د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

pattang
05.10.2011

[color=white:2c23f7f6bd]پتنګه، ښکنځلو او پوچو نه لاس واخله ګنې ما ته دې علاج راځي.[/color:2c23f7f6bd]

ګوره ! زما ليکنې ځينې ړنګوې او ځينو ته تغير ور کوې ، ولې ظالمه ته خو په
حق او نا حق نه يې بند !
تر هغو دې نه پرېږدم ،معذرت به غواړې سپکې خبرې به نه ليکې حوصله به کوې
اوپر هغه شی کوم چې ته يې له قران او حديث څخه ليکې عمل به پرې کوې !!


م . ق
05.10.2011

هاهاهاها دې ماشوم ته ګورﺉ، دیو خوانه راسره دښمني کوي اودبل خوانه بیاراڅخه هیلي کوي.
پتنګ الدینه، په دښمنۍ کې هرڅه روا دي، زه په دښمنۍ کې هره هغه لوبه کوم چې امکان لري.
ته مایروې ، ستا غوندې د ۱۰۰۰۰ کسانو څخه زما سترګه رپ هم نه وهي، که خپل خیر دې غواړې اول خپلې ښکنځلې ړنګې کړه بیا معذرت او بخښنه وغواړه او هم پدې اعتراف وکړه چې په غلطه او ناحقه یې، توبه وباسه سم صحیح مسلمان شه.
د عالمانو قدر وکړه او د علم زده کړه شروع کړه، د فیثاغورث فارمولې درته فایده نه کوي.


pattang
05.10.2011

ستا خبرو ته بزو ګان خاندي دغه کوم لاندې شيان چې تا ليکلي، دا دې دين مخالف
دي ، زما دخبرو ځواب دې ندی راکړی ! ولې زما ليکنې ړنګوې او په خپل سر تغير
ورته ورکوي ?? ، داسې حق نلري او په خپله هرې بې وجدانې غېرې پښتني او
اسلامي پوچې خبرې ليکې ? ته چې داسې شيان ليکې شرم او حيا د ستر ګو ته
نه دريږي ??
انډيواله زه له هيچا سره دوښمني نکوم اوته ماته ډېرې کوچنی لمبر يې ٠ زما دوښمن
له هغو سره دی چې زما وطن يې اشغال کړی خو هغه هم په پوچه خوله او کنځلو نه !

[quote:33f06ccfe4="مبارز قرآني"]هاهاهاها دې ماشوم ته ګورﺉ، دیو خوانه راسره دښمني کوي اودبل خوانه بیاراڅخه هیلي کوي.
پتنګ الدینه، په دښمنۍ کې هرڅه روا دي، زه په دښمنۍ کې هره هغه لوبه کوم چې امکان لري.
ته مایروې ، ستا غوندې د ۱۰۰۰۰ کسانو څخه زما سترګه رپ هم نه وهي، که خپل خیر دې غواړې اول خپلې ښکنځلې ړنګې کړه بیا معذرت او بخښنه وغواړه او هم پدې اعتراف وکړه چې په غلطه او ناحقه یې، توبه وباسه سم صحیح مسلمان شه.
د عالمانو قدر وکړه او د علم زده کړه شروع کړه، د فیثاغورث فارمولې درته فایده نه کوي.[/quote:33f06ccfe4]


م . ق
05.10.2011

غلی کینه، غټې غټې خبرې مه کوه، جاسوس ته ګوره او د اشغالګرو سره دښمنۍ ته ګوره، ته فقط د ايي ایس ايي درکړل شوې دنده چې په انټرنیټ کې ښکنځلې کول دي اجرا کوه.
ته چې خپله د صلیبیانو په کور کې ناست یې نو بیا ورسره دښمني څنګه کوې؟؟ البته ستاپه کورنۍ او ماشومانو کې به اوس وختي غربي کلتور او ډیموکراسۍ ډیرې ریښې کړې وي او ته دلته د مړې خیټې پاړسي وايي، که دومره نر او د صلیبانو سره دښمني کولاي شې نو راشه چې د صلیبیانو اډې دروښایم بیا دې ځان سره ټول تالي بان راوړه چې د خپلو تالي بانو اصلیت هم درته معلوم شي چې په صلیبیانو حملې کوي او که په مظلومو بې ګناه مسلمانانو.
زما په نزد ته نه پښتني ارزښتونو ته ژمن یې او نه اسلامي معیارونه پیژنی ځکه نو تاسره هرڅه کول روا دي او بیاد ښکنځلو ړنګول خو زما وظیفه ده.
تاتر اوسه پورې صلیبیانو سره کوم استدلال، کومه مناظره، کوم چیلنج دې ورکړی او یا دې کومه علمي او تاریخي لیکنه کړې ده؟ ستا د پوچو څخه هرڅوک نفرت لري او دښمنان نور هم ضد او عناد ته راپاروې، زما په خیال ستا دنده راپارول او جنګول دي.


