمنې سره يو کال پر له پسې نه خبرې کولې او نه يې هیڅ ډول تعلقات ورسره ساتل ان له ټولي کورنۍ سره په جنجال کي وو ، د دې چارې يوازينۍ وجه د دې کوډګر ملا هغه توطئې او دسيسې وې چي د ده مېرمنې او کورنۍ تر منځ يې پېښي کړې وې . ده به همېشه ښځې ته يو ډول ، مېړه ته بل ډول او د کورنۍ غړو ته بل ډول خبرې کولې ، پر همدې بنا د ټولو تر منځ يو ډول بې باوري او بې اعتمادي رامنځ ته شوه ، يو پر بل بد ګومانه شول او بالاخره ټول مجبور شول چي تر خپل منځ کورني تعلقات وشلوي ، هغه سړی اوس هم ګواښونه کوي چي زه خپلې ښځې ته طلاق ورکوم . داسي نو په سلګونو مثالونه شته چي د همدې تعويذ ګرو له کبله ځيني وختونه پر مريضانو په شپو – شپو خوراکونه بند شوي ، په تورو کوټو کي اچول شوي او ان ورته ويل شوي چي هيڅ ډول اوبه نه استعمالوئ ځکه بيا د تعويذ يا څاښت پدل ماتېږي . که ته لږ د تعويذګرانو له خوا ليکل شوي د عملياتو کتابونه او د دوئ شخصي چارې له نژدې ووينې درته څرګنده به شي چي د سرابي نړۍ په دې لړ کي کومې کرغېړنې کړنې او ناولي فعاليتونه ترسره کېږي ان ځيني خو يې تر دې رسېدلي چي وايي :
لو رعف فکتب الفاتحة بالدم علی جبهته وانفه جاز للاستشفاء و بالبول ايضا ان علم فيه شفاء لابأس به .
ژباړه : که يې پوزه وينه کېدله نو الحمدلله يې په وينو پر خپل تندي يا پوزه د روغتيا غوښتلو لپاره وليکله نو جواز لري ، همدارنګه که يې په دې نېت په بولو وليکله هم جواز لري . نعوذ بالله من ذالک
تاسو پورتنۍ فتوی ته وګورئ ايا دا دقرآن تر ټولو ستر سپکاوی نه دی چي په وينو او يا بولو وليکل شي ؟ ايا اوس موږ دې ته نه يو مجبور چي د داسي کرغېړنو او ناوړه چارو مخه ونيسو ؟ د تعويذ د عملياتو په نوم ليکل شوي کتابونه که وګورې په لسګونو داسي ځايونه پکښې دي چي خپلو مخاطبينو ته وايي ، فلانی ايت پر تناسلي اله وليکه ، فلانی تعويذ پر فرجو ځوړند کړه او داسي نور.
ښاغلې ! ته لږ هڅه وکړه پر دې فن ليکل شوي کتابونه او له دې سره تړلي خلک ووينه ، ورسره کښېنه او له څه بحث او مباحثې پر ته د دوئ شخصي چارې وارزوه بيا به تا ته معلومه شي چي هلته څه تېرېږي؟.

[quote:a3bb7c6488="عادل عادل"]
زه د عزتمند پېروز صاحب قلمي هڅو ته د قدر په سترګه ګورم،،، احترام یې لرم،،، خو د ورته غیرمهمو موضوعاتو په عقیدتي اړخ کې بیا د عزتمند حلیمي صاحب کلک پلوی یم،،،،

یوه داعي ته ښایي چې د کتاب الله معرفي وکړي،،، او بس،،، خو دا نه ورته ښایي چې د مسلمان او کتاب الله په منځ کې د هغه په مشروع شخصي رابطه او استفاده کې ګوتې ووهي،،، او کلوپونه ورته واچوي،،،،

همدا کلپونه دي چې نن سبا مسلمان له حدید څخه ایله ترښځ جوړوي خو کافران یې زمونږ له کتاب څخه په نقل په هوا کې الوزوي،،، مونږ د قران کریم د تزوج په بې پایانه پوهه کې ایله نر او ښځه فهمولي خو کافران تر الکترون او پروتونه،،، برقي مثبتو او منفي چارجونو پورې خبره رسولې، په مونږ مسلمانانو کې سوالګر شته،،، خو کافرانو زمونږ له زکات څخه په نقل د خپلو ټولنو د وږو خیټې مړې ساتلې دي، یوه نیمه انجویې مونږ ته هم رارسي! ،،، مونږ څه شوو او دوی څوک دي؟؟؟

زمونږ ډېجېټل ملا صیبان ایله دا ووایي چې د تریاکو کرکیله حرامه ده،،، د قران کریم مچو کول بدعت دی ،،،،،تعویذ شرک دی،،، مړ ی مو چې په خاورو ومانډه بیا ورغلط نشی![/quote:a3bb7c6488]
ښاغلی عادل ! خبره د ملاتړلو او مخالفت نه ده بحث پر دې روان دی چي د قرآن کريم تقدس او سپېڅلتوب وساتل شي که تاسو زما پورتنی بيان لوستی وي او پرې پوه شوي ياست نو دا چاره به ښه درته څرګنده شوې وي .
هو ! زموږ هم هڅه داده چي ټول مسلمانان تر هر څه وړاندي کتاب الله ته را وبولو څو د هغه په پيغام پوه شي او هغه مسئوليت درک کړي چي قرآن د اسلامي امت پر غاړه اچولی دی . همدغه تعويذ ګران دي چي خلکو ته يوازي دا مفکوره ورکوي چي قرآن د تبرک کتاب دی د عمل ، پند اخیستنې ، پوهنې او ژوندانه د تطبيقي اصولو مجموعه نه ده او مسلمانانو ته وايي چي يوازي تعويذونه ترې باسئ ، پالونه پرې اچوئ ، موږ يې په معنا نه پوهېږو ځکه دا ډېر فنون غواړي . يوازي محدود کسان پرې پوهېږي ، هر لفظ يې بېلابېلي په لسګونو معناوې لري ، دا او دې ته ورته نوري بهانې دي چي په اسلامي ټولنه کي يې د کتاب الله اهميت کم کړی او ان اوس په درسي نصابونو کي له هغه مقامه لوېدلی چي بايد درلودای يې . که تاسو له ديني زده کوونکو سره کښېنئ نو د قرآن کريم په اړه به تر خواشينوونکي اندازې ډېر کم معلومات لري .
کافرانو که پرمختګ کړی نو له دې کبله يې کړی چي بشري علومو ته يې د قدر په سترګه کتلي او پاللي يې دي مګر زموږ له هر ملا سره چي کښېنې عصري علوم ، کمپيوټر او نوري بشري لاس ته راوړنې کفر ګڼي ، ان موږ په يو لوی درسي محفل کي له استاذه يو زده کوونکي پوښتنه وکړي چي مفتي صاحب ! د کمپيوټر زده کړه څرنګه ده؟.
هغه ورته وويل : ناروا ده .
بيا يې د انګليسي ژبې د زده کړې په اړه ترې پوښتنه وکړه .
هماغه فتوا يې پرې ور خوشي کړه .
حال دا چي په شريعت کي د يو شي په اړه حکم کول هغه وخت کېدای شي چي د اړوند شي ماهيت او حقيقت څرګند شي مګر هغه ښاغلي نه کمپيوټر په خپله درلود او نه يې له نورو پوښتنه وکړه چي دا څرنګه اله ده او څه کار ترې اخيستل کېږي؟ خو څرنګه چي دوئ له اره د اوسنيو بشري علومو مخالف دي له همدې کبله سمدستي د ناروا والي ټاپه پرې لګوي ، د همدوئ له کبله زموږ ټولنه هره ورځ پر شا روانه ده ، پرمختګ نه پکي ليدل کېږي ، که زموږ علماوو د وخت له غوښتنو سره سم خپل تعليمي نصاب او زده کوونکي روزلي وای نن به خبره دومره نه خرابېده .
د بدعت ، خرافاتو ، وهمياتو او شرکياتو مخنيوی د هر شريعت په ځانګړي ډول د اسلامي شريعت مهمه موخه ده ، که دا چارې تاسو ته هسي واهي او وخت ضائع کول ښکاري نو دا ستاسو خپل نظر دی که غواړې چي د بدعت او شرک د ګناه په سترتوب ، خطرونو او زيانونو ځان خبر کړې نو لطفا يو ځل د احاديثو کتابونه در اوچت کړه هلته په دې اړه نقل شوي احاديث وګوره چي اسلامي ټولنې ته څومره خطرناک دی . که ته ما ته نژدې وای او هغه وېديوګاني مي درښودلې وای چي خلک پر قبرونو څرنګه چارې ترسره کوي ، خپله به پوه شوی وې چي رښتيا هم د داسي کرغېړنو چارو پر ضد کلکې اسلامي مبارزې ته اړتيا ده .
په مينه او درنښت


عادل عادل
28.10.2011

السلام علیکم

محترم وصیل پېروز صاحب

تاسو د جادوګرو او کوډګرو مثالونه راوړي،،، کوډګر زه پېژنم،،، پټ یا پنهان هم نه دي،،، په کلیو او بانډو کې مشهور او پېژندل شوي خلک دي،،، د ملا او عالم بلا دې پر سر ورواوړي،،، هسې جوګیان دي،،، زه وایم چې وژل یې داسې روا دي لکه د یرغلګر امریکایي،،، خو دا چې ولې څوک څه نه ورته وایي نو کېدای شي په ټولو یې کوډې کړې وي،،،:)

که مونږ او تاسو تعویذ په مطلق ډول حرام وګرزوو،،، نو دا به د کوډګرو په ګټه تمام سي،،، ددې پر ځای راځي چې د کوډګرو په ضد یو کمپاین وچلوو،،، زه داسې شک کوم چې دا کوډګر به د قراني ایاتونو له زور څخه بده استفاده کوي،،، نو ایا منطقي دفع به یې دا وي چې ووایو په قراني آیت کې زور نشته او که نه ووایو چې کوډګر مړ کړی چې د قران کریم د ایاتونو سپکاوی کوي او سواستفاده ځنې کوي؟؟

په لوګر کې یو سړی دی، نوم یې رانه هېر دی،،، مشهور په ملا ....دی،، خو د ملا بلا یې پر سر کړې،،، ګیرکلی سپک او ورک سړی دی،،، شنې سترګې مسخ شوې شیطان صفته څېره لري،،، دا سړی په غالب ګومان له پېریانو سره تعارف لري،،، غل په ښیښه کې ښیي،،، په پېریانو کوډې راباسي، که د یوه مرسته کوي د لسو نورو کور ورانوي،،،،تر سواستفادې پورې دا سړی وایي چې زه د قل هوالله په زور له ځمکې هسک له کلنګار څخه برکي ته په څو دقیقو کې تلی شم،،،، کذبوه ولو صدقوا

د عامه خلکو عامه پوهونه ددې ناخوالو دوا ده،،



ع کريم حليمي
29.10.2011

السلام علیکم و رحمة الله
دروند او محترم وصيل پېروز صاحب او درنو او مکرمو د بحث ګډونوالو او
درنو لوستونکو ، خدای دي وکړي چه خوشاله یاست ، الله مو له هر نوعه خوابدۍ را وساته ، (خوابدئ دوږخ او خوشالي جنت دي )، الله دي خوشحالۍ درکړي په هغه دنیا ّهم

