د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

عادل عادل
15.09.2011

السلام علیکم

[quote:3e4fe0936f]عبدالله خان په رښتيا چی طالب دی
ځکه طالبان هم د سواد مخالف دی
عبدالله خان مدنی ټولنی ته (معدني ټولنه) وایی
هاهاها [/quote:3e4fe0936f]

ډېر محترم عتیق الله خانه

په مدني ټولنو کې بوخت محترمین یوازې معدني اوبه څښي،،، دا نورې چې زه او ته یې څښو،، دوی ته کانټېمېنېټېډ ښکاري :)


پتوال
15.09.2011

[quote:f3f9e4e249="عبدالله خان"]السلام علیکم
پتوال صاحب جهان جهانی شوی او نړی اوس بدله شوی او ته پتوال صاحب لا تر اوسه د فیل په غوږ کی ویده ( يعنې بې خبره یی چې - پ .)
په جهان کی د تمدونونو جنګ روان دی ، په نړی کی دنفوس دډیریدو او دتخنیکی پرمختګ له کبله ممالک دکلتور تاریخ او
دین په توپیر سره په ډلو ویشل شوی ، او یوه ډله ممالک دبلی ډلی ممالکو سره په جنګ اخته دی وطن پرستی نن په تمدن پرستی
او دین پرستی بدل شوی دهمدی احساس په لرلو سره د پاکستان خلګ او ځینی نظامی اشخاص طالبانو ته خوشبینه دی او کومک
ورسره کوی خو دا دا معنا نلری چی طالبان د ای اس ای ګوډاګیان دی ، ځکه چی چی دطالبانو سره نه ای اس ای نه دپاکستان دولت
او نه دپاکستان پوځ کومک کوی ، بلکی دپاکستان خلګ او مشخص اشخاص دپاکستان دجامعی دمختلفو طبقو څخه د طالبانو
سره کومک کوی او طالبان داسلام مدافعین بولی دطالبانو دامحبوبیت صرف په پاکستان کی نه دی په منځنی اسیا کی هم طالبان
دخلکو په منځ کی ډیر زیات محبوبیت لری او هلته هم چنده ورته ټولیږی او دځوانان یی دیر په شوق د طالبانو دمقاومت سره یو ځای کیږی
همدا حال په ټولو اسلامی هیوادونو کی روان دی ، طالبان په عربی نړی کی هم ډیر زیات محبوبیت لری ، حتی د اروپا په مسلمانانو کی
طالبان ډیر محبوبیت لری او داروپا مسلمانان ډیر مالی کومک ورسره کوی
په همدی ډول دنړی اکثریته مسلمانان طالبانو ته
داسلام دمدافعینو په سترګه ګوری او تر خپل اوسه کومک ورسره کوی
خو په اسلامی نړی کی تول دولتونه د غرب یا شرق په لاس جوړ شوی
ګوډاګی دولتونه دی او هیڅ اسلامی دولت دطالبانو سره کومک نکوی که چیری دپاکستان دولت یا ای اس ای دطالبانو سره کومک کولای
دا به ډیره ښه وه او موږ به افرین پری ویلی وو چی خپله ایمانی او اسلا می دنده سرته رسولی ده خو افسوس چی د ټولی اسلامی نړی دولتونه
ګوداګیان دی او داسلامی تمدون دمدافیعنو سره هیڅ کومک نه کوی بلکی دښمنی هم ورسره کوی
د طالبانو سره کومک له پاکستانه یا له هر یو بل اسلامی هیواد څخه صرف دخلکو او اشخاصو له خوا کیږی نه د دولتونو لخوا[/quote:f3f9e4e249]
عبد الله خانه وروره سلامونه !
دغه ځواب چې تاسې ويلی د ISI د يوه بابو له ځواب څخه چې طبعا په هرڅه منکر وي څه توپير لري ؟ آيا هغه له طالبانو سره د ISI په مرستو
اعتراف کولی شي ؟ نه يې شي کولی او تاسو هم نه دی کړی !
آيا هغه له پلمو پرته نور څه ويلی شي ؟ نه ، او تاسو هم له پلمو کار اخيستی او ځان مو تير کړی دی !
آيا هغه به همدغسې ونه وايي او جنرال حميدګل شل او سل ځله همدغسې نه دي وپلي چې له طالابانو سره د ولسونو مرسته ده نه د حکومتونو ؟

نو هغه خبرې چې د حميدګل له خولې چا نه دي منلي فکر کوئ د هغه په نمايندګۍ به عين خبرې څوک ستاسې له خولې ومني ؟؟؟؟؟؟؟
آيا عجيبه نه ده چې دا ټولې مرستې د ولسونو له خوا د ISI په بانکي حساب کيږي ا د پاکستان له رسمي دولتي پوښښ لاندې د ISI په لاس
طالبانو ته رسول کيږي . که په دې مرستو کې ٥ يا ١٠ فيصده چنده هم وي ايله ستا د شونډو هغه پرررررر ترې جوړيږي چې د ISI له سوړې څخه
د مرستو دا لوی ٩٠فيصده ټررررررر پرې نه پټيږي !

د اسلامي جهان د پوځي عملي ملاتړ جهاني کيدل دې هم له يو تش شعار څخه زياته معنی نه لري ، که تۀ پرې شپه هرڅومره تيارۀ ښودل غواړې ،
خو مڼې په شمار دي او د غلا شويو مڼو غل ISI او د هغې بړېڅي دي !