pattang
05.10.2011

[quote:0c5795f05d="مبارز قرآني"]غلی کینه، غټې غټې خبرې مه کوه، جاسوس ته ګوره او د اشغالګرو سره دښمنۍ ته ګوره، ته فقط د ايي ایس ايي درکړل شوې دنده چې په انټرنیټ کې ښکنځلې کول دي اجرا کوه.[/quote:0c5795f05d]

جاسوسي ته زه ضرورت نلرم ، دروغ وايې : لعنت الله علی الکاذبين
زما ښکنځلې ستا د کنځلو په ګرد کې هم ندي دکنځلو ميدان اوس تا کټلی دی٠
په خبرو کې دې واقعي روابط هم نه وينم ، کوچنی هلک يې ٠

[quote:0c5795f05d="مبارز قرآني"]
ته چې خپله د صلیبیانو په کور کې ناست یې نو بیا ورسره دښمني څنګه کوې؟؟ البته ستاپه کورنۍ او ماشومانو کې به اوس وختي غربي کلتور او ډیموکراسۍ ډیرې ریښې کړې وي او ته دلته د مړې خیټې پاړسي وايي، که دومره نر او د صلیبانو سره دښمني کولاي شې نو راشه چې د صلیبیانو اډې دروښایم بیا دې ځان سره ټول تالي بان راوړه چې د خپلو تالي بانو اصلیت هم درته معلوم شي چې په صلیبیانو حملې کوي او که په مظلومو بې ګناه مسلمانانو.
[/quote:0c5795f05d]
زه خو له ډېره وخته دلته يم او ستا غوندي کوټکيو ته کار ښيم ،کار ور کوم اوهم
يې له کاره شړم , تېره ورځ مې هم يو وشاړه، ديموکراسي خو بد شی ندی خو په خپل
کلتور کې! اکسريت صليبيان جنګ نه غواړي او په صليبت عقيده هم نلري ، يواځې
يوه کوچنۍ برخه يې چې د اقتصاد ي مافيا په سر کې دي جنګونه جوړوي.... دلته
خبرې اوږدېږي ترې تېرېږم . زما کورنۍ او زما خپلوانودااوس ډېره قرباني ورکړې
او ورکوي يې زمونږ له کورنۍ څخه دخپلوانو په شمول ٨ نفره شهيدان شول او هلته
اوس جنګ هم کلک روان دی٠ داټول د اسلام تر بيرغ لاندې اوته نامرد په مدرسه کې
لوی شوی يې خو په هغه پاکو انسانانو تهمت تړې ، الله دې سزا درکړي ٠
ته منصف نه يې بلکې دطالب دوښمن يې حتا نوم يې هم تالب ليکې٠

[quote:0c5795f05d="مبارز قرآني"]
زما په نزد ته نه پښتني ارزښتونو ته ژمن یې او نه اسلامي معیارونه پیژنی ځکه نو
تاسره هرڅه کول روا دي او بیاد ښکنځلو ړنګول خو زما وظیفه ده.
[/quote:0c5795f05d]
ته څه خبر يې ، عالم الغيب يې! او که اوبه در پورته شوې او د سر چونجی دې
ښورېدلی دی !
نامرده ! دورغ وايې ستا څخه به خپل اولاد څه زدکړي ، ته مرداري په ميتيازو
مينځې ايا خپلې کنځلې هم ړنګوې ? هيڅوک هم تاته اسې اجازه نشي درکوی چې
په خپله کنځلې ليکې او دنورو ړنګوې !

[quote:0c5795f05d="مبارز قرآني"]
تاتر اوسه پورې صلیبیانو سره کوم استدلال، کومه مناظره، کوم چیلنج دې ورکړی
او یا دې کومه علمي او تاریخي لیکنه کړې ده؟ ستا د پوچو څخه هرڅوک نفرت لري
او دښمنان نور هم ضد او عناد ته راپاروې، زما په خیال ستا دنده راپارول او جنګول
دي [/quote:0c5795f05d]
هغوی نه استدلال مني نه خبره ، ليکنې لوني په کناراب کې يې اچوي ، يواځې
د طالب جان نېزه يې ځواب ده ، بله هيڅ خبره هم نه مني
څوک چې شعوري يو پلان مخ ته بيايې هغه هم د بل خبره مني !! .
له دې څخه مالوميږي چې کوچنی هلک يې خپل مردکي دې ګټه !
يوه بلا بلې ته وايې چې اوخ ! ته چې ماته ښکنځلمار وايې نو ته څه شی يې!
وطنمل په څوسماره پشو لاندی ساتي ، وطنمله بيدار شه څوسمارې پشو ټول
لاندی وخوړ !!
هو دا ما تعهد کړی چې زه به داشغالګرو او دپښتنو ددوښمنانو پر ضد خلک
را پاروم .