وصيل پېروز صاحب ! که تاسو لوړه کړېوي چه تر فکر او اند نه تېرېږم ،
نو بحث ّبه سبسطه او دایروي شکله به وي او تر یوم قیامه به تمام نه شي
ولي چه سره راڅرخو او راڅرخو ، ‌إن شاء الله چه : لوړه دي نده کړېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ ؟؟

محترما ! کوم حدیث شریف چه ښاغلی وزيري صاحب نقل کړی ؤ ، تاسو هغه بې اعتباره او موقوف وباله ، هغه حدیث موقوف ندی !
موقوف : چه تابعی صرف د صحابي قول یا فعل روایت کړي او تر محمد صلی الله علیه و سلم پوري ئې و نه رسوي . هغه حدیث ولي موقوف دی ؟؟؟
[quote:b86993e2ed] روايات نقلوي ځکه هغه وخت د ده حافظه سمه وه او اختلاط نه وو پکي راغلی[/quote:b86993e2ed]
کوم حدیث چه داسي راوي روایت کړی وي چه د هغه حافظه خرابه شوېوي
او له حدیث نه دانه معلومیږي ، چه دا حدیث د کوم زمانې دي چه په دغه وخت کښی ئې حافظه سمه وه ، او که خرابه
نو داســـــــــــــــــــــي حدیث ته مستور ویل کیږي !!!!! نه موقوف
دا تاسو نه نیاست ملامت ، له کوم کتاب نه چه تاسو الهام اخلۍ ّهغه کتاب ملامت دی .
أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللَّهِ التَّامَّةِ مِنْ غَضَبِهِ وَعِقَابِهِ وَشَرِّ عِبَادِهِ وَمِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ وَأَنْ يَحْضُرُونِ
پورته حدیث شریف ټول کتابونو را نقل کړیدی !!! ، او ټولو مفهوم یو دي
او په متن کښی څه فرق سته په یو روایت کښي راغلي چه ( إِبْرَاهِيمُ أَبِي يُعَوِّذُ بِهِمَا إِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ)
په بل روایت کښي راغلي چه مبارک علیه السلام به حسن او حسین سیدا شباب اهل الجنة هم په دم او تداوي کول (يُعَوِّذُ حَسَنًا وَحُسَيْنًا)

په نقل شوي حدیث کښي مفهموم صحیح رانقل سوئ ، ټول "سته " همدا حدیث رانقل کوي اما نص يې فرق کوي ،
علماء ویلي چه که په مفهوم کښي تطابق وي نو دېته مختلف حدیث ویل کیږي
منسوخ ئې نه شو بللای . ولي چه مفهموم یي یو دی

د موقوف سند دي راښکاره کړه ، موږ به يي وتلو چه وزن لري او که یا !!
دلیل خو په ( قرآن ، سنة ، عقل ) سره وي
سند په لاس کښي لرو چه قرآن د شفا کلام دي
سند په لاس کښي لرو چه مبارک خلک تداوي کړي‌ په دعا
د دلیل یو جز کم دي ستاسو عقل !!!
یو بل حدیث به تاسو ته رانقل کړم خدای دي وکړي ځای ونیسي
حَدَّثَنِي أَبُو الطَّاهِرِ أَخْبَرَنَا ابْنُ وَهْبٍ أَخْبَرَنِي مُعَاوِيَةُ بْنُ صَالِحٍ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ جُبَيْرٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ الْأَشْجَعِيِّ قَالَ كُنَّا نَرْقِي فِي الْجَاهِلِيَّةِ فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ كَيْفَ تَرَى فِي ذَلِكَ فَقَالَ اعْرِضُوا عَلَيَّ رُقَاكُمْ لَا بَأْسَ بِالرُّقَى مَا لَمْ يَكُنْ فِيهِ شِرْكٌ
مفهوم د حدیث
[color=white:b86993e2ed] موږ د جهالت په وختونو کښی رقیه کول. ومي ویل ، آ د خدای رسوله څرنکه ئې وینې ؟ سردار عالم و فرمایل : ستاسو رقیه و ماته بیان کړئ ، که شرک نه وي پکښې لا بأس [/color:b86993e2ed]

نو داسي معلومه شوه چه ابراهیم ع څخه رانیولې بیا محمد علیه السلام تر زماني رقیه او تعویذونه کېدل ، البته !!! هم مشروع او هم نامشروع ، او نامشروع تعویذ ته په عرف او اصطلاح کښي کوډي‌او سحر ویل کیږي
عادل صاحب څه ښکلی لیکلی چه :
[quote:b86993e2ed] دعامه خلکو عامه پوهونه ددې ناخوالو دوا ده،[/quote:b86993e2ed]
نو د قرآن او مسنونه دعا وو له شفا مه منکر کیږه
دغه انرژي چه مصرف وېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ ، را ولاړ شه چه ملګري دي شو ، د ګوډګرانو
بازار به ورخراب کړو ، نو د نېکۍ پله به مو درنه شي
درنښت


رښتینی
29.10.2011

امام ابن القیم الجوزیه په زاد المعاد کې د وزیري صاحب دحدیث
اویوه بل حدیث په اړه دالاندې فصل راوړی دی :

فصل

في هديه - صلى الله عليه وسلم - في علاج الفزع والأرق المانع من النوم

روى الترمذي في " جامعه " عن بريدة قال : ( شكى خالد إلى النبي - صلى الله عليه وسلم - فقال : يا رسول الله ! ما أنام الليل من الأرق ، فقال النبي - صلى الله عليه وسلم - : إذا أويت إلى فراشك فقل : اللهم رب السماوات السبع وما أظلت ورب الأرضين وما أقلت ورب [ ص: 194 ] الشياطين وما أضلت كن لي جارا من شر خلقك كلهم جميعا أن يفرط علي أحد منهم ، أو يبغي علي عز جارك ، وجل ثناؤك ، ولا إله غيرك ) .

وفيه أيضا : عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده أن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - كان يعلمهم من الفزع : ( أعوذ بكلمات الله التامة من غضبه ، وعقابه ، وشر عباده ، ومن همزات الشياطين ، وأعوذ بك رب أن يحضرون ) قال : وكان عبد الله بن عمرو يعلمهن من عقل من بنيه . ومن لم يعقل كتبه فأعلقه عليه

ولا يخفى مناسبة هذه العوذة لعلاج هذا الداء .

نو ددې حدیث اوپه تیره بیا د عبدالله بن عمرو رضی الله عنه د عمل په باره کې دابن
القیم چوپ پاته کیدل ددې ښکاره ثبوت ده چې هغه داعمل دده په نزد مستحسن او
غوره ده خو اوس ځینی سلفیان دابن القیم دخبرو مخالفت کوې او شیخ الباني لا عجیب
کار کړې دې هغه وایې چې دا حدیث حسن دی او یواځې د عبدالله بن عمر و خبره یې
کمزورې بللې ده !!
اوس نو ددې حدیث په اړه د ابن القیم استناد باید دسلفي وروڼو له پاره دقناعت وړ
وګرځې او وصیل پیروز ورور دې نوره موضوع لنډه کړې او سلهاو کلونو اختلافی موضوعات دې په داسي ډول نه را اخلی لکه هغه چې بیخي اتفاقی مسئله وې او
هیچادې مخالفت نه وې پکې کړی .

په یوه موضوع کې دعوتی افراط په داسي توګه مستحسن او ښه بلل کیږې چې
چې دمجتهدینو او لویو امامانو له فتاواو سره تناقض ونلرې ځکه ددې افراط په
پایله کې رامنځته شوې حکمونه بیا پر هغو مجتهدینو او امامانو هم لګول کیږې
اودا ډول افراط شرعا قبیح او له حمت اوموعظت نه لرې خبره ده او دستونزو داوارې
نه بلکې دلا زیاتولو لامل ګرځې .

په مینه


وصيل پېروز
30.10.2011

[quote:b151ec4112="ع کريم حليمي"]
السلام علیکم و رحمة الله
دروند او محترم وصيل پېروز صاحب او درنو او مکرمو د بحث ګډونوالو او
درنو لوستونکو ، خدای دي وکړي چه خوشاله یاست ، الله مو له هر نوعه خوابدۍ را وساته ، (خوابدئ دوږخ او خوشالي جنت دي )، الله دي خوشحالۍ درکړي په هغه دنیا ّهم
[/quote:b151ec4112]
سلامونو ته مو وعليکم السلام
الله جل جلاله دي وکړي چي په خپلو چارو کي بريالي او خوښ به ياست
[quote:b151ec4112="ع کريم حليمي"]
وصيل پېروز صاحب ! که تاسو لوړه کړېوي چه تر فکر او اند نه تېرېږم ،
نو بحث ّبه سبسطه او دایروي شکله به وي او تر یوم قیامه به تمام نه شي
ولي چه سره راڅرخو او راڅرخو ، ‌إن شاء الله چه : لوړه دي نده کړېٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖٖ ؟؟