که ISI دطالبانو کلک ملاتړ نه کولی نوستاسې په قول په طالبانو مين پنجابي ولس به يې د ISI ددوه مخی سياست په ضد هم چې طالب حکومت يې د پاکوستان له هوايي ډګرونو څخه بمباردمان کړ او راويې پرځاوه پاڅون
کړی وای، ISI او د مشرف مسلم ليګي حکومت به يې راپرځولی او ړنګ کړی و، حال داچې برعکس مذهبي ولس له همدې کبله د مسلم ليګ قاف
شاته اوس هم کلک ولاړ دی چې ISI يې له طالبانو سره مرستې جاري ساتي ، څو يوه ورځ له طالبانو څخه د ټول افغانستان قباله ، ستا په قول
د افغانستان د جهاني کېدلو(= پاکستاني کېدلو) قباله تر لاسه کړي . پاکستان لومړی ځل هم ځان طالب حکومت ته جهاني کړی او طالبي افغانستان يې پاکستاني کړی و، څو طالبان له پاکستان پرته نور جهان
ونه لري او نه نور جهان له يو څو عربي شيخانو پرته د پاکستان ترڅنګ له طالبي افغانستان سره اړيکې ولري .

هو ، پرته له طالبانو، نور په ګرده نړۍ کې ستا اسلامي پاڅونونه او جنګونه چيرې دي ؟؟؟؟؟ د عربي نړۍ دغورځنګونو ستونی خو دې د ولسواکۍ
په چغو او نارو سورو وشلېدۀ ، ته د کومو اسلامي جنګونو او غورځنګونو خبرې کوې ؟؟؟؟؟ او که صرف له ماتې سره د مخ کېدونکې
القاعدې فعاليت درته جهاني غورځنګونه او پاڅونونه ښکاري . که پاکستان د پښتونستان د هضمولو او افغانستان
د ښکېلولو ناروا هيلې له طالبانو څخه نه درلودای، القاعدې به دې په دې سيمه کې هم د پښې ايښودلوځای نه و موندلای !!!!
ته خو پوهېږې چې د ملي ګټو ساتل دومره باريکي لري چې يو ګام کوږ پورته کول په ستر ملي خيانت او جنايت انجاميږي . کرزی او کرزيخېل
خو دخپل ملي خيانت او جنايت له جرم څخه د تېښتې له پاره له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليکول غواړي ، د ISI د مريتوب
[color=red:f3f9e4e249]د جرم د ثبوت په صورت کې [/color:f3f9e4e249]به طالبا ن څه کوي (؟) :
په دې صورت کې به طالبان يا پخپله خپل مشر په دار ځړوي او يا به ټول طالبان به ور سره ځړول کيږي !
په درنښت


pattang
16.09.2011

عبدالله خانه وروره!
د پتوال او امرالله صالح ( پخوانی پنجي دامنيت شيطاني رئيس )ريتوريک اوپرو
پاګنده يو شی دی خو فرق يې دادی چې پتوال پاړسو ، پښتو اوامرالله لکه دا نور
يې يواځې په پاړسو ګريږي :

تېره ورځ مې داول ځل لپاره د ار يانا پروګرام ونيو او د صالح پنجشېري خبرې وې
واورېدې چې دپتوال دخبرو سره يې ٩٥ % مطابقت لاره اونسبت يې ما داسې وتاړه :

[color=blue:11cad3570b] 1 =: [ (امراله صالح ) : ( پتوال ) ] [/color:11cad3570b]


عبدالله خان
16.09.2011

السلام علیکم
پتوال صاحب ټول اسلامی نهضتونه خصوصا طالبان انقلابی نهضتونه دی چی له خلکو را پورته شوی ، او د مظلومی طبقی حمایت ورسره ده

انقلابی د واقعا انقلابی په معنا
نه د فرمانسوری دانقلابونو په څیر چی به یو وار د هر څه د بدلولو وعدی ورکوی ، خو نتیجه یی بیا د حاکمی طبقی په ګټه تمامه شی
دا اسلامی نهضتونه جهان بدلوی خو په تدریجی ډول ، ځکه هر عمیق بدلون په تولنه کی صرف په تدریجی دول را منځ ته کیدای شی
او په یوه وار هیڅ هم نه بدلیږی
پتوال صاحب دا ستاسی ملی یا سیوسیلیستی انقلابونه چی په یوه وار دهر څه دبدلولو وعدی ورکوی یو هم له خلکو نه دی راپورته شوی نه دفرانسی انقلاب او نه کوم بل انقلاب د خلکو له خوا شوی ، دا ټول انقلابونه دفرمانسوری دنقشی مطابق له پا سه په خلکو عملی شوی او عملی کیږی

دا صرف اسلامی نهضتونه دی چی له کوزه پاس په تدریجی شکل روان دی ،

پتوال صاحب ته لمر په دوو ګوتو نشی پټولای
ته چی دا وایی چی جهانی کیدل نشته ایا ته دملل متحد له سازمانه سترګی پټوی