ډاکتر وطنمل
11.10.2011

درنو لوستونکو !
له سلام او نېکو هيلو وروسته : دا په دې شرط دلته بيرته پرانيستل شوه چې شخصي تيری به په کې څوک نه کوي . هغه برخه يې چې
د پتنګ خان او مبارز قرآني صيب تر منځ په کې شخړه روانه وه د ناندريو فوروم ته د شخړې د سرليک لاندې ولېږدول شوه . په درنښت !


ډاکتر څپاند
21.10.2011

دا دی معمر القضافي تر ډاکټر نجيب او صدام حسېن روسته،دريم رهبرچې دخپل هيواد دملي ګټو قرباني شو٠

دې درې تنو ځينې مشابهتونه او مضاد شخصيتونه لرل٠
درې واړه دکمونيزم ترسقوط روسته په نړېوال ډګر کې يواځې پاته شول،
دوې دقدرت په وخت کې پرخپلو دښمنانو رحم نه درلود،
دوې نه غوښتل چې خپل هيوادونه او ملتونه دښامار خولې ته ورکړي،
دوې پدې نه پوهېدل چې ښامار ډير زورور او بيرحمه دی،ښامار به دخولې خندا درسره وکړي خو هيڅکله دې نه بښي او حتما در نه انتقام اخلي٠
دوی کولی شول چې دخپل قدرت په محال ئي دښامار زور درک کړی وی او دښامار د پرمختګ دمخنيوي مذبوحانه تلاشونه ئي نه وې کړي٠

دچاوار دی؟
دسورئي بشر الاسد،ايراني اخندانو،ايګوچاويز،دبرما(ميانما)دواکمانو او بل هر

ازادخياله،ملي او پرخپل ځان يا هيواد مين!

ډاکتر څپاند


طالب ISI
21.10.2011

څپاند صاحب دا پاکستان نه پکې ور اچوې په دې لیست کې؟

زما په اند به امریکایې پوځونه وزیرستان ته داخل شي، په همدې سلسله به بیا جنوبې وزیرستان، او بیا کوټې ته. شاید آخر د پاکستانې اتومي اسلحو، او تجزیې ته لاره برابره کړی.

د لیبیا څلویښت فیصده خلکو د ورځې به دوه ډالره ژوند کاوه. نور ته خپله فکر وکړه، چې دغه ظالم څومره ظلم کړی، په کور کې د ماشومانو مخ کې د قضافي په خلاف خبره منعه وه.

ناټو به خپل مقاصد لري، خو دا یې ډیر ښه کار وکړ.

او بله خبره داده چې دوی د مهاجرینو له راتګ څخه نور په تنګ دي، حتی ویره لري، چې آخر به د مهاجرو تعداد له دوی څخه زیات شي، نو ځکه دوی اوس کوښښ کوي، چې دکتاتوران له منځه یوسې ، د خلکو اقتصاد ښه کړي، تر څو په خپل هیواد کې خوندي وي.
البته تر څنګ یې د انرژی سیکیورټې مسله هم مهمه ده. مطلب دا چې دوی به له لیبیا څخه تیل په مفته نه راوړي، خو لبیا به اطمینان ورکوي، چې دومره فیصده تیل به تاسې ته در صادر کو.

نجیب ،کارمل ، ترکی ، حفیظ الله امین ښه شول چې مړه شول، چې بیا څوک د پردیو تیوري ګانو سره (کمونیستی) افغانستان ته را نه شي. البته ربانې، مزاري، او نور شر اوفساد هم د پاکستاني اسلامي تیوري ګانو سره راغلي وو او دغه وطن یې دغه حال ته ورساوه، چې نن هم دوی یو په بل پسې وژل کیږي، که دغه دوستم، خلیلي، محقق ، قانوني، فهیم ، عطا هم په دغه دوهمه مرحله کې ووژل شي،نو ډیر خوند به وکړي.

البته د طالبانو کارو ته هم سړی حیران وي، چې کله خرم د اطلاعاتو او کلتور وزیر وو نو په میاشت کې به یو ځامرګي په وزارت کې حاضرې ورکوله.