[/quote:b151ec4112]
ښاغلی حليمي صاحب ! ما تل په ډاګه ويلي چي هيڅکله د سالمو دلايلو او براهينو په وړاندي له خپل موقف او دريځه دفاع نه کوم بلکي څومره چي ژر کېږي خپل اند او نظر بدلوم او د حق و حقيقت پيروۍ ته تسليمېږم ، د دې بحث په دوران کي تاسو هیڅ داسي لاسوند او دليل نه دی وړاندي کړی چي زما اند او نظر ته بدلون ورکړي نو بيا زه څرنګه له خپل موقفه واوړم ، بلکي زه بايد تاسو ته ووايم چي تاسو خپل موقف بدل کړئ ځکه :
۱ ) صريح صحيح حديث په لاس کي لرم چي تعويذ منع اعلانوي .
۲ ) تاسو واياست چي فلان او فلان تعويذ ترې مستثنی دی ، مګر د مستثنی دليل نه لرئ .
۳ ) نقل کړي دلايل مو بې ځايه وختل چي په دې لړ کي يو حديث هم وو ، په دې اړه وړاندي تفصيلي بحث وشو او دلته هم پرې څو خبرې لرو.
اوس دي لوستونکي او تاسو په خپله قضاوت وکړئ چي څوک بايد له خپله موقفه تېر شي او څوک بايد خپل اند و نظر بدل کړي؟؟؟.
[quote:b151ec4112="ع کريم حليمي"]
محترما ! کوم حدیث شریف چه ښاغلی وزيري صاحب نقل کړی ؤ ، تاسو هغه بې اعتباره او موقوف وباله ، هغه حدیث موقوف ندی !
موقوف : چه تابعی صرف د صحابي قول یا فعل روایت کړي او تر محمد صلی الله علیه و سلم پوري ئې و نه رسوي . هغه حدیث ولي موقوف دی ؟؟؟
[/quote:b151ec4112]
ښاغلي حليمي صاحب !
پورته چي تاسو د موقوف حديث کوم تعريف وړاندي کړی ، زه هم غواړم په دې اړه لږ څرګندونې وکړم او دا حقيقت روښانه شي چي موقوف حديث څه ته ويل کېږي ؟.
د صحابي فعل ، قول او تقرير ته موقوف حديث ويل کېږي .
د بېلګي په توګه راوي ووايي چي عمر رضی الله عنه داسي وکړل يا علي رضی الله عنه داسي وويل ، د ابو بکر صديق رضی الله عنه په وړاندي داسي وشول او ...
يا په بل عبارت موقوف هغه حديث ته ويل کېږي چي د قول ، فعل او تقرير سرچينه يا مصدر يې صحابي وي .
علامه ابن حجر عسقلاني رحمه الله په دې اړه کاږي :
موقوف :- وهو ما ينتهی الی صحابی . ( نخبة الفکر )
ژباړه : موقوف هغه روايت دی چي پر صحابي پای ته ورسېږي .
" ما روی عن الصحابي من قول او فعل متصلا کان او منقطعا " ( القواعد ص ۴۱ )
ژباړه : موقوف حديث د صحابي وينا او کړنه ده ، که متصل وي او که منقطع .
ښاغلې ! اوس به ښايي د موقوف حديث په تعريف نور هم پوه شوي ياست او درته څرګنده شوې به وي چي د وزيري صاحب پورتنی حديث ولي موقوف دی؟.
د وزيري صاحب د حديث لنډه تشرېح داسي ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهم ته د وېري لپاره ځيني کليمې ور ښودلې ، وروسته داسي راځي چي عبدالله بن عمرو رضی الله عنه به دا کليمې بالغو زامنو ته ورښودلې او نا بالغو ته يې ورځړولې .
دلته که وګورو نو د عبدالله بن عمرو فعل له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه نه دی ثابت او د حديث همدا ټوټه موقوفه بلل کېږي ، مګر دا چي رسول الله صلی الله عليه وسلم دوئ ته د وېري لپاره کليمې ورښودلې هغه له دې روايت او سند پرته په بل صحيح سند ثابتې دي ، مګر د حديث وروستۍ ټوټه موقوفه ده او ورسره په څنګ کي د دې روايت سند هم تر کلکو نيوکو لاندي راځي چي هيڅ وخت د صحت درجه نه شي قبلولای .
[quote:b151ec4112="ع کريم حليمي"]
[quote:b151ec4112] روايات نقلوي ځکه هغه وخت د ده حافظه سمه وه او اختلاط نه وو پکي راغلی[/quote:b151ec4112]
کوم حدیث چه داسي راوي روایت کړی وي چه د هغه حافظه خرابه شوېوي
او له حدیث نه دانه معلومیږي ، چه دا حدیث د کوم زمانې دي چه په دغه وخت کښی ئې حافظه سمه وه ، او که خرابه
نو داســـــــــــــــــــــي حدیث ته مستور ویل کیږي !!!!! نه موقوف
دا تاسو نه نیاست ملامت ، له کوم کتاب نه چه تاسو الهام اخلۍ ّهغه کتاب ملامت دی .
[/quote:b151ec4112]
ښاغلی حليمي صاحب ! دلته هم د تېر په څېر يو ځل بيا هغه کانه در شوې لکه صحابي چي مو مجهول ګاڼی او د همده له کبله مو پر حديث د ضعف ټاپې وهلې ... دلته بيا د همداسي تېروتنو ښکار ګرزېدلي ياست . لومړی غواړم دا روښانه کړم چي حديث ته په هيڅ حالت کي هم مستور حديث نه شي ويل کېدای . دا يوه داسي اصطلاح ده چي يوازي د راوي يا روايت کوونکي لپاره استعمالېږی نه د روايت لپاره .
لکه وړاندي چي مو يادونه کړې وه د روايت په سند کي يو ذهني ناروغ شته دی ، د نوموړي حافظې کار پرېيښی وو له همدې کبله له حمص پرته د بل ځای له استادانو د ده حديث نه منل کېږي . دې ښاغلي اسماعيل بن عياش د خپل ښار له استاده نه بلکي د کوفې د حديثو له يو استاد محمد بن اسحاق څخه روايت کړی دی ، له دې ځايه څرګندېږي چي دا مهال د نوموړي حافظې کار پرېيښی وو ځکه محدثينن د ده په اړه دا اصل لري چي د حمص له استادانو پرته د بل ښار له استاده د ده روايت نه منل کېږي .
ان شاء الله اوس به په دې هم پوهېدلي ياست چي ملامتي د چا پر اوږو ور لوېږي ، د حق او حقيقت په وينا ملامت هماغه څوک دی چي په حديثي اصولو کي له خبرتيا پرته ګوتې وهي ، کله صحابي مجهول او ضعيف ګڼي ، کله د راوي اصطلاح د حديث لپاره استعمالوي او کله هم د موقوف و مرفوع حديث تر منځ توپير ورته ګران وي . !!!
[quote:b151ec4112="ع کريم حليمي"]
د موقوف سند دي راښکاره کړه ، موږ به يي وتلو چه وزن لري او که یا !!
دلیل خو په ( قرآن ، سنة ، عقل ) سره وي
سند په لاس کښي لرو چه قرآن د شفا کلام دي
سند په لاس کښي لرو چه مبارک خلک تداوي کړي‌ په دعا
د دلیل یو جز کم دي ستاسو عقل !!!
[/quote:b151ec4112]
ښاغلی حليمي صاحب ! نه پوهېږم تاسو د کوم موقوف په اړه خبرې کوئ ... زه خو هيڅکله پر موقوف تکيه نه کوم ځکه زه په دې اند يم چي موقوف حجت نه دی او په دليل کي راوړل يې يوه بې ځايه خبره ده نو بيا د موقوف سند د څه لپاره وړاندي کړم او چيري مي يو موقوف حديث د سند په توګه راوړی دی ؟.
دا خبرې خو بيرته تاسو ته راجع کېږي چي دلايل مو راوړئ څو يې وتلو ، مګر هو ! دا نوې خبره ده چي په لومړي ځل ستاسو له لوري د تللو خبره اروم ... ښه وشول چي تاسو هم د تللو ميدان ته راغلاست ان شاء الله دې وروسته کولای شو خپلې ستونزې په مېزان هوارې کړو ... ان شاء الله
ستاسو پورتني دلايل تر يو ځايه د منلو دي مګر :
۱ ) که قرآن د شفا کلام وي نو څه ډول يې بايد استعمال کړو؟.
د تعويذ په توګه ، د دم په توګه ، په غاړه کي د ځړولو په توګه او ...؟.
په دې اړه مو يوې بېلګي ته پام غواړم :
يو سړی دی وايي چي زه له دې پرته نه ښه کېږم څو می قرآن په بولو نه وي ليکلی ( نعوذ بالله لکه څرنګه چي ځيني خلک اجازه ورکوي ) ايا ستاسو په اند روا ده چي داسي وکړي؟.
ځکه تاسو واياست چي قرآن د شفا کلام دی ، نوموړی همدا وايي قرآن د شفا کلام دی زه يې په داسي ډول استعمالوم زه ورسره ښه کېږم .
۲ ) هو ! سمه خبره ده چي رسول الله صلی الله عليه وسلم خلک په دعا تداوي کړي مګر ولي پر همدې بسنه نه کوو ؟. ايا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسپېڅلی سنت زموږ لپاره کفايت نه کوي؟.
ولي هغه عمل ته لاس اچوو چي په څرګند ډول يې منعه راغلې او د استثنا لپاره يې هيڅ دليل نه شته . !!!
۳ ) په رښتيا هم په دې اړه لا يوه خانه تشه پاتي ده هغه ستاسو له حقه انکار او سرغړونه ده حال دا چي دې کار ته مو له دليل او برهان پرته ملا تړلې ده .
[quote:b151ec4112="ع کريم حليمي"]
یو بل حدیث به تاسو ته رانقل کړم خدای دي وکړي ځای ونیسي
حَدَّثَنِي أَبُو الطَّاهِرِ أَخْبَرَنَا ابْنُ وَهْبٍ أَخْبَرَنِي مُعَاوِيَةُ بْنُ صَالِحٍ عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ جُبَيْرٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ الْأَشْجَعِيِّ قَالَ كُنَّا نَرْقِي فِي الْجَاهِلِيَّةِ فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ كَيْفَ تَرَى فِي ذَلِكَ فَقَالَ اعْرِضُوا عَلَيَّ رُقَاكُمْ لَا بَأْسَ بِالرُّقَى مَا لَمْ يَكُنْ فِيهِ شِرْكٌ
مفهوم د حدیث
[color=white:b151ec4112] موږ د جهالت په وختونو کښی رقیه کول. ومي ویل ، آ د خدای رسوله څرنکه ئې وینې ؟ سردار عالم و فرمایل : ستاسو رقیه و ماته بیان کړئ ، که شرک نه وي پکښې لا بأس [/color:b151ec4112]

نو داسي معلومه شوه چه ابراهیم ع څخه رانیولې بیا محمد علیه السلام تر زماني رقیه او تعویذونه کېدل ، البته !!! هم مشروع او هم نامشروع ، او نامشروع تعویذ ته په عرف او اصطلاح کښي کوډي‌او سحر ویل کیږي
[/quote:b151ec4112]
له پورتنيو ټکو خو يوازي د صحيح او شرعي دم اثبات کېدلای نه شي نه د تعويذ؟؟؟.
تاسو بيا دا تعويذ له کومه ځايه په اثبات رسوئ ؟.
صحابي خو وايي چي موږ په جاهلت دمونه کول بيا مو دا خبره رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ياده کړه چي ته يې په اړه څه نظر لرې؟. رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: که شرک پکي نه وي نو صحيح دي .
دلته خو د تعويذ هيڅ يادونه نه شته او نه هم دا ويل شوي چي موږ په جاهليت کي تعويذونه کول ، بلکي د دې برخلاف د صحيح دم کولو اجازه ورکول شوې ده که تاسو رقی په تعويذ ترجمه کوئ نو دا له حماقت او جهالت پرته بل هيڅ نه شي کېدای .
ستاسو پورتنۍ تشرېح که له يوې خوا څرګند تحريف دی نو له بل پلوه په ښکاره ډول له حقه انکار او حقيقت پټونه ده ، ځکه حديث مو د دم په اړه نقل کړی او په ثابتوې تعويذ !!!
ايا دا د خلکو غولونه ، حق پټونه او له حقه انکار نه دی ؟؟؟.
[quote:b151ec4112="ع کريم حليمي"]
را ولاړ شه چه ملګري دي شو ، د ګوډګرانو
بازار به ورخراب کړو ، نو د نېکۍ پله به مو درنه شي
درنښت
[/quote:b151ec4112]
هو ! زه هم غواړم د خرافاتو پر ضد په عملي ډګر کي لاس په کار شم مګر زما پيل به لومړی د تعويذ له فابريکو کېږي ځکه زه په دې اند يم چي تعويذ له کوډګره زېږي او کوډګر له تعويذه ، تعويذ هم يوه غير شرعي چاره ده او کوډي کول هم ناسم رواج او غير شرعي عمل دی .
تر څو چي په ټولنه کي د تعويذ دود او ناروغي له منځه نه وې تللي نه شو کولای چي د کوډو او کوډګر مخه ونیسو ، دواړه د يو بل مټې او لاسونه دي .