ایا ملل متحد جهانی حکومت ندی ؟

یا ته دملل متحد د امنیت په شورا سترګی پتوی

ایا د جهان ټول سیاسی اقتصادی او نظامی پریکړی د ملل متحد په امنیت شورا کی نه کیږی ؟

ایا دټول جهان پیسی چی ډالر دی په امریکا کی نه چاپیږی ؟

یا ستا سترګی پښتونستان در ړندی کړی

داچی دپښتنو سره ظلم شوی دا زه درسره منم ، خو د بل غلام کیدل د ظلم څخه دخلاصی په معنا نه ده
د پښتنو او ورته نورو مظلمو او محرومو قومونو مشکلات یواځی او یوځی د اسلامی عدالت په چوکاټ کی حل کیدی شی نه دغرب یا دشرق په غلامی کی
که ته دا فکر کوی چی غرب یا شرق به تاته دبوټ پاکی او غلامی په عوض کی پښتونستان درکړی ، نو ته اشتبا کوی ، ځکه چی که غرب یا شرق تاته دپښتونستان د درکولو نیت لرلای نو درنه اخیسته به یی نه

بتوال صاحب د ای اس ای نوم ستا لپاره د یوه کتلیست معنا لری چی غواړی دافغان اولس احساسات پری راوپاروی او دعقل سترګی ور ړندی کړی
او دغرب استعمار ته یی لاستړلی وسپاری

ټولو قومونو خصوصا پښتنو ته غواړم چی ووایم

د هرقوم او هر ملت هویت او حیثیت صرف په اسلامی عدالت کی خوندی کیدای شی چی موږ به یی انشاالله اول په منطقه کی او وروسته په ټول جهان کی حاکموو

د پښتنو هویت او حیثیت هم صرف په اسلامی عدالت کی خوندی کیدای شی نه د امریکایانو یا روسانو یا چینایانو په غلامی کی
نو دااستعمار په دشعار ( به جنګ بینداز و حکومت کن ) مه غلیطږی ، ملت پرستی قوم پرستی منطقه پرستی بغیر له بدبختی او غلامی بل څه نه راوړی


pattang
16.09.2011

عبدالله خانه وروه ژ وندی اوسې !


مصلح
16.09.2011

[quote:8fb64081d5="عبدالله خان"]
ټولو قومونو خصوصا پښتنو ته غواړم چی ووایم

د هرقوم او هر ملت هویت او حیثیت صرف په اسلامی عدالت کی خوندی کیدای شی چی موږ به یی انشاالله اول په منطقه کی او وروسته په ټول جهان کی حاکموو
[/quote:8fb64081d5]
په نړۍ کې ډېر غیر مسلمان ملتونه شته چې هم هویت لری او هم حیثیت !
[quote:8fb64081d5][color=red:8fb64081d5]ملت پرستی قوم پرستی[/color:8fb64081d5] منطقه پرستی بغیر له بدبختی او غلامی بل څه نه راوړی[/quote:8fb64081d5]
پام کوه چې پتنګ صاحب درباندې خبر نشی!


پتوال
16.09.2011

عبد الله خانه ګرانه ښې چارې او سلامونه !

[quote:2d801a6b49]پتوال صاحب ته لمر په دوو ګوتو نشی پټولای
ته چی دا وایی چی جهانی کیدل نشته ایا ته دملل متحد له سازمانه سترګی پټوی [/quote:2d801a6b49]

ځوانه نه يواځې حاشه او ډډه تللی يې ، بلکې له موضوع نه پسې خارج شوی يې :
ما چيرې ويلي چې جهاني کېدل نشته ؟
ما صرف درڅخه دا پوښتنه کړې چې ستا جهاني اسلامي انقلابونه چيرې دي ؟؟؟؟ آيا عربي روان خوځښتونو ته اسلامي وايې ؟؟؟؟ هغه خو ټول د دموکراسۍ په چيغو ستړی شول ، په هغې کې اسلامي انقلاب چيرې دی ؟؟؟؟؟؟

او که د القاعدې فعاليت ته جهاني انقلاب وايې ؟؟؟؟؟

که ته په دې باور يې نو صرف ووايه چې هو د القاعدې فعاليت يا د طالبانو خوځښت يو جهاني انقلاب او جهاني خوځښت دی
چې صرف په مقصد سره پوه شو او بس !
داچې انقلاب څشي ته وايي دا بيله موضوع ده او که دې ډېره مينه ور سره وي په بيل بحث کې يې بيا څېړه !

او پتنګ خان ته همدومره وايم چې د صالح او امر الله له خبرو دې خبر نه يم ،
خو که د هغه په خبرو کې هم کله حقيقت وموندل شي
حقيقت حقيقت دی او په دې نه بدليږي چې امر الله يې ووايي او که پتنګ خان !