خو دغه رهین باندې طالبان یوه چینایې پټاکی هم نه وراچوي (شاید په دې خاطر چې د ایران ګوډاګی دی)؟


ډاکتر څپاند
23.10.2011

نوشهير صيب داستا دکرکزي نوبت کله دی؟
دې خوپه اصل دISI غلام اودطالب همکار وو،او بيا دافغان ولس دزوړ او بګېل دښمن ،دانګريز په (غ)سپور راغې او دله مشر شو :evil:

چه په موضوع وارد نه ئي،دهوا مرغان مه شميره


pattang
24.10.2011

شهير خانه ياډير درغ وايې اويا ډېر ساده يې ، په ليبيا کې ٤ ميلونو خارجيانو کارونه
کول ،زه هلته تللی يم او محصلين يې زما سره و ل٠
اوس صليبي مچانوته ګوره چې څرنګه يې خوري٠!!

[quote:18a29949f3]د لیبیا څلویښت فیصده خلکو د ورځې به دوه ډالره ژوند کاوه. نور ته خپله فکر وکړه، چې دغه ظالم څومره ظلم کړی، په کور کې د ماشومانو مخ کې د قضافي په خلاف خبره منعه وه. [/quote:18a29949f3]


طالب ISI
25.10.2011

note:About one-third of Libyans live at or below the national poverty line

https://www.cia.gov/library/publications/the-world-factbook/geos/ly.html

يواځې هغه ساحې چې تیل پکې دي، هلته خلک یو څه ښه دي.
ظالمانو قضافي چې په اوله میاشت کې دوه زره کسان شهیدان کړل، په هغه مو زړه نه خوږیږي؟
په جریان د پاتې لسو میاشتو کې د ۲۵ زره څخه زیات کسان شهیدان شول، آیا دغه ټولو د مستي، ساعت تیری څخه جنګ کولو؟

ناټو مرسته ورسره وکړه، خو وینه خو دوی تویې کړه.
او بل دا چې اکثره جنګې خلک د لبیا پخوانې مجاهدین وو، کوم چې افغانستان کې هم جنګیدلي، او ددوی مربوط د اسلامي تنظیمو غړي.

دوی د قضافي څخه تر پوزو پورې راغلي و. البته ددوی مجاهدین داسې سادګلان نه دي لکه طالبان چې د حمید ګل ډول ته ګډیږي.
ښونځې سوځوي، عام خلک وژني ، ځوروي.

دغه ظالم طلاق، د یوې څخه زیاتې ښځې کول بند کړي، وو چې دا خپله دده بدعت نه دی؟

او ډاکتر صاحب د کرزي خبره کړې،
ډاکتر صاحب ستا هغه جهاد چې یو نیم میلیون خلک پکې شهیدان شول، ټول د همدغه سي،ای،اې په پيسو نه چلیده؟، همدغه یهودو او عیسویانو مرسته نه کوله؟ ، او که نه اول د ای،اس،ای لاسونه پرې لګیدل او بیا پاکیدلې؟

همدارنګه خلقیانو او پرچمیانو د خپل غلطې مفکورې د منلو په خاطر څومره خلک ووژل ( د روس په مرسته)، دغه وطن یې څومره وران کړ؟

خو کرزی چې تاسې د سي،ای،اې واله بولی، هر څه یې بولی، د لسو کالو ټول تلفات تر لسو زرو نه اوړي، چې د هغه نیمایې هم طالبانو وژلي. ځکه کرزی صاحب، چې چیرې هم بمبار وشي، خلک ووژل شي، یا اوښکې تویوي، یا د ناټو قوماندان راغواړي، یا په میډیا کې جنجال جوړوي، یو څه نه یو څه کوي، مجاهدینو او کمونستانو تر نن ورځ پورې نه کومه پښیمانې ښکاره کړي، نه هم په خپلو بادارانو شرمیږي.

دا سمه ده چې کله کرزی صاحب اولس مشر شو، شاوخوا یې ټوله شمالي ټلواله وه، خو زما په اند نن ورځ اکثره وزیران پښتانه دي، عطا محمد هر ځل ګیله کوي، چې سره له امنه، ټولې پروژې د پښتنو ساحه کې تطبیق کیږي، که پښتانه آرامه وي، نو ډیر نور کارونه به هم ورته وشي، نن تاسې خوست وګوری، چون دوی نور د ای،اس،ای په اسلام بازي نه خوري، هغه ده ښه آرامه وطن لري، او ورو، ورو یې آبادوي.

آیا په ملي ټلویزیون کې د پرون د کرزي صاحب مرکه ولیده، تر اوسه کوم کمونست، مجاهد پاکستان دومره په بربنډه توګه غندلی؟

طالب ځکه نه یادوم چې هغه خو خپله پاکستانیان دي، نو له دښمنه څه ګیله.