وصيل پېروز
30.10.2011

[quote:e080a09f77="رښتینی"]
امام ابن القیم الجوزیه په زاد المعاد کې د وزیري صاحب دحدیث
اویوه بل حدیث په اړه دالاندې فصل راوړی دی :

فصل

في هديه - صلى الله عليه وسلم - في علاج الفزع والأرق المانع من النوم

روى الترمذي في " جامعه " عن بريدة قال : ( شكى خالد إلى النبي - صلى الله عليه وسلم - فقال : يا رسول الله ! ما أنام الليل من الأرق ، فقال النبي - صلى الله عليه وسلم - : إذا أويت إلى فراشك فقل : اللهم رب السماوات السبع وما أظلت ورب الأرضين وما أقلت ورب [ ص: 194 ] الشياطين وما أضلت كن لي جارا من شر خلقك كلهم جميعا أن يفرط علي أحد منهم ، أو يبغي علي عز جارك ، وجل ثناؤك ، ولا إله غيرك ) .

وفيه أيضا : عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده أن رسول الله - صلى الله عليه وسلم - كان يعلمهم من الفزع : ( أعوذ بكلمات الله التامة من غضبه ، وعقابه ، وشر عباده ، ومن همزات الشياطين ، وأعوذ بك رب أن يحضرون ) قال : وكان عبد الله بن عمرو يعلمهن من عقل من بنيه . ومن لم يعقل كتبه فأعلقه عليه

ولا يخفى مناسبة هذه العوذة لعلاج هذا الداء .

نو ددې حدیث اوپه تیره بیا د عبدالله بن عمرو رضی الله عنه د عمل په باره کې دابن
القیم چوپ پاته کیدل ددې ښکاره ثبوت ده چې هغه داعمل دده په نزد مستحسن او
غوره ده خو اوس ځینی سلفیان دابن القیم دخبرو مخالفت کوې او شیخ الباني لا عجیب
کار کړې دې هغه وایې چې دا حدیث حسن دی او یواځې د عبدالله بن عمر و خبره یې
کمزورې بللې ده !!
[/quote:e080a09f77]
ښاغلی رښتينی صاحب ! ښه راغلاست او خوښ اوسئ
ابن القيم که څه هم پر پورتني حديث پټه خوله پاتي شوی مګر اصول پرې پټه خوله نه دي پاتي او دا روايت د اصولو له مخې کمزوری خېژي لکه په دې اړه مو چي وړاندي څرګندونې وکړې .
د وزيري صاحب پورتنی روايت په بشپړ ډول ناسم او غلط دی ځکه سند يې تر نيوکو لاندي دی او د عبدالله بن عمرو رضی الله عنه فعل له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ثبوت نه لري بلکي د ده خپل فعل دی چي حجت يې نه شو بللای . پاتي شوه دا چي ولي موږ د ابن قيم خبره نه منو نو موږ هيڅکله د ده د خبرې په منلو مکلف نه يو ؟ کوم سلفيان چي د ده خبرې ته ارزښت ورکوي او د حجت په توګه یې مني د هغوئ خپل کار دی مګر زه له دا ډول ډلو سره هيڅ تړاو نه لرم او نه هم د هر سړي خبرې د حجت او دليل په توګه منم بلکي تر وسه يې د اصولو په تله ارزوم چي سيې وختلې په منلو کي يې ځنډ نه کوم .
هو ! ښاغلي الباني رحمه الله سيي خبره کړې ده ... په پورتني روايت کي راغلې دعا په يو شمېر نورو حديثونو کي په صحيح ډول نقل شوې ده مګر د عبدالله بن عمرو رضی الله عنه فعل د همدې حديث پر سند د نيوکو له کبله نه منل کېږي او ضعيف دی ... يا په بل عبارت داسي ويلای شو چي دا روايت په مطلق ډول ضعيف او د نه منلو وړ دی مګر کومه دعا چي پکي روايت شوې هغه له دې سند او روايت پرته په بل سند او بل روايت کي په صحيح ډول ثابته ده .
[quote:e080a09f77="رښتینی"]
اوس نو ددې حدیث په اړه د ابن القیم استناد باید دسلفي وروڼو له پاره دقناعت وړ
وګرځې او وصیل پیروز ورور دې نوره موضوع لنډه کړې او سلهاو کلونو اختلافی موضوعات دې په داسي ډول نه را اخلی لکه هغه چې بیخي اتفاقی مسئله وې او
هیچادې مخالفت نه وې پکې کړی .
[/quote:e080a09f77]
د ابن القيم رحمه الله خبره موږ ته د منلو نه ده ، له يوې خوا که په دې اړه د ده نظر په صريح ډول نه شي معلومېدای نو له بل پلوه دا پورتنی روايت د اصولو له مخې نه دی سيي کوم وخت چي يې اصول سيي ونه بولي که يې په لسګونو ابن قيمه هم صحيح وګڼي نه شي صحيح کېدای .
موږ اړ يو چي تر خلکو د رښتني اسلام ږغ ، د وحې ار مفهوم او د اسلام پيغام ورسوو ځکه دا د مسلمان دنده او د اسلامي دين اصل هدف دی ، تعويذ نه خو اسلام دی او نه هم په شريعت کي د جواز لاسوند لري بلکي د خلکو يو داسي دود دی چي له شريعت په څرګند ډول تصادم او ټکر لري ښايي په دې اړه به تاسو نبوي حديث لوستي وي که تر خلکو د نبوي حديثو صحيح مفهوم رسول ښه کار نه وي نو له دې خبرې سره مو سخت مخالفت کوم بلکي دا د ځان لپاره واجبه ګڼم چي خلک د هغه حديث په مطلب پوه کړم چي زه په پوه شوی يم ځکه بلغوا عنی ولو آيه .
[quote:e080a09f77="رښتینی"]
په یوه موضوع کې دعوتی افراط په داسي توګه مستحسن او ښه بلل کیږې چې
چې دمجتهدینو او لویو امامانو له فتاواو سره تناقض ونلرې ځکه ددې افراط په
پایله کې رامنځته شوې حکمونه بیا پر هغو مجتهدینو او امامانو هم لګول کیږې
اودا ډول افراط شرعا قبیح او له حمت اوموعظت نه لرې خبره ده او دستونزو داوارې
نه بلکې دلا زیاتولو لامل ګرځې .
[/quote:e080a09f77]
هره هغه موضوع او مسئله چي شريعت يې په اړه څرګند نصوص لري ، ښکاره حکم يې پرې کړی وي او په اړه يې په ظاهره توګه اوامر موجود وي ولي بايد ونه څېړل شي؟؟؟.
ايا له دې هر څه سره – سره بيا هم دا موضوع شريعت ګڼل کېږي؟.
نه ! هيڅکله هم داسي نه ده تعويذ هم يوه هغه موضوع ده چي له شريعت سره په ټکر کي ده او د شرعې له مخې هیڅ ډول جواز نه لري نو بيا بايد ولي خلک ونه پوهوو چي دا اسلام نه بلکي يو ناوړه رواج او کرغېړن عمل دی .
زه فکر نه کوم چي د سترو امامانو په غاړه دي هم تعويذونه ځړېدلي وي او هغوئ دي تعويذ ته د يو مستحسن عمل په سترګه کتلي وي ، که یې دا کړي هم وي زموږ لپاره د دوئ عمل حجت نه دی ځکه دوئ دا کار له دليل پرته کړی دی او په دې اړه موږ له ثابتو نصوصو څرګند احکام لرو چي دا چاره په صفا ډول حرامه اعلانوي .
په مينه او درنښت


رښتینی
30.10.2011

فیروز صاحب لطفا دالاندې لیکنه په غور سره ولوله
او دمختلفو مذاهبودلائل وګوره اواخر که دومره راسره
ومني چې داموضوعاختلافی او مجتهد فیه ده بیا به هم
شه وې ځکه موږ به دتعویذپه ځانګړیو شرایطو دمنونکو
دمنونکوپه خبره عمل کړی وې اوستا خپله خوښه خو دې ته دې پام
وې چې اصول او جرح او تعدیل هم دی علماو او محدثینو تیارکړې دې
--------------------------------------------------------------

حكم تعليق تمائم القرآن والذكر الدعاء
دراسة فقهية مقارنة
عبد الفتاح بن صالح قُديش اليافعي

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وآله وصحبه ومن والاه وبعد:
فهذا بحث موجز في حكم تعليق تمائم القرآن والذكر الدعاء , وقد ذهب جمهور أهل العلم وعليه المذاهب الأربعة إلى جواز تعليق التمائم إذا كانت من القرآن أو الذكر أو الأدعية المشروعة, وذهب بعض أهل العلم إلى كراهة ذلك وهو قول ابن مسعود رضي الله عنه وأصحابه.

وإليك الآن بعض أقوال أهل العلم ضمن المباحث التالية :

المبحث الأول

حكم تعليق تمائم القرآن والذكر الدعاء عند الحنفية

في المغرب للمطرزي الحنفي ص62: ( قال القتبي: وبعضهم يتوهم أن المعاذات هي التمائم, وليس كذلك إنما التميمة هي الخرزة, ولا بأس بالمعاذات إذا كتب فيها القرآن أو أسماء الله عز وجل)اه
وفي حاشية ابن عابدين 6/363 : ( قوله التميمة المكروهة ) أقول : الذي رأيته في المجتبى: التميمة المكروهة ما كان بغير القرآن... قالوا : إنما تكره العوذة إذا كانت بغير لسان العرب, ولا يدرى ما هو ولعله يدخله سحر أو كفر أو غير ذلك , وأما ما كان من القرآن أو شيء من الدعوات فلا بأس به اه ) اه
وفي حاشية ابن عابدين أيضا 6/364 : (في المجتبى: اختلف في الاستشفاء بالقرآن بأن يقرأ على المريض أو الملدوغ الفاتحة أو يكتب في ورق ويعلق عليه أو في طست ويغسل ويسقي , وعن النبي أنه كان يعوذ نفسه, قال رضي الله عنه: وعلى الجواز عمل الناس اليوم وبه وردت الآثار, ولا بأس بأن يشد الجنب والحائض التعاويذ على العضد إذا كانت ملفوفة اه...
وفي الخانية : لا بأس بوضع الجماجم في الزرع والمبطخة لدفع ضرر العين لأن العين حتى تصيب المال والآدمي والحيوان ويظهر أثره في ذلك عرف بالآثار فإذا نظر الناظر إلى الزرع يقع نظره أولا على الجماجم لارتفاعها فنظره بعد ذلك إلى الحرث لا يضره, روي أن مرأة جاءت إلى النبي وقالت: نحن من أهل الحرث وإنا نخاف عليه العين فأمر النبي أن يجعل فيه الجماجم اه ) اه