او مصلح صيب ښه ليکلي چې
[quote:2d801a6b49] اقتباس:
ملت پرستی قوم پرستی منطقه پرستی بغیر له بدبختی او غلامی بل څه نه راوړی

پام کوه چې پتنګ صاحب درباندې خبر نشی![/quote:2d801a6b49]
خو عبد الله خان چې دا ادعا وليکله له پتنګ خان څخه د ټول عمر عبادت هير شو اوخپل تنګ نظر يې ورته وليکل چې :
[quote:2d801a6b49="pattang"]عبدالله خانه وروه ژ وندی اوسې ![/quote:2d801a6b49]


larghonay laraway
17.09.2011

السلام عليکم!
عبدالله خان ليکلي (ټول اسلامي نهضتونه)
نو تاسو او خدای چې د طالبانو صحرايي، معيوبه او ړنده ډله، د دوی مشر او د دوی کړنې له کوم اسلامي نهضت سره پرتله کيدی شي؟
ايا شرم نه دی چې طالبانو ته د يو اسلامي نهضت نوم واخلو؟
ايا طالبانو په دې څو کلونو کې د څومره ماشومانو د ديني او عصري زده کړې مخه نيولې دا جهالت دی که اسلامي نهضت؟

يو څوک چې دا نه شي درک کولی چې د ده د قتل او قتال ګټه چاته رسېږي ، په هغه د مجاهد، مبارز او ازادي غوښتونکي نوم کېښودل جرم دی!
اسلام د پوهې، عقل، شعور، منطق، زده کړې او حکمت پر بنسټونو ولاړ دين دی.
په اسلام کې هيڅ امر بې حکمته نه وي خو طالبان اسلام يوازې او يوازې د مسلمانانو پر خلاف استعمالوي.
نوټ:
دلته زما دا هدف هم نه دی چې د کرزي د غلام، فاسد او فاحش حکومت ملاتړ وکړم او د پتنګ لالا په څېر ووايم چې که تاسو حميدګل ته بد وايئ نو زه يې امر الله صالح ته بد وايم.
زه په دې نظر يم چې مونږ بايد خبره وتلو نه خلک. د خبرې تلل مونږ ته راښيي چې دا خبره زمونږ په ګټه ده او که په تاوان. حتی که (حميدګل، صالح، ملاعمر، کرزی او ... هم داسې کومه خبره وکړي او يا يې له خولې راووزي چې د اسلام، افغانستان او پښتنو په ګټه وي نو هغې ته ورته خبره کول کومه بده او سپکه خبره نه ده. بلکې سپکه او بده خبره دا ده چې د وطن د ښکاره دښمنانو همغه په سترګو کې د خاورو اچولو په څېر خبرې وشي او د بل چا لپاره د افغانستان د جګړې اور ته پوکي ووهل شي.
پښتانه اوس نه د کرزي غلامې ډلې ته اړتيا لري او نه يې د ملاعمر معيوبه ډله د درد دوا کيدلی شي!
دوی بايد دواړو ته وروښيي چې پښتانه استقلال، سولې، زده کړې، امنيت او ژوند کولو ته اړتيا لري او تاسو دواړو ښکېلو څارويو افغانستان د نورو لپاره د فوټبال ميدان کړی او له افغانانو د فوټپال کار اخلئ


عبدالله خان
17.09.2011

السلام علیکم
پتوال صاحب ما خو مخکی هم درته وویل چی اسلامی انقلابونه تدریجی بڼه لری او په تدریج سره روان دی ، چی دا پروسه تقریبا ۱۰۰یا ۱۵۰ کاله پخوا شروع شوی
چی هریو قدم یی نوی قدم ته لار برابروی
په عربی نړی کی ننی پاڅونونه په لنډ مهاله وخت کی د خلکو جنبش دی ، په جهان کی دحاکمه ناروا نظم په ضد
او په اوږدمهاله وخت کی دا ټول اسلامی انقلابونه دی ، چی دا اوسنی قدم یی دراتلونکی قدم لپاره زمینه برابروی
او لاروی صاحب ته غوړم چی ووایم
کوم نهضتونه چی د فرمانسوری په فرمایش جوړیږی هغه ډیر ښکلی او ښایسته وی خو هغه دخلکو دارادو ممثل نه وی

او هغه نهضتونه چی واقعا دخلکو له خوا جوړیږی په هغو کی لوړی او ژوری ډیری وی خو هغه دخلکو دارادو ممثل وی


پتوال
17.09.2011

السلام علیکم
عبد الله خانه ورور تاسو ليکلي :