خبره په بله لاړه، خو خلاصه دا چې نجیب چون د خاد ریس پاتې شوی، و، او دولس زره کسان یې تر امضا لاندې ووژل شول، نو دی هم داسې یو څوک وو لکه قضافي، دا چې د ای،اس،ای په لاس ووژل شو، دا یې بیا بد اړخ دی.

کله چې زه چیرته کومه لیکنه ووینم چې طالبانو کوم ښه کار کړی وي، لکه کنړ کې ښونځیو سره مرسته ، یا په پاکستان کې د پوځیانو وژل نو زه هغه معلومات د لوستونکو لپاره دلته راوړم، خو تاسې بس همدا یوه شنګ کې روان یې چې د طالب له خدایه هم منکر شي، وایې چې په دې کې هم حکمت دی، یا تکتیک.

خو پنځه کاله امارت خو که تاسې له نیږدې نه وي لیدلی، ما خو لیدلی چې په پنځو کالو کې یې تر میدان ښاره پورې شل کیلومتره سړک جوړ کړ، دغه ستاسې اسلامي دوستان چیرته و؟

علت یې دا و، چې پاکستان مو د مزدور له حده نور پورته اهمیت نه درکوي.

که بهرنی مرستې نه وې هغه هم ددوی د پالیسیو کمزوي وه. نن سره له رشوت، غلا، فساد.....یو څه خو شته، که مامورین رشوت اخلي، سره له دې چې بد کار دی، خو د خلکو جوبو کې یو څه ویني چې رشوت اخلي، غله ته خو یو څه شته چې غلا وکړي، خو د مجاهدینو او طالبانو حکومت کې خو هیڅ هم نه وو، طالبانو په ښځو کلک بندیزونه لګولي و، خو پاکستان کې چې په زرهاو افغانو بد لمنی ته د فقر، یا نورو دلایلو له مخکې مخه کړي، د هغې هیچا هم پروا نه کوله، او د پاکستان خو ساعت ځکه تیر و، چې په ټیټه بیه عیاشي یې کوله.

دغه نن ورځ پنجابیان ستا خپل وطن کې خیرات نه غواړي؟

د خدای په لحاظ که ځان کې کومه وړتیا وینی، لکه عبدالاحکیم منیب صاحب ، لکه ملا عزیزالله، او داسې نور ورشی، دولت ته ، تاسې له شته امکاناتو څخه په استفاده، خلکو ته بې له رشوته، بې له فساده ښه خدمت وکړی، خو خپل وطن په خپله مه ورانوی.


ډاکتر څپاند
25.10.2011

ښاغلی شهير،
موضوعات،مسايل او خبرې سره مه ګډوډوه،
دلته زما يوه پخونئ ليکنه ولوله:http://www.mosalehaimeli.org/index.php?option=com_content&view=article&id=368:2011-03-20-20-50-45&catid=41:2010-10-22-10-09-18&Itemid=62

کرزی يو لاس تړلی غلام دی،دخپل بادار داجازې بغير حتی تشناب ته تللی نشي،دی چې هر څه وائي،دهغه دبادارانو لخوا ورته دکته کېږي٠
دده مقايسه دپخوانيو دولتمدارانو سره يوه بي معنی بحث دی٠ځکه چې پخوا هلته نړېوال دوه سيستمونه موجود ول،کمونيزم-امپرياليزم٠
مګر نن ورځ که کرزی دی که طالب،که ISI دی که حکمتيار ټول له يوه ورخه
اوبېږي او ستا پشان ساده (اوياهم په عمدي ډول هوښيار)خلک پرې غولېږي٠


مصلح
25.10.2011

سلام علیکم
[quote:f89500d225="ډاکتر څپاند"]ځکه چې پخوا هلته نړېوال دوه سيستمونه موجود ول،کمونيزم-امپرياليزم٠
[/quote:f89500d225]
اصطلاحی تېر وتنه!
پخوا کومنیزم او کپیتالیزم وو ! امپریالست خو دواړه سیستمونه وو ! دواړو خواو هڅه کوله چې د بیلا بیلو لارو نه خپل امپیریوم وغزوي .

والسلام


طالب ISI
25.10.2011

ډاکتر صاحب زړه مو خپل، زه یې ساده تاسې هوښیار.