المبحث الثاني

حكم تعليق تمائم القرآن والذكر الدعاء عند المالكية

في التمهيد لابن عبد البر 17 /161:( وقد قال مالك رحمه الله : لا بأس بتعليق الكتب التي فيها أسماء الله عز وجل على أعناق المرضى على وجه التبرك بها إذا لم يرد معلقها بتعليقها مدافعة العين, وهذا معناه قبل أن ينزل به شيء من العين ولو نزل به شيء من العين جاز الرقي عند مالك وتعليق الكتب)اه
وفي التاج والإكليل 1/304 : ( وحرز بساتر وإن لحائض ) سمع أشهب: لا بأس بما تعلقه الحائض والحبلى والصبي من مرض أو عين والخيل والبهائم كذلك
ابن رشد: ظاهر قول مالك في هذه الرواية إجازة ذلك, واستخفه بالقرآن من أجل أن ذلك شيء يسير منه, وإنما شرط ذلك أي الحرز أن يكون في طهر من قصبة حديد وشبه ذلك صيانة من أن تصيبه نحاسة, لا أن ذلك يؤثر في مسه على غير طهارة, لأنه لا يجوز لغير الطاهر حمل المصحف بعلاقة
ومن ابن يونس : قال مالك: لا بأس أن يعلق على النفساء والمريض الشيء من القرآن إذا خرز عليه جلدا وكان في قصبة وأكره قصبة الحديد
وانظر تعليق هذا الحرز هل في حال المرض أو يجوز للصحيح ليدفع ما يتوقع من مرض أو عين ؟ قال ابن رشد : ذلك جائز مطلقا على ظاهر هذا السماع
وانظر من هذا المعنى شم الريحان والخل في الحمى الوبائية نص الأطباء أن هذا من معالجة العليل فهل للصحيح أن يفعل ذلك لما يتوقع من الحمى يظهر أنه لا فرق بين هذا وتعليق الحرز ) اه
وفي شرح الخرشي على خليل 1/161 : (( ص ) وحرز بساتر وإن لحائض : ( ش ) يعني أن الحرز يجوز تعليقه على الشخص ولو بالغا مسلما أو كافرا صحيحا أو مريضا حاملا أو حائضا أو نفساء أو جنبا وكذا على البهيمة لعين حصلت لها أو لخوف حصولها بشرط أن يكون الحرز بساتر يكنه ويقيه من أن يصل إليه أذى, قال السنهوري: ولا ينبغي من غير ساتر ) اه
وفي كفاية الطالب لأبي الحسن المالكي 2/643 : ( ولا بأس بالمعاذة ) وهي التمائم والتمائم الحروز التي ( تعلق ) في العنق ( وفيها القرآن ) وسواء في ذلك المريض والصحيح والجنب والحائض والنفساء والبهائم بعد جعلها فيما يكنها ) اه
وفي حاشية العدوي عليه 2/643 : قوله ( بالمعاذة ) بذال معجمة قوله ( وهي لتمائم ) في العبارة حذف أي مفرد التمائم أي الذي هو تميمة, قوله ( وفيها القرآن ) أي أو الكلام الطيب قوله ( بعد جعلها فيما يكنها ) أي يسترها ولو كان كثيرا كما أفاده عج قوله ) اه
وفي الثمر الداني 1/712 : ( ولا بأس بالمعاذة ) وهي التمائم التي ( تعلق ) في العنق ( وفيها القرآن ) وسواء في ذلك المريض والصحيح بعد جعلها فيما يكنها ) اه
وفي الفواكه الدواني 2/ 340 : ( ولا باس بالمعاذة بالذال المعجمة وهي التميمة المعروفة عند العامة بالخرزة تعلق في عنق الشخص أو ذراعه وفيها بعض أسماء وشيء من القران وربما تعلق على بعض الحيوانات ويجوز حملها ولو كان الحامل لها حائضا أو جنبا ولو كثير ما فيها من القران حيث كانت مستورة واما بغير ساتر فلا يجوز إلا مع قلة ما فيها من القران كالآية ونحوها, ولا فرق في جميع ذلك بين المسلم والكافر حيث كانت بساتر يقيها من وصول الأذى
قال خليل : وحرز بساتر وان لحائض قال شراحه : ولو كافرا أو بهيمة لا ينبغي تعليقها من غير ساتر إلا مع قلة ما فيها من القران كما قدمنا وكان الحامل لها مسلما ) اه

المبحث الثالث

حكم تعليق تمائم القرآن والذكر الدعاء عند الشافعية

في المجموع للنووي 9/ 74 : ( روى البيهقي بإسناد صحيح عن سعيد بن المسيب أنه كان يأمر بتعليق القرآن , وقال : لا بأس به , قال البيهقي: هذا كله راجع إلى ما قلنا: إنه إن رقى بما لا يعرف, أو على ما كانت عليه الجاهلية من إضافة العافية إلى الرقى لم يجز وإن رقى بكتاب الله أو بما يعرف من ذكر الله تعالى متبركا به وهو يرى نزول الشفاء من الله تعالى لا بأس به والله تعالى أعلم)اه
وفيه أيضا 9/63 : (قال [ البيهقي ]: ويحتمل أن يكون ذلك وما أشبهه من النهي والكراهة فيمن يعلقها ، وهو يرى تمام العافية ، وزوال العلة بها ، على ما كانت عليه الجاهلية ، وأما من يعلقها متبركا بذكر الله تعالى فيها ، وهو يعلم أن لا كاشف له إلا الله ولا دافع عنه سواه ، فلا بأس بها إن شاء الله تعالى .
ثم روى البيهقي بإسناده عن عائشة رضي الله عنها قالت : ليست التميمة ما يعلق قبل البلاء ، إنما التميمة ما يعلق بعد البلاء لتدفع به المقادير وفي رواية عنها قالت : التمائم ما علق قبل نزول البلاء ، وما علق بعد نزول البلاء فليس بتميمة
قال البيهقي : هذه الرواية أصح ، ثم روى بإسناد صحيح عنها قالت : ليس بتميمة ما علق بعد أن يقع البلاء قال البيهقي : وهذه الرواية تدل على صحة التي قبلها) اه
وفي أسنى المطالب لزكريا الأنصاري 1/61 : ( و ) يجوز مس وحمل ( ما كتب ) من القرآن ( لغير دراسة كالتمائم ) جمع تميمة أي عوذة وهي ما يعلق على الصغير ) اه
وفي حاشية العبادي على التحفة 1/150 : ( وما كتب لدرس قرآن إلخ ) بخلاف ما كتب لغير ذلك كالتمائم المعهودة عرفا نهاية, عبارة المغني: أما ما كتب لغير دراسة كالتميمة , وهي ورقة يكتب فيها شيء من القرآن ويعلق على الرأس مثلا للتبرك والثياب التي يكتب عليها والدراهم كما سيأتي فلا يحرم مسها [ للمحدث ] ولا حملها
وتكره كتابة الحروز أي من القرآن وتعليقها [ للمحدث ] إلا إذا جعل عليها شمع أو نحوه ويستحب التطهر لحمل كتب الحديث ومسها اه قال ع ش, قوله كالتمائم الخ يؤخذ منه أنه لو جعل المصحف كله أو قريبا من الكل تميمة حرم لأنه لا يقال له حينئذ تميمة عرفا اه
وفي البجيرمي ما نصه : قال شيخنا الجوهري نقلا عن مشايخه: يشترط في كاتب التميمة+
- أن يكون على طهارة
- وأن يكون في مكان طاهر
- وأن لا يكون عنده تردد في صحتها
- وأن لا يقصد بكتابتها تجربتها
- وأن لا يتلفظ بما يكتب
- وأن يحفظها عن الأبصار بل وعن بصره بعد الكتابة وبصر ما لا يعقل
- وأن يحفظها عن الشمس
- وأن يكون قاصدا وجه الله في كتابتها
- وأن لا يشكلها وأن لا يطمس حروفها
- وأن لا ينقطها
- وأن لا يتربها
- وأن لا يمسها بحديد
- وزاد بعضهم شرطا للصحة وهو أن لا يكتبها بعد العصر
- وشرطا للجودة وهو أن يكون صائما اه ) اه
وفي حاشية الشبراملسي على النهاية 1/ 124: ( كالتمائم المعهودة عرفا ) يؤخذ منه أنه لو جعل المصحف كله أو قريبا من الكل تميمة حرم ; لأنه لا يقال له حينئذ تميمة عرفا . وعبارة الزيادي : والتميمة ورقة يكتب عليها شيء من القرآن , والتعبير به مشعر بتقليل الشيء الموصوف بكونه بعضا وهو ظاهر فيما ذكره . قال ابن حجر : والعبرة في قصد الدراسة والتبرك بحال الكتابة دون ما بعدها , وبالكاتب لنفسه أو غيره تبرعا وإلا فآمره أو مستأجره ) اه

المبحث الرابع

حكم تعليق تمائم القرآن والذكر الدعاء عند الحنابلة

في تصحيح الفروع للمرداوي 2/173 : ( قال في آداب الرعاية : ويكره تعليق التمائم ونحوها, ويباح تعليق قلادة فيها قرآن أو ذكر غيره , نص عليه , وكذا التعاويذ , ويجوز أن يكتب القرآن أو ذكر غيره بالعربية , ويعلق على مريض , ( وحامل ) , وفي إناء ثم يسقيان منه ويرقى من ذلك وغيره بما ورد من قرآن وذكر ودعاء , انتهى .
وقال في آداب المستوعب : ولا بأس بالقلادة يعلقها فيها القرآن , وكذا التعاويذ , ولا بأس بالكتابة للحمى , ولا بأس بالرقى من النملة , انتهى) اه
وفي الآداب لابن مفلح 2/455 : ( وتباح قلادة فيها قرآن أو ذكر غيره وتعليق ما هما فيه نص عليه , وكذا التعاويذ , ويجوز أن يكتب القرآن أو ذكر غيره في إناء خال بالعربي ثم يسقى منه المريض والمطلقة , وأن يكتب للحمى والنملة والعقرب والحية والصداع والعين ما يجوز , ويرقى من ذلك بقرآن وما ورد فيه من دعاء وذكر ويكره بغير العربية , وتحرم الرقى والتعوذ بطلسم وعزيمة ...
قال المروذي : شكت امرأة إلى أبي عبد الله أنها مستوحشة في بيت وحدها فكتب لها رقعة بخطه: بسم الله , وفاتحة الكتاب والمعوذتين وآية الكرسي
وقال كتب أبو عبد الله من الحمى : بسم الله الرحمن الرحيم بسم الله وبالله ومحمد رسول الله: {يا نار كوني بردا وسلاما على إبراهيم وأرادوا به كيدا فجعلناهم الأخسرين } اللهم رب جبريل وميكائيل وإسرافيل اشف صاحب هذا الكتاب بحولك وقوتك وجبروتك إله الحق آمين .) اه