[quote:f1ff76e3c0="عبدالله خان"]السلام علیکم
پتوال صاحب ما خو مخکی هم درته وویل چی اسلامی انقلابونه تدریجی بڼه لری او په تدریج سره روان دی ، چی دا پروسه تقریبا ۱۰۰یا ۱۵۰ کاله پخوا شروع شوی
چی هریو قدم یی نوی قدم ته لار برابروی [/quote:f1ff76e3c0]
نو تر کاميابيدو پورې ښايي ١٠٠ - ٢٠٠ کاله نور هم ونيسي ، د اسلامي انقلاب سياسي بری چې له ٤٠٠- ٥٠٠ کالو پورې دوام کوي نو د طالبانو بيا ولې
دومره تادي ده (؟) او که ستاسې په اند ددوی انقلاب له سره اسلامي نه دی که څنګه ؟ او که نه ، ددوی انقلاب ملي انقلاب دی او د اشغالګرو په ويستلو سره سياسي قدرت او بري ته رسيږي ، نو آيا طالبان ملي انقلابيون دي (؟) ملي انقلاب مني (؟)
او که دوی يې مني آيا ددوی دوستان لکه د مسلم ليک قاف ګوند او ISI ورسره ملي انقلاب مني (؟) چې دملي انقلاب اړين جز يې خو د پښتونستان آزادول هم دي ، په دې اړه څه ځواب لرې ؟؟؟؟؟
[quote:f1ff76e3c0]په عربی نړی کی ننی پاڅونونه په لنډ مهاله وخت کی د خلکو جنبش دی ، په جهان کی دحاکمه ناروا نظم په ضد او په اوږدمهاله وخت کی دا ټول اسلامی انقلابونه دی ، چی دا اوسنی قدم یی دراتلونکی قدم لپاره زمینه برابروی[/quote:f1ff76e3c0]
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ملي او ټولنيز انقلابونه هم  دخلکوپه ګډون تر سره کيږي ايا هغوی هم د راتلونکې ل پاره  ټول  اسلامي انقلابونه دي (؟) او تاسو يې ملاتړ
 پر ځان واجب ګڼئ (؟ ) او داچې طالب انقلاب  انقلاب نه ملي بولۍ نه ټولنيز  او نه  تر بري پورې ٢٠٠ څخه تر ٣٠٠ کالو پورې دوام کوي  نو اسلامي انقلاب يې هم نشئ بللی (؟) نو دا څرنګه يوانقلاب دی  چې نه ملي ، نه ولسواک او نه اسلامي انقلاب دی ، ايا دې  بېل ټيپ  انقلاب  ته خوبه  [color=blue:f1ff76e3c0]انقلاب طراز نوين آی٠ اېس٠ آی[/color:f1ff76e3c0]  نه واي ؟؟؟
که  دا همنه وي نو بيا  ولې سم او لنډ داسې نه وايې چې  دا نور انقلابونه عيني دي ټولنيز اقتصادي بدلون رامنڅته کوي 
او اسلامي انقلاب  ذهني انقلاب دی او ذهني بدلون رامنځته کوي ، په تبليغ  اوتنوير پيليږي او په تبليغ مخ ته ځي يو سوله يز انقلاب دی او زور  نه مني ٠

په دې صورت کې چې د طالبانو انقلاب  نه سوله ييز او نه تبليغي رنګ لري  بيا څرنګه اسلامي انقلاب   بولئ ؟؟؟؟؟


pattang
18.09.2011

پتو اله !
و خت تېرول ستا خپل کاردی خپلې دربې دې وله !
د ازادي او داشغال په مخکې پورته کېدل دهر چا وظيفه ده خو دانقلاب
فکر او حرکت يې له محدودو کسانوځخه شروع کېږي ،قبلول يې ډېره
مبارزه غواړي ٠داشغال په وختکې پوهه اونا پوهه... مختلف خلک
په يوه لاره ګډ منډې وهي ٠طالبان ملي انقلاب ، xy انقلاب ته ضرورت
نلري چې سياسي اواقتصادي لارې وټاکي اوکه يې وټاکي دنفاق په
مرض
به اخته شي او دامرالله به غوا لنګه شي٠
هر څوک دوست او اودوښمن لري،طالبان يې هم !
بريالي دې وي طالبان٠


جهانګیر خان
18.09.2011

د ډاکټر نجیب الله د وژل کیدلو بحٍث دا پنځمه پاڼه ده.
په ډیرو ځایو کې د بحث موضوع لکۍ بلخوا اړولې ده.
چی بحث په څه دی او مبصرین په کومه بله خوا لږیا دي.
ولې وایم چې کاشکې دډاکټر نجیب په وژلو کې هم یو
پنځه کسانوریښتیني افغانانو له ښه فکره کار اخیستې وی.


عبدالله خان
19.09.2011

السلام علیکم
پتوال صاحب بښنه غواړم چی ځواب می لیږ وزنډاوه ، دژوندانه په چارو بوخت وم

بلی هو پتوال صاحب په جهانی سطحه اسلامی انقلاب شاید ډیر وخت ونیسی چی ټول جهان بدل کړی او په ټول جهان کی دظلم جرړی له بیخه راوباسی
خودا دا معنا نلری چی په یوه منطقه یا دجهان په یوه وړه ټوټه کی دا انقلاب نشی شروع کیدای طلبانو دا انقلاب په افغانستان کی شروع کړ چی شاید سرته رسیدوته یی ډیر وخت پکار وی
او دا اوسنی جنګ په افغانستان کی د انقلاب لپاره جنګ نه دی بلکی ضد انقلاب جنګ دی ، چی جهانی خونخوارو امپریالیستانو د جهان په دی وړه ټوټه یعنی افغانستان کی د اسلامی انقلاب په ضد شروع کړی چی دا نوی شروع شوی انقلاب په شروع کی له منځه یوسی
او طالبان دد انقلاب ددفاع په خاطر سپیڅلی جهاد کوی

پتوال صاحب تا لیکلی چی ملی او ټولنیز انقلابونه هم د خلکو په ګډون سره را منځ ته کیږی