زمونږ په وطن کې اکثره سړکونه د غرو له څنګ سره درومي، اکثره کورنه د غرو له څنګ سره دي، خو مونږ دومره ټمبل یو چې د غره تیږه تر سرکه پورې نه شو راوړی ترڅو د خټو، چیکړو خلاص شو. په سلهاو کاله چې نه کمونیزم وو، نه امپریالیزم، نه اسلامیزم په همدې شکل ژوند کو. په اروپا کې په سلهاو کاله مخکې ډیر سړکونه په تیږو پوښل شوي. تر نن ورځې پورې له خاورو کوروه جوړو.

تر نن ورځې پورې مو ماشومان له اسهال څخه مړه کیږي، له ملاریا، توبرکلوز....اروپایانو ولې نن مرګ ۸۰ کالو ته رسولای؟، پخوا به مو ویل چې کفار دي، خو چې افریقا ته وګورې، هلته هم کافران دي.

مطلب مې دای چې مونږ په سلو افتو ککړ خلک یو، دغه وطن ته مو هیڅ نه دي کړي، خو چې نن کرزی صاحب کار کوي ، څوک ورته سي، ای،ای واله وایې ، څوک ورته غلام.

د وطن مشکلاتو ته په کتو سره زه وایم چې که څوک په نیکو اخلاقو اویس قرني ته ځان رسوي یا په کومه سلسله ځان ابلیس ته هم رسوي، خو دغه وطن ته د کار وکړي، جوړ یې د کړي.

نن ورځ ډیر داسې پیران شته چې په غارو کې عبادت کوي، نه سي، ای،اې واله دی نه کی، جې ، بې، د هغه د ټول عمر ګټه به وطن ته څه وي؟

د هغه په ځای کې په ریښتیا یو څوک د سي،ای،ایې سړی وي، او د میاشتې ۲۰۰۰ ډالر معاش واخلي، حد اقل د میاشتې خو زر ډالره مصرفوي، دغه پیسې یوه دکاندار، موټروان....ته ځې د هغه کور پرې چلیږي، او اقتصاد په دوارن کې کیږي.

ډاکتر صاحب زمونږ یوه خپل قیصه کوله چې د طالبانو وقت کې حج ته تللی و، ده ویل چې قونصل و که سفیر خپله میدان کې ولاړ و، د حاجیانو بکسونه به یې موټرو ته ورسره خیژول، وېل زه دده اخلاص ته حیران وم. طالب چارواکو د حاجیانو داسې خدمت کولو چې څوک به کور کې د ښه نازولي میلمه هم دومره خدمت ونه شي کړی، څه موده مخکې مې تلویزیون کې یو د حج او اوقافو مربوط بل څوک ولید چې سعودي کې یې حاجیانو ته ښه راغلاست ویل او دا هم پخوانی طالب و.

نو که دغه شخص اوس هلته بیا د حاجیانو خدمت وکړي، هم به ده خلکو ته خدمت کړی وي، هم به د کرزي د حکومت نوم ښه شي، اوس دا ښه کار دی که نه دغه طالب چیرته ناست وی، یو څوک یې په سي،ای،ایې مربوط کولای، څوک یې کافر، څوک مسلمان ، یا یې د کوټې له شورا خرچه اخستی او دلته یې بمونه الوځوی، ښونځې سوځولی......ښکاره خبره ده چې کوم کار دی اوس کوي، هغه ښه کار دی.

نو راځی له ټاپو وهلو څخه لاس واخلو، او چې څه مو په وس کې وي، علم کې وي، په دغه دولت کې هغه تشه پرې ډکه کړو، او د خلکو د خدمت جوګه وګرځو.


ډاکتر څپاند
26.10.2011

شهير صيب،نغواړم چې بحث اوږد شي،

تاسو ليکلي:

[quote:e051a6dc0b]مطلب مې دای چې مونږ په سلو افتو ککړ خلک یو، دغه وطن ته مو هیڅ نه دي کړي، خو چې نن کرزی صاحب کار کوي ، څوک ورته سي، ای،ای واله وایې ، څوک ورته غلام.[/quote:e051a6dc0b]

دکرزي سره مخالفت يواځې پدېوجه ندی چې ولې دی دا يا هغه دی٠

دده اساسي مشکل بيکفايتي او خورا ضعيفه او فاسده اداره ده!