المبحث الخامس
بعض أقوال الكارهين لذلك :
في مصنف ابن أبي شيبة 5/428 :
-( حدثنا أبو بكر قال حدثنا وكيع قال حدثنا سفيان عن إبراهيم بن المهاجر عن إبراهيم عن عبد الله أنه كره تعليق شيء من القرآن .
- حدثنا أبو بكر قال حدثنا هشام عن مغيرة عن إبراهيم قال : كانوا يكرهون التمائم كلها, من القرآن وغير القرآن .
- حدثنا أبو بكر قال حدثنا هشيم قال أخبرنا يونس عن الحسن أنه كان يكره ذلك .
- حدثنا أبو بكر قال حدثنا هشيم عن مغيرة قال : قلت لإبراهيم : أعلق في عضدي هذه الآية : ** يا نار كوني بردا وسلاما على إبراهيم } من حمى كانت بي , فكره ذلك) اه

وفي فتح المجيد [1 / 120 ] : (اعلم أن العلماء من الصحابة والتابعين فمن بعدهم اختلفوا في جواز تعليق التمائم التي من القرآن أسماء الله وصفاته:
- فقالت طائفة: يجوز ذلك وهو قول عبد الله بن عمرو بن العاص وهو ظاهر ما روى عن عائشة وبه قال أبو جعفر الباقر وأحمد في رواية وحملوا الحديث على التمائم التي فيها شرك
- وقالت طائفة: لا يجوز ذلك وبه قال ابن مسعود وابن عباس وهو ظاهر قول حذيفة وعقبة بن عامر وابن عكيم وبه قال جماعة من التابعين منهم أصحاب ابن مسعود وأحمد في رواية اختارها كثير من أصحابه وحزم بها المتأخرون)اه
وعلى كلام صاحب فتح المجيد ملاحظتان:
الملاحظة الأولى:
قوله: (وقالت طائفة أخرى : لا يجوز ذلك وبه قال ابن مسعود..) قارن ذلك بما سبق من الروايات عن ابن مسعود وأصحابه ففيها الكراهة فقط, إلا أن يقال: إن الكراهة في عرف المتقدمين تعني التحريم, وفي المسالة بحث
الملاحظة الثانية:
قوله: (وكرهه أحمد في رواية اختارها كثير من أصحابه , وجزم به المتأخرون..) قارن هذا بما سبق ذكره عن متأخري الحنابلة ومتقدميهم وما نص عليه أحمد تعلم ما في هذا الكلام من النظر
المبحث السادس
الأدلة
استدل الجمهور على جواز ذلك:
1- بأن تمائم القرآن ونحوه هي نوع من الرقيا الشرعية وفي صحيح مسلم (4/1727): عن عوف بن مالك الأشجعي قال: كنا نرقي في الجاهلية فقلنا يا رسول الله كيف ترى في ذلك ؟ فقال: اعرضوا على رقاكم لا بأس بالرقى ما لم يكن فيه شرك)اه, والأحاديث في الرقيا الشرعية كثيرة, قال البيهقي: (هذا كله راجع إلى ما قلنا: إنه إن رقى بما لا يعرف, أو على ما كانت عليه الجاهلية من إضافة العافية إلى الرقى لم يجز وإن رقى بكتاب الله أو بما يعرف من ذكر الله تعالى متبركا به وهو يرى نزول الشفاء من الله تعالى لا بأس به والله تعالى أعلم)اه من المجموع للنووي 9/ 74
2- بورود ذلك عن الصحابة والسلف رضي الله عنهم كما تقدم عن عائشة وعن عبد الله بن عمرو والباقر وابن المسيب وغيرهم

واستدل الآخرون بأمور:
- الأول : عموم النهى عن التمائم ولا مخصص للعموم
- الثاني : سد الذريعة فإنه يفضى إلى تعليق ما ليس كذلك
- الثالث : أنه إذا علق فلابد أن يمتهنه المتعلق بحمله معه في حال قضاء الحاجة والاستنجاء ونحو ذلك)اه وانظر فتح المجيد [1 / 120 ]
- وأجيب عن الأول بأنه يلزم منه القول بأن من علق تمائم القرآن فهو مشرك لحديث : (من علق تميمة فقد أشرك ) وهو بعيد ولا قائل به
- وأجيب عن الثاني بأن سد الذريعة له ضوابط ومنها أن تفضي الذريعة إلى المحذور بيقين أو غلبة ظن ومنها أن المنع يختص بمن تفضي الذريعة في حقه إلى المحذور دون غيره, وهذا لا خلاف فيه
- وأجيب عن الثالث بأن الجمهور قد ذكروا لذلك ضوابط تمنع من الامتهان كما تقدم عند نقل أقوالهم


وصيل پېروز
31.10.2011

[quote:ce0ac187d3="رښتینی"]
فیروز صاحب لطفا دالاندې لیکنه په غور سره ولوله
او دمختلفو مذاهبودلائل وګوره اواخر که دومره راسره
ومني چې داموضوعاختلافی او مجتهد فیه ده بیا به هم
شه وې ځکه موږ به دتعویذپه ځانګړیو شرایطو دمنونکو
دمنونکوپه خبره عمل کړی وې اوستا خپله خوښه خو دې ته دې پام
وې چې اصول او جرح او تعدیل هم دی علماو او محدثینو تیارکړې دې
[/quote:ce0ac187d3]
ښاغلی رښتيني صاحب ! ستاسو را نقل کړې ليکنه مي سر تر پايه ولوستله مګر له يوې نقطې پرته پکي بل د پام وړ ځای نه وو ځکه ټولو له دليل پرته خبرې کولې او حواله يې له يوه شخصه پر بل شخص ورکوله چي د يو شخص او مجتهد خبره هغه وخت هيڅ حجت نه ده چي دليل وړاندي نه کړي . هو ! همدلته هم همدا کيسه روانه وه مګر د شوافعو په بحث کي مي لانديني حديث ته پام شو غواړم په دې اړه خپل معلومات له تاسو سره هم شريک کړم .
[quote:ce0ac187d3="رښتینی"]
ثم روى البيهقي بإسناده عن عائشة رضي الله عنها قالت : ليست التميمة ما يعلق قبل البلاء ، إنما التميمة ما يعلق بعد البلاء لتدفع به المقادير وفي رواية عنها قالت : التمائم ما علق قبل نزول البلاء ، وما علق بعد نزول البلاء فليس بتميمة
[/quote:ce0ac187d3]
په دې اړه مي څه وخت وړاندي لاندينۍ ليکنه کړې وه ستاسو پام هم ورته غواړم ، مګر وړاندي تر دې بايد ووايم چي د دې موقوف روايت په سند کي د قاسم بن محمد بن بن عبدالله په نوم يو سړی راځي د ده د شخصيت په اړه محدثين زياتوی:
((قاسم بن محمد بن عبد الله بن محمد بن عقيل بن أبي طالب قال أحمد : ليس بشيء . وقال ابن عدي : له أحاديث غير محفوظة . ( مختصر الکامل فی الضعفا ء د تقي الدين أحمد بن علي المقريزي ليکنه )
قاسم د محمد زوی چي هغه د عبدالله ، هغه د محمد او هغه د عقيل زوی دی. د ده په اړه امام احمدرحمه الله وايي: دی هيڅ شی نه دی. امام ابن عدي رحمه الله وايي: د ده احاديث غير محفوظ يعني خوندي نه دي.
همدارنګه د( الکامل فی ضعفاء الرجال ) ليکوال امام عبدالله بن عدي بن عبدالله بن محمد أبو أحمد الجرجاني د محمد بن عقيل وينا نقلوي ، نوموړی وايي: دی هيڅ نه دی.
همدارنګه په پورتني سند کي د عبدالله بن عثمان بن موسی په نوم راغلی راوي نه دی معلوم چي د باور سړی وو او که نه؟ يعني د محدثينو په اصطلاح مجهول الحاله دی او دا قانون دی چي په کوم سند کي مجهول الحاله راوي راشي هغه هيڅ اعتبار نه لري.
همدا روايت په همدې مستدرک حاکم او سنن کبری د بيهقي کي په يوه بل سند هم راغلی چي په هغه کي هم همدا قاسم بن محمد دی او د ده حال تاسو وړاندي وليد. ))
له پورتنيو کرښو څخه په استدلال ويلای شو چي په دې ځای کي شوافع تېروتي دي او دليل يې په يوه داسي روايت نيولی دی چي صحت نه لري او همدا راز دا روايت موقوف دی .
ښاغلی رښتيني صاحب ! زه به دا درسره ومنم چي دا يوه اختلافي موضوع او ګڼ علماء په دې اړه د نظرونو او اندونو اختلاف لري مګر زما دا خبره به زما په اند کومه ګټه ونه لري او په دې اړه مي نظر دادی چي کوم څوک د تعويذونو په توپير قائل دي يو هغوئ په دې اړه هيڅ لاسوند او دليل نه لري .
له همدې کبله بايد ووايو چي له نصوصو په هيڅ ډول هم د تعويذ ثبوت نه شي وړاندي کېدلای ، بلکي د دې بر خلاف په نصوصو کي د تعويذ غندنه شوې ، توپير يې نه دی شوی او په مجموعي ډول ناسم بلل شوي دي نو ځکه بايد ووايو چي تعويذ ته په اسلام کي ځای نه شته او يوه ناروا کړنه ده .
د دې کرښو په دوام کي بايد زياته کړم چي د علماوو خبرې ، اقوال او ويناوې هيڅ وخت د دليل او حجت په درجه کي نه شي راتلای مګر هو ! هغه وخت منل کېدای شي چي په اصولو او د اصولو له مخې يوه خبره وکړي ، يعني دليل وړاندي کړي . دا هم بايد ووايم چي په هر وخت کي د علماوو خدمتونو ته درناوی لرم او هيڅکله يې د اند ، رايې او نظر سپکاوی نه کوم مګر کومې چارې چي دليل او ثبوت نه لري بايد په صراحت سره په ډاګه شي او ناروا وګڼل شي .
تعويذ هم يو داسي عمل دی چي منونکي او نه منونکي لري ، پخوا يې هم ملاتړي درلودل او اوس هم خو بيا هم بايد ووايم چي د تعويذ منونکي د خپل دې عمل لپاره څرګند او قاطع دليل نه لري .
په مينه او درنښت


وصيل پېروز
04.11.2011

څه وخت وړاندی مي د عامه پوهاوي په هدف يوه مقاله ليکلې وه چي د تعويذ او تعويذګرو دلايلو ته يې لنډه کتنه کوله او هم يې د تعويذ په اړه اسلامي اند ارزيابي کاوی .