لا تر اوسه چی په جهان کی کوم ملی یا ټولنیز انقلابونه را منځته شوی هغه تول له پاسه عملی شوی یعنی دفرمانسوری په نقشه
ته خو یو ملی یا ټولنیز انقلاب په جهان کی ما ته را وښیه چی له خلکو شروع شوی وی


pattang
19.09.2011

وروڼو بحث خود تاسو داړو دی ، خوزهم خپل نظر درته ليکم :
انقلاب ، بدلون اقتصادي او سياسي وي او کلتوري هم تېر شوي لکه دچين
تزاري روسيې .... او د کمبود جيا د پالپوت رژيم ، چې په مليونوککرۍ يی تر
مځکې لاندې کړې دي٠
دغسې نور ډېر اقتصادي اوسياسي بدلونونه له ازادي ورسته راغلي دي چې
مسالونه يې د افريقا ، او جنوبي امريکې په ډېرو مالکو کې دمستعمروپه وخت
کې ليدل کېږي٠
په طالب او په نور ملت اوس د ازادي او خپلواکي پاڅون او وسله واله مبارضه
او مقاومت فرض دی تر څو چې دکلتور ، دين او عنعناتو خوړونکې غربي ليبراله
ديموکراسي ته په خپل هېواد کې ځای ور نکړي او له بلې خوا د صليبي لښکر
فرعوني مقاومت او اشغال مات کړي٠

له ازادي ورسته ،په سړه سينه سره بيا طالبان کولی شي چې له اسلامي چوکاټ
لاندې اقتصادي او سياسي لارې وټاکي ٠
په غرب کې ټولو بانکونو ډېر نقصونه کړې خو ټول اسلامي بانکونه په خپل ځای
بيله نقصه پاته شوي ٠


پتوال
19.09.2011

له سلام وروسته :
خبرې زړې دي خو عبد الله خان ورور ورته نوي تعريفونه وضع کړي چې دقيق نه دي نو ځکه دبحث موضوع شوه ، که نه هر څوک پوهيږي
چې د آزادۍ جنګونه ملي انقلاب دی، که اقتصادي مناسبات په داخل کې پرې اتوماتيک تغير نه خوري نو له بهر سره امپرياليستي
يو اړدخيزه مناسباتو ته ضربه ورکولی شي ، خو هغه د انقلابيونو د سياسي اګاهۍ او سياسي شعور د کچې پورې اړه لري .
که انقلاب له هر ځای څخه پيليږي خو دخلکو د ګډون په زور بري ته رسيږي ، د خلکو له زور پرته بل پوځي زور دی چې کودتا منځته
راوړي او انقلاب ورته نه ويل کيږي . د آزادۍ پاڅون که بڼه يې اسلامي وي او که قامي هدف يې ملي آزادي او خپلواکي ده ، نو ملي انقلاب بلل کيږي،
خو که بهرنی لاس په کې ټاکونکی رول ولري ښايي دغه هدف ته ونه رسيږي او صرف د يوه بهرني ځواک واکمني د بل بهرني
ځواک په واکمنۍ بدله کړي . له دې کبله که ملي انقلاب د ملا او طالب په مشرۍ هم سرته رسيږي بايد دغومره ملي شعور ولري چې د اسلام په نامه د بل بهرني
ځواک د ټاکونکې لاسوهنې مخه ونيسي .
نړيوال انقلاب هم دې ته نه وايي چې يو بدلون د ټولې نړۍ له پاره راپيل شي، بلکې عين انقلاب د نړۍ د نورو هيوادونو خلکو ته
هم مطرح وي په هر هيواد کې مخکې يا وروسته رامنځته کيږي . په بيلو بيلو هيوادونو کې د يو او عين ټيپ انقلابونو زمان ته
د همغه ټيپ انقلابي عصر وايي . ښاغلی عبد الله خان په دې اند دی چې اوس د اسلامي انقلابونو عص ر دی او مدعي دی چې
دغه عصر دنړۍ په کچه له سل يونيم سلو کالو راهيسې پيل شوی خو په افغانستان کې اسلامي انقلاب ايله اوس طالبانو پيل کړ،
خو نړيوال شاهد دي چې له ايران پرته تر اوسه پورې په يوۀ هيواد کې هم نه اسلامي غورځنګ منځته راغلی او نه بري ته رسېدلی دی .
خو عبد الله خان ادعا وکړي چې د ايران په اسلامي انقلاب سره د نړۍ په سطحه د اسلامي انقلابونو عصر پيل شوی او افغانستان يې دګاونډی
هيواد په توګه دومره اغيزمن کړی چې دادی اوس طالبان په کې هم اسلامي انقلاب خو منتها په سني بڼه پلی کول غواړي . د القاعدې اغيز هم يواځې ISI د
سياسي ګټې له امله په طالبانو شيندل شوی او د ملي آزادۍ هدفمندي يې تر پوښتنې لاندې راوستې ده ! دخلافت غوښتنې
هم په اصل کې د ISI له سوړې راوځي او پاکستان تل داخوبونه ويني چې کله به سيمه د اسلام په نامه په يوه پاکستاني خلافت اړوي ،
څو د هند په وړاندې ترې کار واخلي او بس !


larghonay laraway
20.09.2011

السلام عليکم!
زما په نظر دې موضوع دوه برخې لرلې چې يوه (ډاکټر نجيب چا وواژه) او بله يې (ملا خاکسار څوک ؤ؟)
په لومړۍ برخې يې ډېرې خبرې وشوې خو دويمې ته يې چا ګوتې نه دي وروړي.
ښه به وي که څوک ملاخاکسار هم راوپېژني!
مننه


ډاکتر څپاند
27.09.2011

ديوه ستر افغان تلين

http://www.youtube.com/watch?v=CjbhKnY-fa4


pattang
28.09.2011

[quote:c19803e614="ډاکتر څپاند"]ديوه ستر افغان تلين

http://www.youtube.com/watch?v=CjbhKnY-fa4[/quote:c19803e614]

ډاکتر اغا!
دا اوداسې نور دکوڅو تمرين شوي تيوريسنان زه له نږ د ې پېژنم ،داټول دروغ
وايې اووېيل يې!
دساري په توګه نجيب کله په دين اوخدای (ج) عقيده لرله چې دی اوس دلته
دوعا کوي !
او پښتون چې پرچمی شي او بياپه قلابي پاړسو خبرې کوي دا لا نور هم شرم
دی !!