دومره کومکونه چې دکرزي دحکومت په لس کلنه دوره کې دغرب لخوا شوی دي،شايد په تاريخ کې هم ساری ونلري!
خو زموږ وطن څنګه چې وو هماغسې دی٠

امنيت؟ نشته
کار؟ نشته

ابادي؟(يو څو محدود قصرونه)
کرزی زما دپلار دښمن ندې،مګر دده بيکفايتي مې ډير زوروي٠
که دده سره يو ذره دوطن يا ملت غم وی،بايد ئي شرافتمندانه استعفا کړی وه٠

يوه لنډه کيسه:
قريب دوه مياشتې دمخه د ٨٧ کلن متقاعد جنرال جنازې ته روان ولو،خو سړک د يوه غټ ترک موټر د خرابوالې په وجه تقريبا بند وو او ترافيک ډير اهسته٠جنازې ته لږ څه ناوخته ورسيدو،زما تر څنګ يو سپينګيری سړی ولاړ وو او هغه هم دسړکدبنديدو په هکله خپل دوست ته شکايت کوه٠ده زياته کړه چې" مرحوم امين صيب به ويل چې ترکی دوران با غيرفعال ټرک پشان دی چې سړک ئي بند کړی،نه چالانيږي او نه له لارې لرې کيږي"

نو ديوګڼ شمير افغانانو په اند،کرزی هم دهماغه وران ټرک حېثيت لري٠
لوی خدای دې دده لس کلنه دوره ژر ختمه کړي٠


طالب ISI
26.10.2011

چې تر کرزي صاحب ښه سړی راځي، او دغه ملک ته خدمت کوي، د مونږ د خولې ماتې شي چې څه به پکې وایو.

خو په ټولټاکنو کې سره له درغلیو ډیر کاندیدان و، چا افغانستان په جاپان بدلولو چا په دوبی، خو چا رایه ورنه کړه. اشرف غني احمد زی شاید تر ټولو وړ کس و، خو چا دومره رایه ورنه کړه، پا تاجکو کې هم ښه خلک شته، خو همدغه عبدالله یې مخکې و، نو په داسې حالاتو کې کرزی تر عبدالله شل وارې ښه دی، تیرو انختخاباتو کې زه کابل کې وم، یوه سړي ویل چې د خوښي کاندید مې اشرف غني دی، خو چون پوهیږم هغه یې نه شي وړلای نو ولې خپله رایه ضایع کړم، او کرزي صاحب ته به یې واچوم.

سره له دې چې کرزی صاحب ډیرې کمی لري، خو بیا هم ته نورو ښه دی. زه چې همیش هیله څرګندوم چې طالبان له دغه دولت سره د یوه سیاسې ګوند په توګه یوځای شي، او حزب اسلامې هم خپل جنګ ختم کړي، دغه دواړه ډلې به د کرزي صاحب او د هغه له ټیم سره په مجموع کې یو ډیر قوي بلاک جوړ کړي، هم د پښتنو خیر وي، هم د افغانستان.

خو بس په چا یې منې؟!


pattang
26.10.2011

له Brussel څخه خبرې کوې او که دکرزي له ارګه او دهېواد غله له څنګه ?
يوه ونه چې ورسته شي ، دوايې له بيخه څخه وتل دي ، طالبان په داسې مذدور
او فاسد رژيم خپل جهاد او دازادي مبارزه نه مر داره وي !

[quote:106a9d04ea="shaheer"]چې تر کرزي صاحب ښه سړی راځي، او دغه ملک ته خدمت کوي، د مونږ د خولې ماتې شي چې څه به پکې وایو.

خو په ټولټاکنو کې سره له درغلیو ډیر کاندیدان و، چا افغانستان په جاپان بدلولو چا په دوبی، خو چا رایه ورنه کړه. اشرف غني احمد زی شاید تر ټولو وړ کس و، خو چا دومره رایه ورنه کړه، پا تاجکو کې هم ښه خلک شته، خو همدغه عبدالله یې مخکې و، نو په داسې حالاتو کې کرزی تر عبدالله شل وارې ښه دی، تیرو انختخاباتو کې زه کابل کې وم، یوه سړي ویل چې د خوښي کاندید مې اشرف غني دی، خو چون پوهیږم هغه یې نه شي وړلای نو ولې خپله رایه ضایع کړم، او کرزي صاحب ته به یې واچوم.

سره له دې چې کرزی صاحب ډیرې کمی لري، خو بیا هم ته نورو ښه دی. زه چې همیش هیله څرګندوم چې طالبان له دغه دولت سره د یوه سیاسې ګوند په توګه یوځای شي، او حزب اسلامې هم خپل جنګ ختم کړي، دغه دواړه ډلې به د کرزي صاحب او د هغه له ټیم سره په مجموع کې یو ډیر قوي بلاک جوړ کړي، هم د پښتنو خیر وي، هم د افغانستان.