[color=cyan:b9fe07ce6b]اسلام او تعويذونه[/color:b9fe07ce6b]
اوس وخت زموږ په سيمه کي عام خلک او ملايان ټول په تعويذونو اخته دي کله چي پوښتنه ترې وکړې چي ايا رسول الله صلی الله عليه وسلم تعويذونه کړي ، ايا په قرآن کي شته او ايا اسلام يې روا بولي؟. نو دوئ سمدستي له يوې خوا د قرآن اياتونه وايي او له بلې خوا په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسي بې ځايه تعويذونه تړي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم هم خلکو ته تعويذونه ورکړي او هم صحابه کرامو رضی الله عنهم . راځئ ! اول هغه اياتونه وګورو چي تعويذ ګر ملايان ، کوډګران او جادوګران يې د دليل په ډول راوړي.
د دوئ يو دليل دا ايت دی:
یٰۤاَیُّہَا النَّاسُ قَدْ جَآءَتْكُمۡ مَّوْعِظَۃٌ مِّنۡ رَّبِّكُمْ وَشِفَآءٌ لِّمَا فِی الصُّدُوۡرِ ( يونس : ۵۷ )
ژباړه : اې خلکو ! بې شکه تاسو ته ستاسو د رب له خوا نصيحت او د هغه څه شفا راغلې چي په سينو کي دي .
په دې ايت کي الله جل جلاله قرآن کريم پند او شفا بللې ده خو د تعويذ لپاره يې په دليل کي راوړل ځکه نه دي سيي چي له يوې خوا په ايت کي صرف خلک ياد شوي چي کافران او مسلمانان ټول پکي شامل دي او بل له شفا سره دا ويل شوي چي کوم څه په سينو کي دي د هغو لپاره شفا ده ، نو که قرآن شفا وي ايا يوازي د سينې د مرضونو شفا ده؟ او که د نورو هم؟. که يې د نورو بولئ په قرآن کي خو داسي نه دي ويل شوي چي د نورو مرضونو شفا هم ده ، دلته خو يوازي سينې يادي شوې چي مطلب يې کفر ، شرک او فاسد عقائد دي يعني الله جل جلاله خلکو ته وايي چي که ستاسو په سينه او زړه کي کوم شرک ، کفر ، شکونه ، خرافات ، توهمات او غلط عقايد دي هغه په قرآن سره اصلاح کېږي ، قرآن د کفريه ، شرکيه او خرافيه عقايدو شفا ده ، که څوک قرآن زده کړي او عمل په وکړي هغه به له کفر ، شرک ، بدعت ، بت پرستۍ ، اکابر پرستۍ او شکونو څخه خلاص وي ، پر يوه الله به ايمان لري ، نه به له چا وېرېږي او نه به بل څه ته د تاوان رسولو او ګټې رسولو عقیده لري ، هر څه به له الله غواړي او په هر څه کي به د الله قانون ته رجوع کوي . دا يې مطلب نه دی چي قرآن په غاړه وځړوئ ، په پوښونو کي يې وګنډۍ ، شنې ، خړې جامې ورکړئ او د غوا ، پسه ، کوچني په غاړه يې ور وځړوئ چي په مرداريو کي هم ورسره وي او په تشناب کي هم؟.
که تاسو ته ووايو زه قرآن د سرو زرو په صندوق کي د ورېښمو له جامو سره يو ځای نغاړم بيا يې تشناب ته د دې لپاره وړم چي په توره شپه کي ونه وېرېږم ايا تاسو اجازه ورکوئ؟!!!.
په قرآن کريم کي الله جل جلاله عسل هم شفا بللي دي لکه چي وايي:
ثُمَّ كُلِیۡ مِنۡ كُلِّ الثَّمَرٰتِ فَاسْلُکِیۡ سُبُلَ رَبِّکِ ذُلُلًا ؕ یَخْرُجُ مِنۡۢ بُطُوۡنِہَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ اَلْوَانُہٗ فِیۡہِ شِفَآءٌ لِّلنَّاسِ ؕ اِنَّ فِیۡ ذٰلِکَ لَاٰیَۃً لِّقَوْمٍ یَّتَفَکَّرُوۡنَ( النحل : ۶۹ )
ترجمه : بيا له هرې مېوې خوراک وکړه او د الله په اسانو کي ولاړه شه ، د دوئ له نسو د څښاک شيان ( عسل ) راوزي چي رنګونه يې مختلف دي په هغو کي د خلکو لپاره شفا ده بې شکه دا د هغه قوم لپاره چي غور او فکر کوي نښې دي.
نو که اوس څوک پوښتنه وکړي چي په قرآن کي عسل شفا بلل شوې ايا تاسي عسل په غاړه ځړوئ ؟ په ګودړو او ټوټو يې کي ګنډئ ؟ ، په غواوو او پسونو يې ځړوئ ؟ ، اور ورکوئ چي دود ته يې کښېنئ لکه څرنګه چي له قرآن سره دا ټول اعمال ترسره کوئ؟.
د هر سړي ځواب به دا وي چي نه عسل خو د خوراک شی دی خورئ يې ! نو مرض مو ورسره ښه کېږي ، همدارنګه قرآ ن د ويلو او عمل شی دی نو همدغسي چي کله قرآن زده کړئ ، ويې واياست او عمل پرې وکړئ نو ستاسو د هر مرض شفا ده ، همدارنګه قرآن پر رسول الله صلی الله عليه وسلم نازل شوی ، هغه موږ ته بيان کړی او د قرآن د شفا يې دا طريقه را ښودلې چي دم پرې وکړو او دم به همداسي وي چي يو سړی به يې يا په خپله وايي او يا به يې پر خپل اولاد ، کورنۍ او يا ملګري ووايي. په دې کي د خاص ملا ، سيد ، پير او فقير خبره نه شته هر څوک چي مسلمان وي او قرآن ويلای شي هغه ته اجازه ده چي په خپله ځان دم کړي او پر خپل يې چوف کړي ځکه لکه يو مسلمان چي لمونځ ، زکات ، روژه ، حج او نور فرضي احکام چي مختلف شرطونه لري ترسره کولای شي خو دم چي صرف د يو ايت ساده تلاوت دی نه شي کولای؟.
يقينا دا له دين او رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ډېره جفا ده . !!!
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي:
5363 - فإن عائشة حدثتني أنها سمعت النبي صلى الله عليه و سلم يقول ( إن هذه الحبة السوداء شفاء من كل داء إلا من السام ) . قلت وما السام ؟ قال الموت ( صحيح البخاري )
ترجمه : له خالد بن سعد څخه روايت دی ، ده وويل: موږ ولاړو غالب بن ابجز راسره ملګری وو په لار کي مريض شو نو مدينې ته ورسېدو، ابن ابی عتيک يې پوښتنې ته راغی موږ ته يې وويل: دغه توره دانه ( تور وانجي يا کلونجي) ورکړئ ... ځکه عائشې رضی الله عنها ما ته حديث بيان کړ ويې ويل: بې شکه دا تور وانجي يا کلونجي له سام پرته د هر مرض دوا ده. ما وويل: سام څه شی دی؟. ده وويل: مرګ .
دلته بيا پوښتنه کوو چي ايا تور وانجي به په غاړو ځړوو او په زړوکو کي به يې ګنډو که به يې خورو؟. که وواياست چي نه ! خورو يې . په ځړېدو او ټوکرانو کي په ګنډلو او دودولو يې سړی نه جوړېږي بلکي په خوړلو يې سړی جوړېږي او همدارنګه د قرآن په وينا ، زده کړه او عمل سړی جوړېږي نه په دې چي لوی – لوی تعويذونه مو په غاړه ځړوي ولي ، کله شنې او کله توري جامې ور اغوندئ او کله يې په پليتو کي دودوئ ، کله يې بيا په پوست کي ونغاړئ موچي ته يې ورکړئ چي درته بخۍ يې کړي.
رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته د قرآن د شفا دوې لارې راښودلې دي يوه داچي زده يې کړو او عمل پرې وکړو او بله دا چي بالاخره دم پرې کولای شو ، د دم طريقه مو پورته بيان کړه.
که له هر ملا ، امي او عام سړي څخه دا پوښتنه وکړې خامخا به درته وايي چي سبحان الله په دې کافر کېږي ، دا ډول کارونه په شريعت کي سخت ناروا دي. نو ايا دا بيا روا ده چي د قرآن اياتونه په غاړه وځړوې ، شپه او ورځ په مردارو ځايونو او تشنابونو کي ګرزې. داسي مو ډېر ليدلي چي د ښار په حمامو کي خلکو غسل کړی وي ، تعويذ يې همالته ترې هېر شوی او وروسته کښته را غورزېدلی وي ايا له موږ او تاسو سره د قرآن دومره عزت نه شته؟ ايا دا زموږ پر قرآن ايمان دی او ايا دا له قرآن سره مينه ده؟.
که امريکايان او هندوان قرآن وسوځوي نو موږ په خورا جوش او خروش مظاهرې کوو ، خواشيني کېږو مګر همدا حالت زموږ په شاوخوا کي روان دی ځيني کسان خلکو ته د مرضو لپاره پر پليته ايت الکرسي ، قل هوالله او نور اياتونه ور ليکي ورته ووايي: دا به هر سهار يوه – يوه ځان ته دودوې او دود ته به يې کښېنې. ايا د قرآن سپکاوی او بې عزتي نه ده؟.
که له موږ سره ايمان وي او په قرآن مو خوا بدېږي ولي د دغو کسانو پر ضد نه را پورته کېږو ، ولي د هغوئ دې کار ته ناروا او کفر نه وايو؟. ايا دا پر قرآن ايمان دی؟ ، ايا دا اسلام او شريعت دی؟. په کوم ضمير او غيرت موږ د دې کسانو دا ډول ناروا کارونه وينو او پر ضد يې نه غږ پورته کوو او نه يې بد بولو بلکي په خپله ورځو ، د مرضو د علاج پوښتنه ترې کوو او هغوئ راته وايي چي دا قرآن وسوځوه ښه به شې. تاسو څه فکر کوئ د قرآن سوځېدل او مردارو ځايونو ته يې وړل د مرضونو شفا کېدای شي؟ ايا دود ته کښېنستل او دود سينې ته تېرول د مرض د جوړېدو سبب ګرزي؟. که داسي وي نو سګرېټ ، چلم او چرس څکول ولي حرام دي؟.
سره له دې چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي ( لا ضرر ولا ضرار فی الاسلام ) يعني په اسلام کي نه دا شته چي ځان ته ضرر ورسوې او نه دا شته چي بل ته ضرر ورسوې نو د دود تېرول هم ځان ته ضرر دی او هم بل ته .
د دوئ بل دليل دا ايت دی:
وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْاٰنِ مَا ہُوَ شِفَآءٌ وَّ رَحْمَۃٌ لِّلْمُؤْمِنِیۡنَ ۙ وَ لَا یُزِیۡدُ الظّٰلِمِیۡنَ اِلَّا خَسَارًا
( الاسراء : ۸۲ )
ژباړه : موږ له قرآنه هغه څه نازلوو چي د مومنانو لپاره شفا او رحمت دی او ظالمانو ته صرف تاوان زياتوي.
که پر دې ايت غور وکړو نو دلته بيا د شفا معنا داده چي مومنانو ته هدايت ، لارښوونه او هم رحمت دی او د ظالمانو لپاره زيان دی ، که څوک تعويذ وکاږي نو ظالمانو ته څه زيان رسېږي؟ ، د هغوئ څه شی کمېږي؟ او څه مالي او ځاني تاوان ور اړوي؟.
نو دلته د شفا معنا داده چي مسلمانانو ته هدايت کوي ، سمه لار ورښيي او د الله په احکامو يې پوهوي خو کافرانو ، مشرکانو او ظالمانو ته زيان رسوي ځکه کله چي خلک په قرآن عمل شروع کړي نو د کفر او شرک پر خلاف را پورته کېږي ، له هغوئ سره جهاد کوي او هغوئ ته پراخ مالي و ځاني زيان ور اړوي.