پتوال
28.09.2011

[color=blue:431593f0d4]که هر څو له تيزه وروسته پلتۍ ده
............................................... ډېره سره ده داغ توده په سره تبۍ ده

د روسانو د يرغل قاصد خو ته وې
................................................. تا نيولې خوله کې بيا خپله لکۍ ده ؟

د قدرت له پاره تا خپل قام تباه کړ(!)
.................................................. دا دکوم عقل و منطق کومه کړۍ ده ؟

کی جي بي پر اوږو سپور وطن ته راغلې
......................................................... جوړه کړې بيا ستم په تا غدۍ ده

د دوستم ، شورا نظار په لاس چې ګير شوې
............................................................ ISI درغورځولې بيا سولۍ ده[/color:431593f0d4]


ډاکتر څپاند
28.09.2011

پتوال صيب

چې نجيب او اتلان نشې منلی
................................بيا دې ولې په خوله نوم ولسواکۍ ده
کله لر شې کله برشې سورې وکړې
......................................ستا وينا اوعمل ډک له تربګنۍ ده
که طالب وو که مطلوب وو واړه لاړل
....................................بيادې سترګه اچولې په چوکۍ ده؟
چې باد ووځي نو دتيز پشان دې ووځي
.....................................ستا يارانو اچولې ټس پسکۍ ده

لاښود هغه شو چې سر په وطن ورکړي
.......................................نه وتلې د بالښت لاندی ساګۍ ده

کمونست وو که کاپر وو خو افغان وو
....................................نه هغه چې ISI ته ئي لکۍ ه


پښتون.
28.09.2011

څپاند صیب ډیر ښه. شعر دې دومره خوندیی وکړ چې هغه د انګریزانو خبره نو کومنټ.
خصوصاً اخری فردونه یی.
خو ،ارواح ښاد ډاکټر نجیب الله نه کافر وو او نه کمونست وو فقط او فقط یو نر افغان وو.


پتوال
28.09.2011

څپانده وروره بيتونه ويل اسانه کار دی، خو له شخصي تيري څخه ځان ساتل سخت دي ، تاسو د غټ لقب سره سره شخصي تيری کوئ، چې ددغه لقب سره نه جوړيږي !
نجيب د خلکو په سرنوشت ژوند اوعقايدو لوبې کړي ، مسول، تورن اومجرم دی، ماخو دجا په سرنوشت لوبې څه چې يو شخصي تيری هم الحمد لله نه دی کړی،
دنجيب کمونستوالی، کفر او اسلام ته ګوته نيول هم سم کار دی ، خو ما نه دی مطرح کړی ، مايې هغه ګوډاګيتوب مطرح کړی چې شورويان يې
په افغانستان رامرش کړل اوملاتړ يې ترې وکړ . په ميليونونو افغانان شهيدان او په ميليونونو بې کوره او بې وطنه شول آيا ددې مسوليت
له کارمل سره دده او نورو پرچميانو په غاړه نه دی ؟؟؟؟؟ ايا دوی له خره کي نيولې تر اميني ،ببرکي او نجيپئ پورې ټول د ولسواکۍ دوښمنان نه وو ؟؟؟؟
دۀ د وطن د آزادۍ چيغې هغه وخت ولې نه وهلې، آيا دا چيغې يې له تيزه وروسته پلتۍ نه ده ؟؟؟؟؟

د خاد د ريس په توګه نجيب ګاو ( دا شخصي تجاوز نه دی، يو مجرم سياستوال ته يې ويل په ژوند او مرګ د هر تبعه حق دی) څومره افغانان آن په بنديخانو کې
له تيغه تير کړي ، طالبان پريږده ورشه ته يې د هغو شهيدانو د کونډو رنډو او بازمانده ګانو په مخ کې دنجيب نوم په خوله واخله
چې څه درباندې کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د شخصي تيري غم دې پخپله وکړه زه دې
ددې تيري په پرتوږ نه پوهيږم !