خو بس په چا یې منې؟![/quote:106a9d04ea]


طالب ISI
26.10.2011

یره پتنګ صاحب عجب د جهاد او شهادتو سیزن دی، دغه ژمې کې پاکستان ته نه ځې؟ یو خو به ټریننګ وکړې، ای،اس،ای واله به په خپلو سترګو وګورې، چون ستا له افغان دولت سره ډیره ورانه ده ، بهتر ده د پولیسو لپاره په ځان باندې یو ښه برابر یو انتحاري واسکټ واچوه، او له خیره مخ په افغانستان روان شه، د ټریننګ وقت کې به زمونږ د بحث فارم هم دریادیږي، بیا نو کندهار کې چیرې د کومې امنینې حوزې سره ځان والځوه، یو دیرش پولیس به مړه کړې، یو شل ښځې به کونډې کړي، یو څه به عام خلک مړه کړې، په لس هاو به زخمیان کړې، یو خو به ستا زړه یخ شي، بل به که د خیر و، جنت ته هم لاړ شې، او مونږ به د هم د پاکستان دخاص شهید په نامه دلته یاود.


pattang
26.10.2011

شهير خانه ! بې ادبي دې معاف وي , په پښتو کې يو متل دی چې وايې :
{يا کو...راکه او يا له خدايه بېزاره شه } پښتون دا يو کار هم نشي کولی ،
خو خپله ازادي بېله قيد او شرطه غواړي !
ته نو انصاف وکړه ، داسې مکوه چې يا به دلاسپوڅي رژيم په څنګ کې درېږم او
يا به تپل شوی نوم چې صليبيان يې هر مسلمان ته ور کوي ماته هم راکول کيږي ٠
دوی دې هرڅه وايې مونږ خپل اراديت او خپله ازادي غواړو ، دانورې هسې پلمې
او تهمتونه دي٠

[quote:4bdf2ef72e="shaheer"]یره پتنګ صاحب عجب د جهاد او شهادتو سیزن دی، دغه ژمې کې پاکستان ته نه ځې؟ یو خو به ټریننګ وکړې، ای،اس،ای واله به په خپلو سترګو وګورې، چون ستا له افغان دولت سره ډیره ورانه ده ، بهتر ده د پولیسو لپاره په ځان باندې یو ښه برابر یو انتحاري واسکټ واچوه، او له خیره مخ په افغانستان روان شه، د ټریننګ وقت کې به زمونږ د بحث فارم هم دریادیږي، بیا نو کندهار کې چیرې د کومې امنینې حوزې سره ځان والځوه، یو دیرش پولیس به مړه کړې، یو شل ښځې به کونډې کړي، یو څه به عام خلک مړه کړې، په لس هاو به زخمیان کړې، یو خو به ستا زړه یخ شي، بل به که د خیر و، جنت ته هم لاړ شې، او مونږ به د هم د پاکستان دخاص شهید په نامه دلته یاود.[/quote:4bdf2ef72e]


طالب ISI
27.10.2011

پتنګ صاحب بس هسې شوخې مې وکړه، پتنګ صاحب زه د خپل ژوند تجربو دې خبرې ته راسولای یم چې:

مطلق ښه او بد نه شته، حتې ښه او بد هم وجود نه لري، ځکه د یوه ګټه، ښه د بل تاوان دی او برعکس.

طالبان ، پخوانی نظام یې، اوسنی تحریک یې، ښه او بد لري، مونږ به ښه داسې تعریف کړو، چې هر هغه څه چې د وطن او د وطن د بچیانو په ګټه وي.

همدارنګه د کرزي لس کلنه دوره هم ښه او بد لري. نو که د کرزي او طالبانو بد کارونه وغندو، او ښه وستایو، نو کیدای شي، ښه لا ښه شي، او بد په ښو بدل شي، یا لږ بد شي.

مطلب په ځای ددې چې په ټول نظام او سیستم نیوکه وکړو ، پکار ده چې په خاصه برخه نیوکه وشي.

ځکه مجاهدینو هم د د نجیب حکومت له یوې مخې چپه کول غوښتل، خو چې ددوی نوبت راغی، دوی هم ناکام شول، بیا طالبانو هم مجاهدین یو مخ ورک کړل، خو بیا د مجاهدینو دا ښه والی وو چې دولت خو یې نړی کې رسمي و، په همدې ترتیب د کرزي حکومت، په اول کې د طالبانو خلاف د شمالي ټلوالې پالیسې چلوله، نه په کور آرامه و، نه به پردې وطن کې، چا طالب باله، چا القاعده، مطلب طالبان نظام له کمیو سره، سره ښه توبونه هم درلودل، نو که امریکایانو، کرزي، شمالي ټلوالې د طالب په شاملولو سره ددوی د ښې ګڼو څخه ګټه اخیستې وی، نن به دغه ورځ نه وه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more