په تعويذ سره ظالمانو ته څه زيان او تاوان رسېدلی دی؟ معلومه شوه چي دلته هم د شفا معنا د عقيدې ، ايمان او اخلاقو جوړښت دی نه داچي په غاړه ويې وځړوئ ، په اوبو کي يې واچوئ او ويې څښئ!.
راځئ د تعويذونو په اړه د رسول الله صلی الله عليه وسلم وينا ته هم غوږ شو:
حدثنا عبد الله حدثني أبي ثنا عبد الصمد بن عبد الوارث ثنا عبد العزيز بن مسلم ثنا يزيد بن أبي منصور عن دخين الحجري عن عقبة بن عامر الجهني : ان رسول الله صلى الله عليه و سلم أقبل إليه رهط فبايع تسعة وامسك عن واحد فقالوا يا رسول الله بايعت تسعة وتركت هذا قال ان عليه تميمة فادخل يده فقطعها فبايعه وقال من علق تميمة فقد اشرك ( مسند احمد )
تعليق شعيب الأرنؤوط : إسناده قوي
ترجمه : له عقبه بن عامر الجهني رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه ډله راغله ده له نهو کسانو سره بيعت وکړ ، له يوه سره يې ونه کړ. دوئ وويل: اې د الله رسوله! له نهو سره دي بيعت وکړ او دا دي پرېښود. رسول الله صلی الله عليه وسلم لاس ور وغزاوه ، ترې غوڅ يې کړ بيا يې بيعت ورسره وکړ او ويې ويل: څوک چي تعويذ وځړوي بې شکه شرک يې وکړ.
په يوه بل حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي:
حدثنا عمران بن موسى بن مجاشع قال : حدثنا واصل بن عبد الأعلى قال : حدثنا ابن فضيل عن العلاء بن المسيب عن فضيل بن عمرو عن يحيى بن الجزار قال : دخل عبد الله على امرأة وفي عنقها شيء معوذ فجذبه فقطعه ثم قال : لقد أصبح آل عبد الله أغنياء أن يشركوا بالله ما لم ينزل به سلطانا ثم قال : سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول : ( إن الرقى والتمائم والتولة شرك ) قالوا : يا أباعبد الرحمن هذه الرقى والتمائم قد عرفناها فما التولة ؟ قال : شيء يصنعه النساء يتحببن إلى أزواجهن ( صحيح ابن حبان )
قال شعيب الأرنؤوط : رجاله ثقات رجال الصحيح
ترجمه : له يحی بن جزار څخه روايت دی ، ده وويل: عبدالله بن مسعود رضی الله عنه خپلې ښځې ته ورغی د هغې په غاړه تعويذ وو ، ترې پري يې کړ ويې ويل: د عبدالله کورنۍ له الله سره هغه څه نه شريکوي چي دليل يې نه لري ، ور پسې يې وويل: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل ويل يې چي شرکي دومونه ، تعويذونه او د محبت تعويذونه شرک دي. دوئ وويل: دا شرکي دمونه او تعويذونه خو پېژنئ دا توله څه شی دی؟. ده وويل: دا هغه تعويذونه دي چي ښځې يې له خپلو مېړو سره د محبت لپاره کاږي.
اوس به له حديثو څخه د هغو خلکو دلايل را واخلو چي د تعويذ د اثبات لپاره يې خلکو ته پېشوي ، بايد ووايو چي د دوئ دلايل په اصل کي احاديث نه دي هسي رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه وو ته منسوبې خبرې دي چي هيڅ حقيقت نه لري.
د دوئ اول دليل دای:
3528 - حدثنا علي بن حجر حدثنا إسماعيل بن عياش عن محمد بن إسحق عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال إذا فزع أحدكم في النوم فليقل أعوذ بكلمات الله التامات من غضبه وعقابه وشر عباده ومن همزات الشيطان وأن يحضرون فإنها لن تضره قال وكان عبد الله بن عمرو يعلمها من بلغ من ولده ومن لم يبلغ منهم كتبها في صك ثم علقها في عنقه ( سنن الترمذي )
ترجمه : عمرو بن شعيب له خپل پلار او هغه له جد څخه روايت کړی چي رسول الله صلی الله عليه وويل: کله چي ستاسو يو څوک په خوب کي ووېرېږي نو ( اعوذ بکلمات الله التامات من غضبه وعقابه و شر عباده و من همزات الشيطان ) دي تر پايه ووايي ځکه بيا ده ته تاوان نه رسوي. د عمرو بن شعيب جد وويل: عمدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه به خپلو بالغو زامنوته ور زده کولې او څوک چي به بالغ نه ول هغوئ ته به يې پر تخته ليکلې او په غاړه به يې ور ځړولې.
د دوئ دا تش په نوم حديث هيڅ حقيقت نه لري ځکه د هغو کسانو په جمله کي چي يې دا حديث يې رانقل کړی يو هم اسماعيل بن عياش دی ، محدثين د هغه په اړه وايي چي يوازي د خپل ښار يعني حمص له علماوو يې روايت سيي دی ځکه په دې وخت کي د ده حافظه او ذهن جوړ وو مرض نه وو ورته رسېدلی ، د نورو ښارو له علماوو يې روايت نه دی سيي ځکه چي وروسته د ده حافظه خرابه شوه او دماغي تکليف ورته ورسېد ، دلته چي ده روايت کړی هغه يې له محمد بن اسحاق څخه کړی چي د حمص نه بلکي د کوفې دی او موږ مخکي وويل چي د حمص له ښار پرته له بل عالم څخه د اسماعيل بن عياش روايت نه منل کېږي.
د دې روايت په نقل کي بل تاوان دادی چي محمد بن اسحاق د ( عن ) په لفظ سره روايت کړی دی او محمد بن اسحاق هغه سړی دی چي محدثين وايي ډېر وخت به يې د خپل استاد نوم نه اخيست د استاد استاد به يې ياداوی چي دې ته د حديثو په اصطلاح کي تدليس وايي او د تدليس کوونکي روايت په ( عن ) سره نه منل کېږي ، دلته ده په عن سره کړی ځکه نو مقبول نه دی.
او بله مهمه خبره داده چي له يوې خوا دا روايت د نقل له مخې نه دی سيي او بل د صحابي خپل فعل دی نه د رسول الله  قول او فعل او د صحابي قول وفعل په دين کي تر هغو دليل نه دی چي رسول الله  ته حواله ورنه کړي.
د صحابي خپل قول او عمل ځکه په دين کي تر هغو دليل نه دی چي رسول الله  ته يې حواله نه وي ورکړې چي دوئ په خپله هم د يوه بل خبره نه ده منلې ، د مثال په ډول عمر  هغه حج نه مانی چي د حج تر شپو وړاندي يو سړی ولاړ شي ، عمره وکړي ، ځان حلال کړي وروسته بيا د حج په شپو کي دويم ځل احرام وتړي او د حج افعال ترسره کړي چي دې ته په اصطلاح کي حج تمتع وايي خو د ده زوی عبدالله او علي  دواړه له ده سره مخالف وو هغوئ ويل: دا ستا خپل اجتهاد دی موږ رسول الله  ليدلی دی چي د تمتع حج يې وکړ. د ده زوی عبدالله  ته خلکو وويل: ستا پلار خو وايي چي د تمتع حج نه شته او ته وايې چي شته؟. ده ورته وويل: زه وېرېږم پر تاسو به د الله د قهر ډبرې نازلې شي ځکه زه وايم رسول الله  داسي کړي دي او تاسو زما د پلار عمر خبرې راته پېشوئ.
نو که د صحابي فتوی او قول دليل وای نو عبدالله  چي عمر  يې هم پلار دی او هم د وخت خليفه دی ولي يې خبره نه مني او مخالفت ورسره کوي؟. معلومه ده چي د صحابي خپله فتوی او قول د رسول الله  له تائيد پرته په دين کي دليل او حجت نه دی.
د دوئ يو بل دليل عائشې  ته په غلطه منسوب يو قول دی چي وايي:
أخبرنا أبو العباس السياري ثنا أبو الموجه أبنأ عبد الله أخبرني طلحة بن أبي سعيد عن بكير بن عبد الله بن الأشج عن القاسم بن محمد عن عائشة رضي الله عنها قالت : ليست التميمة ما تعلق به بعد البلاء إنما التميمة ما تعلق به قبل البلاء ( المستدرک للحاکم )
ژباړه : قاسم بن محمد وايي چي عائشې  وويل: تعويذ هغه نه دی چي تر مرض وروسته غوټه شي بلکي تعويذ هغه دی چي تر مرض مخته غوټه شي.
تعويذګران ، په دې نامه ناست کوډګران او د خلکو د دين ، دنيا ، ناموس او مال لوټونکي ډېر ځله عائشې  ته په غلطه دا منسوب شوی قول د خپل فعل د اثبات لپاره پېشوي او وايي چي عائشې  ويلي دي چي کوم شی تر مرض وروسته غوټه شي هغه تعويذ نه دی ، که مخته غوټه شي تعويذ دی.
دوئ ته وايو چي دا پر عائشې  صريح دروغ دي هغې داسي نه دي ويلي له دې چي کوم څوک يعني قاسم بن محمد روايت کوي د هغه په اړه محدثین داسي وايی:
قاسم بن محمد بن عبد الله بن محمد بن عقيل بن أبي طالب قال أحمد : ليس بشيء . وقال ابن عدي : له أحاديث غير محفوظة .
( مختصر الکامل فی الضعفا ء د تقي الدين أحمد بن علي المقريزي ليکنه )
قاسم د محمد زوی چي هغه د عبدالله ، هغه د محمد او هغه د عقيل زوی دی. د ده په اړه امام احمد وايي: دی هيڅ شی نه دی. امام ابن عدي  وايي: د ده احاديث غير محفوظ يعني خوندي نه دي.
همدارنګه د( الکامل فی ضعفاء الرجال ) ليکوال امام عبدالله بن عدي بن عبدالله بن محمد أبو أحمد الجرجاني د محمد بن عقيل وينا نقلوي ، نوموړی وايي: دی هيڅ نه دی.
همدارنګه په پورتني سند کي د عبدالله بن عثمان بن موسی په نوم راغلی راوي نه دی معلوم چي د باور سړی وو او که نه؟ يعني د محدثينو په اصطلاح مجهول الحاله دی او دا قانون دی چي په کوم سند کي مجهول الحاله راوي راشي هغه هيڅ اعتبار نه لري.
همدا روايت په همدې مستدرک حاکم او سنن کبری د بيهقي کي په يوه بل سند هم راغلی چي په هغه کي هم همدا قاسم بن محمد دی او د ده حال تاسو وړاندي وليد.
وروسته تر دې چي د دې روايت سند په دوو وجو غلط او ناسم ثابت شو نو ځکه لازمه ده چي پورتنۍ خبره عائشې  ته منسوب نه کړو او عوام په دې خطا نه کړو چي عائشې  هم تعويذونو ته جواز ورکړی دی بلکي دا عائشې  ته په دروغو يوه منسوب شوې خبره ده سر خلاص کړئ او پوه شئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more