عبد السلام
29.09.2011

[quote:97c6a64d46]ديوه ستر افغان تلين

http://www.youtube.com/watch?v=CjbhKnY-fa4[/quote:97c6a64d46]

دروند اوګران ډاکتر صاحب څپاند ، سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم !
که ووایم چې دهغو په ګوتو شمارو څو درنو ورنو سره چې دزړه له اخلاصه دنظر د تبادلې ویره نلرم، په سرکې به يې تاسو یاست لری به نوي ،
د همدې درناوي له امله مې ستاسو له خوا وړاندې شوی لینک سر تر پایه ، یواځې اویواځې ستاسو په خاطر وکوت! کنه په عادی حال کې مې دفیس په مقابل کې هم ولاکه کتلای وي!
درسته ده چې نجیب به یو غښتلی خطیب او orator و !
خو دچا په حساب او ( Payroll ) اودچا دسر په بیه او تاوان ؟ " یعنی دروس په معاش او دافغان په بربادۍ" ! همغه دپاړسو دسړک متل دی چې وايي : از زور کاکا ست که انګور درتاکا ست )
دا کومې Edit شوی ا وا صلاح شوی قلقلې چې ما دنوموړي ولیدې اوواوریدې نپوهیږم د چا په زور او ملاتړ زیږیدلی،او دچا دد تیرویستو په نیت رامنخته شوی وي ، دی چې په دومره واک اوځواک او جنګی و سایلو ناز یده "چې په اخر کې یې په هیڅ درد هم ونلګیدل" له کومه یې کړې وو ؟ ښه به دا وي چې ووایو چې با دار یې ماتی وخوړه نو دی به څوک و چې ټیزونه یې شمیرل شوی وای !


عادل عادل
29.09.2011

[quote:339b213a81]طالبان پريږده ورشه ته يې د هغو شهيدانو د کونډو رنډو او بازمانده ګانو په مخ کې دنجيب نوم په خوله واخله
چې څه درباندې کوي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟[/quote:339b213a81]

په والله چې تر اوږدوبه یې ساره ډېر کړي،،،،،، د کمونستانو بښل لویه جفا ده،،،،،،د سازمان پېشاهنګان نه نیولي تر جوانان او بیروی سیاسي پورې ټول عام او خاص کمونستان او روسي لاسپوڅي د افغانستان د تېرې دېرش کلنې غمیزې اصلي عاملین او افغانانو ته مطلوب مجرمین دي،،،،

ډاکټر صاحب څپاند ته یوه ښه مشوره ورکوم،،، که غواړې نجیب ګاو وځلوې،،، نو راشه د کرزي تر خوا د افغانستان اشغال په پښو ودوروی،، مشروعیت ورکړی،،، تر څو روسي وحشي یرغل او د دوی لاسپوڅي هم وکولای شي خپل وحشیانه اعمال او وطن پلورنه توجیه کړای شي،،،،، تاسو ډېره اشتباه کوی چې په نجیب ګاو ویاړی،،، په نجیب ګاو ویاړل د هغه په ظلمونو ویاړ دی،،، په نجیب ګاو ویاړل،،، د روسانو په اشغال ویاړل دی،،،، په نجیب ګاو ویاړ د سل هاوو زرو مسلمانانو په مظلومانه شهادت باندې خوښي څرګندول دي،،،، همدې ځوان دې په زندانونو کې داسې ځوانان صرف د مسلمانی په جرم،، تر شکنجو لاندې شهیدان کړي چې په پوهه، ځوانی، کورنی، وطندوستی او هر څه کې تر نجیب ډېر ډېر لوړ وو،،،، دا خو بحثخونه ده،،، خو دا ښه په یاد کې ساته چې د افغانانو سره په مخامخ خبرو کې داسې جرات کله هم ونکړې،،، چې خدای مکړه هیڅ به هم نشي در پاته،،،


ډاکتر څپاند
29.09.2011

زه به يو سوړ اوسېلی وباسم او بيا ټولو درنو ،موافقو(لګکيو)،مخالفو(ډيره کيو) ته سلامونه وړاندې کړم٠
زماپه بې وزنه شعر کې،زما پراند پرچا شخصي تېری ندی شوی،خو که داسې انګېرلی شي دپتوال صيب نه بښنه غواړم٠

دمرحوم ډاکټر نجيب پخواني مرستيال او د شوری نظار سره په ټړاو کې يوه 
کودتاچي ،دده په اړه داسې ليکلي:
[quote:a8d2fa1e6c]
دانتر جُ بٌ الله از جوا ىُ طُاق زةردشت ه تحي يٌگر پرتوام ش اٌشى ةود، اه در ا صُا دُهشتى
ه احترال ةه حلوق ةظر طخص تٌ اشتث اِئى داطت، چ اِ هُه ه گِال غهدن دارو ر اًشت غ وٍ ىٌ خد اٌة
اطلاغاة دهىتى ةر خلاف ادغا هاو خص اٍ هُ ػٌا دُ ،ًَ ةح ثٌ هو اٌ صٌُت صد قً در ران تحلق كا وُم،
كا وُ تٌُ ه ةرخورد ا صُا ىُ ةا رٌدل لُض ةارزو ا فًا وٍُدن اشت. ا دانتر جُ بٌ الله ةود نه ةا درک ه
تحلق طػار غٌز شرد، كيب گرل هدشتام پاک، ه هٍارام خودرا ةه غاى تٌر اشيوب ه ط وٌن ا صُا ىُ نار
ه تٌارزن تظو قً، ترغ بٌ ه ترة تٌ وٍُد. ا رٌهز پانى هجدام ه صداكت هط دِهشتا هُ ه رٍز اٌم ه اًرام
دانتر جُ بٌ الله زةا زُد غال ه خاص طدن اشت .[/quote:a8d2fa1e6c]
زه به يوه خبره ياشعار علاوه کړم چې ژوندۍ دې وي ولسواکي،که نه نو زه څوک او ته څوک چې داسې غټې غټې تبصرئ په ليکه کړو :cry:


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more